The news is by your side.

کتاب: تکړه شه! ته یې کولای شې

لیکوال: قیصر عباس-ژباړه: رحمت شاه فراز

0 111

۱- د «تکړه شه» سفر

ویناوال د «نېسلې اوبو» شرکت کاري ډلې ته له برمه ډک انداز کې وکتل او ويې ویل: ((که خوبونه مو ډېر لوړ او پیل مو خورا ټیټ وي، نو مبارک مو شه ژوند مو درنه د یوه ستر کار هیله لري. ستونزه خو هاله وي چې پیل مو ډېر هسک او خوبونه مو خورا ولېدلي وي. ستونزه دا نه ده چې زموږ موخې دومره لوړې وي چې د لاسته راوړو وس يې ونه لرو، ستونزه دا ده چې موخې مو دومره وړې وي چې په ترلاسي يې برلاسي شو.))  ټول ګډونوال ویناوال ته غوږ، غوږ وو.

((غواړم یوه رښتینې کیسه درته وکړم.)) د ځوان ویناوال ځلانده سترګو د خلکو زړونو ته د لار کولو هوډ کړی وو. او ورسره يې د پردې پر مخ د یوه ماشوم انځور وښوده چې په سترګو کې يې د لوړو خوبونو څرک او په څېره کې یې د بېوسۍ نښې ځلېدې. ((هو، سم پوه شوئ. د دې ماشوم خوبونه لوړ خو پیل يې هماغومره ټیټ وو څومره چې يې تاسې فکر کولی شئ. د ده کورنۍ د غریبۍ، بې وزلۍ، کرکې، ناپوهۍ، تعصب او بې کورۍ په څېر په ټولو ناروغیو اخته وه. دا ماشوم د یوه عزتمن مزدور پلار په اتو زامنو کې تر ټولو کوچنی وو. په اوه کلنۍ کې د خپلې مور د جسد تر څنګ يې ځکه ژړل چې مور يې له داسې ناروغۍ نه وه مړه شوې چې درملنه يې نه کېده. ماشوم د خپلې کورنۍ لپاره د سترو لاسته راوړنو فکرونه لرل.)) په تالار کې ناستو ټولو ګډونوالو په ټوله ځیرکتیا غوږ ورته نیولی وو.

((دې ماشوم هېڅ کله د خپلې خوښې جامې پر تن نه کړې او نه يې د خپلې خوښې په لوبتوکو لوبې وکړې. په ښوونځي کې د لومړي مقام د ګټلو لپاره د ورسره شوې جایزې ژمنه يې هېڅ کله پوره نه شوه. د ژوند تر ټولو لویه ننګونه يې دا وه چې د شپې ډوډۍ به له کومه کېږي؟ د کور کرایه به له کوم ځایه پوره کېږي؟ او د کورنۍ ((احساساتي چاپېریال)) یې تر ده مشر ورور په نشه يي توکو روږدی کړی وو. او بیا کور د رغېدو پر ځای ورو ورو د ویجاړتیا په لور روان شو. خو د ده خوبونه لا هم لوړ او اراده يې پیاوړې وه.))

((په یو نه یو ډول يې کالج ته لار ومونده. پر نفس ټیټ باور، شرم و حیا او د ځوانۍ د دور هر کړاو يې د لارې ملګری او د ځپل شوي عزت نفس یو ژوندی انځور وو. د خپل کمزوري او بېوسه اندام او د خپل شکل او ونې په اړه به تل له کړوونکو فکرونو ځورېده خو سربېره پر دې يې هم خوبونه لوړ او پیل… په کالج او پوهنتون دواړو کې يې وکولی شول چې د سرو زرو مډال ترلاسه کړي.)) د ویناوال په دې خبرې د تالار چوپتیا د لاسونو پړکا ماته کړه.

((د ستر کار کولو لېونتوب د زړه ډاډ او سکون ترې اخیستي وو. د پوهنتون نوم لیکنې ته یو کال انتظار ورته ناشونی وو. کور يې پرېښود او په لاهور کې يې ځان د ازمایښتونو منګولو ته وسپاره. د ورځې له خوا به يې د کمپیوټر هارډویر زده کاوه او له ماسپښینه تر ماخوستنه پورې به يې د ((جنګ ورځپاڼې)) په کانټین کې دنده ترسره کوله. خدای پرې مهربانه شو او ماسټرۍ ته بریالی شو. په ورته وخت کې يې په یوې مجلې کې دنده هم ترسره کوله. ده غوښتل چې ژر تر ژره مسلکي ژوند پیل کړي خو لا هم ځینې ازموینې ورته په مخ کې پرتې وې. د پوهنتون په لومړي کال د نړۍ تر ټولو خوږ ملګري – پلار یې – له دنیا نه سترګې پټې کړې او دی يې یوازې پرېښود. خو خوبونه يې لا هم لوړ او پیل… د ده پر وړاندې هر ډول احساساتي، بدني، اقتصادي، ټولنیزو او رواني ننګونو ټغر غوړولی وو.

