The news is by your side.

د نور محمد تره کي (د بنګ مسافري) ناول/ محمد ياسين اديب

0

ښاغلي تره کي د پښتو ادب يو له هغو داستان ليکونکو څخه دی، چې ناول ليکنه يې په داسې وخت کې پييل کړه چې لا ډېر ليکوال ورسره اشنا نه و. تره کی بېلابېل ناولونه ليکلي دي چې يو هم پکې د بنګ مسافري ده. د تره کي د ليکوالۍ محتوا په عمومي توګه د طبقاتي ډلو غوښتنې او ستونزې انځوروي سره له دې چې تره کی د هېواد ولسمشر تېر شوی خو بيا هم احساس يې نظر غريب او فقيرې طبقې ته د احترام وړ دی. ده په خپلو ليکنو کې تل زيار ایستلي، چې د ولس د حقیقي او عوامي ژوند انځور وباسي او د يوې ټولنې په اجتماعي ژوند کې د افراط او تفریط عيبونه او انعکاس وښيي.

د بنګ په مسافري کې تره کي د يوې مظلومې طبقې ژوند انځور کړی چې تل يې دلوړې طبقې خلکو تر ظلم او تيري لاندې ژوند کړی. د زرين انځورپه وينا(د نور محمد تره کي کيسې په افغاني ټولنه کې د طبقاتي توپيرونو انځورونه ده) او دا يې په ليکنو کې بيان کړي چې تل په هېواد کې دغسې خلک پر خپل لاس لاندې خلکو باندې کوم ناوړه ظلمونه کړي دي. حقونه يې خوړلي په کور، پټي ، کورنۍ او نورو باندې تل لاس اچوونه کړې ده.

لکه څنګه چې  مخکې مې وويل تره کي يو طبقاتي ليکوال دی، دغه اثر کې هم د همدغو طبقاتي ډلو د ژوند کيسه ده. په دغه کیسه کې علاقه دار، ملک، ځمکوال، سوداګر، ملایان، خدمتګاران او غريبه طبقه چې د دې ډلې په ټيټه پوړۍ کې ژوند کوي او تل د ملک تر سانسور لاندې وي. شته دي او د هر يو شخصيت او کړه وړه يې پکې په ادبي  ژبه باندې بيان کړي دي.

په نوموړي ناول کې مرکزي کرکټر بنګ نوميږي. د مرکزي کرکټر ترڅنګ نور فرعي کرکټرونه هم شته لکه، ملک، ملا، علاقه دار، دوران، د بنګ مور، کاڼی او د هغه مور.

بنګ، چې د ټولنې له غريبې طبقې څخه دی ، په کور کې د ومره څه نه لري چې خپله شپه پرې تېره کړي. دی له خپلې مور او دوو خويندو سره د غربت شپې سبا کوي، سره له غربته د کلي د ملک هغه سپکې سپورې او بې ځايه غوښتنې هم تېروي، چې تل به يې د ده پشان له نورو کليوالو نه غنم او پیسې اخیستلې، دغه مسکينو خلکو ته ملا هم ځان بلا ګرځولې ده. دوی ټول کال زحمت باسي خو کله چې د کال اخر شي نيم ملک ترې د (لاس سره)په نامه واخلي، نيمه ملا د سرسايې او ذکات په نامه خپل کړي، ډم خو بېلغه ډم دی هغه خو خپله برخه اخلي؛ جالبه خو داده چې دولتي مامورين هم د ملک په مرسته له دوی نه خپله ګټه په مختلفو نومونو حاصلوي او د کلي له خلکو نه رشوت اخلي دغه رشوت ته دوی خپل نومونه ټاکلي لکه (لاس سره او لونګۍ ).

د دغو خلک له ډلې څخه يو هم بنګ دی چې تل له دغو ظلمونو نه ځوريږي او دې پایلې ته رسي چې کلی پرېږدي. ځکه د دغو ظلمونو له وجې د خپلې کورنۍ ټوله سرمايه له لاسه ورکړي وي او تېر کال ترې ملک درې اوزې هم وړې وې.

