The news is by your side.

اخ وطنه -ناول

لیکوال: نصیراحمد احمدي

0

(۱)

د خړې هيلۍ په وزر کې څړيکه شوه. وزر يې ورپاوه، پورته پاتې کېدا يې له اختياره ووته، لاندې پر شنو لوخو ورغله. چړپ! د ډنډ اوبه باد شوې، هيلۍ لوخو ته ور وښويېده، ځان يې غلی کړ.

په سترګو يې زور را ووست. نه خلاصېدې، په اوبو کې نږدې چړپا راغله، يو چا تېزه ساه وهله، د هيلۍ زړه پورته پورته غورځېده.

پر مخ يې توده سا ولګېده، سترګې يې په زحمت رڼې کړې، زړه يې خولې ته راغی. د سپي تور وربوز  و.

د انسان لاس ور وغځېد، هيلۍ نارې کړې، سړي له جېبه تېره چاقو را وايست، يو نری غږ راغی:

– شيرين اغا! مه يې حلالوه، ډېره نه ده زخمي، ساتم يې.

سړي په خوشکه وويل:

-د سپي زويه په دې عقل، سارايي هيلۍ نو اموخته کېږي؟

(۲)

کړپا راغله.  پيشو ميو کړل. و يې ويل:

-کوکوګله ده. که يې بيا دلته، په کادانه کې وليدم، مړه به مې کي.

چرګې نارې کړې:

– کوټ، کوټ ، کټات.

پيشو وويل:

-کوکو ګلې ته دومره چاپلوسي مه کوه! څه دې کړي؟ دوه خيرن چرګوړي په دومره نارو نه ارزي. پوره څوارلس تازه هګۍ دې ورستې کړې.

د بوټونو غږ د کادانې له وره سره ودرېد. پيشو پورته پروړې (بوسو) ته وخته. ځان يې غلی کړ. د غوړيو له زنګ وهلو ټيمانو جوړه دروازه مازې چوله شوه. درب، خړه هيلۍ پر خړه ځمکه ولوېده.

دروازه بېرته پورې شوه.

سېرلي ناره کړه.

-بس، موږ خو ماړه شوو، يوازې همدا خيرنه پاتې وه.

پيشو له پورته را ټوپ کړل، تر هيلۍ راوګرځېده، ورو يې وويل:

-سېرليه!  بد نيتي مه کوه. تر تا لوڅ کوني خو اوس هم ښه ده.

سېرلي منډه ور واخيسته، پيشو پورته پروړې ته ور ټوپ کړل.

چرګې وويل:

-پيشو، ټکی حيا نه لرې، کوچنيان به څه درنه زده کړي.

پيښو ور غږ کړل:

-په دوو مردار خورو چرګوړو دومره مه نازېږه! ويده دي.

بېرته را کښته شوه. تر هيلۍ را وګرځېده، ويې ويل:

 -وزر دې ډېر درد کوي؟

چرګې ور ناره کړه:

-وه کم عقلې! مات وزر نو بې درده وي!؟

پيشو، هيلۍ ته نوره هم ور نږدې شوه. هيلۍ په راوتلو رډو سترګو ورته کتل.

 پيشو وويل:

-رحمدله، خدای دې دا غټې سپږمې ورکې که، دا ښکلی بشر نو د ويشتلو و!؟

سره ژبه يې د هيلۍ پر مات وزر تېره کړه. له ژبې يې ټک وايست، بېرته د پروړې سر ته وخته.

سېرلي وويل:

-چاپلوسي دې بې څه نه وه.

پيشو ور غږ کړل:

-ته چا نه يې غږولی، کرار کېنه، د وزر وينه مې ور پاکه کړه.  ښه شوه. زخم به يې ژر جوړ شي.

د چرګې د ټټر له ګڼو، تخته بڼکو د چرګوړو چونګا راغله. چرګې وويل:

-پيشو! ستا په مردارو ناړو کې به څه وي!؟ سم ووايه چې وينې ته پېريانو ونيولې.

پيشو پرېوته، لکۍ يې تر خېټې راوګرځوله، اوږد ارږمی يې وايست، پزه يې کش کړه، ويې ويل:

-سېرليه ټيزنه، کم خوره. هوا دې بدله کړه.

سېرلی غلی پروت و.

پيشو وويل:

-په دنيا کې مې د دوو کسانو له بويه بد راځي، يو د سېرلي، بل د رحمدل، اوف! ورک يې که، سا به دې در بنده کي.

له پروړې را کښته شوه. تر هيلۍ را وګرځېده، ودرېده، د هيلۍ  پر مات وزر يې سره ژبه تېره کړه.

د چرګې ناره راغله:

-هيلۍ! ولې دې واڼې ورته وتلې دي، اوږده، کلکه مښوکه لرې، دومره عاجزي ښه نه ده. پيشو به دې اخېر وخوري.

هيلۍ وترهېده. په دېوال پورې يې ځان ونيو.

پيشو وويل:

-هيلۍ! يو به د چرګې نه منې،  دورواغ درته وايي، له وزره راوتلې وينې دې د خولې خوند را بد کړ، بس. ستا لپاره مې وڅټله.

هيلۍ چرګې ته ور نږدې شوه. مات وزر يې له ځانه بېل نيولی و.

چرګې پيشو ته وکتل:

-بلا دې په دا سپينو سترګو شه، ټکی شرم نه لرې.

پيشو په پروړه کې ځان ته ځای جوړ کړ، غلې پرېوته.

چرګې هيلۍ ته وکتل، و يې ويل:

-نوره هم را نږدې شه!

هيلۍ ورغله.

چرګې وويل:

-له ما مه لرې کېږه، همدا ځای درته ښه دی.

غلې شوه، و يې ويل:

-ښه کيسه وکه. چېرته يې وويشتې؟

هيلۍ غريو واخيسته.

پيشو ور غږ کړل.

-مه يې پازابوه.

چرګې وويل:

پيشو! چوپه خوله ښه ښکارې.

هيلۍ ته يې وکتل، ويې ويل:

-ښه ګرانې، چېرته يې وويشتې؟

هيلۍ په غريو کې وويل:

-سهار وخته له نورو هيليو سره په هوا کې روانه وم، اول مې په وزر کې څړيکه شوه، بيا درب راغی، پر ګڼو لوخو ورغلم.

پيشو په خبره کې ور ولوېده:

-بيا دې پر مخ توده ساه ولګېده، سترګې دې رڼې کړې، تور، بدرنګه وربوز دې وليد.

د هيلۍ سترګې رډې را وختې:

-پيشو له کومه پوهېږي؟

چرګې وويل:

 -دلته يې تر اوسه ستا غوندې درې نورې سارايي هيلۍ هم راوړې دي، ټولو همدا يوه کيسه کوله.

هيلۍ وويل:

-هغه هيلۍ چېرته دي؟

پيشو ور غږ کړل:

 -رحمدل وخوړې.

هيلۍ يو دم وژړل.

چرګې وويل:

-وه کم عقلې پيشو، دا خبره نو د کېدو وه!؟

هيلۍ په ژړا کې وويل:

-ما هم خوري؟

چرګې وويل:

-نه. تا به ولې خوري!

پيشو ور غږ کړل:

-دورواغ درته وايي. ته نو څه د رحمدل د پلار لور يې. د خوراک لپاره يې ويشتلې يې. بس، څو ورځې به د رحمدل کوچنی زوی سات درباندې تېر کړي، بيا به دې کټوې ته ور واچوي، د خوندورې يخني ښوروا وړ يې، پاسته هډوکي به دې ما ته هم را ورسېږي.

چرګې ناره کړه.

-ډېر مردار مخ دې دی.

پيشو پر خپلو شونډو سره ژبه تېره کړه:

-چرګې مخ دې تور، سپينه وغږېدم، ته ووايه، د تېرو دريو هيلو هډوکي مې ونه خوړل؟

چرګه غلې شوه، د هيلۍ ژړا زور ونيو.

سېرلي چيغه کړه:

-غوږونه مو را وخوړل. خوب ته مې پرېږدئ که نه!

د سطل کړنګا راغله. چيغې شوې.

چرګې هيلۍ ته اشاره وکړه. دواړو د دېوال تر لوی سوري دباندې وکتل، يوه ځوانه نجلۍ د ړنګ سطل تر څنګ ناسته وه، ژړل يې، خپل سر ته يې لاس نيولی و. په عمر پخې ښځې له خپلو ګوتو د نجلۍ تور وېښته جلا کول.

ښځې يودم چيغه کړه:

-وه غلې، کاسيرې! سل وارې مې درته وويل چې په دې نري، ګاچ ټيکري کې د باندې مه وځه، خو ته د سړي لور نه شوې. تر دې خو چې لوڅه کارېز ته لاړه شې.

ښځه غلې شوه. يودم يې وويل:

-ما ته وګوره، يوولس وارې لنګه شوې يم،  تر اوسه مې خدايکه له خپل سړي پرته يو وېښته هم چا ليدلی وی. د شپې هم له ټيکري سره پرېوځم، ښکلې په پرده کې ګرځم.

نجلۍ ژړل…

ښخې چيغه کړه:

-له مخې مې ورکه شه! بيا دې په دې نري ټيکري کې و نه وينم!

نجلۍ کوټې ته ننوته.

ښځې غټ دېګ ور واخيست، د غوا غولانځو ته په جګو پښو کېناسته. د شيدو له لومړۍ دارې سره د پيشو غږ راغی:

-کوکوګله بيا ولې داسې سره اېشي؟

چرګې ور وکتل، پيشو يې تر څنګ ولاړه وه.

پيشو وويل:

-د دې خلکو ټول کارونه همداسې دي، سر ته يې پام وي، کونې ته نه. د کوکوګلې خيشتک ته وګورئ. پرې دی. دا خو په رښتيا هم ښکلې په پرده کې ګرځي.

چرګه او هيلۍ بېرته شا ته شوې. پيشو هم ورپسې ورغله. هيلۍ وويل:

-دا څوک وه؟

چرګې وويل:

-کوکوګله، د رحمدل ښځه.

غلې شوه.

پيشو ور غږ کړل:

-ولې يې زړه ور اوبه کوې، ټوله کيسه ورته وکه.

چرګې وويل:

-څه ورته ووايم؟

 -ورته ووايه چې دا د رحمدل مشره ښځه ده، رحمدل يوولس اولادونه ترې پيدا کړل. دوه زامن او نهه لوڼې، خو کال مخکې يې پېغله لور په بدل ورکړه، نوې ښځه يې راوسته. رحمدل وايي چې دوه زامن مانا يو زوی، يو زوی يانې هيڅ. ښه او بده پېښېږي، نارينه بايد يو درجن زامن ولري.

چرګه په خبره کې ور ولوېده:

-نو دا کيسې ولې هيلۍ ته کوې؟ د هغې يې پرې څه؟

پيشو وويل:

-هيلۍ بايد هغه څوک وپېژنی چې دا خوري، اخ! رحمدل نو د غوښې شوقي دی، مياشت مخکې يې د ژوندي پسه پر لم غاښونه ټينګ کړل.

د هيلۍ روغ وزر ولړزېد.

چرګې وويل:

-هيلۍ! چرت مه خرابوه، لوڼې يې خوږې دي.

پيشو وويل:

-نو په دې وطن کې خواږه خلک کله واک لري!

هيلۍ په ژړا کې وويل:

– بايد له دې ځايه لاړه شم.

پيشو وخندل:

-داسې خبره وکه چې له عقل سره جوړه وي، د رحمدل کور څلور هسک دېوالونه لري، ور هاخوا باغ دی، ځه! له باغه هم واوښتې، له غوږور سره به څه کوې؟ له سپږمو يې ان په غره کې هم نه‌شې خلاصېدای.

هيلۍ چرګې ته نا امېده سترګې ور واړولې.

چرګې وويل:

-دومره ځان ناګاره مه اچوه. غوږور دې  ليدلی دی، د رحمدل ښکاري سپی.

د هيلۍ ژړا تېزه شوه.

چرګې وويل:

-راځه چې باغ ته لاړې شو، پام به دې غلط شي.

هيلۍ په ژړا کې وويل:

-دباندې مو پرېږدي؟

-هو، يوازې سېرلی منع دی، د تاکونو پاڼې خوري.

د پيشو غږ راغی:

-هيلۍ، که زما منې د رحمدل له سترګو لرې ګرځه! د دې خلکو د پام کار دی، وبه دې ويني، يو وار به يې د هيلۍ ښوروا ته زړه وشي.

چرګې ورو وويل:

-هلئ بچيانو خوب مو ډېر وکړ. راځئ! باغ ته ځو.

د چرګې د ټټر له پستو بڼکو دوه ژېړ چرګوړي را ووتل. چرګه مخکې شوه، له سېرلي پرته ټول له سوري ووتل. هيلۍ شا و خوا وکتل، يوه دېوال ته کتار خامې کوټې ولاړې وې.

پيشو ژېړې غوا ته ور وګرځېده. و يې ويل:

-غوا غولنې! ډېر مغرور مخ دې نه دی نيولی!؟

د غوا غټې سترګې رډې را وختې.

پيشو وويل:

-ولې داسې په ټره کې يې؟ څه دې کړي؟ په هضم شويو خوړو له سره شخوند وهې.

غوا رمباړه کړه:

-اخ! تړلې يم، که نه درکې ختلم.

پيشو وويل:

-شکر! ځينې کسان همداسې تړلي ښه دي.

په چرګه او هيلۍ پسې چابکه روانه شوه.

له کوره باغ ته کوچنی ور ور پرې و. په کور کې شين ډکی نه ښکارېده، خو باغ ګڼ تاکونه لرل، بل سر ته يې د توتانو زړې ونې ولاړې وې.

هيلۍ يو ناڅاپه منډه کړه، د لښتي رڼو اوبو ته ور ولوېده. اوږده ژېړه مښوکه يې د وزر په لندو بڼکو کې ننه ايسته.

چرګې ورغږ کړل:

  -په اوبو کې همداسې لاندې ځه! لښتی د توتانو سيوري ته تللی دی.

چرګې يو دم چيغه کړه. په منډه د خپلو چرګوړو مخې ته ودرېده، سترګې يې رډې راوختې، شا و خوا يې وکتل، سړه ساه يې وايسته، د يوه چرګوړي له ژېړې مښوکې يې د انګورو غوره لرې کړه. ورو يې وويل:

-پام ! دنيا ته نوي راغلي ياست، فکر کوئ چې ټول مو د مور غوندې مهربانه دي، رحمدل نه پېژنئ! خام به مو وخوري.

پيشو وويل:

-چرګې! زه خو اوږدغوږي ته وايم.

چرګه له خپلو چرګوړو سره د لښتي پر ژۍ روانه شوه.

ناڅاپه د يوه چرګوړې پښه وښويېده، چرګې نارې کړې، هيلۍ په بېړه بېرته را وګرځېده، اوږده غاړه يې ور وغځوله. د چرګوړي وزر يې په خپله مښوکه کې ونيو، وچې ته يې را وايست.

چرګوړي وټوخل، چرګې ژړل…

پيشو وويل:

-چرګې! ښه مور نه يې!

سپي وغپل، پيشو ونې ته وخته. سپی لاندې ورته ودرېد. خوله يې پورته ونيوله، څو ځله يې وغپل.

پيشو وويل:

-ډېر بد مخ دې دی. د موږکانو زار (زهر) به درته پيدا کوم.

سپی هيلۍ ته ور وګرځېد. هيلۍ وارخطا وه. سپي خپلې اوږدې شونډې ويړې کړې، هيلۍ ته يې سپين غاښونه ور وښوول، پوه يې کړه چې لرې تګ يې په خير نه دی.

هيلۍ لړزې اخيستې وه.

سپی روان شو.

چرګې وويل:

-هيلۍ، که ته نه وای، زوی به مې مړ و.

پيشو له ونې را کښته شوه. ټول د توتانو خوا ته ورغلل. نجونې وې، ځينو جامې پرېمنځلې، نورو غالۍ ته برسونه نيولي وو.

يو دم يوې له رنګه سرې پېغلې منډه را واخيسته. هيلۍ يې له اوبو ور پورته کړه، پر خپل مخ پورې يې ونيوله. و يې ويل:

-اخ! ځار، څومره ښکلې.

بله نجلۍ راغله، د هيلۍ وزر يې وکوت. له يوې ټوټې يې تراډه وايسته، وزر يې وتاړه.

دواړې بېرته لندو جامو ته ورغلې.

پيشو وويل:

-په دې کور کې زړه شوم، خو د يوې هم داسې مينه نه راباندې راغله.

چرګې ور غږ کړل.

-نه اخلاق لرې، نه رنګ. مينه خو دليل غواړي.

پيشو ناره کړه:

-خدای خو هسې خره نه يې پيدا کړې، له پتارۍ را دې خوا شه.

هيلۍ مخ ور واړاوه، خره تر يوې ونې لاندې ولاړه وه، لږ ور ها خوا پر يوه ټيټ لرګي باندې ټومبل شوې زړې ټوټې باد رپولې.

هيلۍ چرګې ته مخ ور واړاوه:

-پتارۍ؟

چرګې وويل:

-د رحمدل مشره لور يې همدلته پرېمنځله، دا خلک د مړي د پرېمنځلو ځای ته پتارۍ وايي.

پيشو خرې ته ورغله، ترې را تاو شوه، و يې ويل:

-زړه مې دی چې په دا تور کوناټي دې کلکه خوله در ولګوم.

چرګې ور ناره کړه:

-وه مردار خورې، پخوا خو داسې بې‌ادبه نه وې، څه درباندې وشول. لکه چې دا پوچې خبرې دې له رحمدله زده کړې!

پيشو وويل:

-خرې ته دې پام دی!؟ داسې مظلومه قواره يې نيولې چې ستا به هم غوسه ورته راشي.

چرګې وويل:

-تر تا خو اوس هم ښايسته ده، ورته وګوره، غټې تکې تورې بڼورې سترګې لري.

پيشو وويل:

-سترګې يې څه کوې، دومره غټه ده، خو پرون کوچني سپي سپکه کړه، د زړه دربا يې رحمدل هم اورېدله.

خرې وويل:

 -نو څه مې کړي وای؟

-يو څه زړوره شه.

-څنګه؟

-اوس به يې در وښيم.

پيشو ونې ته وخته، سپي ته يې ور ناره کړه:

-اوږد غوږې، خرې کنځلې درته وکړې.

سپی په ستړې سا راغی.

پيشو وويل:

-خره وايي چې د سپي ډېر سپی مخ دی.

سپی وغرېد.

-خرې، رښتيا؟

نږدې ورغی. د خرې اوږده غوږونه لړزېدل.

پيشو وويل:

-خرې! شا ور واړوه، خولې ته يې سمه مضبوطه لغته ورکه.

خرې له وېرې ډکې سترګې پورته پيشو ته ونيولې.

پيشو وويل:

-زما خبره ومنه. نه تاواني کېږې.

خره يو وارې پورته وغورځېده، سپي کوړنچ وهل، پر ونه ورغی، درب. ولوېد. بېرته پورته شو، منډه يې واخيسته.

پيشو له ونې را ټوپ کړل، خرې ته ورغله:

-څومره اسانه وه. عاجزي هر وخت په درد نه خوري. د سپي به دا لغته ټول عمر په زړه وي. بيا به پورته درته و نه ګوري.

