The news is by your side.

کورونا، دولت او زموږ تجویز

داکتر فاروق آعظم

0

کورونا یوه نړیواله ناروغی ده. اکثرو پرمختللو هیوادونو دغه ناروغي د خپلو خلکو پر ټولنیز فعالیت او تګ راتګ باندی د بندیز له لاري کنترول کړیده. په امریکا او یورپ کی حکومتونو دفترونه، تعلیمی اداری او هغه کاروبار چی ګڼه ګوڼې جوړوي بند کړی او خلک له کوره کار کوي. په غرب کی هر دولت په ملیاردونه پیسه د خلکو سره د مرستی لپآره عاجله تخصیص کړیده. په دوی کی هسی هم د بیکارۍ کچه نسبت افغانستان ته ډیره کمه ده او کوم بیکاره خلک چی دي، هغوی ته په عادي حالاتو کی هم حکومت د حداقل معیشت مرسته کوي. اوس نه یوازي هغه پخوانی بیکارانو ته د پخوا په شان معاش روان دی، بلکی د کرونا په سبب چی کوم خلک پر کور کښينستل، هغوی ته هم خپلی مربوطی اداری ترهغو پر کور پوره معاش ورکوي ترڅو دا مرض ورک کیږي، په غرب کی حکومتونه کوښښ کوي چی د خوراکی شیانو مغازې له مالونو ډکی او قیمتونه ثابت وساتي. بیله شکه کرونا په غرب کی پر ملي اقتصاد او ټولنیز ژوند خپل منفی اثر غورځولیدی، خو عام ولس ډیر نه دی خوار او زهیر سوی، داځکه ټول د پخوا په شان معاش لري او په مغازو کی خوراکی مواد سته.

افغانستان هم د دغه ناروغی د کنترول لپاره د غرب په اقتفا ګامونه واخیستل. خو افغانستان او غرب ډیر فرق لري. دلته د خلکو ډیره کمه فیصدي د دولت معاش خور دي. خصوصی سکتور هم په لږ فیصدي خلک استخدام کړیدي. په افغانستان کی اکثریت خلک، خصوصا د ښارونو، په دکاندارۍ یا د خپل لاس په روزمره خوارۍ ځانونه چلوي. ډیر داسی کسان سته چی د ورځي یی ګټي او ماښام یی خوري. اوس چی په ښار کی کاروبار بند دی، دا کسان او کورنۍ به یی څه خوري؟ دا خو لږ خلک نه دی، په ملیونو دي. دغه حالت که دوام وکړي، زموږخوار خلک به له کرونا نه بلکی له لوږی مړه سی او چی کرونا خلاصه سی، زموږ ډیر خلک او ماشومان به دومره خوارځواکی سویوي چی تر ډیره وخته به د هري ساده نارغی ښکار وي. دا یوه لویه ملي فاجعه او ستر ناورین دی. تر کرونا دغه حالت ډیر بد، تلفات یی ډیر او اوږدمهال اثر یی خراب دی. دولت ته په کار ده چی د مسؤلیت په احساس سره عاجل لاندی اقدامات وکړي:

۱-   په کابل او ولایاتو کی د ښار په هره ناحیه کی دولت یوه مغازه خلاصه کړی چی په هغه کی د ژوند ضروري شیان لکه اوړه، غوړي، بوره، غاز او داسی نور خلکو ته په مناسبه بیه ورکړي. اوس چی یو شمیر تاجرانو احتکار کړیدی او مالونه یی ګرانۍ ته ساتلی دي، د دولت دغسی سالمه مداخله به هغوی مجبور کړي چی احتکار سوی بیرته مال بازار ته راوباسی، که نه ورته خرابیږي او د غنمو فصل هم پر راروان دی.

۲-   مغازې ته ولاړ ټول خلک دي مول ووهی او دوه متر فاصله ترمنځ دي په نوبت له مغازې خپل د ضرورت وړ مواد ترلاسه کړي.

۳-   مغازه دي هره ورځ شپاړس ساعته د خلکو په خدمت کی خلاصه وي. ددی لپاره چی بیروبار کم وي، توزیع دی د ولس پر کتګوریو تنظیم سي. مثلا، څو ساعته د ښځو لپاره وي، څو ساعته د سپین ږیرو نوبت، څو ساعته معلولین، …. د هری مغازی مخته دی په رسۍ د نوبت لار جوړه سی چی خلک د دوو رسیو په منځکی خپل نوبت ته ولاړ وي.

۴-   دولت دي دغه مهم انسانی کار ته په کابل او ولایاتو کی رضا کار ځوانان راوغواړي.

۴-   روغتونونو ته دي هم د مسلکی خلکو سره په مشوره د خلکو د خدمت لپاره یو معقول عملی پروګرام جوړ سي.

۵-   دولت دي ددغه ملی ناورین د کنترول لپاره عاجل «د کرونا د اضطرار کمیټه» جوړه او د وړاندیزونو په عملی کولو دي ژر پيل وکړي. (زه فاروق آعظم او د افغانستان د سوله ییز بدلون بنسټ غړي په دغه لار کی هر خدمت ته حاضر یو).

درناوی

داکتر فاروق آعظم                                                                                                                                        د افغانستان د سوله ییز بدلون بنسټ مشر

(Visited 24 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.