The news is by your side.

۲۰۱۱ کې افغان حکومت ته د سولې بدل کې د پاکستان وړانديز څه و؟

0

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست پخواني مشر او په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح د پاکستان د هغه ۱۱ ماده‌ييز وړانديز جزيات په ډاګه کړل چې د نوموړي په خبره، په افغانستان کې د سولې د راتګ په بدل کې د ۲۰۱۱ کال په مې مياشت کې افغان حکومت ته وړاندیز شوي وو.

دغه ۱۱ماده‌ييز وړانديز نن امرالله صالح په کابل کې د افغان امن په نوم کنفرانس ته په خپلو خبرو کې په ډاګه کړ.

د صالح په خبره، د دې وړاندیز په لومړۍ ماده کې راغلي وو چې افغانستان دې د ډیورنډ کرښه، کرښه نه ګڼي بلکې هغه دې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډې پولې په توګه په رسميت وپېژني.

په دويمه ماده کې راغلي چې د کونړ سيند د اوبو پر سر دې د افغانستان او پاکستان تر منځ شخړه نه وي او بايد د دواړو هېوادونو تر منځ يو تړون لاسليک شي.

په درېيمه ماده کې راغلي چې افغانستان دې خپل درېيمه برخه، پوځ، پوليس او استخبارات د پاکستان په تعليمي مرکزونو کې وروزي.

څلورمه ماده کې راغلي چې پاکستان بايد منځنۍ اسيا ته لاسرسی ولري، خو افغانستان هېڅکله حق نه لري، له پاکستان د ترانزيت د لارې په توګه ګټه واخلي.

پنځمه ماده کې راغلي وو چې افغانستان دې له امريکا سره هېڅ ډول ملګرتيا نه کوي او امريکايي ځواکونه دې له افغانستان وباسي.

په شپږمه ماده کې راغلي، د افغانستان د طبيعي زېرمو د استخراج لپاره دې د چين، پاکستان او افغانستان يوه ګډه کمپنۍ جوړه شي او دا کمپنۍ دې د افغانستان د ټولو طبيعي زېرمو د استخراج انحصار په لاس کې ولري.

په اوومه ماده کې راغلي، د افغانستان او پاکستان د استخباراتو تر منځ دې ډېرې نېږدې اړيکې رامنځته شي.

په اتمه ماده کې راځي کې افغانستان امريکايي ځواکونه له افغانستان باسي، پر ځای به يې د چين، پاکستان او افغانستان ترمنځ يو ستراتېژيک پارټنرشيف رامنځته کېږي

په نهمه ماده کې راغلي چې افغانستان بايد په کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار کې د هندوستان کونسلګرۍ وتړي او يوازې په کابل کې دې يوازيني سفارت ته اجازه ورکړي. دغه راز دې د هند هېڅ شرکت او موسسو ته په افغانستان کې د فعاليت اجازه نه ورکوي.

په لسمه ماده کې راځي چې د افغانستان رسنۍ دې پر پاکستان نيوکې نه کوي.

په يوولسمه ماده کې راځي چې ډيورنډ کرښه دې د يوه قوي سرحد په توګه د دواړو هېوادونو تر منځ رامنځته شي، افغان حکومت دې له ډيورنډ کرښې پورې غاړه مشرانو سره اړيکې نه نيسي او که دا کار کوي، نو د پاکستان د حکومت په اجازه يې دې ترسره کړي او د ډيورنډ کرښې پورې غاړه پښتانه دې ومني چې دوی د پاکستان برخه او اسلام اباد یې سياسي قبله ده.

صالح زياته کړه، د افغانستان حکومت به هېڅکله او په هېڅ صورت داسې یو څه ونه مني او دا د افغانستان د عزت او د افغانستان د پلورلو په مانا دي. د صالح په خبره، پاکستان ژمنه کړې وه، که افغانستان د پاکستان دا وړانديز ومني، په ۶ مياشتو کې په افغانستان کې سوله تامنيږي او په دې هېواد کې به هېڅ ډول جګړه نه وي.

صالح زياته کړه، پاکستان هڅه کوي، افغانان له خپل تاريخ بې خبره وي. د صالح په خبره افغانستان اټومي وسلې او ډېر پوځي امکانات نه لري، خو يوازې ملي هويت افغانستان او د افغانستان يووالی ساتلی شي.

(Visited 30 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.