The news is by your side.

درد

محمد مصطفی سمون

0
زما درد انساني نه دی، که انساني و. شاید یوه به را سره په دې درد کې غاړه راکړې وه؛ خو داسې نه ده بلکې فردي درد اوس په ټولنیز اوړي.خلک د رحم غولی ټولوي په ځای یې د بې حرمتۍ او انساني فطرت د ورکې لار لټوي؛ ترڅو د نورو په نشتون کې خپل شتون احساس کړي او ټولنې ته د زغم پرځای د غم ننګ په لاس ورکړي. له همدې ځایه د ژوند د درد د برملا کېدو پیلامه ده، چې ټولنه مرحله په مرحله روزي او ټولنې په تصوري، حقیقي لحاظ خپل تګلوری ټاکي.
انساني فکري چاپېریال د ټولنیز تصور څخه متاثر بعد دی، چې په ذهني او فکري خوا کې د ادراک لوری پیاوړی کوي.
د زه او تاسو لفظونه په موږ اړول پکار دي، دا ځکه چې موږ  په فردي او ټولنیزه وینا کې ستاسو کلمه کاروو او خپل ځاني مسوولیت هم په بل ور اچوو. ژوند له همداسې ځوریدلي حالته راوتی درد دی، چې انسانان یو بل پرې ملامتوي؛ خو خپل دروني درد د محوه کولو او ژوند کولو هنر ترې هېر شوی دی، چې څنګه هر درد ته د عواطفو جامه ور واغوندي او انساني دردونه په یوه محور را ټول کړي؛ ترڅو انساني درک د هرې پدېدې په وړاندې د زغم او ښېرازۍ فکر له ځان سره ولري. د دې هیلې پوره کېدا لپاره په ذهني چاپېریال د انسان په فکري روزنې باندې کار کول پکار دي؛ ترڅو ژوند په فردي لحاظ له کړیدلي حالته د ټولنې په ورکې خوا کې چې انساني ارزښتونه ته په درناوي قایل وي، هغه لوری وټاکل شي. د زه له کلمې سره د ښېرازۍ یو بل منلو او دروني ثبات لپاره د ښو او نیکمرغۍ لاره غوره کول پکار ده؛ ترڅو ټولنه د انساني عواطفو په درد وپسولل شي او انساني همدردي خپله جنډه د هیلو په محور کې ودروي.
(Visited 43 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.