The news is by your side.

ولې د سولې تړونونه له ناکامۍ سره مخ کیږي؟

0

لاهور خان منګل _

د نړۍ په تاریخ کې د دولتونو د شتون،‌ او د ګټو د ټکر له امله جګړې رامینځ‌ته شوي او په پایله کې یې د سولې لپاره تړونونه هم رامینځ‌ته شوي دي، ډیری تړونونه له ناکامۍ سره مخ شوي‌ دي‌،  ډیرو نورو لاملونو ترڅنګ د سولې د تړونونو د ناکامی علت د سولې په خبرو کې د طرف په توګه د ګروپونو او یا هم غړو د سولې لپاره رښتینې ارادې نه شتون، دګاونډیو او یا هم سیمه ییزه لوبغاړو لپاره د سولې په تړون کې د امیتاز نه شتون، او همدارنګه د دواړو او یا څو اړخونو لپاره په سوله کې د ګټې نه شتون بلل شوی سوله یوې داسې سټراجیکه همغږی ته اړتیا لری چې دخیلې غاړو ته پکې د همغږی بدل کې امتیاز ورکړل شي،که څه هم چې د یوې سولې لپاره ملی، نړیواله او سیه ییزه اجماع اړینه وي خو هرڅومره چې غړي او ګروپونه پراخیتا مومي په همغه کچه توافق پیچلی کیږي، دلیل یې دادی چې د هرغړي او ګروپ په اضافه کیدو سره د هغوی غوښتنې په پام کې نیول کیږي او په دې سره په  مستقیم او یا هم غیر مستقیمه توګه تړون په رسیدا او همدارنګه د تړون پر پایلو اغېز لري. .

څو ناکام تړونونه:

غواړم د سولې څو تړونونو  چې له ناکامۍ سره مخ شي لنډه کتنه وکړم. البته باید یادونه وشي چې شخړه د ماهیت له مخې توپیر لري، ځینې یې د یوه یا څو ځانګړو موخو پر سر د اختلاف له امله وي او ځینې نورې یې د ایډیالوژیکه او فکري‌ اختلاف له امله رامینځ‌ته کیږي،‌هره  شخړه یې پر خپل ځای او چاپیریال کې یو ځانګړي او سنجیده حل ته اړتیا لري. په کال ۱۹۹۳ کې د افغان مجاهدینو د ډلو ترمینځ په اسلام اباد کې د سعودي،‌ ایران او پاکستان په منځګړتوب د سولې او د یوه مشترک حکومت پر جوړیدا توافق وشو چې له مخې به یې رباني‌د دولت مشر،‌حکمتیار صدر اعظم او همدارنګه د دولت نورې برخې یې ځینې نورو ډلو ته د هغوی د قدرت په تناسب ورکړلې. دا توافق د لنډ وخت وروسته له ماتې سره مخ شو او عمده علت یې د یوه داسې ناظره ځواک نه شتون وو چې له مخې یې ښکیلې غاړې د سولې تړون توافق ته اړ کړي او همدارنګه  د یو تعریف شوي‌میکانیزم له لارې جنګیالي‌ ملکي او نظامي ژوند ته د یوه قانوني او ټول منلي چوکاټ‌له لارې ستانه کړي، اوسیاست له جګړه ییزه هغې څخه په ملکي‌واړوي. په همدا ډول په افریقا،‌او سویلي‌امریکا کې هم په لسګونه تړونونه له نامۍ سره مخ شوي،‌علت یې د سولې له وړاندې، د سولې په بهیر او همدارنګه د تړون وروسته مرحله کې د سمې محاسبې نه شتون بلل شوی دی. ‌

څو بریالي تړونونه او علتونه:

