The news is by your side.

!کورونا ویروس په کمه مه نیسئ

نوروهاب څپاند

0

کورونا وبا تر اوسه په ټوله نړۍ کې په ۲,۳۶۷,۷۵۸ تنو کې خوره شوي ، ۶۰۹,۹۰۵ تنو روغتیا موندلې او ۱۶۳,۱۳۴ تنه ترې مړه شوي دي . همدارنګه د هغه شمیرو له مخې چې لاسته راغلې ، په افغانستان کې ۹۹۶ تنه په کورونا ویروس ککړ شوي او ۳۳ تنه ور څخه مړه شوي . د کورونا ویروس د خپریدو کچه ښيي چې دا ناروغې په چټکۍ له یوي لوي وچې بلې لوي وچې ته او له یوه انسان څخه بل انسان ته په اسانۍ لیږدیږي . څرنګه چې د کورونا د وژونکې ناروغۍ درمل تر دې ګړۍ نه دې راوتلې ، نو د نوموړې وبا خپریدل او له هغې څخه دانسانانو ژوند ته د خطر کچه ډيره لوړه او زړه ریږدونکې ده . پرمختللې نړۍ ښایې د کورونا ویروس د مرګ او میر د لږولو تدبیرونه ونیولی شي او ښایي متبادل درملونه وکاروي چې د تلفاتو سطحه کمه کړي .

خو وروسته پاتې هېوادونه ، په تیره بیا افغانستان ممکن د کورونا وبا په قابو کولو کې زیاتې ستونزې وویني او خداي مه کړه د مرګ او میر اندازه لوړه وخیژي . له دې کبله ، ټولو افغانانو او د هغوي کورنیو ته په کار دي چې د نړیوالي روغتیا د سازمان ، د افغانستان د اسلامې جمهوریت د عامي روغتیا د وزارت او نورو اړوندو ارګانونو ، لارښوونو ، خبرتیاؤ او مشورو ته کلکه پاملرنه وکړي . د پاکوالي د ساتنې ، د وقایي په موخه له هغو موادو چې ورته لاسرسۍ ممکن دی استفاده ځانګړی او حیاتي اهمیت پيدا کوي . په کورونو کې پاتې کېدل ، له اړتیا پرته بهر ته له وتلو او له ټولنیزو اړیکو ټينګولو ځانونه ساتل اړین بلل کیږي .

له اړمنو هېوادوالو سره د مرستو سازمانول ، د نرخونو د لوړیدو په وړاندې د اوچت شوي اواز بدرګه کول ، په وړو ګروپونو کې د مرستندویه خدمتونو د موندلو او رسولو له پاره د تیاریو بشپړول ، د چارواکو او اړمنو تر مینځ د ستونزو د حل په موخه د ژوندیو اړیکو جوړول ، د ناغیړیو د لیدلو په صورت کې جوړونکې او بربنډي ګوت نیونې کول او د اړمنو له مرستو ناوړه استفاده کوونکې د قانون منګولو ته برابرول د هر افغان انساني ، اسلامي او افغاني دنده ګڼل کیږي . باور شته که هېوادوال د وړاندې کېدونکو مالوماتو څخه ګټوره استفاده وکړي ، له منطق نه لیرې په تشو تبلیغاتو ونه غولیږي او د وبا د خوریدو په شرایطو کې د نوي ټولنیزو اړیکو د پاللو مراعات وکړي ، په کورونا د اخته ناروغانو د تلفاتو کچه به د خداي ج په فضل ډيره لږه وي . له دې کبله د کورونا وبا په کمه مه نیسئ ، دا انسان وژونکې وبا ده . پوره پاکوالی ، ښه وقاییه ، سمه درملنه ، اړین فزیکې حرکتونه او لوړه روحییه ستاسو د روغتیا چانسونه زیاتوي .

ستاسو هر یو د بشپړي روغتیا په هیله !

(Visited 62 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.