The news is by your side.

صمد بهرنګي او اثار یې

احسان الله ارینزی

0 206

يو كره كتونكی (منتقد) ليكي چې د يوه ليكوال د ژورې پېيژندګلوۍ له پاره بايد د هغه اثار ولوستل شي.

زه نه پوهېږم چې په افغانستان كې به څومره كسانو د ايراني ليكوال (صمد بهرنګي) كتابونه لوستي وي چې د كتابونو له لارې دغه خواخوږى او د ماشومانو ملګرى او لارښود ليكوال وپېژني. له همدې امله زه دلته د ده او د ده د كتابونو په هكله يو څه ليكم.

صمد په كال 1318 هـ. ش كې د ايران د تبريز په (چرنداب) نومی سيمه كې زېږېدلى دى. د ده پلار (عزت) او مور (سارا) نومېدل. پلار يې يو ساده كارگر و او مور د كور ښځه چې كله نا كله به يې د شپږو ماشومانو د روزنې د درانده كار تر څنګ، له كورني اقتصاد سره هم مرسته كوله

وايي چې صمد په ماشومتوب كې ښه درس لوست او ډېرې شپې يې تيلي ډېوې ته سبا كړې دي. دى له منځينو زده كړو څخه وروسته د تبريز د ښوونكو د روزنې موسسې ته ولاړ، صمد لا د دی موسسې د لومړي ټولګي محصل و چې د خپلو څو نورو ملګرو په مرسته يې د ديواري جريدې په خپرولو لاس پورې كړ.

صمد په دی موسسه كې له زده كړو وروسته، په كليو كې د ماشومانو روزنه غوره وبلله او د ختيځ اذربايجان د (ممقان)، (ګوګان) او (اخيرجان) په ښوونځيو كې ښوونكى شو. ده په دی ښوونځيو كې نه يوازې دا چې ماشومانو ته (الف) او (ب) ژده کول؛ بلکه له دوى سره يې د ژوند، ټولنيز چاپېريال، شتمن او نيستمن او كتاب په هكله خبرې كولې او هڅه يې كوله چې دوى  سباني ستونزمن ژوندانه له پاره چمتو كاندی..

وايي چې صمد به د خپلو زده كوونكو كورونو ته تلو، د هغوى له ميندو او پلرونو سره به يې خبرې كولې او ان دا چې هغوى ته يې ليك لوست زده كاوه او وړيا كتابونه به يې پرې ويشل..

صمد په كال 1341 كې د تبريز په شپې پوهنتون كې نوم وليكه او په دې توګه هم په خپله په زده كړه بوخت شو او هم يې له نورو سره مرسته كوله چې په دی تخنيكي پېر كې په ډېرو خبرو وپوهېږي. صمد د تبريز په كليوالو ښوونځيو كې هغه ستونزو ته ځير و چې د ايران د هغه وخت د ښوونې او روزنې سيستم درلودې. ده وليدل چې د كليو ښوونځي څومره ساده و. څو خټينې خونې، ډنګر، خيرن، نيم بربنډ او نيم وږي ماشومان او داسې ښوونكي چې ډېر يې په خپل ژوند پورې اريان وو!

صمد په دی كلونو كې لومړى د ايران د ښوونې او روزنې د نيمگړتياوو په هكله ليكنې پيل كړې. داسې ښكاري چې ده طبقايى اند دود درلود او غوښتل يې چې هغه نيمګړتياوې برسيره كړي چې د پهلوي ايران په ټول نظام او پوهنه كې وې. صمد همدا راز د ماشومانو او تنكيو ځوانانو له پاره د كيسو په ليكلو لاس پورې كړ.

ده لومړى د (عادت) (1339) كيسه وليكله، ورپسې د تلخون (1340) او (بې نومه) (1342) كيسې خپرې شوي. د صمد لومړنى كتاب (اولدوز او كاغۍ) نومېده چې د خپل يوه ملګري د ميرني ورور د ژوند له مخې يې ليكلى و. دا كتاب د ماشومانو او تنكيو ځوانانو ډېر خوښ و او ژر بيا بیا چاپ شو. صمد له دی وروسته ډېر نور وړوكي كتابونه هم وليكل چې ځينې يې دا دي: وړوكى تور كب، كوراوغلو، يو الو او زر الو، د مينې افسانه، 24 ساعته ويښ او ويده، چغندر خرڅوونكى هلك، زوړ وز، وږى موږك او داسې نور.

مورنۍ ژبه د بل هر انسان په څېر په صمد ګرانه وه. د صمد مورنۍ ژبه اذرى (اذربايجاني) وه. ده د تدريس په كلونو كې د خپل ولس ډېر فولكلوري مواد ټول او ځينې (كيسۍ او متلونه) د خپل يوه اذرى ملګري په مرسته چاپ كړل. صمد د بهروز دهقاني سره په ګډه د اذربايجان كيسې په فارسي وژباړلې او د ايران د هغه وخت د سترو شاعرانو (نيمايو شيخ، احمد شاملو، فروغ فرزاد او اميد) شعرونه يې په ادزى چاپ كړل..