بلاخره بنګ پرېکړه کوي چې کلی کور او کورنۍ پرېږدي او چېرته مزدوري وکړي پر دې بنسټ بنګ پرېکړه کوي او د کندهار په لور حرکت کوي ترڅو څه کار او مزدوري وکړي بنګ د لارې په اوږدو کې هم ډېرې سختۍ ګالي په پښو تګ او د پوونده و له ډلې سره دلارې په اوږدو کې د بنګ ريښتينولي و صداقت د دې کاروان مشر کاڼی حيران کړی و.  کله چې بنګ کندهار ته ورسېد، د لومړي ځل لپاره ښاري ژوند په سترګو وليد او ښاري فرهنګ ته ګوته په غاښ شو، بنګ چې د کليوالي ژوند تصوير يې په ذهن پروت، د ملک ظلم، د تربرونو خپل منځي شخړې خو دلته هر څه ورته بدل ښکاره شو، ليکوال دغه صحنه په لاندې توګه بيان کړی دی: ( بنګ دې خبرې تر هر څه دېر حيران کړی و، چې دغه خلک ولې روغبړنه سره کوي او ولې يو بل ته سلام نه سره اچوي؟ او يا دا چې څرنګه پر کوم شي نه سره خوري.)۶۰مخ.  بنګ ته د ښار پولیس هم نا اشنا ښکاره شو دوی کلي کې د غه خلک د محصلينو په نامه پېژندل، چې تل به یې قمچينې تر ملا وې او له خلکو به يې په زوره خپله برخه او سود غوښتله، خو دلته يې وليد چې دغه محصل د کلي له محصلینو سره توپير لري ( چې دا محصل غوندې سړی ولې د بازار په منځ کې ولاړ دی؟ او لکه لېونی کله لاس دورې وغځوي او کله يې دورې؟ کور نه لري؟ دا د لاس غځولو پېښې ولې کوي؟ هغه ورته وويل: دې ته د ټرافيکو پولیس وايي دا بګۍ او موټران ترله تيروي، نه يې پرېږدي، چې هغه يو په بل کې توی سي.)۶۰ مخ.

کله چې بنګ کندهار ته رسيږي د وخت په تېرېدو سره د ده په ژوند کې بدلون راځي زاړه کالي يې په نوي بدليږي، اوس يې نس ته يو څه غوړ رسيږي او د مور زوی اوس دومره شوې چې خپلې کورنۍ ته د خپل لاس ګټلي وليږي.  په کندهار کې له دوران سره مخ کېدل هم بنګ سره په دې نوي ښار کې ډېره مرسته وکړه د بېلګې په ډول د کار په پيدا کولو کې. دوران سره يې ملګرتيا ښې پايلې درلودې.

بلاخره بنګ وکولی شو، ترڅو د کلي، د ملک، ملا، او نورو سود خوارو له ظلم او زياتي نه ځان خلاص کړي او دومره څه وګټي، چې د دوی خوله پرې بنده کړي.

اوس راځم د ناول تخنيکي برخې ته

د ښاغلي تره کي په ناول کې تلوسه دېره ضعيفه ده، د کیسې پيل هم په يوه مړ انځور باندې شوی دی. د ناول د لومړني پاڼو په لوستو سره خو حتی د لوستونکي زړه ورته تنګيږي خو کله چې بنګ د سفر نیت کوي يو څه تلوسه پکې ځان ښيي، خو دغه تلوسه د ناول تر پايه پورې خوندوره نه ده. لوستونکي له ځان سره په عادي حالت بيايي، د لوستونکي زړه د کیسې پای ته نه دربيږي. کیسه په عادي توګه روانه وي او څپرکي يې يو پر بل پسې خلاصيږي. د کیسې له پيله تر پايه يواځې د (لاس سره او لونګۍ ) خبرې دي، پیسې دي او د ښه ژوند درلودو هېلې دي چې د هر کرکټر په زړه کې چپې وهي، هغه که ملک دی که ملا دی او يا که خپله بنګ دی.

