The news is by your side.

کاندیدان خریداران نه لري

0

دافغانستان د ولسمشري د څلورم پړاو ټاکنو لپاره یو شمېر کاندیدانو چې ټاکنو ته یې له پیله د مارکېټ له لید لوري کتل او په دغه ډګر کې یې هرې خوا لومې کېښودې اوس حیران دي چې خپله سودا په چا او چېرته وپلوري. ډېرو لا تېره میاشت همدا فکر کاوو چې په دې ۱۷ کسانو کې یې یو شمېر د نوم ځینې نور د تجارت او ځینې هم د اوبو خړولو لپاره د ټاکنو سیالي ته رامخې ته شوي دي.
سره له دې چې په افغانستان کې به ډېر دغه نومونه پېژني، خو اصلي کیسه دا ده چې دوی به خپله سودا په کوم وزن تلي او د څه هیله به لري. د افغانستان په تېرو درې وار ټاکنیزو پړاونو کې ډېرو د منصب په مقابل کې په ۹۰ یمه دقیقه کې خواوې بدلې او پر خپل غرور یې غبرګې پښې ایښې او پروني تربور ته یې د سکني ورور خطاب کړی دی. ځینو د ځان او ځینو د خپلو کورنیو او دوستانو لپاره د وزارت، ولایت، او ولسوالي په غوښتلو سره خپل سیاسي شعارونو ته د پای ټکی ایښی او ځینې پکې ان د کابل د یوې حوزې د امریت په ترلاسه کولو له کاندیدېدو تېر شوي دي.
ځینې پکې داسې هم وو چې خپرو شویو خبرونو او اوازو پر اساس په وروستۍ شپه یې د یو میلیون ډالرو په ترلاسه کولو سره له خپل کلک ملګري سره بې خدای په اماني سیاسي مبارزه پای ته رسولې. دغه ډول لویو او کوچنیو فرصتونو ته په کتو انتخابات د ځینو سیاستوالو لپاره یو چانسي سیاسي کاروبار ښکاري چې ځینې یې د ښې ونډې ترلاسه کولو لپاره خورا تونده ژبه کاروي.
یو شمېر نورو یې سر له اوسه دغې او هغې غاړې ته ژبه نرمه کړې او د مخالفت ټکي یې څنډې ته کړي دي. ان داسې اشارې ورکوي چې که یې څوک خریدار وي کولای شي وړاندیز ورته وکړي، خو د دوی له بده بخته چې د کاندیدانو بازار تر اوسه سوړ ښکاري او ان د نوماندي له لومړي لیسټه هم هیڅ یو حذف نه شو او که لوبه همداسې روانه وي ممکن د هغو ځینو بیه کېدای شي په نشت حساب وي چې د اوړو د څټې پسې ژرنده په ژرنده ګرځي.
په دې پړاو ټاکنو کې له ولسمشر غني پرته نږدې ټول کاندیدان ټاکنو ته د دویم لاس فرصت په سترګه ګوري. ډېر یې د داسې شر د پېښېدو په فکر شپې سبا کوي چې د دوی خیر پکې وي. ډېر یې ټاکنو ته داسې ځنګېدلي ور روان دي چې څوک یې فکر هم نه‌شې کولای چې ګواکې دی دې کاندید وي. یوه لویه برخه یې له اوسه په دې فکر کې دي چې ټاکنې دې د کمېسیون د غاړې غړوندی شي او افغانستان دې له طالبانو سره د خبرو پر لار روان کړای شي.
د دغې ډلې کاندیدانو هیله له ټاکنو ختلې او په دې یې هم سر خلاص دی چې هغه څوک یې کېدای شي و نه پېري چې دوی فکر کوي د ټاکنو په ډګر راج چلوي او ممکن د افغانستان راتلونکی ولسمشر وي.
په دې برخه کې د یو شمېر کاندیدانو د مرستیالانو وضعيت ډېر خړ پړ دی او نه پوهېږي چې د دويم لاس په معامله کې به څه ترلاسه که له لاسه ورکړي. دغه اندېښنې ان له لومړي سره چې کاندیدان د خپل ښي او چپ لاس په جوړولو بوخت وو را څرګندې شوې. سره له دې چې تقریباً ټولو کاندیدانو ته دا ځل د مرستیالانو ټاکنه ستونزمنه او ننګونکې چاره وه، خو په وروستیو شېبو کې جوړ جاړی ډېر کله همدا ډول فضا را منځ ته کوي چې معامله پکې له نورو سره پېچلې شي.
په وروستیو دوو میاشتو کې چې د کاندیدانو لپاره د ټېمونو د جوړولو برخلیک ټاکونکې شېبې وې ځینو پکې داسې څڼې واچولې چې اوس پرې پېښمانه دي. له دوو دریو کاندیدانو سره یو شمېر ولاړو خو پکې داسې څوکۍ له لاسه ورکړې چې ممکن بیا یې به خوب کې هم ونه ویني. په مجموع کې دغه ۱۷ کاندیدان په دریو ډلو وېشلای شو. یوه ډله یې د ولسمشر په ګډون له زړه ټاکنې غواړي او د افغانستان د راتلونکي ټیکاو لپاره یې پر خپل ټاکلي وخت د ترسره کولو هڅې کوي. بلې ډلې یې له مجبوریته ځانونه کاندید کړي، لکه عبدالله چې ځانته یې سل فونټه هوا ورکړې او چې داسې سمه غوړه معامله په مخ ور نه غله؛ نو مجبور شو چې خپل راتلونکی په ټاکنو ووینځي او د ماتې په صورت کې یې د ۲۰۱۴ کال په څېر بلې معاملې ته هم سترګې خړې دي، خو ځینې فکر کوي چې بیا به یې جان کېري تر خوا نه وي لیدلی. او درېیمه ډله یې همدا اوس له لومړنیو دوو ډلو سره په غوږ جنګولو بوخت دي او که لږ شین څراغ یې ولید کېدای شي خپل سور څراغ مړ کړي.
د لومړنیو دوو ډلو تر شا یو څو په نوم سیاسي ډلې او کورنۍ ولاړې دي، خو د وروستۍ ډلې تر شا یې ممکن خپلې کورنۍ هم پوره نه وي ولاړې. ځینې خو یې د شهرت له دومره فقر سره مخامخ دي چې له ده پرته یې ټول تشخیصولای شي.

 

سرخط ورځپاڼه

(Visited 32 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.