هيلۍ نجونو ته وکتل، و يې ويل:

-چرګې! دا ټولې د رحمدل لوڼې دي.

پيشو چيغه کړه:

-چوپ.

پرېوته، پر چمن يې غوږ کېښود.  ګڼو وښو ته پر ټټر ور وښويېده، يوه شېبه غلې وه، بيا يې يو دم ملا سره راټوله کړه، ټوپ يې کړ. بېرته راغله. په غوسه يې وويل:

-چرګې، دا تا هوښيار کړي دي.

-څوک؟

-موږکان. زما تر ټوپ له مخې سوري ته ننووت. پرون هم له يوه سره غږېدې.

هيلۍ وويل:

 -موږک له تا ډارېږي، ته له سپي، ولې؟

پيشو لمر ته پرېوته، و يې ويل:

-هيلۍ! ته خو تر خرې هم  کم عقله يې. موږ د يو بل دښمنان يو.

-خو ما څو ځايه موږک، پيشو او سپی ګډ سره ليدلي دي، د انسانانو په کورونو کې اوسېدل، د يو بل ښه دوستان وو.

چرګې ورو وويل:

-هيلۍ! ستا لپاره وايم. بل ځای داسې ساده خبره مه کوه!

د خندا غږ راغی، دواړو ور وکتل، پيشو په چمن کې رغړېدله. وروسته يې په خندا کې وويل:

-هيلۍ! څه دې وفرمايل؟

-څه چې دې واورېدل، خو زه رښتيا وايم، ما نيمه دنيا ليدلې ده، په ډېرو ملکونو کې مې د خلکو په منځ کې ژوند کړی.

د پيشو خندا زور ونيو.

چرګې وويل:

-هيلۍ! پټه خوله دې ښه وه. هوښياره مالومېدې.

هيلۍ وويل:

-رښتيا وايم. هر ځای خو رحمدل دوی نه‌شته چې د هوا مرغان لا نه دي ترې پاتې. په نوره دنيا کې انسانان د مرغانو عزت کوي. خوراک ور اچوي، له ليدو يې خوند اخلي. ما ته وګوره، تېر ټول منی مې د يوه ښار په منځ کې تېر کړ. لوی پارک و. پراخ ډنډ يې درلود، سلګونه مرغان پکې اوسېدل. ما په خپله مښوکه د انسانانو له لاسونو بيسکېټ را اخيستی دی.

پيشو وويل:

-هيلۍ، ګوره! زه خره نه يم.

خرې وويل:

-پيشو، لغتې ته دې زړه شوی؟ دا څووم ځل دی چې ما توهينوې.

پيشو وويل:

-خرې! توبه مې ده، کاشکې مې نه وای زړوره کړې. د ځينو پوهول تر ګټې، تاوان لري. ښه هيلۍ! چټياټ دې خلاص شول؟

هيلۍ وويل:

 مه يې منئ، خو له موږ سره به انسانانو عکسونه اخيستل. د چا له لاسه چې به مو ډوډۍ واخيسته، خوشاله به وو.

هيلۍ غلې شوه. چرګې ته يې وکتل، و يې ويل:

-ځواب دې را نه کړ، دا ټولې نجونې د رحمدل لوڼې دي.

-هو. خو هاغه يوه يې دويمه ښځه ده.

-کومه؟

-هاغه چې تر نورو يو څه ګوښې جامې پرېمنځي. هاغه د سره مخ، شنو سترګو او ژېړو وېښتو واله در ښيم.

هيلۍ وويل:

-هغه خو وړه نجلۍ ده.

-بس! د رحمدل د دويمې لور همزولې يې وګڼه. خو و يې کړه.

هيلۍ نجونو ته وکتل، و يې ويل:

– په نوره دنيا کې په دې عمر د نجونو خولې له  خندا نه سره ټولېږي، خو دوی تروې ټنډې نيولې. ولې؟

-دا نجونې له خندا منع شوې دي. هاغه د تور ټکري نجلۍ وينې؟

-هو، سپين مخ او خړې سترګې لري.

-نه، ور ها خوا. هاغه شين خالۍ چې له ټېکري يې پېچلي وېښته را وتلي.

-و مې ليده.

-مياشت مخکې يې په ګودر کې په زوره خندلي وو. دا خبره يوې کليوالې کوکوګلې ته کړې وه. کوکوګلې د دې نجلۍ مخ پر ځمکه ور وسولاوه، ورته ويل يې چې ولې داسې مسته يې. يارانې ته دې زړه شوی.

دلته د نجلۍ له خندا هم د شهوت مانا اخيستل کېږي. خندا يانې بې‌حيايي.

پيشو وويل:

-چوپ شئ، د موږک چوڼا نه اورئ!

ټول غلي شول.

يو دم په اوبو کې چړپا شوه. ټولو ور وکتل، يوه دوولس کلن هلک دويمه نجلۍ هم لښتي ته ور ټېله کړه، دوې نجونې په بېړه له اوبو راوختې. هلک خندل، خو لندې نجوني لړزې اخيستې وي. يوې يې ژړل.

پيشو وويل:

-زما سترګې تر تاسې تېزې دي، د نجلۍ شونډه وينې ده، په هماغه ځای کې د لښتي ژۍ راوتلې تيږې لري.

هيلۍ وويل:

-نجونې ولې څه نه ورته وايي؟ دواړې تر هلک پياوړې دي، يوه يخ رپوي، بله ورته ژاړي.

پيشو وويل:

-دا باتور نومېږي.

-څه مانا؟

-يانې تورزن، بس، سرونه پرې کوه. د دې خلکو ډېر نومونه لا وحشتناکه دي. باتور د کوکوګلې دويم زوی دی. نجونې د رحمدل او کوکوګلې له ډاره څه نه‌شي ورته ويلای. يوه ورځ يې يوې خور له باتور سره مازې خبره اړولې وه، پلار يې شنو لښتو ته واچوله، ويل يې چې تاسې ټولې يوه خوا، باتور بله خوا. ټولې به د باتور بچک پښو ته حلالې کم.

چرګې وويل:

-هاغه دی، رحمدل هم راغی.

په تاکونو کې يو چاغ سړی ودرېد. ګېډه يې تر ده نيم ګز مخکې را وتلې وه.

پيشو وويل:

-هيلۍ، همدې سړي ښکاري ټوپک درته ونيو، چخړنه سترګه يې پټه کړه، ټک، چيوووووو، بوڅه يې را واړولې.

هيلۍ تر ونې پټه شوه.

پيشو وويل:

-زړه دې غټ ونيسه! له دومره لرې دې نه ويني.

يو دم د کور د خوا له دروازې يو ځوان راغی. له رحمدل سره ودرېد. څه يې وويل، بېرته تر دروازې ووت.

پيشو وويل:

-دا يې مشر زوی دی، يو ويشت کاله عمر لري، غيرت نومېږي، خو د شپې له ډاره بولو ته نه‌شي را وتلای. تر اوسه لا کوکوګله په چوتره کې ورته ولاړه وي.

غلې شوه، له لرې يې رحمدل ته وکتل، و يې ويل:

 -د رحمدل برېتونه داسې په اسانۍ نه ځړېږي. يوه خبره خو شته.

بېرته دباغ دروازه خلاصه شوه. غيرت يو پسه تر غوږونو نيولی و.

پيشو وويل:

-بايد پوه شم.

تر لښتي يې ټوپ کړل، د تاکونو په جووه کې يې منډه واخيسته.  پسه ته نږدې ودرېده.

رحمدل وويل:

 -غيرته زويه! ولې ورته ګورې!؟ مريض پسه چا جوړ کړی! ورشه، چاړه راوړه!

پيشو پسه ته ور نږدې شوه. و يې ويل:

-سر خو دې غټ دی. څه بلا وهلی يې؟

پسه مړې سترګې ور واړولې:

-ښه نه يم، د خولې خوند مې بد دی، دا دوې ورځې مې د وښو څکه نه ده کړې.

غيرت اوږده چاړه راوړه.

رحمدل په جګو پښو کېناست. چاړه يې يوې ښوۍ ډبرې ته ونيوله.

پيشو وويل:

-شېبه وروسته به په همدې چاړه مرۍ در پرې کړي.

پسه وچونګېد. سترګې يې له اوښکو ډکې شوې.

غيرت وويل:

-شيرين اغا! په دې پسه مو د خدای زور پيسې ورکړې دي، پوره لس زره اوغانۍ. يو څه وخت به لا نور هم ورته وګورو.

رحمدل وويل:

-نه وينې چې سېکه يې ختلې ده؟

پيشو وويل:

-پسه! غواړې چې له چاړې خلاص شې؟

پسه وويل:

-هو.

-په رحمدل منډه ور واخله. مناسب ناست دی، غټه ککرۍ دې د رحمدل کوناټو ته سيخېدای شي.

پر پسه لړزه راغله.

پيشو وويل:

-هسې دې هم وژني، زما خبره ومنه.

-له وسه مې نه کېږي.

-بس، د ژوند لپاره دې وروستی قوت سره را ټول که.

پسه، د مخې په پښه ځمکه وګروله، چټکه منډه يې واخيسته، درب شو. رحمدل د انګورو تر يوې پښتې هوايي تېر شو، په دويمه کې يې دوړه پورته شوه.

غيرت په خوشالي ناره کړه:

-شکر خدايه! پسه جوړ تيار دی، له تاوانه بچ شوو.

دوړه کېناسته، د رحمدل پټکی په غاړه کې پروت و، پکه ککرۍ يې له خاورو نه برېښېده.

پيشو، پسه ته ورغله، و يې ويل:

-په دنيا کې کمزوری مخلوق ژوند نه‌شي کولای، زړور به يې. هله، مازې د يوه تاک پاڼه په خوله کې ونيسه. دا به دې د اشتها د درلودو نښه وي.

پسه په زحمت يوه پاڼه ور وشکوله، مازې څوکه يې په غاښونو کې تکيه کړه.

پيشو ور غږ کړل:

-اوس نو لږ موسک شه، خندا يانې د پوره صحت نښه.

پسه سپين غاښونه را وايستل، پاڼه ولوېده. غيرت يې تر غاړې لاس تاو کړ، له پسه سره کلا ته ننوت.

پيشو بېرته د توتانو سيوري ته ورغله. و يې ويل:

-چرګې، هيلۍ څه وايي؟

چرګې وويل:

-ناپړيتې ولي. وايي چې دلته ولې نجونې مکتب ته نه ځي؟

پيشو په چمن کې اوږده وغځېده. خرې ته يې وکتل:

-سپږمې خو دې غټې دي، وږې يم، د کوم موږک بوی دې نه دی حس کړی؟

خرې په غوسه ور وکتل.

هيلۍ وويل:

-رښتيا وايم.
پيشو وويل:

-څه؟

-په نوره دنيا کې نجونې درس وايي، دا نجونې ولې له مکتبه پاتې دي؟

پيشو کېناسته:

-هيلۍ! ډېره ساده ګله يې، کم عقلې پوښتنې مه کوه. دلته لا هلکان  په سخته مکتب ته پرېږدي، نجونې خو پرېږده.

يودم ودرېده، ويې ويل:

-راځه!

هيلۍ ګردې حيرانې سترګې ور واړولې:

-چېرته؟

-راځه چې د دې وطن د نجونو د ژوند مازې يوه څنډه در وښيم.

رهي شوه. دواړې پتارۍ ته ودرېدې. پيشو وويل:

-دا نجيبه نومېده. تر شيدو سپينه وه. تر پنير پسته. شنې، غټې رڼې سترګې يې درلودې، په هفتو هم نه لمبدېده، خو اوږده تور وېښته يې خدايي ځلېدل. د زيږو وېښتو هر تار يې د خياطي د ګوګړۍ تر تاره ډبل و. درې کاله مخکې يو دم ناروغه شوه. سترګو يې تورې حلقې پيدا کړې. نه يې ډاکټر وليد او نه يې چا پوښتنه وکړه. نجلۍ ورو ورو ډنګرېدله، اخېر يوازې پوستکی پاتې شوه.

مور او پلار يې خفه وو، خو د نجلۍ ناروغي يې زړونه نه خوړل، بله اندېښنه ور لوېدلې وه. دلته چې څو مشره خور نه وي واده شوې، دويمه يا درېيمه يې څوک نه غواړي.

څلور هډوکي ناروغې نجيبې ته به نو کوم رويبار راته!

وخت ووت. د نجيبې له رغېدو يې هيله وخته، دواړو د نجلۍ مرګ د کور پرده ګڼله.

يو سهار مې د کوکوګلې چيغې واورېدې، ورغلم، نجيبه مړه پرته وه. خدای خبر، ما لا تېر مازديګر وليده. په ولاړو يې لمونځ کاوه. سجدې ته چټکه ورتله.

نجيبه يې همدلته پرېمنځله، مور يې د نورو  ښځو تر مخ خاورې بادولې، ځان يې له خوراکه لوېدلی ګاڼه، خو ما پخپله وليده، پټه به دالان ته ولاړه، د پنځو نفرو حق به يې وخوړ. د دې خلکو ټول کړه وړه لباسي دي.

پيشو غلې شوه.

هيلۍ وويل:

-خو د نورې دنيا خلک داسې نه دي، يوه ورځ مې په ډنډ کې لامبو وهله. څلور کسان راغلل، ښځه، سړی او دوې وړې نجونې. نجونو په توپ پسې منډې کړې، خو سړی او ښځه نږدې د لرګي پر اوږده څوکۍ راته کېناستل. له خبرو يې پوه شوم چې د نجونو مور او پلار دي. دواړه د خپلو اولادونو په صحت غږېدل، نجونې تکې سرې، چاغې، روغې جوړې وې، خو دوی سره ويل چې د نجونو د ډاکټر د چيک اپ وخت را نږدې دی، له بانکه پور اخلو، دواړې بايد له سره تر پښو معاينه شي.

پيشو وويل:

-خو رحمدل او کوکوګله داسې نه دي. راځه.

دواړې لښتي ته ورغلې، نجونو ته نږدې کېناستې.

پيشو وويل:

-د رحمدل دويمه لور يې په بدل ورکړه، تېره مياشت راغلې وه، مور ته يې بدې ورځې کولې، ويل يې چې پنځوس کلن مېړه مې پوډري دی، د ورځې مې درې ځله لښتو ته اچوي، په کور کې يې هيڅ هم نه را پرېښودل، زما له دې ځايه وړې د واده ګاڼه خو پرېږده، ان پيالې يې لا خرڅې کړې، خو مور يې ورته وويل چې نه، مېړه حق درباندې لري، خپل کور يې دی، که دې مړه هم کړي، عزت ته به يې ګورې.

لور يې چيغې وهلې، ويل چې خبره له عزته تېره ده، ټوله ورځ د ولسوالي په بازار کې سوال کوي، په خاورو او ډېران کې له سپو سره پروت وي… خو کوکوګلې ورته ويل چې له خپل نصيبه يې وګڼه، اوس دې نصيب په هماغه کور کې ليکل شوی دی، جنازه به دې ترې وځي. دا خلک خپل ټول حماقت يا په نصيب ور اچوي يا په شيطان.

پيشو غلې شوه. و يې ويل:

-دا مخامخ يې درېيمه لور ده. سايره نومېږي.

يو دم يې هيلۍ ته وکتل:

-ته يو وار لمر ته شه.

هيلۍ حيراني سترګې ور واړولې.

پيشو وويل:

-نه دې خورم.

هيلۍ لمر ته ودرېده.

پيشو وويل:

-وزرو دې اوه رنګه رڼا پيدا کړه، اوس نو د سايرې وېښتو ته وګوره!  ستا د وزرغوندې ځلېږي، خوارکۍ نه ده خبره، رحمدل يې په پټه د سودا خبره کړې. بس! مالګه (شيريني) يې يوازې جوړجاړي ته ماتله ده، رحمدل يو ويشت لکه ولور غواړي، کونډ تر اتلسو لکو ور پورته شوی دی.  کونډ له اولې ښځې هم اولاد نه لري. ډاکټر ورته ويلي دي چې مشکل په تا کې دی، وچ يې، خو کونډ يې نه مني. خير، کونډ څه تاوان کوي! که يې اولاد ورته پيدا کړ، وا وا، که نه، په داسې ښکلې پېغله خو به يې سات  تېر وي، که وتښتېده، وايې به چې مرداره ده، هلئ، ولئ يې.

د لته د نجلۍ د مرګ پوښتنه نه‌شته. بس! يوازې د مردارې ټکی ور پورې وتړه. ټک، پر تندي يې وله.

هيلۍ وويل:

-خو په نوره دنيا کې نجلۍ خپل واک لري، تر اتلس کلنۍ خو يې قانوني ودېدا جواز نه لري، وروسته يې هم خپل زړه. واده کوي، نه يې کوي، څه وخت يې کوي، له چا سره يې کوي! خپله خوښه يې ده.

پيشو وويل:

-دا خبرې نو بيا رحمدل دوی ته کوپر ښکاري. اوس پوه شوم چې په رښتيا دې نيمه دنيا ليدلې ده. رحمدل خبرونه نه قضا کوي، ډېر وخت راډيو اوري، زه هم کله کله ورته ناسته يم.  يوه ورځ يې په راډيوکې هم ستا خبره وکړه، خو رحمدل نسوار تو کړل، د راډيو ستن يې واړوله، په غوسه يې وويل چې د انګرېز بچيان د کوپر قانون راښيي.

پيشو غلې شوه، دريو نورو نجونو ته يې وکتل:

-زرمينه، نوريه او ګلالۍ هم هاغه دي غالۍ پرېمنځي، غټوکې ښکاري. نورې دوې وړې خويندې يې په کور کې دي. يوه بله يې په وړکتوب کې مړه شوه، د دوو مياشتو وه، کوکوګله په خوب کې ورباندې ور اوښتې وه.

واښه وښورېدل. پيشو ور وکتل، د خرې ډنګرې پښې وې.

پيشو وويل:

-خرې، اعصاب مې مه را خرابوه، بيا به وايې چې درباندې ګرمه يم. لږ لرې ودرېږه، د خولې دې بد بوی ځي.

چرګه هم له خپلو بچوڼو سره راغله.

هيلۍ وويل:

-د رحمدل دا دويمه ښځه ښايستوکې ده، خو غاړه يې سره ښکاري، ولې؟

پيشو وويل:

-نيازۍ نومېږي. دا د رحمدل د څپېړې نښه ده، رحمدل درانه لاسونه لري، خدای که يې د څپېړې نښه مياشت هم ورکه شي.

هيلۍ وويل:

-ولې؟ نيازۍ څه کړي وو؟

-پيشو چرګې ته وکتل:

-چرګې، چوچوڼي دې لرې که، بيا راته و نه وايې چې بې‌ادبه يې، د ماشومانو خبرې نه دي.

چرګه له خپلو چرګوړو سره لاړه.

پيشو وويل:

-دوې شپې مخکې دباندې په خوړو پسې ګرځېدم، شپه وه، خو سپوږمۍ ته د موږک برېت هم ښکارېده. د رحمدل غوسه‌ناک غږ راغی، په کړکۍ کې ورته کېناستم. يو ځای پرده چوله وه. رحمدل له نيازۍ مچکه غوښته، ساده مچکه نه وه، له شونډو يې خوله اخيسته، خو د نيازۍ زړه نه و. رحمدل ته غوسه ورغله، له ناړو سره يې شنه نسوار بادېدل. بيا يې د ښځې غاړې ته کلکه څپېړه ورکړه. ويل يې چې يا د مېړه حقوق نه دي در مالوم، يا کوم بل يار لرې.