د پوهنتون په وروستي کال کې له یوه داسې مهربانه ملګري سره مخ شو چې د ده شخصیت يې وڅانډه او د لوستلو او اورېدلو لپاره يې داسې مواد ورکړل چې د ده په ژوند کې يې سترو بدلونونو ته لاره هواره کړه او د ژوند موخه يې وموندله. ده د انسانانو او ادارو د بریا هسکو ته د رسولو خوبونه لیدل او خپل ځان يې د یوه اداري روزونکي، مشاور او هڅاند ویناوال په بڼه لیده او دا خوب يې د اوسنۍ ځوړتیا په مقابل کې ډېر هسک وو.))

((له ماسټرۍ وروسته يې کورنۍ د نوموړي د زحمتونو مېوو او لاسته راوړنو ته سترګې په لار وه، خو پرلپسې ماتو يې لا هم شا نه پرېښوده. لسګونه شرکتونو ته په دې هوډ ورغی چې ګنې برخلیک به يې ور بدل کړي، خو ناهیلی به ترې راستون شو. د کلیو بانډو له وړو او لویو اکاډومیو  نیولې، د ټولنیزو خدمتونو تر اکاډمیو پورې ټولې دروازې يې وټکولې خو هېچا هم دروازه ورته خلاصه نه کړه. ټول میاشتینی عاید يې ۱۸۰۰ کلدارې وې چې په ((ایم. او. کالج)) کې د ماسټرۍ ټولګې ته د تدریس په عوض کې ورکول کېده، خو هېڅ کله يې هم له داسې لارو د پیسو ګټل نه غوښتل چې د ده له هدف سره يې اړیکه نه لرله. ((پنجاب پوهنتون)) او ((پي. اې. ایف.)) هر یوه دوه دوه ځلې ځواب ورکړ او یو ځل ورته ((پي. سي. اېس.)) د ناکامۍ لار وښوده؛ او مخکې له دې چې د ((عامه خدمتونو د کمیسیون)) په ازموینه کې لومړی مقام وګټي، د خپلې موخې وړو – وړو بریاوو خپلې دروازې ورته پرانیستلې. له همدې امله د عامه خدمتونو له کمیسیون سره يې جوړ جاړی ونه شو.))

((د ده خوبونه لا هم ډېر لوړ او پیل خورا ټیټ وو. د ده تر ټولو لوی خپګان دا وو چې د خوبونو په دې سفر کې يې د کورنۍ د یوه غړي باور او اعتماد هم نه وو په برخه. د کورنۍ او دباندې خلکو د ده د ماتو په هکله وړاندوینې کول د خپلو خبرو لازمي جز ګرځولی وه: ((وبه يې ګورې، د سړک په سر به لاسي کراچۍ چلوي؛ خیرات به ټولوي؛ د روزنې او تریننګ دا نشه يې چې له سر نه والوځي، پخپله به د اوړو او دالو له بیو خبر شي))؛ خو ده له اوړو او دالو ور هاخوا د سترو کارونو هوډ کړی وو. له همدې امله به هره ورځ د نوو دروازو په لټون ووت، خو دا بېله خبره وه چې ماښام به يې د خپل کور دروازه هم پر مخ تړل شوې وه. په لاهور کې يې د اوسېدو ځای نه درلود او ملګرو تر اوږدې مودې زغملی نه شوای، بیا بیا ځای بدلولو په څو څو ځله له کړاوونو سره مخ کړی وو، تر دې چې د خپلې خوښې څو جوړه جامې او کتابونه يې هم د همدې بې کورۍ قرباني شوو.

په دې دوو کلونو کې يې هېڅ کله هم هره ورځ د غرمې ډوډۍ ونه خوړله، ځکه تر ټولو لویه ننګونه يې دا وه چې له دې ځایه تر هغه ځایه پورې به د موټر کرایه له کومه کوي؟ او له همدې امله په خپل لومړني دفتر میکډونلډز – چې خپل دفتر يې ګڼلی وو – کې يې هېڅ کله هم ډوډۍ ونه خوړه. په دفتر کې به يې یوازې د لیکوالۍ او مطالعې کارونه کول او چې وږی به شو، د سړک د غاړې له کراچۍ نه به يې خواړه وخوړل او بېرته به په خپل کار بوخت شو. همدلته به د ټریننګ لپاره مراجعین ورته راتلل او په همدې ګڼه ګوڼه کې يې خپل کتاب ((تکړه شه! ته يې کولای شې)) بشپړ کړ.))

په تالار کې ژوره چوپتیا خوره شوه.

((تاسې به حیرانه یاست چې زه د دې ماشوم په اړه څنګه دومره زیات پوهېږم؟)) د ویناوال غږ لړزانده شو: ((په دې چې هغه ماشوم زه پخپله یم… قیصر عباس.))

