The news is by your side.

یوازې سیاسی چنجیان د موقت حکومت چیغې وهي

د فاروق فردا لیکنه

0

اوس اوس چې د پاکستان له خوا د یوشمېر افغاني مفسدینو له خولو څخه د موقت حکومت غږونه پورته کېږي نو د نظام په دننه کې سیاسي چنجیان هم دلته او هلته جُق وهي.
دوی چې تل د ملي وحدت د حکومت غوړه مالان پاتې شوي، نن د ځان د پاره د راتلونکي ځای د موندلو په هیله د موقت حکومت پل تعقیبوي او په داسې حال کې چې همدا ګړۍ د نظام مالګه خوري دنمکدان ماتولو ته یې هم ملاوې تړلي دي.
– موقت حکومت او د هغه لرلیدونه د افغانستان د سولې د پاره ګټه نه رسوي.
موقت حکومت، په نظام کې د طالبانو د راتگ په مفهوم نه، بلکه د داعش د راوستلو،د پخواني نظام د مافیایی کړیو د بیا راژوندي کولو،د جنګسالارانو د بیرته رانګ او په هېوادکې د سترې جګړې د دوام په معنا ده.
– موقت حکومت ، د ډیورندکرښه په رسمیت پېژني.
– موقت حکومت ،افغانستان بیرته د پاکستان اقتصادي ولکي ته لاس تړلی سپاري.
– موقت حکومت داعش په ټول افغانستان کې خپروي.
– موقت حکومت د رشوت،فساد ،مخدره موادو،غلو او غاصبینو د پاره بیا د فعالیت زمینه په لاس ورکوي.
-موقت حکومت د افغانستان اوسنی اردو او وسله وال پوځ له مینځه وړي او پرځای ۹۳ کلونو جهادي «ډرماشور» جوړوي.
– موقت حکومت د افغانستان له ولس څخه دغه نیمه مړۍ ډوډۍ آخلي او تش دسترخوان ته یې کینوي.
– موقت حکوم تنظیمونو ته وسلې ویشي او دوی بیا خپلو کې سره آچوي.
– په موقت حکومت کې د افغانستان ارضي تمامیت د خطر سره مخامخ کېږي.
په موقت حکومت کې پاکستان به تر لسو کیلو متروپورې د افغانستان پر خاورې قبضه آچوي.
– موقت حکومت کې به د کلدارو چلیدل له جنوبي او شرقي ولایاتو څخه تر کابله پورې ورسېږي.
– موقت حکومت به د افغانستان دولتي کادرونه د پاکستان په سلامشورو ټاکي.
– موقت حکومت په راتلونکې پارلمان ته د پاکستان پلوو د راتګ د پاره زمینه برابروي.
– موقت حکومت به د شرقي او جنوپی ولایاتو والیان او برجسته کادرونه د پاکستان په استیذان مقرروي.
– موقت حکومت به د افغانستان اوبه رایګان پاکستان او ایران ته ورکوي او د افغانستان خلک د کونړ،هلمند او نوروسیندونو باندې د برقونو د ستیشنونو د جوړولو څخه لاس په سر کوي. او داسې نور .
موقت حکومت هېڅ کوم پراخ بنسټه حکومت ته لارې نشي لټولای مګر دا چې د مجاهد،جنګسالار او غلو یو نظام را مینځ ته کړي.
ای ولسه ! که غواړۍ چې همداسې اوسئ نو مهرباني د حکومت موقت په لور لاړشئ او که غواړئ چې څه موده تریخ ،اما انساني ژوند وکړئ ،انتخاباتو ته باید ارزښت ورکړئ او هغه سیاسي چنجیان چې اوس اوس د نظام په دننه کې د نظام بیخ وباسي،رسوا کړئ.
دیوه آزاد او بسیا افغانستان په لور.

(Visited 59 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.