خرې وويل:

-نيازۍ ملامته ده، ټکه خو نه لوېده. پردي سړي خو خوله نه ترې غوښته.

پيشو ور وکتل، له ډېرې غوسې يې د برېتو تارونه نېغ ودرېدل. و يې ويل:

-خرې، سترګې دې پټې کړه.

خرې په حيراني ورته کتل…

پيشو وويل:

-زما خبره ومنه.

خرې سترګې پټې کړې.

پيشو وويل:

 -همدا اوس دې په ذهن کې د رحمدل څېره در تېره که.

-را تېره مې کړه.

-رحمدل درغی.

خرې وويل:

-راغی.

-مخ ته يې خپلې غټې، له وېښتو ډکې سپږمې او تورې ډبلې شونډې در نږدې کړې.

-دا يې را نږدې. نو څه!؟

-يو دم يې ستا پر پلنو تورو شونډو، خپلې لندې شونډې کېښودې. د رحمدل له نسوارو ډکې ترخې لاړې خولې ته درغلې…

خرې کانګې کړې، مخ يې واړاوه. تر ډېره يې زړه هسکېده.

هيلۍ وويل:

-بدمرغه ښځه. له دې سره به څوک شپه تېره کې.

پيشو په خبره کې ور ولوېده:

-ولې نصيب!؟ نصيب به شپه ورسره تېروي، دا خلک هر څه په نصيب پورې تړي، رحمدل يې په نصيب کې و. نيازۍ به تر مرګه همدې مردارخور نصيب ته ناسته وي.

هيلۍ وويل:

-په نوره دنيا کې هم ښځه او مېړه له يو بله مچکې اخلي، خو دوی تر ويدېدا مخکې غاښونه پاک پرېمنځې. د دواړو په سرو شونډو او سپينو غاښونو د چا مينه راځي. ان ځينې يې له ګډې ويدېدا مخکې تر اوبو وځي، سپري وهي.

پيشو وويل:

-خو دلته رحمدل دوی دي. له تخرګو به يې د خولو خوړسکې خېژې. خوله به يې د تفداني بوی ورکوي، له اتلس کلنې نجلۍ به خوله غواړي. توبه.

غلې شوه، و يې ويل:

-ورته وګوره! د نيازۍ سرې شونډې او سپين غاښونه به دې د رحمدل پر تورو شونډو او چينجنو غاښونو ولورېږي!؟ د رحمدل تر پنډو تورو شونډو خو د خرې شونډې ښايسته دي.

پيشو خرې ته وکتل، و يې ويل:

-خرې! تا ته به خوله درکم، خو رحمدل ته نه.

خرې ته غوسه ورغله.

-نه کرارېږې؟

چرګه له خپلو چرګوړو سره راغله، و يې ويل:

-پيشو! مردارې خبرې دې خلاصې شوې.

پيشو وويل:

-که څوک واقعيت ووايي، مردارې يې بولي.

د رحمدل ناره راغله:

-وه د غوا لورانو، ډوډۍ نه راوړئ، سره غرمه مو کړه.

ټولو ور وکتل، رحمدل د تاکونو په منځ کې را روان و. نجونې ودرېدې، هيلۍ تر خرې پټه شوه.

رحمدل راغی، يو دم يې چيغه کړه.

-څه د سپي سترګې مو راته نيولې دي، انسان مو نه دی ليدلي. يوه ګوله زار (زهر) راوړئ که نه؟

پيشو په ملنډو وويل:

-اه! انسان!؟ په هر چا  پورې د انسان نوم پورې وي.

نيازۍ سپين لاسونه  لښتي ته ور ټيټ کړل، د روانو رڼو اوبو سر د پوډرو ځګ واخيست. ښځه د وړې دروازې خوا ته ورغله.

رحمدل د ونو سيوري ته پر ليمڅي کېناست. کړپا راغله، يوې وړې نجلۍ تر ځان غټ چلمچي را اخيستی و. تر شا يې بله نجلۍ له دسترخان سره را روانه وه.

هيلۍ وويل:

-رحمدل همدلته ډوډۍ خوري؟

پيشو ځواب ورکړ:

-هو، پخوانی عادت يې دی، د هوا له ګرمېدو سره يې د غرمې ډوډۍ په باغ کې وي.

رحمدل چيغه کړه!

-څه ته ګورې!؟

وړې نجلۍ له لښتي بدنۍ ډکه کړه. چلمچي يې ورته کېښود، د رحمدل له لاسونو خړې اوبه تويې شوې.

هيلۍ وويل:

-رحمدل خو په لښتي کې هم خپل لاسونه پرېمنځلای شوای. دوه ګامه لرې نه دی، دې وړې نجلۍ ته وګوره! له کوره يې تر ځان غټ چلمچي راووړ.

پيشو وويل:

-دا نو بيا رحمدل ته خوند نه ورکوي، دا خلک په چلمچي کې خپل عزت ويني.

نيازۍ له دوو کاسو سره راغله، ټوډه يې ووهله، خو ځان يې قابو کړ.

رحمدل ور ناره کړه:

-ولې دومره هوايي يې، څه خبره ده! کوم يار دې در په زړه شو! ځمکې ته نه‌شې کتلای؟

ښځې دسترخوان هوار کړ، غبرګې کاسې يې پرې کېښودې.

پيشو پر خپلو شونډو ژبه تېره کړه.

-اخ! د پسه سر.

هيلۍ ور وکتل، په يوه کاسه کې له لندې ډوډۍ مړ تاو پورته کېده، بله د پسه سلامت پوخ سر نيولې وه.

پيشو وويل:

-خرې! شکر وباسه چې حلاله نه يې، که نه اوس به دې له کاسې تورې سپږمې راوتلې وې.

خرې يوازې ور وکتل.

د رحمدل دواړه زامن راغلل.

مشر يې دسترخوان ته ورغی، باتور هيلۍ له ځمکې ور ور واخيسته، و يې ويل:

-والوځه.

هيلۍ يې پورته واچوله،  پر ځمکه ولګېده، کغ يې کړل.

باتور دسترخوان ته ورغی.

هيلۍ د پيشو تر څنګ عاجزه ودرېده، سترګې يې ډکې وې.

پيشو وويل:

-خوا مه بدوه، د دې خلکو همدا ساتېري ده.

د رحمدل غږ راغی:

-باتوره بچکه! لاس درنه هېر شول.

هلک چلمچي ته کېناست.

رحمدل ناره کړه!

-مړې سترګې دې راته نيولې دي، ړنده يې، هلک ته د لاس اوبه ور واچوه.

نيازۍ په منډه راغله، بدنۍ يې ور پورته کړه.

د رحمدل له لاړو سره لنده ډوډۍ باد شوه:

-لانت ( لعنت) دې پر تا وي، ډېرې سپۍ سترګې دې دي، ښوروا ټکی مالګه نه لري.

نيازۍ لړزې اخيستې وه.

رحمدل کاسه پورې وهله، غوښه يې ور نږدې کړه.

پيشو وويل:

-مخ دې يې تور شي، غوښې ته يې چل جوړاوه.

پيشو ځوانې ښځې ته وکتل، د ښځې ډکې سرې شونډې سره سريښ وې، خو له سترګو يې مړې اوښکې بهېدلې.

پيشو وويل:

-بلا دې پرې وګرځه.

د هيلۍ غږ راغی:

-په کاسه کې سلامت سر پروت دی، دا خو به سړي وخوري، ښځو ځان ته بل دېګ باندې کړی؟

پيشو وويل:

-نه، ښخې به په پاتې شوې ښوروا کې يوه بدنۍ اوبه ور اضافه کړي، دوی ته يوازې لنده ډوډۍ ور رسېږي.

-ولې؟

-مه پسې ګرځه. نيازۍ ته وګوره، سلامت رحمدل يې په يوه اوښکه نه ارزي.

غلې شوه، و يې ويل:

-که مې واک درلودای، رحمدل مې يې پښو ته حلالاوه. اخ! نصيب، نصيب، نصيب. د رحمدل سترګو ته وګوره! د کربوړي غوندې ګردې سترګې يې يو تار باڼه نه لري، خو د ښځې بڼورو غټو سترګو سم سيوري جوړ کړي دي، ورته ځيره شه، لمر يې پر سر ولاړ دی، پر نيمايی غومبرو يې د بڼو سيوري راغلي دي. هيلۍ! غاړه يې ستا تر غاړې اوږده ده، خو د رحمدل سر په اوږو پورې نښتی. د رحمدل پښې دې خدای نه در ويني، پرون يې د پوندو چاودو ته ستن نيولې وه، ګنډلې يې.

پيشو غلې شوه، و يې ويل:

-که ښايسته ځوان وای، همدا اوس مې د رحمدل سر د لښتي په اوبو کې مانډه، ده به له چاودو ډکې پښې وهلې، لاسونه به يې خوځول، په اوږدو خيرنو نوکانو به يې ځمکه کيندله، خو ما به تر هغو نه پرېښوده چې په اوبو کې يې له تورو شونډو اخېري ډومبک نه وای راوتلی. بيا مې نيازۍ په غېږ کې اخيسته. د باغ تر دېوال مې اړوله. غر، ځنګل، دښته، فرق يې نه کاوه، خو داسې ځای مې وړه چې بنيادم نه وای.

ما به د نيازۍ پر زنګانه سر ايښوده، خلاص، پاسته وېښته به يې زما پر مخ پراته ول، دې به مچکې رانه اخيستې، ما به نخرې کولې، اخ، څه عاشقانه فضا!

غلې شوه. و يې ويل:

-توبه! ښه ده چې انسان نه يم، رحمدل به وای.

چرګې او هيلۍ وخندل.

پيشو وويل:

-خرې! ستا وربوز ولې ځړېدلی دی. تر اوسه مې يو ستا خندا ونه ليده يو د رحمدل.

د رحمدل غږ راغی:

-دا سر مات که.

نيازۍ په لړزانده ګامونو ورغله. د پسه سر يې ور واخيست، لښتي ته نږدې يې ډبره ورته ونيوله. بېرته راغله، د پسه ککرۍ يې څنډ وهله، په کاسه کې سپين چکۍ ماغزه ولوېدل.

رحمدل په خوند وويل:

-باتوره بچکه! درواخله، ماغزه به دې قوي شي.

هيلۍ وويل:

باتور مکتب ته ځي؟

-پيشو ور وکتل:

-نه، تر څلورمه يې ووايه، پلار يې منع کړ، ويل يې چې په مکتب کې به څه زده کې.

هيلۍ وويل:

-ښه، ما فکر کاوه چې د درس د زده کېدا لپاره به قوی ماغزه ورته غواړي.

پيشو وويل:

-که د پسه ماغزو، ماغزه قوي کولای، نو رحمدل به اوس طيارې جوړولې. د ولسوالي په بازار کې يې له يوه قصاب سره ويل کړي، په هفته کې د ترکي پسونو دوه-درې غټ سرونه ورته را لېږي.

وړه نجلۍ راغله، ودرېده، د باتور غټې ګولې ته يې وکتل، پر سپېرو شونډو يې ژبه تېره کړه.

رحمدل وويل:

-تکې سپينې سترګې دې راته نيولې دي. په مخ مې ميينه يې.

يو دم يې چيغه کړه:

-ورکه شه!

نجلۍ منده واخيسته، سايرې ته ورغله. خور يې د صابون په اوبو ککړې سپينې مټې ترې تاو کړې، پر خپل ټتر پورې يې ولګوله. له تندي يې مچه واخيسته.

د وړې نجلۍ سترګې له اوښکو ډکې وې.

سايرې وويل:

-اه خوږې! بس، يو څو جوړه کالي لا تر اوبو باسم، بيا به خوندوره لنده ډوډۍ خورو، سمه ده!؟

نجلۍ هماغسې نا امېده ولاړه وه.

سايرې وويل:

-ها، دا ټيکری په اوبو کې ووهه.

رحمدل ناره کړه.

ـسترګې نه لرئ. دا کاسې پښې لري؟ پخپله به ځي!؟

نيازۍ په منډه ورغله، کاسې او دسترخوان يې ټول کړل، د نارينه‌وو لاسونه يې ور پرېمنځل.

د رحمدل دواړه زامن تش لاس کور ته لاړل.

ځوانې ښځې کاسې او دسترخوان ور واخيستل، روانه شوه. رحمدل پسې ور غږ کړل:

-چای او ټوپک درسره راوړه.

هيلۍ يو دم ړنګه شوه.

پيشو وويل:

-مه وارخطا کېږه، تا ته يې نه دی راغوښتی. رحمدل د ورځې يو ځل خپل چره‌يي ټوپک پاکوي.

رحمدل اوږد ټېغ را وايست. په زوره يې وويل:

-هزار بار شکر.

پيشو وويل:

-بلايي شکر، د وړو نجونو حق دې وخوړ، ګېډه دې تر ستوني ډکه کړه، ډېر خوراک دې په نس کې جوش وکړ، غوټه باد پيدا شو، باد په ډک نس کې د وتلو اصلي لاره ونه مونده، تر خولې دې را ووت. شکرونه دې وايستل.

رحمدل ولاړ شو، ستمی يې خوت. نږدې يې ګنډه خلاصه کړه، کېناست. شېبه وروسته بېرته پورته شو. په رڼه ميدان  ودرېد، لاس يې په پرتاګه کې ننه‌ايستی و.

پيشو وويل:

-څه کوي! رحمدل څه کوي!؟ له خپلو لوڼو هم نه شرمېږي. وه ده کم‌عقل بچيه، مخ خو دې دېوال ته ور واړاوه، يا تر ونه پټ شه. په هوار ميدان لاس په پرتاګه کې خوځوي.

رحمدل لښتي ته ورغی، پرتوګ يې وښوياوه.

چرګې په بېړه د خپلو چرګوړو سترګو ته خلاص وزرونه ونيول.

رحمدل اودس وکړ، بېرته ليمڅي ته ورغی، څادر يې هوار کړ.

شېبه ووته، هيلۍ وويل:

-دا خلک څوک دي؟

پيشو حيرانې سترګې ور واړولې.

هيلۍ وويل:

-دين يې ښيم.

-دوی خو وايي چې مسلمانان يو.

هيلۍ وويل:

-ما څو ځايه په نورو ملکونو کې د خلکو لمنځونه ليدلي دي. په کراره يې کوي، ډېر وخت پرې باسي، خو د رحمدل رکوع او سجده سره ګډه ده.

پيشو وويل:

-مه پسې ګرځه. ښه ده! لمونځ خو کوي، خو يو وخت له خدايه ټمبه ګرځېده. ضد نيولی و، ټکی لمونځ يې نه کاوه.

-ولې؟

-ويل يې چې لورانې څه کوم، زامن راکه.

پيشو غلې شوه، و يې ويل:

-دا خلک لوڼې په انسانانو کې نه شمېري، له باتوره راباد د کوکوګلې درې پرله‌پسې لوڼې وزېږېدې. رحمدل خپه و، نه يې لمونځ کاوه، نه خوراک. بيا يوه بزرګ ورته وويل چې د خير کوم لوی کار وکه. رحمدل تر ټولو ډېر ثواب د نجونو د مکتب په سوځېدو کې ليد.

يوه شپه  کړپا را ويښه کړم، رحمدل له خپل موټره پټرول ايستل. له ډکې ګيلنې سره دباندې ووت. پسې ورغلم، د مکتب پر اداره يې تېل وشيندل، اورلګيت يې ورته ونيو.

د دې کوچني مکتب درې صنفونه پخوا چا سوځولي وو، اداره او دوه پاتې صنفونه يې رحمدل ته په ثواب کې ور ورسېدل.

پيشو ټوخي واخيسته. و يې ويل:

-هيلۍ راځه! له خدايه د رحمدل غوښتنې هم په اورېدو ارزي.

هيلۍ په لړزانده غږ وويل:

-خو تا ويل چې رحمدل ته مه ور نږدې کېږه، د پام کار يې دی، ښوروا…

پيشو په خبره کې ور ولوېده:

-مخې ته خو يې نه درېږو.

دواړه روانې شوې، د رحمدل شا ته ودرېدې. رحمدل لاسونه لپه کړل، د خواست په ژبه يې وويل:

– خدايه! ما وبخښې زما مور او پلار وبخښې، ټول بوسلمانان (مسلمانان) وبخښې. يا خدايه، ته خو مې وينې چې يو لمونځ نه قضا کوم، ته راباندې ورحمېږې، ستا له لويې خدايي څه ځي! هيڅ! خير دی، له نوې ښځې خو يو څو زامن راکه.

يو دم ژړغونی شو:

 – که مې دا دعا قبوله کې، قول دی، په نوم به دې ژېړ غويی خيرات کم.

پيشو وويل:

-اوس نو ښه شوه، خدای ته شرط ږدي.

رحمدل وسونګېد:

 -که نور نه وي، له تربره سره خو مې يو حال که. انځرګل ته دې شپږ سړي ورکړي، ما ته دوه، تربور دی، څو ورځې مخکې يې په غټ چينار دعوه را وکړه، که مې سړي درلودای، خدای که يې په اساني تبر رانه ور اچولی وای. ته خو مې وينې، ټول جومات ته مې نوی پرش ( فرش) واخيست. خو انځرګل د سلو روپو ساعت نه ورته راوړي، د سلو روپو ساعت! خو بيا هم تر ما په انځر ګل مهربانه يې.

يا خدايه. يا نارينه اولادونه راکه، يا مې له انځرګل سره مساوي که.  په دوو- دريو زامنو يې کومه ټکه ور واچوه، هسې هم يو لمونځ نه کوي.

هيلۍ وويل:

-تربور چا ته وايي؟

-تر ټولو نږدې خپل. د تره زوی.

-نو ولې يې دومره بد غواړي؟

-د دې خلکو تر ټولو نږدې خپل، نږدې دښمن دی.

رحمدل غلی شو، تر ډېره يې سر ځړېدلی و، څه يې نه ويل، بيا يې يو دم اسمان ته وکتل:

-يا خدايه. دا مې غټ ارمان دی چې خپل کور ته مې در وغواړې. تا ته څه سخته ده، يو ځل مې د بيت الله شريفې ديدن په نصيب که.

يا الله! په دنيا کې مې برکت واچوه چې ستا بندګانو ته لاس ونيسم.

پيشو له ځان سره وډونګېده:

-رحمدل يو سلو شل جريبه ځمکه لري، يوازې سږ کال يې تنها د بادامو له باغه درويشت لکه روپۍ واخيستې. د ولسوالي په بازار کې د رخت په غټ دوکان کې شريک دی، د پسونو يې حساب نه کېږي، غټه رمه لري، خو پخپله هيڅ هم نه کوي، چا يې مخه نيولې، د سلو حجونو وسه لري، خو بس! خدای ته ماتله دی، تر لاس به يې نيسي، په کعبه کې به يې کوزوي.

زکات خو پرېږده، نه مې په زړه کېږي چې رحمدل دې په دومره دنيا کې کوم غريب ته يو لسګون نيولی وي.

رحمدل اوږده دعا وکړه، په اخېر کې يې وژړل، له خدايه يې هدايت غوښت.

