The news is by your side.

یوه ستره فرهنګي ضایعه

لیکنه: شمس الحق حیران

0

په نړیواله کچه د ۲۱مې پېړۍ سیاسي – اقتصادي رقابتونو که وروسته پاتې هېوادونه د پرمختللو هېوادونو د سوداګریزو توکو په بازار او د خامو سرچینو ترلاسه کولو لپاره په ارزانه سیمه بدل کړي، خو ښېګڼه یې دا هم ده چې همدغو کمزورو او مخ پر ودې هېوادونو ته یې د زبر ځواکونو تر منځ رقابت څخه د ګټې اخیستنې ښه چانس په لاس ورکړی دی. د دغو رقابتونو په درشل کې د امریکا، روسیې او چین په څېر هر زبرځواک د خپل نفوذ سیمې د پراخولو، خپلو اقتصادي تولیداتو ته د بازار موندنې او د خپلو وګړو د اوږدمهاله خوندیتوب لپاره د نویو ملګرو هېوادونو په لټه کې دی. سره له دې چې د نړۍ دوه قطبي نظام د سړې جګړې په پای ته رسېدو سره نور له منځه تللی، خو اوس امریکا او روسیه د زبرځواکي سیاست د ډګر یوازيني لوبغاړي نه دي؛ بلکې دا معادله د چین، هند، اروپايي اتحادیې، ترکیې، آلمان او فرانسې تر څنګ د ځينو مخ پر ودې هېوادونو اقتصادي پرمختیا، کرونا وبا په څېر بشرشموله ناورینونو او د ترهګرۍ نړیوال ګواښ له یوې مخې بدله کړې ده. دغه رقابتونه افغانستان غوندې مخ پر ودې هېوادونو ته له جګړې، فقر او وروسته پاتې والي لویو ستونزو څخه د وتلو لپاره ښه فرصت برابروي؛ خو په دې شرط چې د بهرني سیاست لرلید یې د واقعبینانه شننو او سنجول شوو تګلارو له مخې تنظیم شي او له خپل ځان تاو کړې د شډلې دیپلوماسۍ زړه کمپله لېرې وغورځوي. دلته مو تمرکز په دې دی چې فرهنګي غِنا څنګه د یو ملت پر مخ د سیاسي او اقتصادي پرمختیا دروازې راخلاصولی شي؟

د بشري تاریخ تجربې ښيي چې جګړه د یو هېواد د وګړو فکري لرلید یوازې تر لومړی لاس اړتیاوو (خوراک، جامو او استوګنځي) پورې محدودوي او همدا ترخه تجربه موږ هم لرو. د جګړې په کلونو کې زموږ یوه ستره فرهنګي ضایعه دا وه چې د سیالیو او اقتصادي پرمختیا په دې پېر کې مو خپل هویت په خپله معرفي نکړای شو، د هېواد ډېری مخکښ څېړونکي او قلموال مو یا ووژل شول، یا زنداني او ربړول شول، یا پردیو هېوادونو ته د خپل سر ساتلو په موخه مهاجر شول او په دې توګه عملا زموږ علمي او څېړنیزه – انساني سرچینه تالا شوه. همدا اوس که د افغانستان د اتنولوژۍ، دیموګرافیکي جوړښټونو، د اقتصادي پراختیا د بنسټونو، زېربنا، ټولنیز سکښت، افغانستان کې د جګړې او نښتو د رېښو، قاچاق، فقر او نورو بشري ناورینونو او ممکنه حللارو، افغاني کلتوري ارزښتونو او میراثونو په هکله په یوه علمي څېړنه پسې مټې رابډوهې؛ ښايي په نړیوالو معتبرو څېړنیزو ژورنالونو کې په شمار داسې منابع ومومې چې هغه دې په خپله دې یو افغان څېړونکي څېړنیز کار وي. په نړیوالو ژورنالونو او څېړنیزو پلاټفارمونو کې زموږ په هکله تر ۸۰٪ ډېرې لیکنې د بهرنیو څېړونکو، مستشرقینو، څېړنیزو بنسټونو او د چین غوټۍ په څېر شخصیتونو لیکنې او څېړنې دي. ستونزه دا نه ده چې ولې پردي زموږ په هکله لیکنې او څېړنې کوي؛ یا موږ ته زموږ په ژبه خپل فرهنګ او ټولنیز جوړښتونه راپېژني. ستونزه دا ده چې موږ بې غمه د خیر په غونډۍ ناست یو، د نورو په لاس لیکل کېدونکي توري او په ژبه بیانېدونکې تبصرې د خپل هویت اساس بولو او سباني نسلونه مو د ځان پېژندنې لپاره د پردیو لاس کښلو آثارو او څېړنو ته مراجعه کوي. ستونزه دا ده چې پردي خلک زموږ تاریخ، فرهنګ، ادب او ټولنیز ژوند ته په هغه سترګه نه ګوري چې موږ ورته ګورو، هغوی یې د خپلو ورکړل شوو پروژو او موخو له مخې دا مسایل څېړي او د څېړنې شاخصونه یې زموږ د ملت د لومړیتوبونو پر بنسټ نه ټاکل کېږي، بلکې د پردیو هېوادونو په څېړنیزو – استخباراتي مرکزونو کې د ترتیبېدونکو ستراتیژیو د لومړی لاس ډيټا او مطالعاتو له مخې ټاکل کېږي.