په نړۍ کې ډیری تړونونه بریالي‌شوي‌دي،‌علت یې د شخړې په ماهیت او د سولې له تړون وروسته پړاو باندې سمه او دقیقه مطالعه ده. د سولې تړونونه په عمومي ډول څو برخې کتل کیږی، د ښکېلې غاړې،‌د سولې د تړون شرایط او د سولې له تړون وروسته د ښکلېلو غاړو ملکي ژوند ته استقرار،‌ضمانت او ناظر ځواک چې د سولې له تړون وروسته یې عملی کیدل شوني‌کړي.ځینې بریالي تړونونه لکه  د بیلګې په توګه دمصر او اسرایلو تر مینځ‌ د سولې تړون چې د امریکا په منځګړتوب ترسره شو، په السلواډور کې د حکومت او د یاغي ډلو ترمینځ د خونړۍ جګړې وروسته د ملګرو ملتونو په منځګړتوب په داسې حال کې چې د سولې له تړون وړاندې نه میاشتنی اوربند اعلان شو،‌یاغي‌ډله په سیاسي حرکت تبدیل شوه، سوله یې ډاډه کړه. د شوروي اتحاد له راپرځیدو وروسته په تاجکستان کې خپل مینځي جګړه پیل شوه چې پکې په لسګونه زره ملکیان ووژل شو، په پایله کې د ملګرو ملتونو په مداخلې سره نومړې جګړه پای ته ورسیده. همدارنګه په ګوټماله او په لسګونه نورو هېوادونو کې د سولې تړونونه بریالي شوي‌دي،‌خو ترټولو پریکنده رول پکې ښکېلو غاړو د سولې لپاره د ارادې او خپلواکۍ شتون بلل شوی دی. همدارنګه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکې د ولمسشر وډرو ویلسن په مشرۍ د اروپا لپاره طرحه،‌ددې تړون یوه بریالی برخه یې د ملګرو ملتونو سازمان ایجادول ول چې په سیمه کې یې د سولې دوام ډاډه کړ، ایا په افغانستان کې د سولې د تړون وروسته داسې یو ځواک شتون ولري چې د سولې وروسته په ښکېلو برخو د سولې ټول شرایط عملي کړي؟ د سرغړونې په صورت کې به کوم اقدامات ترسره کیږي؟

چاپیریال:

‌ هرڅومره چې چاپیریال پیچلی وي په همغه کچه یې د سولې د تړون عملي کیدل ستونزمن وي.‌ معمولا د جګړې د اوږدوالي، د تلفاتو او د جګړې لپاره د موخې کمزوریدل هغه فکتورونه دي‌چې د سولې لپاره د اړینو برخو د مطالعې پر تناسب د سولې تړون ته ډیره بېړه کیږي. د طالبانو او د حکومت ترمینځ‌د سولې د اړخونو د مطالعې پر نسبت یې د سولې په تړون ډیر تاکید کیږي، په داسې یوه حالت کې د تړون وروسته مرحله یې مهمولا له ستونزو سره مخ کیږي، ډیری تجربو ښودلې ده چې د سولې د تړون وروسته حتی تشدد کچه لوړه شوې ده.‌ د بیلګې په توګه د په ۲۰۰۷ م کال کې افریقايي‌هیواد دارفور د سولې ناکام تړون،چې د ځینو نورو داخلي‌فکټورونو لکه د حکومت او د ښکېلې غاړې له خوا د سولې لپاره د رښتینې ارادې نه شتون، د ګاونډیو هېوادونو له خوا د سولې په وړاندې مخالفت او لاسوهنه او همدارنګه په خپله د سولې د تړون د ادارې نه شتون، هغه څه ول چې دا تړون یې ناکام او تشدد یې له پخوا زیات کړ. سولې د تړون سره سم یې د سولې له تړون وروسته مرحله ده چې هغه د تړون په دوام او له مینځه تللو کې رول لوبوي. د ملکي او یا هم نوي ژوند ته د جنګیالیو استقرار، له ټولنې سره د هغوی یو ځای کیدل او همدارنګه د هغوی لپاره د بدیل ژوند پیدا کولو ترڅنګ د سیاست له نظامي په ملکي بدلول یې تر هغو ټولو اړین بلل کیږي. د بیلګې په توګه کله چې دوه اړخونه سره په جګړه کې وي، دوی له تشدد په کار اخستلو سره سیاست پر مخ وړي. د طالبانو او حکومت ترمینځ‌د سولې د خبرو سره سره جګړه هم پر مخ بیول کیږي، د سولې لپاره أراده پکار ده،‌او د ارادې د عملي کولو لومړی ګام اوربند دی، که چیرې په سوله کې د امتیاز د لوړولو لپاره له تشدد کار اخستل کیږی، څنګه به شوني‌ وي‌چې د تړون وروسته بیا هم تشدد دوام ونه کړي؟ د سولې لپاره د ارادې عملي‌کولو لپاره پکار ده چې ښکېلې غاړې د پریکړو لپاره اړینه خپلواکي‌هم ولري.‌ ایا واقعا طالبان او حکومت د پریکړو لپاره هرډول خپلواکي لري؟ دلته پکار ده چې د سولې پر تړون کې د هغوی ژوند د سولې د تړون وروسته هم ور ارزول شي.