پيشو وويل:

-راځه!

-دا او هيلۍ، بېرته ونې ته ورغلې.

پيشو سوړ اسويلی وايست، و يې ويل:

-په کور کې يې دېرش سپارې قران شريف له تفسير سره ايښی. ټول د خدای له هدايته ډک دی، د ژوند يوه خوا هم نه ده ترې پاتې، خو رحمدل لا هدايت غواړي. ده دا قران شريف درې کاله مخکې د مشرې لور د مرګ په ورځ را اخيستی و، په زړه مې دي، په قران شريف کې يې يو بنډل پيسې کېښودې، په خلکو يې را وګرځاوه.

“قبولې دې دي!؟ هو قبولې مې دي، خو ما بېرته در وبخښلې.”

بس، همدومره! په هماغه ورځ يې بېرته اوه جامې ور واغوستې، د وره  پر سر يې کېښود، په درې کاله کې يې چا پاڼه هم وانه ړوله. اوس يوه ګوته پوټی ورباندې پروت دی، خو رحمدل په بسته قران شريف نه دی قانع، نور هدايت هم غواړي.

پيشو غلې شوه. نيازۍ ته يې وکتل، ټوپک يې غاړې ته اچولی و، له ترموز او پتنوس سره را راونه وه.

ښځه راغله، ټوپک او ترموز يې د سړي تر مخ کېښودل. پياله يې ډکه کړه، بېرته جامو ته ور وګرځېده.

رحمدل په غوسه وويل:

-څه خبره ده؟ ډېره هوايي يې! کارتوس خو مې نه و راغوښتي، ولې دې راوړل؟

ښځې ور و نه کتل. رحمدل له ځان سره  وډونګېد.

هيلۍ وويل:

-څه يې وويل؟

پيشو ځواب ورکړ.

-پوه نه‌شوم، غږ يې ډېر ټيټ و، خو ته وا  کومه د ناز خبره به يې ورته کړې وي! دا ذهني غريب له کنځلو پرته څه لري؟

رحمدل سپينه ټوټه د خياطي د ماشين په تېلو غوړه کړه. ټوپک ته يې ونيوله. په ځړېدلي سر يې ناره کړه:

-سايرې!

نجلۍ منډه ور واخيسته.

-څه وايې شيرين اغا!

-زوی! کارتوس نم اخلي، پورته يې را وځړوه.

د نجلۍ رنګ وغوړېد، غټې سترګې يې وځلېدې، ډک کاش يې ور واخيست. د ونې په يوه ټيټه څانګه پورې يې را وځړاوه. نيازۍ ته ورغله. د ځوانې ښځې غوږ ته يې خوله ور ټيته کړه.

هيلۍ وويل:

-څه وايي؟

-خوشاله ده، باور يې نه راځي، سترګې يې له اوښکو ډکې دي، وايي چې شيرين اغا زوی ورته وويل.

پيشو غلې شوه، سوړ اسوېلی يې وايست، و يې ويل:

-رحمدل او دومره انسانيت؟ سر يې ټيت و، يا به يې خوله خطا شوې وي، يا به يې په نجلۍ د باتور ګمان کړی وي. ته ورته وګوره، ټوپک څومره نازوي، کاشکې يې پر لوڼو د ټوپک درېيمه حصه مينه هم راتلای.

پيشو يو دم خرې ته وکتل، خره د رحمدل خوا ته ور روانه وه.

پيشو ور غږ کړل:

-لېونۍ يې!؟

خرې شا ته مخ ور واړاوه، په خوند يې وويل:

-د پاستي لويه ټوټه نه وينې!؟ د ليمځي پر ژۍ پرته ده.

پيشو وويل:

-خاورې وخورې، را وګرځه!

خره ورغله، ډوډۍ يې پر شونډک ور پورته کړه. يو ناڅاپه يې پښه له ډکې پيالې سره ولګېده، رحمدل، ټوپ کړل، پر خپل لانده ورانه يې غبرګ لاسونه کېښودل. خرې ته يې وکتل، ګيلاس يې ور واخيست. ټک، د خرې له تندي ماتې ښيښې را ولوېدې.

خره يو ګام لرې ودرېده، يوه شېبه غلې وه، بيا يې يو دم رحمدل ته شا ور وګرځوله. پيشو چيغه کړه.

-مه! کم‌عقلي مه کوه!

خرې پر خپلو مخکېنيو پښو زور راووست. شاتنۍ غبرګې پښې يې پورته کړې، رحمدل د وچ ځوځ غوندې ورغړېد، چړپ، په ډک لښتي کې ولوېد.

بېرته را پورته شو، زانګې وانګې ورغی، کاش ته يې لاس ور وغځاوه، ټوپک يې پر ملا مات کړ، خزانه يې له کارتوسه ډکه کړه، خرې ته يې ونيو، سره لمبه، لوی درب، سپېره لوخړه.

نجونو چيغې کړې، هيلۍ ولوېده، چرګې تر چرګوړو مخکې منډه واخيسته.

پيشو خرې ته وکتل، خره دوه ګامه شا ته شوه، بېرته مخکې راغله، ولړزېده، پر يوه خوا کږه شوه،  راوتلې ګېډه يې له وني سره ولګېده، درب، ولوېده.

رحمدل چيغه کړه:

-ستا د مور… دومره دې سترګې پټې شوې. ما وهې، هه! رحمدل!

يو دم يې نجونو ته وکتل،  له خولې يې لاړې باد شوې:

 -ها د سپي لوڼو. څه کوکي وهئ! مور خو مو نه ده مړه.

ټوپک ته يې کارتوس ور واچاوه. نجونو په تاکونو کې لوڅې پښې منډې کړې.

رحمدل په خپله پزه لاس تېر کړ، وينې وه. لښتي ته ورغی.

پيشو د خرې خوا ته لړزانده ګامونه ور واخيستل، ور نږدې شوه. د خرې په غاړه کې لوی پرار(ټپ) جوړ و، غاړې ته يې پر نږدې شنو وښو د وينو نرۍ داره لګېدله.

پيشو ورته کېناسته. د خرې تورې، غټې سپږمې وپړسېدې، سترګې يې خلاصې کړې، په غريو کې يې وويل:

-ډېرې لښتې يې راکړې وې، نور مې نه‌شوای ورته سييلای.

د پيشو سترګې ډکې وې. خرې په زحمت  دوې ګوتې سر پورته کړ. بېرته يې وربوز پر وښو کېښود، و يې ويل:

-په ده بچي خو مې هم سرې وينې تويې کړې.

يو دم يې خر وهل، له خولې يې وينې را وبهېدې، شونډې يې وېړې شوې، په سخته يې وويل:

-پيشو! تا ويل چې نه خاندې، وينې مې، و مې خندل.

وروستۍ ساه يې ارته سپږمو ته نږدې واښه وښورول، سترګې يې نيمکښه پاتې شوې.

پيشو يودم کوکې کړې، په ژړا کې يې وويل:

-خرې، مه مره، خير دی، مه مره. مه مره…

پيشو ژړل:

-…اه زما خوږې خرې! مه مره…

تر ډېره د خرې سر ته ناسته وه.

له ژړا ستړې شوه. رحمدل ته يې وکتل، بې‌غمه ناست و، پر ټوپک يې غوړه ټوټه تېروله.

باغ يې تر نظر تېر کړ، هيڅوک نه ول.

شېبه وروسته د رحمدل دواړه زامن خرې ته ودرېدل، يوه تر يوه پښه ونيوله، بل تر بلې، زورونه يې ووهل، نه کېده.

رحمدل ورغی. خره يې د باغ تر بل سره ورسره کش کړه.

غيرت او باتور په بېلچو پسې لاړل.

رحمدل پر ليمڅي پرېووت. سترګې يې پټې کړې، د غرمې خوب يې کاوه.

ساعت وروسته خره تر خاورو لاندې وه. خاورو ته يوازې پيشو ناسته وه، مړې اوښکې پرې ماتې وې. ښه شېبه ووته، بيا يې سوړ اسوېلی وايست:

-اه زما ساده ملګرې، څه خبره وم. کاشکې مې دا هم درته ويلي وای چې له عقله پرته زور، تباهي ده.

(۳)

سېرلي خړو خاورو ته کتل… پيشو پر پروړه پرته وه. هيلۍ د چرګې پر ملا سر ايښی و، ټول غلي ول.

پيشو وسونګېده:

-ټول زما له لاسه. د ځينو کسانو ماغزه زړورتيا ته نه وي جوړ.

يو دم يې وژړل.

چرګې وويل:

– بس دی نور! ځان مه ملامتوه! خره پخپله خره وه، څوک به رحمدل ووهي!؟

د سېرلي غږ راغی:

-پيشو! ټوله ورځ دې په ژړا تېره کړه.

 له پورته پروړه را وښويېده، کوچنی موږک راغی، د پيشو پر لکۍ تېر شو.

پيشو ور وکتل، بېرته يې سر ولګاوه.

موږک مخکې راغی، د پيشو له برېت سره ولګېد. پيشو مخ ترې واړاوه. موږک منډه کړه.

يو دم د چرګې د ټټر له پستو بڼکو نارې راووتې:

-مه مې وله! مه مې وله، مه مې…

چرګه ودرېده، يوه چرګوړي يې په خوب کې چيغې وهلې…

چرګې خپل چرګوړی وخوځاوه:

-ځار! پورته شه.

چرګوړې سترګې رڼې کړې، يو دم يې د مور د ټټر په پستو بڼکو کې سر ننه‌ايست. ژړا يې زور ونيو…

چرګې وويل:

-مه ژاړه، خوب دې ليد.

چرګوړي په ژړا کې وويل:

-رحمدل ټوپک را پسې را اخيستی و، منډې يې را پسې وهلې، ويشتلم يې.

چرګې سوړ اسوېلی وايست:

-رحمدله، دا غټې سپږمې دې وخورې، خپلو اولادونو خو ښه ورځ درنه ونه ليده، ان زما چوچوڼي دې لا په رواني تکليف اخته کړل.

اذان راغی.

پيشو وويل:

-رحمدل به اوس په جومات کې په اول کتار کې ولاړ وي.

وخت ووت، د کادانې د دريڅې رڼا ورو ورو کمزورې کېدله. يوه شغال ناره کړه.

هيلۍ وويل:

-دی څه وايي؟

ځواب يې وانه وريد.

 د بل شغال نږدې ناره راغله.

هيلۍ وويل:

-سېرليه، ته يې په ژبه پوهېږې؟

له تياره کونجه د سيرلي غږ را ووت:

-خير دی هيلۍ، خرې ته خوابدی يم، مه مې په عذابوه.

پيشو وويل:

اول شغال ناره کړه:

 “را ووځئ، خطر نه‌شته، انسانان ويده شول.”

دويم شغال ور غږ کړل:

“خدای مو دې له دې مردارخورو وساتي.”

سوړ اسوېلی يې وايست، و يې ويل:

-اخ خرې! نو دومره لويه اشتباه! ټول خو اوږدغوږي دوی نه دي چې حوصله درته وکړي.

يو دم يې ژړا او خندا سره ګډه شوه:

-چرګې، خره به مې ډېره په عذابوله، په زړه دې دي، يوه ورځ مې له بامه په نس کې پرې را ټوپ کړل. دې يوازې راته وکتل.

غلې شوه. و يې ويل:

-اه ګرانې، تر رحمدل خو زر وارې حوصله‌ناکه وې.

ناره راغله:

-بي، بي، بي، بي، بي….
پيشو وويل:

-چرګې، سايره ده، اوس به يې بيا لنده ډوډۍ درته راوړې وي.

چرګې وويل:

-زړه ته مې نه کېږي.

-هيلۍ! ته ورشه، هيڅ دې هم نه دي خوړلي.

هيلۍ د چرګې پر ملا غاړه کېښوده.

چوپه چوپتيا وه، شغالانو زېري کول، د خوشالي زېري! رحمدل دوی ويده وو.

(۴)

هيلۍ د چرګوړي په ژړا سترګې رڼې کړې. د سېرلي خرهاری خوت، چرګې خپل چرګوړي ته زړه ورکاوه چې خوب او ويښه فرق سره لري. پيشو نه وه.

هيلۍ د دېوال له سوري ووته. سپېدې چاودلې وې، خو لا هم ستوري ځلېدل. هيلۍ شا و خوا وکتل، سپي په چوتره کې په خپلو مخکېنيو غځېدلو پښو خپل غټ سر ايښی و. هيلۍ تر چوترې لاندې ورته ودرېده، غړۍ يې اوږده کړه. د سپي سترګې پټې وې. له سينې يې غژهاری را ووت.

هيلۍ بېرته د کادانې خوا ته ورغله. پورته يې وکتل، پيشو د کادانې پر بام ناسته وه. تر نېغو غوږونو پورته يې سپوږمۍ ښکارېدله.

هيلۍ ورغږ کړل:

-در ختلای شم؟

پيشو له پورته ور وکتل، و يې ويل:

-کادانې ته ننوځه، اوږدغوږی نه وينې!؟

-ويده دی.

پيشو وويل:

-بام ته د لرګي زينه ولاړه ده، خو زحمت مه باسه، پښې دي زينې ته نه دي جوړې.

هيلۍ همالته ودرېده، غوږ يې ونيو، د سيند د اوبو غږ راته.

هيلۍ وويل:

-پيشو، څه وينې؟

-لرې د هسک غره سپينې څوکې  تر لمنو پورې روښانه ښکاري، له دې غره ګڼې درې را پرې دي، يوه دره يې همدا ده، د دې درې په منځ کې سيند بهېږي، د سيند اوبه له هماغو واورو سرچينه اخلي. دواړو غاړو ته يې شنه فصلونه او ګڼ کلي پراته دي، د ډېرو کورونو له دودکشونو خړ لوګي پورته کېږي. سيند مړې اوبه لري، خو ځای ځای غټي تيږې غږ ورکوي. تر ړنګ پله لږ ور ها خوا د غونډۍ په لمن کې سوځېدلی مکتب ښکاري.

غلې شوه.

د توپک ډز راغی.

هيلۍ وويل:

-رحمدل به بيا کومه هيلۍ ويشتلې وي!

-نه، رحمدل له سپي پرته ښکار ته نه ځي، خو دلته په سلګونو رحمدل دوی اوسي. هر يو  په لوخو کې خپلې مورچې لري.

يو دم د هيليو د وزرونو شڼها راغله. خړې هيلۍ مښوکه پورته ونيوله، نارې يې کړې.

سپی وغرېد. هيلۍ په يوه او بل انډي شوه. کادانې ته ننوته.

(۵)

کوکوګلې په خواست وويل:

-وه هلکه. ورشه، پلار ته دې ووايه.

د باتور غږ راغی:

-بل چا ته ووايه. نه وينې، لينده جوړوم.

پيشو له پروړې ټوپ کړل، تر سوري يې سر وايست.

هيلۍ وويل:

-څه خبره ده؟

-نه پوهېږم. باتور په چوتره کې لينده تړي.

هيلۍ پيشو ته ورغله.

کوکوګلې ناره کړه:

-سايرې! هله، پلار دې را وبوله!

نجلۍ پلاسټيکي څپلکې په پښو کړې. په منډه د باغ خوا ته روانه شوه.

کوکوګله غوجلې ته ورغله.

پيشو وويل:

 -بايد کيسه مالومه کړم.

ټوپ يې کړل، تر کوکوګلې مخکې غوجلې ته ننوته. په اخوره کې کېناسته. برګې غوا ته يې وکتل، و يې ويل:

– خوشايي خو دې نه دي بند! څنګه داسې بې‌واره زورونه وهې؟

 کوکوګله راغله، د غوا په ښکرو يې سور تاويذ را وځړاوه. پيشو ور وکتل، د ښځې په سترګو کې اوښکې رغړېدې.

غوجله تياره شوه، رحمدل په وره کې ودرېد:

-څه خبره ده؟

کوکوګلې وويل:

-برګه غوا لنګېږي، خو ما ته ښه نه ښکاري.

رحمدل له جېبه موبايل را وايست، غوږ ته يې ونيو، شېبه وروسته يې  په وارخطايي وويل:

-ها! انوره، غوا لنګېږي، ښه نه ده.

غلی شو.

و يې ويل:

-موټر در ولېږم.

يوه شېبه يې خوله پټه وه، بيا يې وويل:

-سمه ده، خو لږ بېړه وکه.

غيرت راغی، وارخطا و. و يې ويل چې ناروغ پسه مړ پروت دی.

د رحمدل رنګ والوت. ورغی. پسه د نورو پسونو په منځ کې پښې غځولې وې.

رحمدل ناره کړه.

-سايرې؟
نجلۍ په منډه له دالانه را ووته، جارو يې په لاس کې و. په چوتره کې ودرېده.

رحمدل وويل:

 -تا ته مې نه و ويلي چې پر پسه پام کوه!

نجلۍ غځېدلې پسه ته وکتل، رنګ يې والوت. په وېره يې وويل:

-زه د شپې دوه وارې ورته را ووتم، بتۍ مې ور واچوله. پسه په خپلو پښو ولاړ و.

رحمدل ځمکې ته ټيت شو. بېرته ودرېد، څغ، ډبره د نجلۍ تر ښي غوږ تېره شوه، له دېواله يې يوه لوېشت کاګل را جلا کړ.

رحمدل چيغه کړه.

-وه رنډۍ! پام نو داسې وي!

نجلۍ دالان ته منډه واخيسته.

پيشو له غوجلې را ووته.

کوکوګله راغله. مړه پسه ته يې وکتل، يو دم کېناسته. سر ته يې غبرګ لاسونه ونيول، غريو واخيسته:

-خدايه. د کومې ګناه سزا راکوې!؟

رحمدل چيغه کړه:

-ته مې پوه کړې وې چې پسه ښه نه دی. نجلۍ ور لېږه.

کوکوګلې په وارخطايي وويل:

-سايره مې د شپې دوه وارې ورته را ويښه کړه.

پيشو غلې کادانې ته ننوته.

هيلۍ وويل:

-څه خبره ده؟

پيشو پر پروړه پرېوته، و يې ويل:

-اجب خلک دي، د پسونو غم به هم نجونې خوري، ځوان زوی ته نه وايي، خوب يې خرابېږي، خو نجلۍ ګرمه ګڼي چې ولې يې پر پسه پام نه دی کړی.

د چرګوړي غږ راغی:

-مورې! باغ ته نه ځو؟

پيشو ور وکتل:

-مور دې مه په عذابوه. د رحمدل پړسېدلې سپږمې نه وينې!؟ نن د باغ ورځ نه ده.

سېرلي وويل:

-پيشو! په دې ورځو کې دې له ځانه پلار راته جوړ کړی دی، په نصيحت بده ښکارې، د چرګوړو زړه تنګ شوی. پرېږده چې مور يې يو چکر ورکړي.

پيشو مخ ور واړاوه:

-که دې پلار وای، نو پخوا مې لا تر ستوني نيولې. داسې کم عقل اولاد مې نه غوښت.

پيشو دباندې وکتل، ناره يې کړه:
-اوږدلکيه؟

سپي ور وکتل.

 پيشو وويل:

-ډېر رحمدل ته مه ور نږدې کېږه، دا خلک په عادي حالت کې په واک نه وي، اوس خو يې د لسو زرو پسه په مفته کې مردار شو.

