The news is by your side.

کورونا، مینه او نفرت

روشنا وردګ

0

کورونا وبا نه یوازې د خلکو روغتیا او اقتصاد اعیزمن کړي او ځپلي دي، بلکې نور ډېر داسې ناتارونه یې هم منځته راوړل چې ډېری کورنۍ او وګړي یې ورسره مخ کړي دي.

په نړیواله کچه په تګ راتګ بندیز لګېدلی، خلک قرنطین دي. عبادت ځایونه، رستورانتونه او …. هر څه بند او تړلي پاتې دي، هوایي ډګرونه او پروازونه بند دي. له دې سره ماته څو کاله وړاندې د یوې ترور هغه خبر رایاده شي، چې ویل یې: بهر ملکونو ته مه ځئ، اخر وخت کې به الوتنې او الوتکې بندې شي کار به نه کوي، نو ډېری وګړي چې له خپلو مېنو لېرې نورو ملکونو کې به بند پاتې شي او بیا به نشي کولی چې تګ راتګ وکړي. دې اوسني حال ته چې ګورم د هغې خبره شوه، خو چا به ویل چې داسې به هم  پېښېږي.

دا یو داسې ویروس دی چې انسانان له هر پلوه ځپي او په ډول ډول غمونو یې اړوي. له یوه پلوه د دې ناروغۍ په داسې چټکۍ خپرېدل، له هغې وهم، وېره او ډار، له بل اړخه د ښوونځیو او ټولو تعلیمي ادارو، جیمونو، لوبغالیو، پارکونو، بازارونو، رستورانتونو، سېل او تفریح ځایونو بندېدل، د ماشومانو او ځوانانو په کور کېدل، د میندو او مېرمنو حوصله ګواښي. تر یوه حده یې د مېرمنې او خاوند اړیکې هم ستونزمنې او اغېزمنې کړې. خو ځینې ځایونو او کورونو کې یې بیا مینه او مهرباني خپره کړه. پخوا به چې د کورنۍ غړیو او خپلوانو یو بل ته دومره پاملرنه نه کوله، خو کله چې دا ساري ناروغي خپره شوې، د پخوا په پرتله دوی سره همغږي، همنظري، مهربان او مینه ناک شوي او په ګډه د دې وبا په مخنیوي او ځان ساتلو کې په حوصله مرسته او همکاري کوي. خو ځینې بیا تش دا خبره نشي زغملی چې لاسونه ومینځي او په احتیاط واوسۍ. پاکي، صفایي او د لاسونه مینخل خو که له یوې خوا د محمد ص د وینا مطابق نيم ايمان دی، له بله اړخه د ډاکټرانو سپارښتنه او ښه کار دی او په دې کې خو د نه، نو او خو ځای نشته.

 که څه هم مېرمنې د کور له کارونو او ماشومانو له پاللو سره روږدی دي، خو مخکې له دې وبا د ژوند طرز د ټولو مېرمنو لپاره بل ډول و،هغه  که په کورونو د ننه مېرمنې وې او که د باندې رسمی دندې درلودونکې. هغه مېرمنې چې د باندې یې دندې ترسره کولې، لکه ښوونکې او ځینې نورې کله به چې کورونو ته ولاړې، آرامه او خوښې به وې او هغه مېرمنې چې د باندې دندې یې نه درلودې، د کور له کارونو وروسته به کله پارک، بازار او کله بیا یوه شېبه خپله نړۍ کې ډوبېدو ته وزګارې شوې، خو اوس چې هر څه پرې بند او وتړل شول، ژوند یک نواخته شو، ټوله ورځ اخلی پخلی، مینځل صفا کول او له اولادونو سره لاس ګرېوان: مه کوه، ودرېږه، احتیاط وکړه، د باندې مه ځه دا او هغه.

 له بل اړخه د ځینو کورنیو غړي په ځانګړي توګه نارینه نه یوازې دا چې د کورونا وایرس په خپرېدو او له بهر نه یې په راوړو کې بې پروا دي بلکې له مېرمنو سره له جنجال او تاوتریخوالۍ کار اخلي.

په دې اړه راته یوې ښوونکې چې همدلته نیویارک کې اوسي په ټیلیفون داسې کیسه کوله: کورونا دې ورکه شي، زړه چاودې یم، یو خو په درسته نړۍ ناروغي خپره ده، بل دا چې شپه او ورځ د کور له کارونو او ماشومانو سره تېره کړم، کله مې چې بېګاه خاوند راشي بیا د لاسونو مینځلو، بوټانو او جامو بدلولو لانجه او جګړه پیل شي. ورته وایم ژر دې جامې بدلې او لاسونه دې ومینځه، خو دی ضد کوي، راسره په لانجه او جګړه شي، بیا یې مينځي هم خو بس په دې ډول ما وځوروي. پخوا به مو میاشت کې چېرته خوشکه یا جنجال وشو خو اوس د کرونا له لاسه هره ورځ. ټوله ورځ په کور کې بند یوو، د باندې ټولې دروازې راباندې تړلې دي، نه د خپلوانو کره تګ راتګ، نه رستورانت او نه پارک او چکر.

ورته ویل مې: هو حالات ډېر ترینګلي دي، هغه بله ورځ دلته زموږ په ګاونډ کې مېرمنې او خاوند هم د دې نامراد ویروس له وجې داسې جګړه وکړه چې خبره تر پولیسو ورسېده. کله چې پولیس راغلل دوی دواړو یو بل پړه بلل، یوه پولیس په خندا ورته کړل، داسې مه کوي،  ښه کار نه دی، آرام شۍ، دې سختو حالاتو کې موږ کرونا ویروس قابو کړو که تاسو، ټولو وخندل او جګړه پای ته ورسېده.

دې ناوړه حالاتو او شرایطو کې لکه څنګه چې د کرونا ناروغۍ په مخنیوی کې احتیاط  او ترې ځان ساتل په کار دی، همدا ډول له جنګ، جګړو او تاوتریخوالی هم ډډه کول او ګوښه کېدل ضروري دي. هغه که کورنۍ جنجالونه وي او که د هېواد په کچه خپلمنځي جنګونه، تشدد او خشونت.

افغانستان چې کلونه د خشونت او جنګونو په اور کې سوځيږي، دا یې وخت دی چې ټولې ښکېلې خواوې سرونه په ګرېوان کې ټيټ کړي، جګړوځپلي، نا کراره او بې وزله مظلوم افغانان په کرار پرېږدي او د اوربند پخه تيږه کيږدي.

 راځئ چې سره یو موټی یو لاس شو، ټوپک او تورې لېرې وغورځوو، د ناروغیو لپاره دارو درمل ولټوو، له خلکو سره مرسته وکړو، ژوند وژغورو، له خدایه وډار شو، امن او سوله راولو، په یوه ټغر راټول شو او په یوه چیغه افغانستان اباد او زنده باد کړو.

تر څو به مو پردیو ته سترګې نيولې وي چې موږ سره جوړ کړي. پردی کټ تر نيمو شپو وي. په ایران کې له یوه پرنجي او ټوخي سره افغانان وژل کېږي، خو ځينې بیا هم دښمن نه پېژني، او لا هم د پردیو او دښمنانو په خوله د خپلو خلکو او خپل هېواد سره جفا کوي. متل دی چې وایي: خپل خپلېږي پردي په ډېرو نارو خبرېږي .

د دروېش دراني په خبره نور د وير او وېرې له دې بلا ځانونه خلاصول په کار دي.

د وير او وېرې زمانه څومره اوږده شوه دلته

ځوانه راغلې وه بلا، دا دی زړه شوه دلته

نیویارک

(Visited 26 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.