جينيفر لورانس په ۲۰۱۶ کال کې د فوربز مجلې له‌خوا د دویم ځل له‌پاره لوړ عاید لرونکې ښځینه ستوري اعلان شوه.
دا امریکايي فلمي ستورې ده چې لومړی ځل د ټلوېزيوني سریال یا ډرامې “بېل انګوال” له لارې سینمايي ډګر ته راووته.

له هغه وروسته نورو فلمونو د شهرت پوړیو ته ورسوله او اسکار جایزې ته نومانده شوه.
دا د سېنما په تاریخ کې دویمه ستوري ده چې په ځوانۍ کې دې جایزې ته نومانده شوې.
دا همدې مجلې په ۲۰۱۵ کال کې هم د ۵۲ میلیونو ډالرو په لاس ته راوړلو لوړ عاید لرونکې ستوري اعلان کړې وه چې اوس‌مهال د نړۍ د لسو غوره ستوريو په کتار کې ولاړه ده.

د نړۍ د نورو لوړ عاید لرونکيو ښځینه ستوريو ليسټ دا دی.
۱ـ جينيفر لورانس؛ ۶۰ میلیونه ډالر، ۲ـ ملیسا مکارټي؛ ۳۳ میلیونه ډالر، ۳ـ سکارلېټ جانسن؛ ۲۵ میلیونه ډالر، ۴ـ جینیفر انېسټن؛ ۲۱ میلیونه ډالر، ۵- فېن بینګ بینګ؛ ۱۷ میلیونه ډالر، ۶- چارلېز ټرون؛ ۱۶میلیونه ډالر، ۷- اېمي اډامز؛ ۱۳ میلیونه ډالر، ۸- جولیا رابټز؛ ۱۲ میلیونه ډالر، ۹- مېلا؛ ۱۱ میلیونه ډالر، ۱۰ او دیپیکا پاډوکان؛ ۱۰ میلیونه ډالر سږ کال ګټلي دي.

که څه هم جینیفر لوړ عاید لرونکې ښځینه ستورې ده، خو په نارینه وو کې کوېن هارټ د ۸۷ میلیونه ډالرو او ډواین جانسن د ۶۴ میلیونه ډالرو په لاس ته راوړو د نړۍ لوړ عاید لرونکی نارینه ستوری غوره شوی دی.

سرخط ورځپاڼه