سپی په خبره کې ور ولوېد:

-چټياټ مه وايه. تا ته زور درکوي چې زه ولې په رحمدل ګران يم.

پيشو وويل:

-شکر! که په دې مردارخور ګرانه وای، زړه به مې ټک چاودلی وای.

سپي مغروره څېره ونيوله، رحمدل ته ور نږدې شو. لکۍ يې ووهله، پر بوټ يې وربوز ور کېښود.

 رحمدل ناره کړه:

-څه تر کونه مې تاوېږې!

د سپې تشې ته يې د بوټ تېره څوکه سيخه کړه. سپي کوړنچ وهل. لرې ودرېد.

پيشو ور غږ کړل:

-نه مې درته ويل! دا عادي خلک نه دي. په يوه دقيقه کې به ورباندې ګران يې، بله دقيقه به له بوټونو سره درکې خېژي.

د کور دروازه وټکېده. د موټرسايکل غږ د غوجلې له وره سره غلی شو. پيشو ور وکتل، و يې ويل:

-غوا ته يې ډاکټر راووست.

بېرته غلې پرېوته. و يې ويل:

-اخ! نجيبې خوارکۍ تر پايه ډاکټر و نه ليد.

رحمدل او غيرت له يوه ځوان سره غوجلې ته ننوتل.

سېرلي وويل:

-پيشو، احوال يې نه راوړې؟

پيشو ور وکتل:

– ته به څه وخت هوښيارېږې؟ تمه مې در نه وخته. د څه احوال؟ غوا ده، لنګېږي، ډاکټر يې ورته راووست. دومره خو خره هم پوهېده.

چرګې وويل:

-په مړو پسې څه مه وايه.

پيشو غږ و نه کړ. ښه شېبه ووته، غيرت له غوجلې راووت، خندل يې، په چوتره کې يې ناره ونيوله:

-ادې! مبارک! غوا لنګه شوه.

کوکوګله راووته. اوله پوښتنه يې د سخوندر په اړه وه. نر ده که ښځه؟ ځواب يې وارېد، ښځه.

د کوکوګلې رنګ تازه شو، په بېړه بېرته کوټې ته ننوته، د زېري نارې يې راتلې، وړه خبره نه وه. غوا سخوندره پيدا کړې وه.

د رحمدل خندا راغله. پيشو ور وکتل، د ډاکټر په جېب کې يې پيسې ور منډلې. خوشاله و چې د سخوندر پر ځای سخوندره پيدا شوې ده.

پيشو وويل:

-درې کاله مخکې کوکوګله په اولاد مريضه وه. د کلي يوه زړه ښځه يې ورته راوسته. کوکوګلې ټوله شپه له درده چيغې وهلې، سهار يې په چيغو کې د يوه کوچني ژړا ګډه شوه. رحمدل برنډې ته ور وخوت، له هماغه ځايه يې ور ناره کړه:

-هلک ده که نجلۍ؟

له کوټې د زړې ښځې خوابدی غږ راغی:

-د خدای داد ومنه، نجلۍ ده.

رحمدل اول په چوتره کې ډک سطل واړاوه، بيا  کړنګ شو، ايښي ديګ ته يې پښه ورا واچوله. وروسته يې پټکی له ځمکې وويشت، له ډېرې غوسې يې پر خپل مټ  کلکه خوله ولګوله. د خدای په داد  نه و راضي.

خو اوس د غوا سخوندرې ته خوشاله دی. يو بل ته مبارکي ورکوي، دلته تر نجونو د غوا سخوندره ډېر عزت لري. دا خلک يې په زېږېدېدو خوشاله کېږي، زېري کوي، خو نجونې.

غلې شوه. سړه ساه يې وايسته:

-اوف، ورک يې که! دې خلکو ته به دې پر زړه تڼاکې را وخېژي.

چرګې وويل:

-پيشو!اوس خو رحمدل خوشاله دی، که چرګوړو ته يو چکر ورکم، ته وا خطر خو به نه لري!؟

پيشو ور وکتل، دواړو چرګوړو معصومې سترګې نيولې وې.

پيشو وويل:

-زړه دې، خو پام کوه، رحمدل دوی په واک نه دي.

چرګې، هيلۍ ته وکتل:
-نه ځې؟

هيلۍ وويل:

-تورغوږی به څه کوم؟

-بې‌غمه اوسه، راځه.

هيلۍ له چرګې او چرګوړو سره دباندې ووته. ترپ شو. د هيلۍ له روغ وزره دوړه پورته شوه. د باتور خندا راغله. چرګې ور وکتل، باتور په چوتره کې ناست و، په لاس کې يې سره لينده ښکارېدله.

چرګې هيلۍ ته وکتل:

-ژوبله شوې.

هيلۍ بېرته کادانې ته منډه واخيسته.

چرګه هم له خپلو چرګوړو سره را وګرځېده.

پيشو تر هيلۍ را تاوه شوه، و يې ويل:

-ښه ده چې لوټه وه، که نه تر دې ځايه نه را رسېدې.

غلې شوه. و يې ويل:

-تورغوږی دوی دومره خطرناکه نه دي، له باتور دوی وډارې شئ.

چرګوړی وچونګېد:

-مورې! نو نن دباندې نه وځو؟

-نه

(۶)

پيشو راغله، پر خپلو شونډو يې ژبه تېره کړه، و يې ويل:

-غرمې ته چربه ده.

ټولو ور وکتل. پيشو د پروړې سر ته وخته، و يې ويل:

-همدا اوس له دالانه راغلم، له دېګونو وار نه کېږي، څوک قورمه پخوي، څوک وريزې پرېمنځي، څوک د کباب لپاره پسته غوښه بېلوي، څوک چرګې او .

غلې شوه. چرګې ته يې وکتل، و يې ويل:

-چرګوړي خو دې ويښ نه دي؟

چرګې حيرانې سترګې ور واړولې.

پيشو وويل:

-ښه خبره مې نه کوله، ډارېږي.

چرګې وويل:

-ويده دي.

پيشو وويل:

-څوک چرګې او چرګان له پوسته کوي.

غلې شوه، سېرلي ته يې وکتل، و يې ويل:

-سيرليه خيرنه، ته هم مه خپه کېږه. د هنډواڼو پوستکي به در ورسېږي.

هيلۍ وويل:

-کومه خاصه خبره ده.

موږک منډه واخيسته، پيشو پسې ور غږ کړل.

-مه وېرېږه، نن په تا مردارخور نس نه ډکوم.

د چرګې غږ راغی:

-د هيلۍ پوښتنه دې ځواب نه کړه.

پيشو وويل:

-ها! خود خاصه خبره ده. رحمدل مېلمانه لري. واړه کسان نه دي، د دې سيمې تر ټول غټ، مخور، پوه،د عزت او د جرګو-مرکو کسان يې راغوښتي دي.

هيلۍ وويل:

-ولې؟

-هيڅ! رحمدل کله کله خرچه کوي، له زورورو کسانو سره يې جوړه ده، وايي چې په درد مې خوري.

پورته شوه. له سوري يې سر وايست، و يې ويل:

-اوږدغوږی نه‌شته، راځي! پرون هم ټوله ورځ دباندې و نه واتو.

چرګې خپل چرګوړي را ويښ کړل، له سېرلي پرته ټول باغ ته لاړل. نجونو د توتانو سيوري ته  پر سرو غاليو توشکې او بالښتان ايښودل.

پيشو ټيټې ونې ته وخته، هيلۍ د لښتې اوبو ته ور ولوېده، د چرګوړو  په يوه سره چينجي سره جنجال و.

پيشو له پورته وويل:

-اوږدغوږی نه ښکاري.

د سپي غپا راغله. پيشو ور وکتل، په تاکونو کې را روان و.

پيشو وويل:

-بد مخلوق ډېر عمر لري، ياد مې کړ، پيدا شو.

ناره يې کړه!

-اوږدغوږې!

هيلۍ وويل:

-خير دی، مه يې راغواړه.

پيشو وويل:

-اوس خو مې ور غږ کړل.

سپی راغی. تر ونې لاندې ودرېد.

پيشو وويل:

-راځه چې سره دوستان شو.

سپی وغرېد.

پيشو وويل:

-هيلۍ وايي چې په نوره دنيا کې سپي، پيشو او موږک يو ځای سره اوسي. خواږه ملګري دي، له يو بل سره مينه لري.

سپي هيلۍ ته وکتل.

د هيلۍ سر وځړېډ، په اوبو کې د لښتي د ژۍ وښو ته ورغله.

سپي وويل:

-د هر کم عقل خبره مه منه.

پيشو وويل:

-اوف، سپيه! رحمدل خو نه يې چې ځان تر نورو هوښيار ګڼې.

غلې شوه، و يې ويل:

-بيا هم ښه ده، مشوره دې راکړه، نه به يې منم، يانې سره ملګري شوو!؟

-ته يو ځل راکښته شه.

-رښتيا؟ څه نه راته وايې!؟

سپی وغرېد.

-نه

پيشو له پورته ښاخه، لاندې ته ورغله، ودرېده، و يې ويل:

-ډېرې مړې سترګې دې دي، د باور وړ نه يې.

سپي يو دم ور ټوپ کړل، خلاصه خوله يې د پيشو د لکۍ تر څنګ تېره شوه، لاندې په جووه کې ولوېد.

پيشو پورته ښاخ ته وخته، سپي ته يې وکتل، و يې ويل:

– ما ټوکې کولې، خو له تا په رښتيا کونه ورکه شوه. سپی نو چا ملګری کړی دی!

سپی روان شو.

پيشو ورپسې غږ کړ.

 -مردار ځړېدلي، اوږه غوږونه دې وخورې. بيا دې دې خوا ته و نه وينم.

چرګې او هيلۍ ته يې وکتل، و يې ويل:

-ومو ليدم!؟ څنګه مې درته وډار که!؟

مخامخ يې وکتل، و يې ويل:

-رحمدل په لاسونو غږېږي، لکه چې نوي فرمايشات لري!

له ونې يې ټوپ کړل، په جووه کې لنډه ورغله. د تش سطل شا ته پرېوته.

رحمدل ويل:

…شاوخوا سمه اب‌پاشي کړئ، لوېشت ځای وچ و نه وينم. سايرې! هندواڼې څا ته ور کښته که. تر غرمې بايد سړې شي. سر له اوسه لا څلور ترموزه چای تيار کړئ، وچه مېوه مو هېره نه‌شي. بله خبره، وړې نجونې باغ ته مه راپرېږدئ. ورته وواياست چې که مې يوه هم وليده، پښې به يې ور ماتې کم.

غلی شو، نسوار يې تر ژبه لاندې واچول، و يې ويل:

-غيرته! حاجي شمشېر خان ته ورغلې؟

ځوان وويل:

-ټليفون مې ورته وکړ!

د رحمدل ټنډه تروه شوه:

-ټليفون او کور ته ورتګ فرق سره لري.

د سايرې غږ راغی:

-شيرين اغا! څو کسان دي؟

رحمدل تريو ور وکتل.

نجلۍ په وارخطايي وويل:

-مال څو بالښتان کېږدم؟

-که يو دوه اضافه راوړې، بلا به دې ووهي!؟

نيازۍ سطل ته ورغله، پيشو ټوپ کړل، لرې ودرېده.

ښځې سطل ور واخيست. د لښتي له اوبو يې ډک کړ، تر چمن ور ها خوا له سپېرې ځمکې دوړه پورته شوه.

رحمدل غبرګې پايڅې ور پورته کړې. په خوشکه يې وويل:

-سوکه! چا ته دې دومره سودا ده؟ کوم يار خو دې نه راځي!؟

نيازۍ ځمکې ته وکتل.

رحمدل روان شو. لرې د ونې سيوري ته پر ليمڅي کېناست. ټوپک يې ور واخيست. پيشو ورغله. د ګلاب تر غټ بوټي لاندې ورته کېناسته. چړپا يې واورېده، ور و يې کتل، هيلۍ له اوبو را وخته، پر يوه او بله خوا شوه، پيشو ته ورغله.

باتور راغی، د پلار تر څنګ کېناست. ورو يې وويل:

-شيرين اغا! سهار مې اشرف وليد، له کلاشنکوف سره دباندې راوتلی و.

د رحمدل ټنډه تروه شوه، و يې ويل:

-نو ته څه بلا وهلی يې، تربره ته ځان کم مه راوله! په کور کې دوه را ځړېږي.

د هلک سر وځړېد:

-خو کله کله طيارې ګرځي.

رحمدل ته غوسه ورغله:

-بس! له بې‌غيرته خبرو مې بد راځي. ځان ته نارينه وايې! نر پسه حلالېدا ته پيدا دی.

هيلۍ وويل:

-زده يې دی؟

-څه؟

-کلاشينکوف؟

پيشو ور وکتل:

-هيلۍ! ډېره ساده يې. کلاشينکوف خو عادي خبره ده، د هاوان، پيکا او دهشکې خبرې کوه. رحمدل مې څو ځله ليدلی دی، زامنو ته يې د څو رنګه وسلو خلاصول او بېرته تړل ور زده کول. له باتوره ټک نه خطا کېږي.

غلې شوه. و يې ويل:

-هاغه ونه وينې؟ هاغه تر سرخ بېدې ور ها خوا، هسک چنار.

-هو.

-څو ورځې مخکې د هماغه چنار په سر کې کارغه ناست و. باتور له دې ځايه کلاشينکوف ورته ونيو، لاندې يې راواچاوه.

هيلۍ وويل:

-خو په نوره دنيا کې داسې نه ده، يوه شپه ستړې شوم، د يوه کور تر مخې د اوبو حوض ته ور کښته شوم. له کوټې د ښځې او سړي غږ راته، ښځه ګيله‌منه وه، سړي ته يې ويل چې ماشومانو ته دې ولې داسې ګېم راوړی چې ټوپک لري. دواړه سره وغږېدل، ښځې ويل چې ټوپک د ماشوم په روحياتو بده اغېزه لري، بې‌رحمه يې اموخته کوي. سړي بخښنه وغوښته.

پيشو وويل:

-دلته دا خبرې نه‌شته. رحمدل دوی تر نورې دنيا هوښيار دي، تېر کال له پله سره يو ټانک ماين پورته کړ. قوه لاړه، ما پخپله وليدل، ماشومانو د انسانانو د غوښو ټوټې جلانو ته وړې. چا ورته ويلي وو چې جل د انسان په خوښه ښې نارې وهي.

همدا اوس باتور ته لاس تړلی انسان پرې باسه، بس، په وژلو کې يې مازې يوه خاشه ثواب ور وښيه، چاړه پرې تېروي.

هيلۍ رډې سترګې ورته نيولې وې.

پيشو وويل:

 -زه د دې درې په ډېرو کليو کې ګرځېدلې يم، يو کور هم بې‌ټوپکه نه دی. ووړ، زوړ، ټوپک خپله ګاڼه ګڼي.

غلې شوه، و يې ويل:

-هيلۍ! اوږدغوږی راغی. لاړم.

(۷)

هيلۍ د لښتي پر ژۍ پر شنو وښو خپله ژېړه مښوکه کېښوده. د وښو د څوکو له منځه يې ور وکتل، له رحمدل سره څلور نور کسان د ونو سيوري ته ناست وو.

د تاک پاڼې وخوځېدې. هيلۍ ور وکتل، پيشو تازه د تاک د پلنو پاڼو سيوري ته پرېوته. هيلۍ ورغله. و يې ويل:

-نو دا د رحمدل مېلمانه دي؟

پيشو وويل:

-نوې خبرې وکه. پخپله هم پوهېږې چې مېلمانه دي. وينې يې، پوښتنه ولې کوې؟

غلې شوه. و يې ويل:

-راته ووايه چې پوښتنه دې ځکه وکړه چې ته د ويلو لپاره نوي څه نه لرې، خو زما هره خبره نوې ده، نورو ته نه، تا ته نوې ده، ځکه ته دلته نه يې اوسېدلې، له نورو ملکونو راغلې يې، له ټکي هم نه يې خبره.

له پورته خړه، وړه غڼې په تار پورې را وزنګېده، پيشو ور پوه کړل، غڼې په پاڼه پورې ونښته، پيشو وويل:

-دا څلور کسان د رحمدل د راز ملګري دي، سره جوړه يې ده، رحمدل يې په کال کې درې- څلور ځله ډوډۍ ته را غواړي. دا عادي خلک نه دي، کاشکې د باغ د دېوال ها خوا در ښکارېدای، هر يو څو وسله‌وال او قيمتي موټرې لري.

غلې شوه، و يې ويل:

-هيلۍ! که لږ ور نږدې شو، خبرې به يې واورو. ته خو به رڼه ميدان هم ورتلای شې، بس، همداسې په اوبو کې نږدې ورشه. زه به په تاکونو کې د غيرت تر موټرسايکله ځان ورسوم.

پيشو ټوپ کړل. هيلۍ پسې وکتل، يو ځای په پروتو لاړه، وروسته يې ملا نېغه ونيوله، تر لښتي واوښته، د موټرسايکل شا ته پرېوته.

شېبه وروسته هيلۍ هم ورغله. و يې ويل:

 -که اوږدغوږی راغی! بيا؟

پيشو ور وکتل:

-ولې تل منفي فکر کوې؟ که دا نه راغی، بيا؟

يو دم د خندا غږ واورېدل شو. پيشو وويل:

-د ټولو خولې خلاصې دي، خو تر ټولو حاجي شمشېر خان  ډېر بړېږي.

-ته يې پېژنې؟

-څه د پلار زوی مې دی! خو همدلته څو مېلمستياوو ته راغلی، يو څه ورسره بلده يم.

د رحمدل غږ راغی:

-ورک يې که، اجب وختونه وو.

هيلۍ وويل:

-رحمدل په کومو وختونو پسې ارمان کوي؟

– دا خلک تل په تېرو وختونو پسې مړه دي.

يوه ډنګر سړي وويل:

حاجي شمشېرخانه! هغه د کاروان موضوع دې څنګه شوه؟ چا ويل چې په سرحد کې ډزې درباندې وشوې.

چاغ، ګردي سړي وخندل:

-پاچا! ته ام اجبې خبرې کوې، موږ نو بيا کله په کراره تر سرحدونو اوښتي يو.

هيلۍ وويل:

-ولې؟ څه کيسه ده.

پيشو وويل:

-حاجي شمشېرخان د پوډرو کاروبار کوي، په کال کې دوه ځله کاروانونه تړي، تر ايرانه يې اړوي، په ترکيه کې يې خپلو نورو ملګرو ته ور سپاري.

هيلۍ وويل:

-نو دوی؟
پيشو په خبره کې ور ولوېده:

-چوپ! غوږ ونيسه.

حاجي شمشېرخان وويل:

-ياره پاچا پوډرو نو بيا کله پيسې نه دي ګټلې! سږ کال د ايران لاره سخته وه، خو خدای مهربانه دی، تش لاس دې نه پرېږدي، په داخل کې د پوډرو او ترياکو بازار تود و.

پيشو وويل:

-څه وخت مخکې رحمدل راډيو نيولې وه، ويل يې چې په دې وطن کې د معتادانو شمېر تر دريو ميليونو واووښت.

د حاجي شمشېرخان له غوسې ډکه ناره کړه:

-ورک يې که رحمدله. پردل مرداره کړه. مه يې را يادوه، شراکت مې ورسره پرېښود، حرامو ته يې لاس ور واچاوه، د خدای دښمن مې بد اېسي، له تاجکستانه په پټه شراب راوړي.

