په هېواد کې په تېره بيا کابل کې نامسووله وسلهوالو او جنایتکارانو د ترهګرو تر څنګ، پر افغانانو ژوند تریخ کړی او هره ورځ ګڼ شمېر کورنۍ د دوی له کبله د غم پر ټغر ناستې وي.
دغه وسلهوال غله او جنایتکاران تر بل هر ځایه په کابل کې ډېر فعال دي او هره ورځ له خلکو باج اخلي، کورونه یې لوټي، دوی تښتوي، شهیدانوي یې او لسګونه نور جنایتونه کوي چې کابل ښاریان یې له لاسه نه د شپې په ارامه ویده کېدای شي او نه هم د ورځې د ښار پر سړکونو، کوڅو او ان په کورونو په امن کې دي.
که څه هم کورنیو چارو وزارت څو میاشتې مخکې په کابل کې د هغو جنایتکارانو په وژلو او نیولو پسې لستوڼي رابډ وهل چې وسلهوالې غلاوې کوي، خلک تښتوي او لسګونه نور جنایتونه کوي او په دې لړ کې یې د جنایتکارانو ځینې نوملړونه هم خپاره کړل چې د کابل په وسلهوالو غلاوو، انسان تښتونو، د خلکو په شهیدانولو، لوټماري او باج اخيستو کې یې لاس درلود.
پولیسو هاغه مهال د دغو کسانو له ډلې ځینې هغه ونیول او ووژل، خو دا لړۍ بېرته ودرېده چې له کبله یې کابل یو ځل بیا د سلګونو جنایي جرمونو شاهد شو. کورنیو چارو وزارت دوې اوونۍ وړاندې د کابل د امنیت ټینګښت لپاره د یوې نوې طرحې د جوړېدو خبر ورکړ. دغه وزارت وړمه ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې په کابل ښار کې د جنایي جرمونو کچه ۲۰ سلنه کمه شوې او افغان ځواکونو له دې سره هممهال پرون شپه ناوخته د وسلهوالو غلو د یوه بانډ سرلاری عنایت قچي او د هغه درې ملګري ووژل او څلور نور یې ونیول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، عنایت قچي په کابل کې خلک شهیدانول او تښتول، وسلهوالې غلاوې یې کولې او نور جنایتونه یې کول چې په وینا یې څو ځله یې له امنیتي ځواکونو سره وسلهوال مقاومت هم کړی و.
د رحیمي په وینا، دغو کسانو وړمه ورځ د کابل له څلورمې ناحیې یو هایلکس موټر وتښتاوه چې د امنیتي ځواکونو له څار وروسته په پغمان ولسوالي کې خپله عنایت قچي له ۳ ملګرو سره ووژل شو او ۴ نور یې ونیول شول.
کورنیو چارو وزارت خلکو ته ډاډ ورکوي چې د ترهګرو تر څنګ به د وسلهوالو غلو او جنایتکارانو پر وړاندې هم جدي اقدام کوي او کابل ښار به ترې پاک کړي.
خو کابل ښاریان باور نه لري چې پولیس دې کابل له جنایتکارانو او وسلهوالو غلو چې شمېر یې زرګونو کسانو ته رسېږي، پاک کړي، ځکه په وینا یې لوړپوړي حکومتي او ناحکومتي چارواکي او نفوذي شخصیتونه یې ملاتړ کوي.
د کابل اوسېدونکی محمدالله د کورنیو چارو وزارت تېرو اقداماتو ته په کتو وايي، دغه وزارت نهشې کولای خلک له جنایتکارانو، انسان تښتوونکیو، وسلهوالو غلو او قاتلانو خلاص کړي. د هغه په وینا، دا وزارت په تېر کې هم څو ځله د دغو کسانو د ورکولو ټټر وهلی و، خو وروسته په خپله ژمنه کې پاتې راغی او کابل ښار یو ځل بیا د جنایتکارانو د سلګونو جنایتونو شاهد و.
خو د کابل یو مدني فعال مطیعالله ستانکزی بیا باور لري، که امنیتي ځواکونه له جنایتکارانو، وسلهوالو غلو او قاتلانو د کابل ښار د پاکېدو لپاره جدي اراده ولري، دغه ډلې نهشې کولای پر وړاندې یې مبارزه وکړي. هغه وايي، امنیتي ځواکونه دې د جنایتکارانو پر وړاندې خپله مبارزه دومداره وساتي او د هغو کسانو نومونه دې هم خلکو ته په ډاګه کړي چې د جنایتکارانو ملاتړ کوي او پر کابلیانو یې ژوند تریخ کړی دی.
ستانکزی زیاتوي، پخواني توپکیان، قوماندانان، ځینې حکومتي چارواکي، ځینو جهادي ګوندونو ته اړوند کسان، د ولسي جرګې ځینې غړي او زورواکي په کابل او نورو ولایتونو کې له وسلهوالو غلو او جنایتکارانو سره ګډې ګټې لري، هغوی جنایتونه او دوی یې ملاتړ کوي او همدا لامل دی چې امنیتي ځواکونه یې پر وړاندې جدي اقدام نه کوي یا نهشې کولای.
مدني فعالان او د کابل ښار اوسېدونکي په ښار کې د وسلهوالو غلاوو، انسانتښتونو، وژنو او نورو جنایتونو له ډېرېدو سر ټکوي او له حکومت، په تېره بيا امنیتي ادارو نه غواړي چې د وژلو او نیولو لپاره یې لاس په کار شي او کابلیان یې له شره خلاص کړي.
سرخط ورځپاڼه