راځئ په دې هکله افغانستان کې د چین زیاتېدونکي نفوذ ته په کتو، یوه بېلګه راوړو.  په دې وروستیو کې (د چین غوټۍ) د ټولنیزو رسنیو د ډېرو پښتنو کارنو لپاره یو آشنا نوم دی. آغلې غوټۍ چې نوم یې (د چین غوټۍ) هم د چین په څېر یو نیم میلیارد نفوس لرونکي هېواد او پښتو (غوټۍ) له کلمو جوړ شوی، جالب ترکیبي نوم دی؛ په اصل کې د چین ده، هلته یې د چین د نړیوالو ژبو په مرکز پښتو دیپارتمنت کې پښتو لوستلې ده، اوس په ټولنیزو رسنیو خپلې لنډې په زړه پورې پښتو ویډيوګانې، د چین د فرهنګ، کلتوري ارزښتونو، تاریخ او اقتصادي پرمختیا اړوند لیکنې او شننې خپروي او افغانستان کې یې په ځانګړې توګه د پښتنو تر منځ ګڼ شمېر مینوال موندلي دي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د GTN په نوم د چین نړیوالې تلویزوني شبکې هم په افغانستان کې خپل رسنیز فعالیت پيل کړ، تر څنګ یې د چین نړیواله راډيو له کلونو راهیسې په دې ډګر کې فعاله ده او اوس په کابل پوهنتون سربېره، له څو کلونو راپدېخوا د افغانستان په څو نورو پوهنتونونو کې هم چینايي ژبه د یوې نړیوالې ژبې په توګه تدریسېږي. په دې وروستیو کې چین د افغانستان په امنیتي قضایاو کې هم ښکېل بلل کېږي او کابل کې څه موده وړاندې د چینايانو یوه منظمه وسله واله ډله ونیول شوه. تحلیلونه دا دي چې چین د دا ډول تحرکاتو پر مټ غواړي، په افغانستان کې خپل فرهنګي، سیاسي او اقتصادي نفوذ لازیات پراخ کړي او د امریکا له وتلو وروستو افغانستان د خپل نفوذ دایرې ته دننه کړي.

که افغانان د چین له ادب، فرهنګ، سیاسي لرلید، سیاسي او اقتصادي لومړیتوبونو او اړتیاو ښه درک ترلاسه کړي؛ کېدای شي موږ او تاسو د امریکا پر وړاندې له چین او نړیوال پرستيژ څخه یې ښه ګټه پورته کړو او افغانستان کې د امن، ټيکاو او اقتصادي ودې لپاره له دغه ستر ګاونډي څخه اغیزناک کار واخلو. کېدای شي چینايي پانګوالو ته افغانستان د پانګونې د یو مناسب مقصد او د ګټې د غوره بازار په توګه وروپېژنو، د افغانستان په زېربنايي پروژو، د کانونو استخراج، رېل پټلۍ غزولو، انرژۍ تولید، کرنه او صنایعو په وده کې د چینايي متخصصینو او تجهیزاتو څخه اعظمي ګټه پورته کړو. خو دا نوښتونه هغومره هم آسانه نه دي، لکه یوازې په کلمو چې بیانېږي.

په ۲۱مه پېړۍ کې، ادبیات او فرهنګ د صعنتي او سوداګریزو همکاریو د بستر په توګه غوره رول لوبوي، ملتونه سره نږدې کوي او د ګډو کلتوري او ادبي ارزښتونو پر شاوخوا یې سره راټولوي. خو د ادبیاتو او فرهنګ اغېزې بایده چې دوه اړخیزې او متقابلې وي، موږ نباید یوازې د سینما د نندارچیانو په توګه پر ټولنیزو رسنیو د چین د غوټۍ نوو پوسټونو ته په تمه کېنو او هغې ته د زرګونه داسې مینوالو لرلو روحیه ورکړو چې له هر ډول څېړنې او ژورلید پرته د نوموړې پر لیکنو او خبرو خوښي څرګندوي او ګواکي د چین غوټۍ چې هر څه بیانوي، هماغه سل سلنه مثبت او غوره بولي؛ یوازې دا ورته مهمه ده چې یوه چینايۍ نجلۍ په روانه پښتو خبرې کوي او نور هم د پښتو ژبې ویلو ته هڅوي؛ نه، هېڅکله هم باید کیسه داسې نه وي.