ټول شمولیت:

بدبختانه زموږ ټولنه په هغه کچه سیاسی شعور نه لري چې د یوه بدلون لپاره لاس په کار شو او د پراخو خوځښتونو په پایله کې په ښکېلو غاړو فشار راوړل شي څو سولې ته کینې او ددوی غږ پکې انعکاس شي. یوازینی چوکاټ چې کولی شي د ټولنې ټول اقشار د سولې چوکاټ‌ته ور دننه کړي‌هغه حکومت، سیاسي احزاب او مدني حرکتونه دي. د عامه پوهاوي لپاره باید پراخ کمپاین په لاره اچول شوی وای څو دا برخه یې ډاډه شوې وای. د حکومت له خوا د لویې جرګې رابلل ښه اقدام دی چې دا د سولې لپاره په ملي‌اجماع کې ګټه لوبوي، سره له دې چې ددې لویې جرګې پریکړې اجرایوي ځواک نه لري‌خو بیا هم په یوه ملي‌ اجمعاع او عامه سیاسي‌فکر کې ښه رول لوبولی شي.‌‌

نړیواله او سیه ییزه اجماع:

په وروستیو کې د افغانستان د حکومت او د امریکې د متحده ایلاتو له لورې د سولې هڅې پراخې شوې دي، په سعودي کې د اسلامي‌عالمانو له لوري‌ په افغانستان کې د جګړې ناروا بلل د طالبانو او نورو جنګیالیو په مینځ کې د جګړې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.‌همدارنګه په انډونیزیا کنفرانس هم د سیمه ییزه اجماع لپاره یو ه ښه اقدام وو. له دې هاخوا د سیمه ییزه ځواکونو لکه چین ،‌روسیه، او عربي‌نړۍ کې د سولې په اړه سلام او مشورې چې ترډیره د امریکې متحده ایالاتو له خوا پرمخ بیول کیږي،‌ کیدلی شي چې د سولې له تړون وروسته پر وروستي‌ پړاو باندې ښې اغیزې ولري.‌

د جګړې د اړخونو پيژندنه:

اوس مهال حکومت او نړیواله ټولنه د جګړې له یوې ځواکمنې برخې سره په اړیکه کې دي. نړیوالې ټولنې او همدارنګه د افغانستان حکومت له خوا په هېواد کې تر شلو ډیرې طرهګره ډلې ثبت شوي‌دي. په داسې حال کې چې طالبان یې یوازې یوه برخه ده،‌څرنګه کیدلی شي چې یوازې له طالبانو سره د سولې هوکړه اوږد مهاله سوله او امنیت تامین کړي؟ ایا طالبان به د حکومت په چوکاټ کې د نورو ترهګرو ډلو سره مبارزه کوي؟ ایا د حکومت له چوکاټ‌بهر به د یوه خپلواکه ځواک په توګه مبارزه کوي؟که دې خپلواکې نظامي‌ډلې په توګه فعالیت کوي،‌ایا بیا هم سوله او امنیت شونې ده؟ دا هغه پوښتنې دي چې تر اوسه یې ملت په اړه مالومات نه لري؟د سولې ښکېلو غاړو ته څومره امتیاز په نظر کې نیول شوی دی؟

د سولې د تړون وروسته پړاویې چې په مساوي ډول اړین دی، څرنګه ارزیابي شوی دی؟ د اټکل له مخې تر څلویښت زره طالب جنګیالي به د کوم پلان له مخې ملکي او مشروع نظامي ژوند ته بیا راګرځول کیږي؟د یوې نیکمرغه ټولنې د ډاډ او پرمختګ لپاره د بیان ازادي تر بل هرڅه اساسي‌ګڼل کیږي، ایا د سولې له تړون وروسته به دا لاسته راوړنه خوندي‌ پاتې شي؟

(Visited 18 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.