پيشو وويل:

-اجبه ده، شراب حرام دي، پوډر حلال! دې سړي نيم وطن غرق کړ، يوازې په همدې څو کليو کې سلګونه کسان معتاد دي.

هيلۍ وويل:

-دا پاچا بيا څه کار کوي؟

پيشو سوړ اسوېلی وايست:

-زه د نهو کالو يم، زما په ياد  لا د دې غرونو لمنې تکې شنې وې، خو مور مې راته ويل چې يو وخت ټول سيند په ونو کې نه ښکارېده. لوړې او ژورې، ټول ځنګل و، د ابادۍ لپاره يوه لوېشت خړه ځمکه نه پيدا کېده. خلکو به ونې وهلې، د کورونو لپاره به يې ځمکه خالي کوله، خو اوس هيڅ هم نه‌شته.

غلې شوه، ويې ويل:

-پاچا د چهار تراشو تجارت کوي، ده او ملګرو يې ټول غرونه لغړ کړل، نږدې ونې يې په موټرو کې راوړې، کومو ځايونو ته چې د موټر لار نه سيخېده، ونې به يې اره کړې، په سيند کې به يې واچولې، لاندې به يې له اوبو را و ايستې. اوس يوازې په ډېرو لوړو کې يو څو ونې پاتې دي. پاچا يوه ورځ په ټليفون کې چا ته ويل چې کچرې او اوښان ورته تيار که.

د رحمدل خندا راغله:

-عبدالرحيمه، ته او خدای! هغه د جنګ کيسه دې وکه، شمشېرخان حاجي دا څو مياشتې مساپر  و، نه يې ده اورېدلې.

يوه له رنګه تور سړي تر ورانه بالښت لاندې کړ، پياله يې کېښوده، و يې ويل:

-ها خو مې د وزير له اوښي سره وخوړل. سرکوزي دوه لکه ډالر غوښتل.

پاچا وويل:

-سمه کيسه وکه.

عبدالرحيم غاړه صافه کړه:

-ياره پاچا څه درته ووايم! د وزير له اوښي خو مې دا اوله پروژه نه وه اخيستې، له کومې ورځې چې مې شرکت جوړ کړ، يوازې له ده مې دا اتمه پروژه وه. دوه مکتبه، لوی پل، درې کوچني بندونه… دا ټول مې ورته جوړ کړل، خو په اخېره کې يې راسره مرداره کړه. ده له وزارته يوه پروژه راته را وايسته، غوړه ګوله وه، دوه منزله لېسه جوړېده، يوولس لکه ډالره ورته منظور شوي وو. د وزير له اوښي سره مې لا  له اوله خبره خلاصه کړه، يو نيم لک مې ورته ومنلې.

بس! په يوولسو لکو کې مې درې نيم لکه په تامير ولګولې، شپېته زره مې د حکومت ولسوال ته ورکړې، څلوېشت زره ملا عبدالغني را نه واخيستې. يو لک هغو انجنيرانو يووړې چې پروژه مې ور تسليم کړه. اخېر د وزير د اوښي وار راغی، يو نيم لک مې ور وړې، خو دی وچ منکر شو، قسم يې ياد کړ چې د دوو لکو خبره مې درسره کړې وه، ورته و مې ويل چې غلط شوی يې، که دوه لکه تا ته درکم؛ نو ما ته څه پاتېږي. نه يې منله، ماغزه مې ورته واوښتل، خبره مو سره واړوله، په خپله شعبه کې مې له سره چايه په ډک ګيلاس وويشت، اخ! حاجي صاحبانو! کاش چې هغه ساعت مو ليدلی وای، په لوند پتلون کې يې د بيزو غوندې اجبې ټوپکې وهلې.

ټولو وخندل:

هيلۍ وويل:

-هاغه يو ولې پټه خوله دی؟ هيڅ هم نه وايي، تروش تندی يې نيولی، ان هيڅ خندا نه ورځي.

-هغه حاجي باز  نومېږي، دروند دی.

-پوه نه‌شوم.

-دلته چې څوک خبرې و نه کړي، خلک يې پوه او دروند بولي.

-نو چې خبرې و نه کړي، له کومه به پوه شو چې پوه دی. په نوره دنيا کې پوه خلک ډېرې خبرې کوي، که دوی و نه غواړي، نور يې غږوي، ځکه پوه وي، د پوه سړي خبرو ته ټول ضرورت لري. ډېر څه ترې زده کوي.

پيشو وويل:

-چوپ! د حاجي باز کوناټي سره وخوځېدل، اوس به يې پخپله عالمانه خبره واورې!

حاجي باز يو دم وخندل، و يې ويل:

-نو د وزير د اوښي په کوناټو به هم اجبې غټې تڼاکې راختلې وي.

همدا يوه خبره يې وکړه. بېرته يې جدي څېره ونيوله، دروند کېناست.

پيشو وويل:

-اوس خو پوه شوې چې دلته غلي سړي ته ولې پوه او سنګين وايي. دا ځکه چې تر غږېدا يې نه غږېدا ښه ده. دا خلک چې څومره کم غږېږي، هومره به کم چتياټ وايي. مالومداره، تر ټولو کم چټياټ ويونکی به تر نورو پوه او سنګين وي.

پيشو سوکه ولاړه شوه، لرې کېناسته. هيلۍ ورغله. و يې ويل:

-ولې را ولاړه شوې؟
پيشو سړه سا وايسته:

هيلۍ! نور نو دې چټياټو ستړې کړم.

غلې شوه. و يې ويل:

-ګوره! دا کسان لس بجې راغلل. اول نيم ساعت خو يې دوه درې ځله په څه حال، څه احوال، ښه يې، کراري ده… تېر شو. بيا د معدن د الوځولو، د ځنګلونو د وهلو، پوډرو، قاچاق، د مکتب، پل، پلچک، کلينيک… له پيسو څخه د غلا… په باره کې وغږېدل. هر څه يې عادي وګڼل، يوازې پيسې وې. وروسته يې نيم ساعت د ښکار کيسې وکړې، بيا د دويمې او درېيمې ښځې د درلودلو ضرورتونه ياد شول، اخېري خبرې په ښه جنګي زرک ودرېدې.

نو ته فکر وکه! دلته له پل، پلچک، روغتون او مکتبه غلا، قاچاق، د پوډرو کاروبار، د ځنګلونو وهل، د معدنونو الوځول… افتخار دی. دا خلک هيڅ شرم نه لري، ان د خپلو مړو هډوکي يې لا په نورو خرڅ کړل. په دوی کې د وطندوستي يوه ذره حس هم نه‌شته.

په دې دومره وخت کې نه په مکتب وغږېدل، نه چا دا وويل چې د کلي لاره خرابه ده، نه کلينيک ياد شو، نه يې کومه د وطندوستي خبره وکړه.

پيشو غلې شوه. و يې ويل:

-هيلۍ! در نه لاړم. مېلمانه ډوډۍ ته ولاړ شول.

پيشو منډه واخيسته. تر واړه وره ووته، د کور په چوتره کې يې ساه ونيوله. دېوال ته د تکيه شوي کاږه ځګ او دېوال تر منځ په چوله کې پرېوته.

نجونو ته يې وکتل، غټې کوټې ته يې ډک پتنوسونه وړل. پزه يې کش کړه، رنګارنګ خوراکونه وو.

غيرت راغی، په چوتره کې ودرېد، په لوړ غږ يې وويل:

-بلا وهلې ياست! يو څه ګړندۍ شئ، مېلمانه يې را ولاړ کړل.

سايرې وويل:

-لالا، مازې د هندواڼو غوري پاتې دي.

غيرت وويل:

– خو ګورئ! غږ مو وا نه ورم.

غيرت کوټې ته ورغی، لوښي ښکلي اېښي وو. بېرته د دالان په وره کې ودرېد، و يې ويل:

-بيا هم درته وايم، غږ مو وا نه ورم.

ګډه خندا راغله. غيرت ور وکتل، مېلمانه کور ته  له پرې شوې دروازې راووتل. ټول لمر ته ولاړې نوې لنګې شوې غوا ته ور وګرځېدل.

پاچا په خوند وويل:

-ياره رحمدله! اجبه بډوګۍ (قندولکه) سخوندره يې نه ده!؟ پر دې تور تندي خو يې دا سپين خال يوه دنيا ارزي.

عبدالرحيم وويل:

-رحمدله! ستا د غواوو ښه ذات دی، يوه سخوندره دې له ما سره هم ويل کړي وو.

ټول چوترې ته وختل، باتور له بدنۍ او چلمچي سره تيار ولاړ و.

رحمدل وويل:

-حاجي صاحبانو! زحمت مو وبخښئ، تر باغه ډېره لاره وه، ډوډۍ سړېده، همدلته مو سرشته ونيوله.

يوه يوه لاسونه پرېمنځل. کوټې ته ننوتل. حاجي شمشېرخان تر ټولو لوړ کېناست.

پاچا ډک دسترخان ته وکتل، و يې ويل:

-رحمدله! دومره زحمت ته ضرورت نه و، ساده ښوروا بس وه.

رحمدل وخندل:

-څه زحمت. ياران دې ژوندي وي.

پيشو د کوټې کړکۍ ته ورغله. ستمی يې واورېد، هيلۍ د چوترې په ټيته خټينه زينه نه‌شوای راختلای.

پيشو ور غږ کړل:

-اوږدغوږی راغی.

هيلۍ ټوپ کړل، چوترې ته ور پورته شوه. په وارخطايي يې شا و خوا وکتل، سپی نه و.

پيشو وويل:

-راځه! کله کله ډار هم ښه وي.
هيلۍ کړکۍ ته ورغله، غړۍ يې اوږده کړه. و يې ويل:

-د څلورو نفرو لپاره نو دومره مصرف!؟ ټوله کوټه ډک دسترخوان نيولې ده!

پيشو وويل:

-دا خلک عزت په مصرف کې ګڼي. رحمدل خو لا ښه دی، ګذاره يې کېږي، خو ډېر خواران خلک لا ډېر مصرف د مېلمه عزت بولي. دا څو ورځې مخکې مې دوه کسان وليدل. يوه يې په خواره خوله له بله پور غوښت، ويل يې چې مېلمانه لرم. پيسې يې ورکړې، په هماغه ورځ يې چاغ وری واخيست. ټوله ورځ همالته وم. په سړي باندې غربت ختم و، ښځې يې له ډېر ټوخي ساه نه‌شوای ايستلای. ماشوم يې ناروغه و، يوه کوټه يې لوڅه وه، بلې يې زوړ پلاسټيکي فرش درلود.

غرمې ته مېلمانه راغلل، د سړي ملګري وو، نسونو ته يې غوښې ور واچولې. ماسپښين ساراګشت ته تېر شول. ډکې ګېډې تشې شوې، نه ما کړي، نه تا. بس! يوازې سړی غيرتي وګڼل شو.

مېلمانه لاړل، غيرتي چيلم ته کېناست. سترګې يې ځلېدلې، کله کله به په برېتو کې خندا ورغله، داسې ښکارېده لکه په ذهن کې يې چې د مېلمنو وروستۍ خبره ورګرځېدله.

“والله! فلانيه، د مور شيدې دې شه، ډېر غيرتي يې.” خو له کوټې يې د ناروغ ماشوم زګېروي راتلل. ښځه يې دوه ځله ورته راغله، و يې ويل چې وه سړيه، د خدای روی ومنه، ماشوم مري. سړي ناره کړه چې څه وکم، پوروړی يم، ډاکټر او دوا پيسې غواړي، په جېب کې يوه روپۍ نه لرم.

ښځې ژړل. ده په راډيو کې سندره اورېده. سترګې يې له غروره ډکې وې. وړه خبره نه وه، غيرتي و.

هيلۍ وويل:

-خو ورته وګوره. ټوله کوټه ډکو غابونو نيولې ده. دا خوراک د شلو کسانو هم بس دی.

پيشو وويل:

-اه! کم خوراک يې نو بله بې‌غيرتي ده. دلته دوو نفرو ته د اتو کسانو تياری نيسي. هر څه بايد تر بسو څو وارې ډېر وي. که مازې يو څه کم شي؛ نو پېغور يې ګڼي. رحمدل څلورو کسانو ته شپږ منه پسه حلال کړ.

-خو اوس مې د رحمدل دوې کشرانې لوڼې وليدې. په باغ کې ناستې وې، يوې د کميس ارمان درلود، بلې ټيکری غوښت. د دې مېلمستيا پنځمه برخه مصرف هم تر مېلمنو ډېر و. په پاتې پيسو يې ټولې لوڼې پټولای شوای.

پيشو غلې وه.

د حاجي عبدالرحيم غږ راغی:

-ياره حاجي صاحبانو، دا د واکسين له والو سره به څه کوو؟ ستاسې کلي ته هم درغلي وو؟

پاچاپه ډکه خوله وويل:

 -هو! وايي چې د واکسين د والو امنيت وساتئ.

حاجي شمشېرخان ته يې وکتل، حاجي بسته ورون خولې ته نيولی و. پاچا وويل:

-شمشېرخانه! ته څه پکې وايې؟

حاجي په ډکه خوله وويل:

-داخبرې په کېدو نه ارزي. له خوراکه مو باسئ.

پيشو وويل:

-هيلۍ!  باز ته وګوره! کوناټي يې وخوځېدل، وا يې وره! يوه خبره، خو پخه خبره کوي؟

باز وويل:

-واکسين څه په ډګ… وهئ.  پخوا  نه و، اوس دې هم نه وي، په دومره جنجال نه ارزي.

پيشو وويل:

-د همدې پوهاند صاحب يو لمسی ګوزڼ وهلی.

پاچا وويل:

 -دا د نجونو د مکتب خبرې هم ماغزه را اېشولي دي. ها بله ورځ هم ولسوالي ته له ولايته د حکومت سړي راغلي وو. ويل يې چې لوی پل په يوه شرط درته جوړوو چې د نجونو مکتب به له بيا ترميمه وروسته ساتئ.

حاجي شمشېر خان په ډکه خوله وويل:

-پرېږدئ داخبرې! د خپل پلار او نيکه شملې مه ټيټوئ، نه مو مکتب په کار دی، نه پل، نه پلچک، نه سړک. زه خو وايم چې دا د هلکانو له مکتبه هم خدايکه ښه ورځ ووينئ! رحمدله، د دې نوې لنګې غوا سخوندرې دې ډېر خوند راکړ. نه به يې کې را؟

د رحمدل سترګې وځلېدې. په بېړه يې د فيرني پيشقاب ور بېرته کړ. و يې ويل:

-ولې نه حاجي صاحب، تر تا ځار! خو اوس غوا پرې لوشو.

حاجي شمشېرخان وخندل:

-زوروره، نو ما سمدستي کله پړی پکې اچولی دی.

پيشو سوکه وويل:

-اخ! پل، مکتب، پلچک، سړک… د وطن ابادي څه کوي! د غوا سخوندره مهمه ده.

پاچا وويل:

 -حاجي شمشېر خانه! په نورو تېز ورځې، خو په خپله خبره نه يې ولاړ.

حاجي شمشېرخان ور وکتل.

پاچا وخندل:

-ځان داسې ناګاره مه اچوه، خپله دې راته ويلي وو چې د کلات د جلدک تازيان نوم لري. دا وار يو کونګری درته راوړم. دوه ځله لاړې، خو…

حاجي شمشېرخان په خبره کې ور ولوېد. په خندا يې وويل:

-پاچا! غوټ درته مات يم، خو که به درواغ درته وايم، اورته دې راباندې طلاقه يي! څو وارې مې په زړه کې را تېر شوې، خو ډېر مصروفه وم، سر ناخلاصه خلک دي، څو ځله مې د کوکنارو د کرلو چل ور وښوو، نوی تخم مې ور ووړ. بوجۍ-بوجۍ اصل کود مې ورته واخيست، خو کوکنار وکري، په پاللو يې نه پوهېږي، غوزې يې وړې راشي… خير، بل ځل مې نه هېرېږی. هاغه د مستو کاسه را بېرته که.

رحمدل وويل:

-باز حاجي! ته ونيسه، اجبه د سينې پسته غوښه ده. نه دې په عذابوي.

باز! غټ ټېغ را وايست. رحمدل په لاس کې نيولې بوټۍ بېرته په پيشقاب کې کېښوده.

پيشو وويل:

-دې ته وايي دروند او هوښيار. عالمانه خبره يې ونه کړه، رحمدل يې په ټېغ وپوهاوه چې ډک يم.

حاجي شمشېرخان پر خپلو غوړو شونډو توليا تېره کړه، و يې ويل:

-ياره رحمدله! لکه چې دا نوې کډه دې ښه لاس لري، اخېري څو وارې ډوډۍ دې له خونده ډکې وې.

عبدالرحيم په خبره کې ور ولوېد:

-په دويم واده به دې د کور عزت خوندي وي. سپينه مامد دينه به درته وکم، زما خو درېيمې ته هم نېت دی.

ټولو وخندل.

رحمدل په خندا وويل:

-در واخلئ، لاس مه نيسئ.

له هرې خوا درانه ټېغونه راغلل، بيا تر ډېره شکرونه ايستل کېدل.

دعا وشوه. مېلمانه لا باغ ته له پرې شوې وره نه وو وتلي چې له دالانه ښځې او نجونې راووتې. ټولو کوټې ته ور منډه کړه، د کېناستلو په حال کې يې لا پيشقابونو ته لاسونه ور وغځول.

پيشو وويل:

-د دې نجونو کولمې يوازې د مېلمستيا په وخت غوړېږي.

هيلۍ ور وکتل:

-خو دوی د سړيو پاتې شونې خوري. کاشکې يې په دېګونو کې ځانونو ته يو څه پرېيښي وای.

پيشو وويل:

-خبره دې ژر هېرېږي. درته و مې ويل چې دا خلک څلورو کسانو ته د شلو نفرو خوراک ږدي، عزت يې ګڼي.

هيلۍ بېرته غړۍ اوږده کړه، وړو نجونو په خپلو غاښونو له هډوکو غوښې شکولې.

هيلۍ وويل:

-خو دا نجونې او ښځې تر اوسه ولې غلې وې. ټولې په يوه تنګ دالان کې راټولې وې. ان د وړو نجونو هم چوڼ نه خوت. داسې لکه په دې کلا کې چې د ښځې يا نجلۍ په نوم هيڅ ژوندی ساری نه وي.

پيشو وويل:

-له غږېدا منع وې.

-ولې؟

پردي نارينه يې بايد غږ وا نه وري.

-پوه نه‌شوم.

 -خدای دې پوه که. دلته د ښځې د غږ اورېدل هم د نارينه‌وو شهوت پاروي.

پيشو روانه شوه.

هيلۍ وويل:

-څه کوې؟

-د اوږدغوږي ساه مې واورېده.

هيلۍ شا و خوا وکتل:

-دلته خو نه‌شته.

پيشو وويل:

-ته يې نه اورې.

پيشو کادانې ته ننوته. و يې ويل:

-سېرليه! خوله دې پټه که، ډېر بد ښکارې.

لاړه، پر پروړه پرېوته.