 موږ باید هرې مسئلې ته د انتقادي تفکر (Critical Thinking) له زوایې وګورو، د نورو معلومات تر لوستلو او اورېدلو وروسته په هر اړخیزه توګه تحلیل کړو. موږ هم باید نړیوالې ژبې یا حداقل یوه نړیواله ژبه زده کړو، د خپل هېواد د لرغوني فرهنګ، تمدني لاسته راوړنو، جیوپولوتیک ارزښت، اقتصادي ودې لپاره د شته فرصتونو، افغاني ادب او ژبو په هکله مطالعه، لیکنې او څېړنې وکړو. موږ باید د چین غوټۍ په څېر بهرنۍ افغان پېژندونکې څېرې او د فکري رام لپاره کارېدونکي لوبغاړي د خپل آر او اصیل فرهنګ ژورو ته بوزو، د مولانا، خوشحال خان، رابعه بلخي او رحمان بابا د کلام په سردرو یې وربرابر کړو او د باګرام، ګندهارا او بامیانو د تاریخونو او غني ادب او کلتور سترو هستیو او پنځونو ته یې لاس تر زنې کېنوو او تر څنګ یې د چین ملت ته د خپلو څېړنو او زیار له لارې دا ورزده کړو چې افغانان ښه ګاونډي، ژمن ملګري او د سختې ورځې یاران دي. موږ باید د خپلو د ځينو آرو افغاني خویونو، مېلمه پالنې او کار او زیار په هکله ډېر معلومات برابر او د چین تر څنګ نورو نړیوالو ته د هغوی په ژبه ورسوو. څو هغوی زموږ په هکله تر رسنیز پروپاګند، نښتو او بشري ناورینونو ورآخوا یو واقعبینانه او د اسنادو پر بنسټ ولاړ درک ترلاسه کړي.

موږ باید د جګړې په اور اوبه تویې کړو، یوازې د کور، کاليو او ډوډۍ په غم کې نه اوسو؛ بلکې خپل هویت خوندي کړو او په نړیواله کچه د یو ویاړلي تاریخ لرونکي ملت په توګه خپل تمدني مسیر طی کړو. موږ باید د وخت اړتیاو، بشري لومړیتوبونو او معیارونو ته په پام سره؛ مثبت بدلون وکړو. په ځانګړې توګه زموږ د ټولنیزو او بشري علومو کارپوهان او څېړونکي مکلف دي چې په دې هکله زیات زیار وګالي. موږ باید پورتنۍ فرهنګي تشه ډکه کړو، لومړی د نړۍ په شپږو نړیوالو ژبو: (انګلیسی، عربي، چینايي، روسي، اسپانوي او فرانسوي) او وروسته د کاروبار او اقتصاد د نړۍ په مخکښو ژبو لکه ترکي، کوریايي، او آلماني ژبو د خپل هېواد په هکله هر اړخیزې څېړنې او لیکنې تدوین کړو. موږ باید په خپله د خپلو اقتصادي زېربناو، د پانګونې د نویو فرصتونو، په افغانستان کې د شته ګواښونو د واقعبینانه ارزونو، تاریخي ویاړنو، ستراتیژيک او جیوپولوتیک ارزښت، ټاپي، کاسا زر او نورو سترو سیمه ییزو اقتصادي پروژو په هکله معلومات له نړۍ سره شریک کړو او هغوی وهڅوو چې افغانستان د نیابتي جګړو ډګر نه؛ بلکه له نړۍ سره د یو سرلوړي او مخ پر ودې هېواد په حیث په ټکنالوژيک پرمختګ او تمدني یون کې اوږه په اوږه روان هېواد دی. نړۍ ته باید ورزده کړو چې افغانستان نه یوازې د یو غوړېدونکي هېواد په توګه د نړۍ اقتصادي ملتیا ته چمتو دی، بلکې په سترو اقتصادي پروژو او معادلاتو کې د یو ژمن، تکړه او مبتکر ملګري هېواد حساب هم پرې کېدای شي.

(Visited 17 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys