The news is by your side.

‎څوک وایی چی تاریخ نه تکراریږی

ډاکټر محمد نذیر نعیمي

0

‎کله کله انسان یو څه باندی پوهیږی خو د هغو نه یو مکمل او روښانه ذهني تصویر نه ‎شی جوړولی. په قطر کی د امریکایانو او د طالبانو د موافقی د تاریخ تعین او د حکمتیار صاحب په کور کی د مجاهدینو صاحبانو د غون‌‌‌‌‌‌ډي تصویر راته د ورته واقعي [خو البته د څه تفاوتونو سره] یعنی د پاکستان او روسانو تر منځه د افغانسان څخه د روسانو وتلو د موافقی لاسلیک په جنیوا کی او د همدغو مجاهدین صاحبانو د راولپن‌‌‌‌‌‌ډی غون‌‌‌‌‌‌ډه راپه یاد شوه. دا چی د هغه دوو پېښو نتیجه څه شوه، لیکلو ته یی ضرورت نشته او د افغانستان اکثریت اولس ته د مجاهد جنګی په نتیجه کی وران کابل په یاد ده او که چاته نه وی په یاد نو له خپلو مشرانو نه دی پوښتنه وکړی. زه خدای ناخواسته دا نه وایم چی دوی به بیا په خپلو منځو کی وخوری او وطن به خراب کړی خو دوی د یو څه بل کار لپاره راټول شوی دی. او هغه دا چی څنګه وکولای شی اولسواکی تالان او دا د عام ولس نه غصب شوی قدرت په کوم شکل خپلو راتلونکو نسلونو ته انتقال کړی او له عام اولس څخه خپلی باج ګیرۍ ته دوام ورکړی.

مخکی له دی چی د دوی د خپل منځي جوړ جاړی احتمالاتو او خطرونو ته راشم غواړم یوی خبری ته اشاره وکړم. د افغانستان مطلق اکثریت فضل د خدای دی مسلمان دی او څوک دی دا اجازه ځانته نه ورکوی چی په چا باندی د کفر ټاپه ولګوی. د ساختار، ذهنیت او دیدلوری له کبله د حزب اسلامی، جمعیت اسلامی، او نورو ټول سنې او شعیه سیاسی ‌‌‌‌‌‌ډلو او تالب تر منځه هیڅ فرق نه شته او که چا ته ورکی شک وی نو د قدرت ته د رسیدو نه مخکی کړو وړو, پټن ځایونه یې، مالي او لوجیستیکی کومک کوونکې او نور هرڅه یی سره یو شانته دی. او که بیا هم چا سره شک وی نو د تالبانو دریځ ته وګوری چی د امریکی سره خبرو ته کینم، ټولو افغانی ‌‌‌‌‌‌ډلو سره خبری کوم خو د حکومت سره خبری نه کوم. دوستم تالبان په شمال کی په لوی تعداد ژوندی ښخ کړل او ټلوالی یی مړی په شمالی او کابل کی سپیانو ته واچول، همدا رنګه د بامیانو او مزار واقعات. د دی معنی دا ده چی مجاهدین صاحبان او تالبان یو خلک او د یو نظر خاوندانې ‌‌‌‌‌‌ډلي دي او دا ښکاره وایی چی هیڅ مشکل نشته مونږ سره جوړیږو، خو د حکومت [مجاهدین صاحبانو به ورته د کابل حکومت وایه او اوس تالبان ورته د غنی حکومت وایی ] سره خبرو کولو ته حاضر نه یو. د دی معنی دا ده چی حکومت په اولسواکی باور لری او اولسواکی زمونږ د استقلال تضمین کوونکي ده. او دا نوری ‌‌‌‌‌‌ډلی د تالب په شمول د واک په ویش او تقسیم باور لری او هغه د دی لپاره چی دوی د اولسواکی له لیاری حکومت کولو نه نا امیده شوی دی او اولس نور په دوی اعتبار نه کوی. دا چی قدرت به د پلار نه زوی ته او د زوی نه لمسي ته په میراث پاتی کیږی نو دا د عام اولس بچی به څه کوی؟ دوی او د دوی اینده نسلونه به د دی اغازاده ګانو نوکری کوی.

اولس دی یا خپل تقدیر په لاس کی واخلی او د اولسواک مرکزی حکومت تر شا دی ودریږي چی د تالب او دا داخلی مافیا سره سولیز حل ته لیاره پيدا کړی او که دا کار ونه کړی تالب او ټوپکداره مافیا به خپل منځ کی قدرت تقیسم کړی او تر څو چی دا اسمان وی او څو چی دا افغانستان وی نو تل به دا ټوپکداران وی. خو قراین او تاریخ دا ښیي چی د دوی جوړ جاړی هم اسان کار نه دی هغه دا چی د هر تقسیم لپاره یوه قاعده په کار وی او دوی یو بل ته تن نه ورکوي. دا ښکاره خبره ده چی د مجاهدین صاحبانو او تالب ایتلاف د پاکستان پروژه ده او په دی وسیله غواړی افغانستان د خپل اثر لاندی وساتی. راتلونکی کی به معلومه شی چی امریکا کومه خوا نیسی؟ ایا دوی به د اولسواکی پروژه تقویه کړی او که د ټوپکداری او دقدرت د ویش پروژه. د دوی د موقف اول مسیر به د انتخاباتو د اعلان شوی نتیجی په هکله د دوی د موقف ښکاره کول وی.

(Visited 176 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.