چرګې وويل:

-هيلۍ دې څه کړه؟

پيشو ور وکتل:

-چرګې! که نور نه وي، د دې چرګوړو تر مخ خو لږ هوښياره غږېږه. هيلۍ خو په ما پورې سريښ نه ده.

سېرلي ور غږ کړل:

-نن خو بيا تيار رحمدل يې. خبره نه درسره کېږي.

هيلۍ راغله. چرګې ته نږدې پرېوته.

ټول غلي وو. يوازې د سېرلي غاښونه سره لګېدل. شخوند يې واهه.

پيشو سر پورته کړ:

-چرګې! چوچوڼې دې ويده دي؟

چرګې وويل:

-پام چې مرداره خبره و نه کړې.

پيشو بېرته پر پروړه سر ولګاوه. سوړ اسوېلی يې وايست.

هيلۍ وويل:

-پيشو! زړه دې ډېر ډک دی!؟

-ورک يې که، دې وطن ته مې خوا بدېږي.

سېرلي وخندل:

-نوې خبرې دې زده کړې؟

پيشو وويل:

-مردارخوره، نوې خبرې نه دي، دا وطن خو زما هم دی، ستا هم دی، د چرګې هم دی. لږ احساس پيدا که. ته او رحمدل څه فرق سره لرئ!

هيلۍ وويل:

-خو نور خلک به داسې نه وي، يو څه د وطندوستي حس به لري.

پيشو تر يوه وخته غلې وه، بيا يې سر پورته کړ:

-هيلۍ! زه په دې کليو کې ډېره ګرځېدلې يم. دلته پنځه نوي فيصده خلک رحمدل دوی دي.

غلې شوه. ويې ويل:

-واوره! يوازې د يوې ورځې کيسه به درته وکم. موچي مې وليد، سړي ته يې د بوټونو اصلي پسکی ور وښوو. سړي مازې سترګې ترې واړولې، موچي په بوټ کې ارزان بيه پسکی کېښود. دهقان ته ورغلم، په پټي کې د شکېدلو رومي بانجانو لويې کوټې ته ناست و. سرې پلاسټيکي خلطې ورسره وې. دا رنګ د خلکود غولولو لپاره و. خام روميان هم سره پکې ښکارېدل. دهقان د خلطې څڼدو ته سالم روميان اېښودل، منځ يې له خوسا او چينجنو روميانو ور ډکاوه.

قصاب ته ورغلم. خدای خبر، په کومه زمانه کې يې يو غويی حلال کړی دی، خو د هماغه غوايي يوه ټوټه سپين پوستکی يې ساتلی، تل هماغه پوستکی د ميښې په ورون پورې سريښوي، مانا ها خلکو، مېښه نه ده، د ځوان غوايي غوښه واخلئ. تلې ته مې وکتل، دلته ټول قصابان تلې دومره پورته ږدي چې مشتري ته يې منځ نه‌شي ور ښکاره. کار يې کړی وي، په تله کې يې مخکې له مخکې وازګې او بړزې اچولې وي.

د هلکانو له مکتبه تېرېدم، پسپسی مې واورېد، ور وګرځېدم، مدير له دوو دوکاندارانو سره ولاړ و. ورته ويل يې چې د شپې يوه بجه څلور خرې راولئ، بس! د مکتب کتابونه او کتابچې مې تيار درته بېل کړي دي، خو په نرخ کې به يې بله نه کوئ. تر دې يې ارزانه نه‌شم درکولای.

 ډاکټر مې وليد. له ښاره خپل کور ته راته، په ټليفون کې يې خندل، ويل يې چې بې‌غمه اوسه. د شرکت ټولې روغې او تاريخ تېرې دواوې دې پر ما، زما  يوه نسخه به هم ستا له دوا پرته نه وي، يو په دوه به يې درته خرڅې کم، خو څلوېښت فيصده ګټه غواړم.

نوي جوړېدونکي سړک ته ورغلم. له مسلح عسکرو را لرې درې لوکس ږيرې خرېيلي نيکټايي کړي کسان ولاړ وو. له نږدې مې غوږ ورته ونيو، لاړې يې سره بادېدلې، د سړک د موادو، د کاريګرو د پيسو او د تېلو په غلا نه سره جوړېدل. يو بل ته يې ګوته نيوله. تا ډېرې واخيستې، ما ته لږ پاتې شوې.

اخ! له چا ګيله وکړو. دلته هر يو تر خپله وسه غل دی.

پيشو غلې شوه.

هيلۍ وويل:

-مانا ټول بد دي؟

پيشو سر پورته کړ:

-ښه هم شته، خو ډېر کم، په مردار ډنډ کې يو سطل پاکې اوبه نه چلېږي. يوه ورځ مې يو سړی وليد، ښځه يې تازه لنګه وه، ده له کارېزه منګی ډکاوه. بس! په ټول کلي کې متل شو. پلانی د ښځې سپی دی.

يو بل مامور مې وليد، رشوت يې نه اخيست، همکارانو يې لېونی باله، د کور وال ور نه خپه وو، ويل يې چې نورو په همدې ساده ماموريت کې موټرې واخيستې، خو د موږ وال د يوې خوا نه دی… دا خلک په رڼا ورځ د خپلې ښځې، اولادونو، خپلوانو، دوستانو… تر مخ په ډېر افتخار حرامې پيسې ګڼي. يو هم نه ورته وايي چې وه پلاره، وه وروره، وه مېړه، وه خپله… ته خو لس، دوولس زره معاش اخلې. دا ارګاه و بارګاه، د اتلسو زرو ډارلرو موټر، لوکس کور، په دوو مياشتو کې د اتو زرو بوټونه، د لسو زرو درېشي… دې له کومه کړل؟  برعکس، ټول افتخار  پرې کوي، رشوت ته يې نوي نوم ورکړی، پيداګيري ورته وايي.
دلته سيند نه دی چې د سپي په خوله مردار نه‌شي، دلته ټوله د سپي خوله ده. ګناه ثواب ګڼي، د وطندوستي بوی هم نه‌شته. په دې خاوره د يوه هم زړه نه سوځي. بس، لکه د لاندې پسه چې د الېيلو له پاره تيارېږي! ټولو لاسونه ور اچولي دي، نر هغه دی چې ګوتو ته يې دېرې وړۍ ورشي.

هيلۍ وويل:

– خو دا خلک به له اوله داسې نه وو. دوی د پلار، نيکه شملې ډېرې يادوي، پخواني به يې د کار خلک وو.

پيشو روانه شوه، تر سوري يې سر وايست، و يې ويل:

-هيلۍ! راځه!

دواړه باغ ته لاړل. مېلمنو لمونځ کاوه.

پيشو ونو ته وکتل، کېناسته، و يې ويل:

-هيلۍ! يو څه وخت بايد ماتله شو.

هيلۍ حيرانې سترګې ور واړولې؟

-ولې؟

-رحمدل دوی خو نه يې چې بېړه کوې!

ښه شېبه ووته، کارغه راغی، لنډه دوره يې ووهله، پر ټيت ښاخ کېناست. نارې يې کړې:

-کاغ، کاغ، کاغ…

پيشو وويل:

-راځه.

دواړه کارغه ته ور نږدې شول. کارغه له کوچني هډوکي غوښه جلا کوله.

پيشو ور غږ کړل:

-کارغه! څو کلن به يې؟

کارغه پرته له دې چې ورته وګوري، و يې ويل:

-پيشو! له رحمدله به څه زده کړې. ډېره شخصي پوښتنه دې و نه کړه!؟ دا يې تا ته زما سن مالوم، څه فايده!؟

پيشو په خبره کې ور ولوېده:

  -خدای که دې په دې تور مخ ميينه يم، د سن مالومول دې زما له دويمې پوښتنې سره ارتباط لري.

کارغه وويل:

-سمه ده، درته و به يې وايم، کابو يو سلو اوياوو ته رسېږم. هله نو، د مطلب خبره کوه!

-کارغه، رحمدل دوی په خپلو پلرونو او نيکونو ډېر نازېږي، هره خبره يې په پنځه زره کلن تاريخ، پخوانۍ پوهه او غيرت ختمه شي. تا خو ډېر عمر کړی، دا خلک کومه کارنامه لري چې موږ نه يو ترې خبر؟  برق يې کشف کړی، کښتۍ يې جوړې کړې، سپوږمۍ ته ختلي، د کوم خطرناک مرض دوا يې جوړه کړې…څه يې کړي؟

هډوکی ولوېد، کارغه خلاص وزرونه پسې را کښته شو. پر هډوکي يې مښوکه ووهله. هيلۍ ته يې وکتل، و يې ويل:

-دا خو مې نوې وليده!؟

پيشو وويل:

-څه يې کوې! رحمدل وويشته. زما د خبرې ځواب دې را نه کړ.

کارغه وويل:

-له پنځه زره کلن تاريخه يې نه يم خبر، خو د رحمدل دوی پلرونه او نيکونه را مالوم دي. بس! رحمدل دوی ته ګوره، که په دې خلکو کې پوهه وينې؛ نو پخواني يې هم عالمان وو، که نه له رحمدل دوی يې ټکی فرق نه کېده.

هيلۍ وويل:

-خو څنګه خلک وو؟

-ويده. ټول عمر ويده. په يوه وطن کې هم د غرمې خوب نه‌شته، خلک کار کوي، خپل ژوند جوړوي، وطن ابادوي، خو دوی به هم لکه رحمدل دوی شپه ورځ په خوب تېر کړل. سهار چې به را پورته شول، په ټول ملک کې به پردي ګرځېدل. په دې به نه وو خبر چې دا څوک دي، ملک يې څنګه ونيو، له کومه راغلل، څنګه راغلل، ولې راغلل، چا راوستل… بس! نه پوښتنه، نه بازخواست، نه د وطن مينه، نيمايي رحمدل دوی به د پيسو لپاره د خپلو خلکو او خپل وطن پر ضد له پرديو سره ودرېدل. نورو ته به چې پيسې او مقام ور و نه رسېدل، مخالف به شول، تورې او ټوپکې به يې را واخيستې، پردي به کرار ناست وو، رحمدل دوی به په خپلو منځو کې سره وخوړل. دا وژنه، ها وژنه، له يوه لاس پرې که، له بل سر، د يوه کور ته اور واچوه، بل…

يوه خوا به يې ختمه کړه، بيا به يې پردو ته پام شو، پسې وا به يې خيستل،  وروسته به په خپل منځ کې نه سره جوړېدل. هر يوه به پاچاهي غوښته. ورور به له  وروره سترګې و ايستې، زوی له پلاره. په لکهاوو غاړې به پرې شوې. سرونه به ولوېدل، اخېر به يوه قدرت ونيو. ښځو، مينځو او کبابونو ته به يې ور پام شول. هر پاچا به لکه چرګ په لسګونو چرګو کې پروت و. يوه نه، دوې نه، درې نه، څلور نه، لسګونه او سلګونه ښکلې ښځې او نازکې مينځې به پرې راټولې وې. د شپې به يې مستي کوله، د ورځې به ويده و. عامو خلکو به هم د غرمې خوب نه هېراوه. بله ورځ به بيا همدا کيسه له سره تکرارېدله. دوی به ويده وو، نورو به سلامت ملک لاندې کړ. له سره به يې سترګې وموښلې، په جوش به راغلل… نيمايي به له پردو سره ودرېدل، چا ته چې به پيسې او واک ور و نه رسېدل، تورې به يې را واخيستې‎، وينې به وبهېدې، له دواړو خواوو. ..

کارغه غلی شو، په هډوکي پسې يې مښوکه واچوله، و يې ويل:

-په دې نږدې دوو سوو کلونو کې دوه، درې د کار خلک پيدا شول. له رحمدل دوی سره يې فرق درلود. له زړه يې د وطن جوړېدا غوښته، له خلکو سره يې مينه وه، تعليم ته يې پام ور واړاوه،  مکتبونه او کارخانې يې جوړې کړې، پوځ يې په پښو ودراوه، د بند، برق… رېل په فکر کې شول.

 دوی غوښتل چې رحمدل دوی ويښ او د نورو ملکونو سيال کړي، د ژوند خوند ور وښيي، ورته ووايي چې وطن د ټولو مور ده، مه يې خپه کوئ. اباد يې کړئ. اه خلکو! ويښ شئ…

خو رحمدل دوی وېښېدا نه غوښته، وطن يې د غرمې له خوبونو ځار کړ. همدا نېک خلک يې پسې واخيستل… څوک يې مړه کړل، څوک يې له وطنه وشړل…

رحمدل دوی په سوله او هوساينه کې ناروغه کېږي. دوی له کراري، انساني ژوند  او ابادي سره حساسيت لري، لکه لېوان يوازې په وينو کې خوشاله دي. ووژنه، ووژنه، ووژنه…

کارغه والوت.

هيلۍ مېلمنو ته وکتل، يو هم نه و، نيازۍ او سايرې توشکې او بالښتان ټولول.

پيشو او هيلۍ ورغلل. شېبه وروسته رحمدل راغی.

سايرې د نيازۍ غوږ ته خوله ور ټيته کړه.

پيشو وويل:

-ورته و يې ويل چې شيرين اغا ته وايم، خوشاله دی. خبره به مې ومني.

سايره خپل پلار ته ورغله، په خواره خوله يې وويل:

-شيرين اغا! يوه خبره مې منې؟

رحمدل تريو ور وکتل.

نجلۍ خوله کږه کړه:

 -نوې مور وايې چې دا درې مياشتې د پلار کره نه يم تللې، خير دی، يوه شپه اجازه ورکه، مور يې سخته ناروغه ده. بس! سهار چايو ته يې بېرته همدلته وغواړه.

د رحمدل سترګې رډې راوختې:

-بس، بس، په اوږو يې مه راسپروه. مور يې هيڅ بلا نه ده وهلې.

غلی شو. نيازۍ ته يې وکتل، ناره يې کړه:

-وه د سپي لورې! پزه دې را پرې کړه، د هنډواڼو په يوه غوري کې يوه پنجه ولې کمه وه!؟

پيشو وويل:

-اخ! نفرته! دومره ښکلی دسترخوان، رنګارنګ خوندور خواړه او ګڼ لوښي يې هېر شول، خو يوه پنجه يې په ذهن کې پاتې ده.

(۸)

تياره وه، پيشو پر پروړه سر ايښی و.

چرګې وويل:

-پيشو! غلې يې!

پيشو وويل:

-فکر وهم.

 -څه فکر؟

-د رحمدل.

-څنګه؟

يوازې يوه ورځ! بس! رحمدل په يوه ورځ کې انسان کېدای شي. هم به پخپله له ژونده خوند واخلي، هم به کورنۍ ته خندا ورکړي، هم به يې وطن ته خپله برخه خير ور ورسېږي.

په تياره کې د سېرلي غږ راغی:

چرګې! ولې دې وغږوله، هماغه فکرونه يې ښه وو.

هيلۍ وويل:

ـ سېرليه! ته يې مه اوره.

غلې شوه، و يې ويل:

پيشو، ما او چرګې ته ووايه. رحمدل څنګه انسان کېدای شي!؟

پيشو اوږده وغځېده. و يې ويل:

-رحمدل مې په فکر کې  يوازې يوه ورځ انسان کړ. ټول غمونه ختم شول.

چرګې وويل:

-زړه ته مې نه لوېږي.

پيشو وويل:

-اسانه ده.

هيلې په خبره کې ور ولوېده:

-موږ هم خبرې کړه.

پيشو وويل:

-سمه ده. زه به مې يوازې د يوې ورځې فکر درته ووايم. تاسې واياست ښه!

هيلۍ او چرګې په يوه غږ وويل:

-ښه.

پيشو وويل:

-نن شپه تېره شوه، رحمدل مې په خپل فکر کې سبا سهار وخته له خوبه را پورته کړ. چوترې ته ووت، نيازۍ په بېړه بدنۍ ته ورغله، خو ده وار ړومبی کړ. بدنۍ يې ور پورته کړه، موسک شو، و يې ويل:

-ته خو مې مزدوره نه يې. زما غوندې انسان يې، خدای لاس او پښې  راکړي، ولې خپل کار په نورو وکم!؟

نيازۍ په چوتره کې حيرانه ودرېده، رحمدل بمبه ووهله. اودس يې وکړ، نيازۍ توليا ورته ونيوله. رحمدل مننه ترې وکړه، د نيازۍ سترګې رډې را وختې. باور يې نه راته، رحمدل او مننه!؟

رحمدل جومات ته لاړ. کتارونه سم شول، رحمدل ورغی، په لومړي ځل د خپل تره د زوی انځرګل تر څنګ ودرېد. تربره يې حيرانې سترګې ور واړولې. رحمدل ورته موسک شو.

جمع خلاصه شوه. انځرګل کور ته روان شو، خو تر شا يې د پښو ترپی واورېد، ور مېږ يې کوږ کړ، رحمدل ور پسې و. انځرګل ګامونه ګړندي کړل، رحمدل هم چټک شو، انځر ګل خپل کور ته ننوت. د کلا لويه دروازه نه پورې کېده، ور و يې کتل، رحمدل د دروازې په ليخک کې پښه ايښې وه.

انځرګل حيران ودرېد، رحمدل دروازه ټېله کړه، انګړ ته ورغی. وار له واره يې ناره ونيوله:

-د تره کډې! چېرې ياست؟

له دالانه د يوې وړې نجلۍ خوشاله غږ راغی.

-ابۍ! شيرين اغا دی.

ښځې وويل:

-خوب وينې!؟ شيرين اغا خو له جلا کېدا را باده زموږ کور نه دی ليدلی. دلته کله راځي!؟

رحمدل ور ناره کړه!

-راغلی يم.

وړه نجلۍ په بېړه له دالانه را ووته. خندل يې. رحمدل ټيت شو. د وړې نجلي له تندي يې مچو واخيسته. له کوټو ښځې، ماشومان او ځوانان را ووتل. ښځې او ماشومان خوشاله ښکارېدل. ټول تر رحمدل را تاو شول. په سترګو کې يې اوښکې رغړېدلې، د کور کهول پوښتنې يې کولې… خو ځوانان له خپل پلار انځر ګل سره ګوښه ولاړ وو. په رډو سترګو يې رحمدل ته کتل…
يوې ځوانې نجلۍ په چوتره کې سره غالۍ هواره کړه. بالښت يې کېښود، خو رحمدل دالان ته ورغی. پر زاړه، سپېره ليمڅي يې پلتۍ ووهلې. نجلۍ په منډه نوی بالښت ورته راووړ. رحمدل غټې سپږمې کش کړې. په خوند يې وويل:

-اه! څه خوږ بوی، په تناره کې څه دي؟

د انځرګل ښځې په خوشالۍ وويل:

-شيرين اغا! غرمې ته مو کټوه بار کړې ده.

رحمدل په خوند وويل:

-غوښه به پخه وي؟

ښځه په بېړه تناره ته ور ټيته شوه. کټو يې را وايسته. يوه ټوټه غوښه يې په ګوتو کې ټينګه کړه، په خوابدي غږ يې وويل:

-لږ خامه ده.

د ګاز ډبه يې ور کش کړه.

رحمدل ناره کړه!

-مکۍ! غوښه به غرمې ته خورو. کوچ راواخله!

په لنډ وخت کې د رحمدل مخې ته د شيدو چای، تازه کوچ او توده ډوډۍ کېښودل شول. دالان ډک و، ښځو او ماشوانو په مينه رحمدل ته کتل.

