The news is by your side.

خوند تر ټولو خوږه ډالۍ

نجيب احمد عزيزي

0

خوند یا لذت که واقعي او قانوني چوکاټ ته ولوېږي نعمت دی، ژوند رنګينوي او سړی تسکينوي، خو که بې‌مهاره بې‌چوکاټه په نورو لارو لاړ شي انسان په ژوندونو مړ کوي يا که بالکل پاملرنه ورته و نه‌شي، د قهر او ورانکاري سبب ګرځي.

ځينې ستونزې د عمر له زیاتېدو سره په خپله ختمېږي، دومره دې جدي نه نيول کېږي، کشران چې ورځنۍ ستونزې ويني فکر کوي واقعي ژوند ډېر سخت دی، که څه هم دا پېښې به يې د ماتې او خپګان سبب ګرځي، خو ورو ورو يې حقايقو او د ژوند سختيو سره عياروي، تکليفونه شخصي نه بولي، بلکې له طبیعي ژوند سره يې لا تړي، يعنې کوم کارګر، ناروغ او غریب خلک چې ويني وروسته يې درک زیاتېږي او له هغوی سره ځان يو ګڼي چې ستونزه زما نه ده، بلکې د ژوند قانون په زیار، زحمت او پوره زغم ولاړ دی.

همدارنګه د انسان ثبات او خپګان د لذت په اصل پورې هم تړاو لري، لذت موږ له داخلي بدني اضطرابونو خلاصوي او اراموي مو، له بلې خوا لذت له بهرنۍ نړۍ يا چاپېريال سره د انسان منظمي اړيکې رامنځ ته کوي.

نو نه يوازې کشران، بلکې ډېر د پاخه عمر کسان، لوستې ډله مو لا ممکن د لذت اصل و نه پېژني او که يې درک هم کړي کېدای شي تر واقعيت پورې ځنډول يې لالهانده، بې‌صبره او ټول کارونه ورباندې ګډوډ کړي.

طب وايي که انسان نارینه او ښځينه جوړه لذت سره و نه کړي، کېدای شي له ډېرو سختو روانې ګواښونو سره مخ ‌شي، يا نړۍ ورته بې‌سکونه ښکاره شي، بله خبره يې د افراط کوي مثلاً که انسان د لذت ګوډی او تابع شي ممکن بدن يې کمزوری او له چاپېريال سره يې اړيکې لا خرابي شي.

تر ډېره چې کشران له ستونزو سره مخ کېږي، لذت ته مخه کوي، ځکه دوی له دنيوي مشکلاتو د بې‌غمه کېدو يوه د خوښې شېبه يې بولي، خو برعکس هغه يې ستونزې د يوې پر ځای دوه کوي.

لذت زموږ د ژوند يوه خوږه او ډېره مهمه ډالۍ ده، که يې واقعيت او ارزښت درک نه‌‌شي، انسان په ژوندوني دوزخ ته اچوي او يا که منظم و نه‌شي نړۍ راته بدرنګوي، د قهر، تکبر او ورانکاري سبب ګرځي.

نو خبره کشرانو ته ډېره متوجه ده ځکه د دوی د خپګان، ماتې او ناهيلې کېدو اساسي لامل د لذت ړندوالی دی، ځکه دوی د خيالي او واقعي نړۍ توپير نه‌شي سره کولای، عقلي درک يې لا په طبيعي لحاظ کمزوری وي؛ نو ډېر کله سکس ويډيوګانې ګوري، دا نه يوازې کشران بلکې د لوړ عمر کسان هم په دې بلا د اعتياد تر پولو رسېدلي دي، دوی وايي که موږ ته سکس او سکس ويډيوګانې و نه رسېږي، غوسه مو زیاته او يا نورو نيشو ته مخه کوو، که هغه هم نه وي، ښکنځلې او په ټولنه کې له چوکاټه وتلي کارونه را څخه کېږي چې په عادي حال کې بیا ورباندې پېښمانه يو.

  د سکس ويډيوګانو ليدونکي دا فکر کوي چې دغه موکه او داسې جنسي جوړه چې په فلم کې راته ښکارېږي ممکن په اصلي ژوند کې يې و نه مومم؛ نو زړه ورپسې تړي او د هغې له لوڅو اندامونو خوند اخلي تر دې چې انزال ته ورسېږي، بیا ذهناً له ګواښ سره مخ وي وجداناً ځان ملامت بولي، خو بله ورځ يې بیا جنسي غريزه په هغې لار چې څنګه عادت شوې، خړوبېدل غواړي؛ نو کېدای شي دا سلسله يې وغځېږي او ټول ژوند يې له ګواښ، نامنظم حال سره مخ کړي.

پېغمبر «ص» ځوانه طبقه په نکاح کولو امر کړې، همدارنګه قرآني روايات ټول صريح څو ځايه امر کړی چې نکاح وکړئ، پاکي غوره کړئ او نکاح ستاسې تر منځ مينه او سکون رامنځ ته کوي، ستاسې نيم دين ورباندې بشپړېږي.

اوس يوه بله خبره هم د منلو وړ ده، ډېرو ځوانانو ته نکاح کول سخت ښکارېږي، خو په نه قانع کوونکي لذت يې هره ورځ زیات قېمتي وخت او پيسې لګېږي.

لذت د ژوند تر ټولو ارزښتمن نعمت دی، که يې قانون او د واقعيت اصل ته واچوو؛ نو هره ورځ به مو خوږه وي، نه به له خپګان سره مخ کېږو، نه به هغه انرژي بې‌ځایه را څخه لګېږي چې د يوې ښې جوړې له بدنه يې اخلو، له سکون سره دويم انسان/مقابل جنس ته هم خير رسوو، همدارنګه لذت مو د نسل راوړلو په موخه ضايع کېږي نه، بلکې د هغه راوړل مو هم په نظر کې وي.

له بلې خوا ځوانه طبقه د لذت اصل واقعيت او نکاح ته وځنډوي، هغه ښځې او ځوانان چې شتمن وي او واده کولای شي، لذت دې نه ځپي، نه دې بې‌واده وخت تېروي، ښه دا ده چې د لذت اصل د ژوند ثبات، جسمي او روانې ارامتيا او خوښې ته راوګرځوي چې پاتې انرژي يې د ژوند نورو کارونو ته مستقيمه ورپاته شي.

(Visited 79 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.