د کیسې کرکټرونه لکه څنګه چې مخکې مې وويل همدغه طبقاتي ډلې دي چې دوی تل د مال او شتمني د ترلاسه کولو لپاره د يو بل پښې وهي او تل په دې هڅه کې وي چې څنګه له بل نه څه وشکوي. ليکوال تر دېره هڅه کړې ده چې کرکټرونو ته د هغوی د شخصيتونو مناسب حرکت ورکړي، مثلا د ملک شاوخوا لاسپوسي خلکو ته تر نورو تيټه سويه ورکړې، خو د دوی پر خلاف بيا بنګ يې د يو ښه شخصیت په درلودو سره انځور کړی سره له دې چې له تيټې طبقې دی د بېلګې په ټوګه دغه برخه کې( که څه هم ده ته يې په کلکه ښودلي دي، چې بايد هرچاته ټيټ، سر ځوړند ودرېږې او چاته مخامخ نه ګوري، خو بيا هم د کليوالي ژوند اثرات او خپلواکي د ده په مغزو کې خورا ټينګه ده. هر چاته چې پتنوس ونیسي ورته خواږه مسل وکړي چې پر ليدونکو هېڅ بد نه لګي.)۹۷مخ.

ناول د غزني په ګړدود ليکل شوی دی، زياتره کليمې يې په سختۍ سره د پوهېدو وړ دي کېدای شي يواځې غزني ميشتي پرې پوه شي. ليکوال هر کرکتر ته د هغه د سويې سره سم ژبه ورکړی، د ملک ژبه د مزدور له ژبې سره توپير لري. د ملک په خبرو کې تل لويي، غرور او ِغټې غتې ويل ښکاري خو بيا برعکس د مزدور ژبه ساده، میظوبه او د تملق رنګ هم ورسره ګډ وي.

د منځرکشئ يا صحنې په اړه ويلی شم، چې د کیسې سیمه غزني ده او څه برخه يې د کندهار سیمه ده، په کندهار کې چې  بيا کوم فرعي کرکټر خبرې کوي لهجه يې هم د کندهار د خلکو دي.

د ناول کیسه تر دېره پر کټرونو باندې را څرخي، مکالمې دي او خبرې اترې، لکه د نورو ناولونو پشان د طبیعت انځورنه پکې دېره نه تر سترګو کيږي.

لکه څنګه، چې د ناول ليکنې په تيورۍ کې راځي چې ژبه بايد انځوريزه او هنري وي، د ښاغلي تره کي دغه ناول زیاتره برخې بياني ژبه ځانته اختياروي او د لوستونکي ته تصوير نشي ورکولی. او هنريت يې هم کله کله پيکه کيږي، لکه څنګه چې زرين انځور هم د ليکوال د ليکنو په اړه وايي:(خو کله کله د ايډولوژیک درانه بار له امله یې هنري ارزښت کمزوری کيږي) د ښاغلي انځور دغه خبره په دې ناول کې صدق کوي.

په دغه اثر کې ليکوال ځينو ځایونو کې پښتو متلونو نه هم ګټه اخیستې ده، چې د متلونو کارونه يې اثر ته خاص خوند او ښکلا ورکړې ده؛ د بېلګې په دول لاندې متلونه يې په خبرواترو کې د کرکټرو نو له خولې بيان کړي دي:

ښه سو، چې دا لس افغانۍ خو يې راکړې او که دايې نه راکولای، نو ما خو په زور اخیستلای نه سوې او ما به څه کول؟ څه ښه ويلي( د لېوه له خولې يوه پښه ختلې هم ښه ده). ۳۳مخ.

نور متلونه لکه: انسان تر ګل نازک او تر کاڼې کلک دی.

تر ملکه سي، نو ورکه سي او يا ښه معامله بيا معامله بد معامله بس معامله.

د ناول په پای کې بنګ خپل ژوند د همدغو غريبو او بې وسو خلکو خدمت ته وقف کوي او غواړي دغه خلک د بلاو له خولې څخه وژغوري او د کارګر په نامه ګوند جوړوي ترڅو د خلکو ستونزې د دغې ګوند په مرسته حل کړي.

ښاغلي تره کي د دغې کیسې په واسطه موږ ته دېر څه وړاندې کړي او موږ يې په دې خبر کړي يو چې په طبقاتي ژوند کې خلک کومې ستونزې ګاللي او اوس هم ورسره لاس او ګرېوان دي.

(Visited 75 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.