رحمدل په ډکه خوله ناره کړه:

 -په تربره باندې خدای نه ده خوړلې. اوس به له خپلو ځوانو زامنو سره په چوتره کې ناست يې. وايې به چې دا نابللی مېلمه له کومه شو!؟

نجونو او ښځو وخندل.

رحمدل خپل غږ په زوټه کړ!

-وه غټ‌سرې انځرګله! دا خو دې و نه ويل چې پردی به ولې يې؟ خپل تن، وجود، سکه د تره زوی مې يې، همدا اته کاله مخکې لا سره ګډ و. ماشومتوب مو يو ځای تېر کړی، ګډ مو خندلي، ګډ مو ژړلي، په ګډه مو د ګډ  کور رمه پېولې، په ګډه به ګډې انا د ناتار کاسه راته ايښودله، ګډ نيکه به نکلونه راته ويل، يو ځای به لمبېدو. يو ځای به مو د دالانه پر سر د غومبسو ځالې را اچولې. په ياد دې دي، په ما دې څومره خوا بدېده. غومبسې زه وچېچلم، خو ژړل تا.

غلی شو. په ډکه خوله يې ناره کړه!

ـ راشه، زما له سووبه به په خپل کور کې په ګېده موړ شې. تر اوسه به دې دومره نويين (تازه) کوچ نه وي خوړلي.

ماشومانو وخندل، خو د ښځو سترګې له اوښکو ډکې وې.

له چايو وروسته رحمدل چوترې ته ورغی. ډله ماشومان او ښځې پسې را ووتل. رحمدل حيرانو نارينه‌وو ته وکتل، په زوره يې ټېغ را وايست. و يې ويل:

-د تره کډې!؟

 ښځې منډه ور واخيسته.

رحمدل وويل:

-غرمې ته يوه ډکه کاسه ښوروا را ولېږه.

غلی شو. انځرګل ته يې وکتل، و يې ويل:

-د انځرګل برخه غوښه به هم ورسره وي.

ځوانې ښځې په بېړه وويل:

-سمه ده شيرين اغا! په غبرګو سترګو.

يوې پېغلې په بېړه بوټونه ورته سم کړل.

رحمدل تر چوترې کښته شو. څو ګامه يې واخيستل. ودرېد، ورمېږ يې کوږ کړ.

-د تره کډې! غټ‌سري ته ووايه چې سبا غرمې ته مې ټول مېلمانه ياست. نر، ښځې، ماشومان. يو به هم نه پاتې کېږي.

رحمدل خپل کور ته لاړ. باتور د چوترې په زينه کې کلاشينکوف  پاکاوه. رحمدل يې له لاسه ټوپک ور واخيست. په څا کې يې واچاوه. وړو زړو په حيرانۍ ورته کتل.

رحمدل وويل:

-باتوره زويه! له ټوپکه خدای که ښه ورځ ووينې، د مرګ وسيله ده، يا به بل وژنې، يا ځان. سر له سبا به مکتب ته ځې.

چوترې ته وخوت، ټولې لوڼې يې پر ټنډو ښکل کړې. نجونو ژړل، په لومړي ځل يې د پلار مينه ليده.

رحمدل خپلې غبرګې وړې لوڼې ټټر ته ور نږدې کړې، و يې ويل:

-تاسې به هم په لنډ وخت کې مکتب ته ځئ.

نجونو په راوتلو رډو سترګو ورته کتل. يوې وړې نجلۍ يو دم وخندل:

ـشيرين اغا! درواغ خو نه وايې؟

د غيرت غږ راغی:

سپين‌سترګې! پلار ته څوک داسې نه وايي!

رحمدل  وويل:

-نه غيرته زويه! په دې کور کې هر څوک د خبرو حق لري. که څوک غلطي وکي، په ارامه يې پوه که.

کوکوګلې وويل:

-اول خو د نجونو مکتب نه‌شته، دويم خلک به څه وايي؟

رحمدل په خبره کې ور ولوېد:

-زموږ لوی مشکل دا دی چې د ځان لپاره نه، د خلکو لپاره ژوند کوو. تعليم په نر و ښځه فرض دی. پاتې شوه د مکتب خبره! زه يې په خپل مصرف جوړوم.

رحمدل خپلې وړې لور ته وکتل، يوه پايڅه يې پرې وه. و يې ويل:

-غيرته زويه! ټولې نجونې په موټر کې درسره کېنوه. د ولسوالي په بازار کې چې يې څه به کار و، خوښ دې يې کړي.

د غيرت تندی تريو شو:

-شيرين اغا! داسې نو څوک نه کوي! زه به يې ورته راوړم.

رحمدل وويل:

-نه! تا ته مې تېر اختر يوه سدرۍ راوړې وه، تر اوسه لا پرته ده، ويل دې چې رنګ مې يې خوښ نه دی. دوی هم زړه لري.

سايرې ته يې وکتل، و يې ويل:

-بچکې! ما وبخښه. نه پوهېدم. يو تان ټوکر به مې راووړ، جامې او د کوټو پردې به مو له يوې ټوټې وګنډلې. په دې کې څه بده ده چې په خپله خوښه ځانونو ته ټوکر، څپلۍ او ټيکري واخلئ.

د سايرې سر يې پر خپل ټټر پورې ولګاوه. په ژړغونې غږ يې وويل:

-اه ګرانې! پلار دې وبخښه. ښه ده چې کونډ ته مې ور نه کړې.

غلی شو. سايرې حيرانې سترګې ورته نيولې وې.

رحمدل وويل:

-له دې وروسته به په دې کور کې له  نجونو نظر اخيستل کېږي. دا د دوی شرعي حق دی، چېرته چې يې خوښه نه وه، نه به يې ودوم.

يو دم يې وژړل. په ژړا کې يې له ټولو بښنه وغوښته. خپله سپکه خوله يې ياده کړه، و يې ويل چې سر له اوسه به پوچ پاش نه وايي.

د کلا لويه دروازه خلاصه شوه، په تراکتور پسې اوږده ټېله تړلې وه. راغی، د انځر ګل دوو زامنو د وهل شوې چنار څلور، څلور متره لرګي له ټېلې کښته کړل.

رحمدل ورغی، د تربره زامنو ته يې غېږ ورکړه. د انځرګل زامنو ځمکې ته کتل. يوه يې په خواره خوله وويل:

-پلار مې ځان ملامت ګاڼه. ويل يې چې چنار ستاسې حق و.

 رحمدل يو ځوان تر لاس ونيو، خو ځوان بخښنه وغوښته، و يې ويل چې اوس کار لري، چايو ته به بل وخت راشي.

 ځوان د تراکتور اشټرنګ ته کېناست، بل تشې ټېلې ته ور وخوت.

اشټرنګ ته ناست ځوان وويل:

-شيرين اغا! پلار مې ويل چې سبا غرمه ډوډۍ ته درځو، خو په يوه شرط! بلې غرمې ته مو تاسې ټول مېلمانه ياست.

رحمدل وخندل. چوترې ته يې وکتل، د ټولو سترګې له اوښکو ډکې وې. رحمدل ورغی. ښځې او اولادونه پرې ور ټول شول.

رحمدل وويل:

ګورئ! انځر ګل دوی مو تن او وجود دي، د ټولو په رګونو کې د يوه نيکه وينه جريان لري. تګ راتګ به ورسره پالئ!

کوټې ته لاړ. ډم يې په تليفون را وغوښت. لسو بجو ته يې وېښته ور جوړ کړل، په ږيره يې لاس ور وواهه. تشناب ته ننوت. اول يې غاښونو ته برس او کريم ونيول، بيا تر اوبو ووت. پاک کالي يې واغوستل. په چوتره کې ودرېد. نيازۍ وچې سترګې ورته نيولې وې.

د نيازۍ کتلو خوند ورکړ. د نسوارو قوطۍ يې تر بام واړوله.

باغ ته لاړ، د خرې د ويشتلو ځای ته يې وکتل، سر يې وځړېد. پتارۍ ته ودرېد، غريو واخيست، سلګۍ يې کړې، په ژړا کې يې وويل:

-اه! نجيبې بچکې. تر پايه مې ډاکټر ته ور نه وستې. دا ګنهګار پلار دې وبخښه.

 چيغې شوې، رحمدل ور وکتل، باتور خپله خور تر څڼو نيولې وه. رحمدل پر خپلو لندو سترګو څادر تېر کړ. ورغی. باتور يې تر مټ ونيو، ويې څانډه، ورته و يې ويل چې که دې بيا سايرې ته څه ويلي وو، نو د  سايرې بچکې پښو ته به دې حلال…

يودم غلی شو، د حلالېدا له ټکې يې کرکه راغله، و يې ويل:

-باتوره! دا نجونې هم زما اولادونه دي، دوی هم په هماغه اندازه راباندې ګرانې دي، لکه ته او غيرت. پام! دويم ځل لاس پورته کېدا به دې و نه بخښم.

باتور کور ته لاړ، سايره د پلار غېږې ته ور لوېده، و يې ژړل. رحمدل پر ککرۍ ښکل کړه، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، و يې ويل:

-نور به مو غم ته نه ورکوم.

خپله لور يې تر لاس ونيوله، هوار شوي ليمڅي ته ورغلل. رحمدل وويل:

-سايرې بچکې! فرش کوچنی نه دی؟

نجلۍ په حيرانۍ ورته وکتل:

-نه شيرين اغا! ته او وروڼه مې  هر وخت په همدې ليمڅي کېنئ.

رحمدل وخندل:

– خو ټول نه ورباندې ځاېږو.

سايرې خپل پلار ته کتل.

رحمدل وويل:

ـ هله لورې، تر ټولو لوی فرش راوړه، له دې وروسته به  ټول يو ځای ډوډۍ خورو.

نجلۍ حيرانې سترګې ورته نيولې وې. باور يې نه راته.

رحمدل وخندل:

-لکه چې له خپل پلار سره يو ځای ډوډۍ خوند نه درکوي؟

د سايرې په سترګو کې اوښکې را ټولې شوې. کور ته يې منډه کړه.

رحمدل پر ليمڅي کېناست. سږي يې له تازه هوا وپړسول. له ځان سره يې وخندل. په لومړي ځل يې خپله خندا اورېده، خوند يې ترې واخيست، په زوره يې کړه. خندا يې په ونو کې را وګرځېده.

غرمې ته د انځرګل له کوره هم ډکه کاسه ښوروا راغله. اوږد دسترخوان هوار شو. رحمدل د خپلو وړو لوڼو لاسونه پر لښتي ور پرېمانځل. لوڼې يې دواړو خواوو ته کېنولې. د نجونو سترګې ځلېدلې. ټولو رحمدل ته په مينه کتل. له ډکو کاسو ګولې پورته شوې.

رحمدل په ډکه خوله وويل:

خوندوره ښوروا ده. ګوتې ورسره خوړل کېږي.

تر څنګ يې نيازۍ ته وکتل، د نيازۍ په غټو سترګو کې ځلا پرته وه. رحمدل د غوښې کاسه ور بېرته کړه، پر پاستې يې څو مساوي برخې کېښودلې. کوکوګلې ته يې وويل:

-مخ واړوه!

ښځې په حيرانۍ ورته کتل.

رحمدل خبره تکرار کړه.

-ښځې مخ واړاوه.

 رحمدل د غوښې پر يوه برخه ګوته کېښودله:

-دا يې د چا؟

-د زرمينې.

انځرګل هماغه برخه وړې نجلۍ ته ور نږدې کړه. دويمه، درېيمه او څلورمه برخه هم همداسې تقسيم شوې. رحمدل پر بله برخه ګوته کېښوده.

-دا يې د چا؟

-ستا.

رحمدل تندی تريو کړ:

-دا خو صاف هډوکي دي.

ټولو ور وکتل. رحمدل غوښې ته وچې سترګې نيولې وې.

له هرې خوا د غوښې جوړې ګولې ورته را مخکې شوې. نيازۍ هم په ټيت سر وړه ګوله ورته نيولې وه. رحمدل په خندا کې وويل:

-په خدای که يې څکه هم وکم، دا د تاسې حق دی.

سايرې د پلار خېټه وګروله، رحمدل وخندل. وړې لور يې ګوله په خوله کې ور کېښوده. رحمدل د نيازۍ پر ګوتو ور پرېووت، په غاښونو کې يې د ځوانې ښځې له لاسه وړه ګوله ور پورته کړه. د کوکوګلې تندی تريو شو. رحمدل د کوکوګلې ټوله برخه غوښه په پاستې کې ونغاړله. منډې ته يې ځان جوړ کړ، خو واړه او غټ لاسونه ور ولوېدل. رحمدل خندل، غيرت، باتور او نجونو د خپلې مور برخه غوښه ور نه وړله. باغ  ګډې خندا نيولی و.

ماسپښين جومات ته لاړ، له لمانځه وروسته يې غاړه صافه کړه، کليوالو ته يې وويل چې د نجونو د مکتب جوړول ضروري دي.

په دېرشو کسانو کې يې لسو مخالفت وکړ، لسو يې خبره تاييد کړه، لس نور يې فکر کولو ته وهڅول.

له لمانځه وروسته د خپلې واده شوې لور کور ته ورغی. و يې ژړل، له لور يې بخښنه وغوښته چې معتاد ته يې ورکړه. بيا يې له زوم سره خبرې وکړې، د معتادينو په شفاخانه کې بسترېدا ته يې قانع کړ. و يې ويل چې د تداوي ټول مصارف يې دی په غاړه اخلي.

له هغه ځايه بېرته کور ته راغی. غيرت ته يې وويل چې حاجي شمشېر خان او نور ملګري جومې ته را وغواړي. زوی يې په حيرانۍ ورته وويل چې مېلمستيا خو تېره شوه. خو رحمدل ور ياده کړه چې له دې وروسته به ټولې مېلمستاوې ساده وي. دی غواړي چې له خپلو ملګرو سره وغږېږي، پوه يې کړي  چې نور دې دا وطن نه ورانوي، ځنګلونه دې نه وهي، کوکنار دې نه کري، غلا دې نه کوي… که يې ومنله ښه، که نه له داسې خلکو سره ملګرتيا، نه ملګرتيا.

د ماخستن ډودۍ بيا ټولو په ګډه وخوړه. تر خبرو خندا ډېره وه. وروسته  نجونو خپلې نوې جامې، ټيکري او څپلۍ راواخيستل. هر څه يې خوښ وو، په لومړي ځل يې نظريه منل شوې وه. ارزښت ورکړل شوی و. د انسان په سترګه ورته کتل شوي وو. بيا د مکتب په باره کې سره غږېدلې. سترګو يې ځلا کوله، ځانونه يې د مکتب په سپين ټيکري او تورو جامو کې ليدل.

رحمدل راډيو  ته لاس ور وغځاوه. د جنګ، وژنو او د وطن د وراني خبرو يې سترګې لندې کړې. ماخستن يې په کور کې جاينماز هوار کړ، د دعا په وخت کې يې د زړه له اخلاصه وويل:

-يا خدايه! ما وبخښې، زما مور او پلار وبخښې، ټول مسلمانان وبخښې. يا خدايه په داد دې راضي يم. نجونې او هلکان  ټول راباندې ګران دي، قربان دې شم، نور به  نو څه درنه غواړم! د ګل غوندې په ښکلو لوڼو دې نازولی يم.

يو دم يې وژړل، و يې ويل:

-ښځې او نجونې مې ډېرې وځورولې. قول دی، نور به غم را نه و نه وينې. جامو، خوړو، درس، صحت…ته به يې پام کوم…يا خدايه! انځرګل مې هم تن او وجود دی، که خوار وي، زه به ورسره خوار يم، که بې‌عزته وي، زما نوم به ورسره يادېږي… يا ربه!  ته خو لا ډېر عزت ورکړې.

يا خدايه! ښکلی وطن دې راکړی، پورته به واوره وخورې، له نيم ساعت پياده مزل وروسته به د غنمو لو ووينې. ښکلې هوا، صافې اوبه، شين آسمان، ښايسته مننظرې… خو موږ  يې په قدر نه پوهېدو، وران مو کړ، ژمنه ده! خپل وطن مور ګڼم. په ابادۍ کې يې برخه اخلم… و مې بخښه، اول به د نجونو سوځېدلی مکتب جوړوم.

  د نيازۍ کوټې ته ورغی، لومړی يې غاښونه پرېمانځل. بيا له نيازۍ لرې پرېووت.

يو دم غريو واخيست، له ښځې يې بخښنه وغوښته. و يې ويل چې تل يې په سپکو نومونو ياده کړې ده.

و يې ژړل، په ژړا کې يې وويل:

-اه رحمدله! ټکی رحم نه لرې،  لور مې ناروغې مور ته نه ور پرېښودله. نيازۍ! سهار به دې پخپله په خپل موټر کې پلارګنۍ ته ورولم.

نيازۍ ورو په کمپله کې ور پټه شوه.

پيشو غلې شوه.

سېرلي وويل:

-پيشو. چټياټ دې خلاص شول. په خيالي کيسو دې سربداله کړم.

پيشو وويل:

-چرګې او هيلۍ د يوې ورځې فکر را نه غوښت. ورته و مې وايه.

سېرلي وويل:

-له رحمدل دوی د دومره انسانيت تمه مه لره!

پيشو وويل:

-خو انسانيت اسانه دی، و دې ليدل! له رحمدله مې په خيال کې انسان جوړ کړ، رحمدل په يوه ورځ کې هم  ځان او هم ټوله کورنۍ خوشاله کولای شي. نه زحمت غواړي او نه هم مصرف. مازې دې لږ ځان بدل کړي. خبرې دې نرمې کړي، مينه دې ورکړي، د نورو حقوق دې وپېژني. په وطن دې زړه وخوږوي، خپل دې يې وګڼي… بس! همدومره!

يو دم د نيازۍ کوکې پورته شوې.

هيلۍ په وارخطايي وويل:

-څه خبره ده؟

پيشو وويل:

-رحمدل به بيا ښځه تر سوکانو لاندې کړې وي. په مرداره خوله مچکه ترې غواړي.

سېرلي وويل:

ـ نه مې درته ويل چې له رحمدل دوی د انسانيت تمه مه لره! دا خلک خدای که سم کې. پېړۍ، پېړۍ يې همداسې ژوند کړی.هيڅ تغير نه مني.

پيشو بام ته وخته. پر دېوال کېناسته. سپوږمۍ يې تر تېرو غوږونو يو ګز پورته ولاړه وه.

 پيشو د لوڅو غرونو سپېرو څوکو ته وکتل، لاندې راغله، د غره په لمنو کې خړ پړ، شکېدلي کورونه پراته وو. کنډ و کپر پاخه سړک  ته يې وکتل، لوی پل پر ملا مات و. د برق پايې ړنګې وې، سوځېدلی مکتب تک تور ښکارېده. هديره تر کلي غټه وه، د وهل شويو ونو زاړه مونډان سپېره وو…

د پيشو سترګې ډکې شوې. سړه ساه يې وايسته. و يې ويل:

-اخ! وطنه! په تا کې ميليونونه رحمدل دوی اوسي. کاشکې يې خپل ګڼلئ، کاشکې دې په قدر پوهېدای، کاشکې يې ستا د درلودلو لياقت درلودای. کاشکې، کاشکې، کاشکې…

پای

(Visited 41 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.