صمد اتلس كلن و چې په ختيځ اذربايجان كې په كار لګيا شو. سره له دې چې ده له لوړو زده كړو او ژورې مطالعې سره ډېره مينه درلوده؛ خو له پلار سره د مرستې اړتيا دې ته اړ كړ چې ژر په كار ولګېږي او معاش واخلي. صمد د كار په وخت كې خپلې هيلې خاورې نه كړې او له مادي او معنوي بېوزلتوب څخه د خپل ځپل شوي ولس، د خلاصون د لارو چارو د موندلو له پاره په ژورو فكرونو كې ډوب و. ټولنيزه نا انډولي، د ملي عوايدو ناسم وېش، اخلاقي فساد، فقر، لوږه، بېسوادي او … هغه عوامل وو چې د صمد د فكري جوړښت له عناصرو سره مرسته وكړه او هغه يې د خوارو پرګنو په څنګ كې ودراوه. صمد له همدې امله په تهران كې دنده ونه منله او په اذربايجان كې پاته كېدل يې ځكه غوره وبلل چې له خلكو څخه به ډېر څه زده كړي او د هغوى د نيمګړو ارمانونو د پوره كوله له پاره به يوه وړوكي اتل جوړ شي.

صمد هغه شاعران او ليكوال نه خوښول چې ويل به يې (دريغې د شرابو په پياله كې يو وړوكى كب واى!) يا به يې د شرابو د بدمستيو په محافلو كې د بېوزله خلكو او د هغوى د ادبياتو په هكله خبرې كولې او يا به يې ماشومان، تنكي زلميان او ځوانان د ژوند له ترخو واقعيتونو څخه لیرې ساتل او هغوى ته به يې ملا ډوله اشرافي نصيحتونه كول چې ښه كوئ او بد مه كوئ!

صمد به د خپل معاش په نيمايي پيسو كتابونه اخستل، ده به خپل كتابونه هم په ارزانه كاغذونو چاپول او بيا به كلي په كلي گرځېد او دا ګټور كتابونه به يې په ماشومانو او تنكيو زلميانو وېشل او له هغو سره به يې د ژوند، پوهنې، كتاب او د خپلو كتابونو د اتلانو په هكله خبرې كولې. ده نه غوښتل چې ماشومان او تنكي زلميان د رژيم د تبليغاتي يرغل په وړاندې ماته وخوري او د كوكي نانځكو په شان هر ډول ته وګډېږي. صمد به ويل چې تنكي زلميان بايد د انساني ټولنو د تاريخ او ودې په هكله سم او علمي پوهه او درك ولري او د سباني ستونزمن ژوندانه د تېرولو له پاره پوره چمتو شوي وي.

صمد غوښتل په خپلو كتابونو كې دا خبره وكړې چې كه ماشومانو او تنكيو زلمو ته وايو چې درواغ بد دي، ولې دا نه ورته وايو چې ولې خلك درواغو ته اړ كېږي؟ كه ورته وايو چې غلا بده ده، ولې دا نه ورته وايو چې كوم عوامل له يوه سړي څخه غل جوړوي؟ او كه ورته وايو چې بايد مهربانه واوسې، دا هم بايد ورته ووايو چې په چا باندې مهرباني په كار ده او له چا څخه كركه؟ ايا په هغه انسان باندې چې په نورو خلكو بمونه او اور وروي، هم مهرباني په كار ده او كه څنګه؟

ما له ۱۳۵۴ څخه تر ۱۳۵۷ پوری د صمد بهرنګی دری نسبتا اوږدی او یوه لنډه کیسه پښتو ته وژباړلی:  وړوکی تور کب، د مینی افسانه، اتل او سبینه پشئ او توره پشئ

د وړوكي تور كب نامتو كيسه په سمبوليكه ژبه د ماشومانو د پاره ليكل شوې؛ خو په اصل كې د لويانو له پاره يو درس بلل كېږي. په دی كيسه باندې په ايران كې د ننه او بهر ډېرې كره كتنې ليكل شوي دي. ځنې كره كتونكي وايي چې صمد په دی كيسه كې يو ځانګړى اتل (منفرد قهرمان) روزلى چې شخصي هڅه يې ډېره بريالۍ نه ده. دوى هغه تور كب ته ګوته نيسي چې غواړي د سيند پاى ومومي او د دی هدف د ترلاسه كولو له پاره، ډېرې ستونزې ګالي؛ خو نور كره كتونكي بيا وايي چې (نه) صمد وړوكى تور كب له نورو مبارزينو سره يو ځاى په مخ خوځوي او ده ته د نورو د لارښوونكي دنده سپاري.

وړوكى تور كب له هغې ورځې څخه چې پریکړه کوی چې خپل محدود ژوند پرېږدي او د سيند د پاى په لور خپل تاريخي سفر پيل كړي، له ډېرو داسې څېرو سره مخامخ كېږي چې دى د دې كار جوګه نه بولي او په لاره كې يې د احتمالي خطرونو څخه ويروي؛ خو وړوكى توركب د ځينو نورو كسانو په مرسته بريالى په مخ ځي او…..

په دی كيسه كې د صمد هره خبره حساب شوې او هر كركټر ټولنيز وجود لري او د ليدلو او لمس وړ دى.

د دې كتاب دوهمه كيسه (اتل) نومېږي چې په اصل كې يوه اذربايجاني كيسه ده او دا اتل ( كوراوغلو يا ګوراوغلى) دى. داسې ښكاري چې د كوراوغلو كيسه ډېر لرغونى تاريخ لري او د روايتونو، ځايونو او نومونو په توپير په اذربايجان، ايران، تركمنستان او د افغانستان په شمال ختيځو برخو كې تر اوسه هم په خلكو كې ډېر خوښوونكي لري. ما اورېدلي دي چې اوس هم د ژميو په اوږدو شپو كې د افغانستان د بدخشان په ځينو حجرو او جوماتونو كې د ګوراوغلي د حماسې د اورېدلو غونډې جوړېږي او سيمه ییژ راويان دا كيسه له بدلو او حتى ساز سره حاضرينو ته اوروي.

كوراوغلو د هغه ظالم خان د ژوند كيسه ده چې د خپل يوه غلام سترګې وباسی. كوراوغلو د همدغه غلام زوى دى چې د مبارزينو غرنۍ اډې ته تښتي او د هغوى د مشر په توګه له خانانو سره جنګیږی او هغوى ته ماتې وركوي. په دی كيسه كې د يوې خوندورې مينې اانګازی هم شته چې زه يې دلته په تفصيل نه كاږم او لوستونكو ته بلنه وركوم چې دا كيسه ولولي. له هغه ځايه چې د كيسې د اتلانو او ځايونو فارسي يا اذرى نومونه په پښتو كې ډېر مانوس نه ښكارېدل، نو ما په كيسه كې ټول نومونه اړولي دي.

د كتاب درېيمه كيسه (د مينې افسانه) نومي چې د يوه پاچا د لور او يوه عادي ځوان د مينې په هكله ليكل شوې ده. دا كيسه لومړى ځل په كال 1357هـ.ش كې په كابل كې د بيهقي  كتاب خپرولو د موسسې له خوا چاپ شوې و چې بیا نایابه شو. د دغه كتاب په پاى كې اتلان د كوترو په څېر د لمر په لور الوزي او…..

سپينه پشۍ او توره پشۍ د دې كتاب څلورمه او لنډه كيسه ده. په دی وروستیو کلونو کی، د صمد دا څلور کیسی په یوه کتاب کی( د مینی افسانه) په نامه، د دانش خپرندویه ټولنی د مشر ، ښاغلی اسد جان دانش، په همت په کابل کی خپری شوی چی اوس بیا نه پیدا کیږی او ځکه یی د ځینو ویبپاڼو له لاری له تاسو ښاغلو لوستونکو سره شریکوم.

تاند به ژر د ( اتل) او (وړوکی تور کب) ، (د مینی افسانه) او ( سپینه پشئ او توره پشئ) کیسی هم تر تاسو پوری ورسوی.

او د پاى خبرې به دا وي چې ايران زموږ ورور ګاونډى هېواد دى چې خورا ستر فرهنګي ميراث لري او هر كال په زرګونو كتابونه پكې خپرېږي. ما د صمد د کیسو مجکوعه ځكه په پښتو ژبه چمتو كړ چې له يوې خوا د يوه ايراني ليكوال له كار سره بلد شو او له بلې خوا له فارسي ژبې څخه پښتو ته د كتابونو ژباړه پيل كړو او په دې توګه په ډېره اسانه توګه هغه په زرګونو كتابونه پښتو ته وژباړو چې د ايران خورا پياوړي محققين او مترجمين يې په فارسي ليكي او يا له نورو ژبو څخه فارسي ته رااړوي.

ګرانو لوستونكو! د دی كتاب ټولې كيسې د 54 – 1357 كلونو تر مينځ ژباړل شوي او له ما سره خوندې وې چې دا دى پس له ۴۳ كلونو څخه يې ستاسو درانه حضور ته وړاندې كوم. هيله ده چې تنده مو پرې ماته شي.

صمد بهرنګي له يوه لنډ؛ خو ډېر وياړلى، ژمن، انساني او ګټور ژوند څخه وروسته په 1347 كې په (ارس)  سيند كې ډوب شو او ومړ. دى د مړينې په وخت كې 29 كلن و. ځينې كسان ليكي چې د پهلوي رژيم پټو پوليسو صمد وواژه؛ خو ځينې نور بيا وايي چې (نه) هغه په اوبو كې د ډوبېدو له امله په خپل طبيعي مرگ مړ شوى دى.

په هر صورت د صمد په مرګ ايران او نړۍ خپل يو ډېر خواخوږى او متعهد فرهنګي شخصيت له لاسه وركړ. كه صمد ژوندى واى، هرو مرو به يې ډېر نور كار هم كړاى و.

Leave A Reply

Your email address will not be published.