د تالار ۱۶۰ تنه له خپلو څوکیو پاڅېدل، له هرې سترګې اوښکې روانې وې او په تالار کې پرلپسې د چکو غږ تاوېده. زما ملګري قیصر عباس له خپلو خوبونو سره سم د دې نندارې – چې ټول خلک ورته ولاړ وو – وس نه درلود او له همدې امله يې له اورېدونکو څخه مخ اړولی وو او د ماشومانو په څېر يې په سلګیو سلګیو ژړل، ځکه د خلکو زړونو ته د لار کولو خوب يې لومړی ځل رښتیا شوی او خلکو ته د دې پیغام په رسولو کې بریالی شوی وو چې خپلو خوبونه ته نه رسېدل، هېڅ پلمه نه لري. خپلې اوښکې يې پاکې کړې، اورېدونکو ته يې مخ را واړاوه او ويې ویل: ((زما خوبونه نن هم هسک او په مقابل کې يې زما پیل خورا ټیټ او ولېدلی دی.)) په ډاډ درته ویلی شم چې نن ورځ ((قیصر عباس)) په خوبونو کې لیدلی ژوند په حقیقت کې تېروي.

د خلکو د ژوند د بدلولو خوب ((قیصر عباس)) هره ورځ په یوه نوې بڼه تشویقوي. په لنډو وختونو کې د ((ځوان رهبر)) په کانفرانس کې ځوانانو ته د وینا پر مهال اورېدونکي دوه ځله ورته پاڅېدل او لاسونه يې ورته وپړکول. کله چې قیصر خپله وینا پای ته ورسوله نو د ((شیرټن کراچي)) په تالار کې اورېدونکي هېڅ پوه نه شوو چې له دې زړونو او خوبونو ته لار کوونکي ویناوال سره څه ډول چلند وکړي… او یو ځل بیا ټول خلک ورته پاڅېدل. او هغه ورځ هم د ((قیصر عباس)) سترګې خپلو خوبونو ته د رسېدو له امله له اوښکو ډکې وې.

د پاکستان په هر وګړي په تېره د ځوانانو په زړونو کې د ((تکړه شه! ته يې کولای شې)) تخم کرل د ((قیصر عباس)) موخه ده او د دې موخې لپاره يې په لنډ وخت کې خورا اوږد واټن وهلی دی.

د ټولنیزو خدمتونو په اکاډمۍ کې د هغه روزنیز پروګرامونه د نصاب برخه ګرځېدلي او د دې ترڅنګ د عامه مدیریت ملي انسټیټیوټ په څېر ادارو کې د دولت د لوړ پوړو چارواکو د روزنې دنده هم پر مخ بیايي.

دغه راز، د پاکستان پوځ هم د خپلو لوړ پوړو افسرانو د روزنې لپاره د ده له خدماتو ګټه اخیستې او د ((پاکستان کرکټ بورډ)) هم د ملي لوبډلې د روزنې په موخه بلنه ورکړې.

کولا کولا، نسلې، پروکټر اېنډ ګیمبل، پېکیجز، اینګرو کیمیکلز، د پاکستان تمباکو شرکت، د پاک هینو موټرونه، اې بي این ایمرو بانک، ټوټل پارکو، کالټیکس، ټي آر جي، پاکستان سمنیز، کې ایس بي پمپس، اورکس لیزنګ، پاکستاني سمنټ او شیل پاکستان په څېر ادارې په پاکستان او له پاکستان نه بهر د خپلې کاري ډلې د ټریننګ لپاره قیصر عباس ته سترګې ور اړوي.

قیصر عباس دوه کاله وړاندې د «Possibillities» بنسټ کېښود او له دوو کلو نه هم په لږه موده کې يې دغه اداره اوس د پاکستان، دوبۍ، اومان، او انډیا له نوموتو روزنیزو او مشاورتي ادارو څخه شمېرل کېږي.

 زه، «قیصر عباس» له څو کلونو راهیسې پېژنم. پر ډېرو پروژو مو یو ځای کار کړی، چې زموږ نوی کتاب «زما حلوا چېرته ده؟» يې یوه بېلګه ده. په ژوند کې د هدف لټون او د هغه د بشپړاوي لپاره روزنه ورکول د قیصر عباس مینه هم ده او مسلک هم. د هغه د دې هدف موخه یو څه «لاسته راوړل» نه، بلکې یو څه «ورکول» دي او په ډاډ ویلی شم چې د «قیصر عباس» د بریالیتوب تر شا یوازې او یوازې همدا یو اصول دی؛ ځکه هر کله چې تاسې «ورکولو» ته پام کوئ نو د «لاسته راوړو» له فکر څخه خپلواکه کېږئ.

د «تکړه شه» په سفر کې د «قیصر عباس» ملتیا وکړئ!

ډاکټر صداقت علي
د صداقت روغتون مسؤل مدیر

Leave A Reply

Your email address will not be published.