The news is by your side.

د بحث یوولس اصول

رحمت شاه فراز

0

بحث په لغت کې له ځمکې څخه د ګرانبیه او ارزښتمنو ملغلرو را ویستو ته ویل کېږي. د مکالمې او خبرو اترو لپاره هم د بحث کلمه په همدې معنا کارېږي چې د خبرو دواړه ښکېل لوري په یوه موضوع او مسئله کې د حقیقت ګرانبیه او باارزښته ملغلرې ته لار ومومي. بحث چې ډېر کله له اختلاف سره مترادف هم کارېږي، په یوه ټولنه کې د علمي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، اخلاقي او مذهبي بدلون او اوښتون لامل کېږي. بحث او اختلاف د یوې ټولنې خوځوونکی ځواک دی، په دې معنا چې په ټولنه کې د بحث او اختلاف نشتون د ټولنې له جمود او کنګلتیا سره هم معنا دی. خو هر ډول بحث هم په ټولنه کې دا بدلون نه شي رامنځته کولای، بلکې یوازې هغه ډول یې دا رسالت ترسره کولای شي چې له خپلو اصولو، ادابو او چوکاټونو سره سم ترسره شي. په همدې موخه په دې ځای کې د بحث یوولس اصول وړاندې شوي، تر څو دا پروسه د ژوند په هره برخه کې په بریالي ډول سرته ورسېږي:

۱) بحث له هر چاسره کېدلای او په هره موضوع کې يې کولای شو. هغه که زموږ مور او پلار، ماشومان، ښوونکي، قومي او سیمه ییز مشران، آمران، پاچاهان، مذهبي عالمان او امامان وي، او یا هغه موضوع ساینسي، علمي، فلسفي، تصوفي، اخلاقي، ټولنیزه، اقتصادي، سیاسي، مذهبي یا شخصي اوسي. یو مسلمان د اسلام د دایرې دننه یوازې د الله او د هغه له رسول سره اختلاف نه شي کولای؛ بل له هر مقام او شخصیت سره اختلاف کولای او خبره يې په علمي او عقلي نقد ننګولای شي.

۲) په بحث کې به د مقابل لوري د نیت، هدف او محرک پرېکړه او تعین نه کېږي. دا کارونه د الله تعالی په ذات پورې اړوند دي، ځکه هماغه د خپلو بندګانو پر نیتونو، موخو، محرکاتو او شخصي اهدافو ښه خبر دی؛ نو له هېڅ انسان سره نه ښايي چې الهي کارونو ته اوږه ورکړي او خپل ځان د الله په وړاندې مسؤل وګرځوي.

۳) په بحث کې به د مقابل لوري خبرې ته کتل کېږي او پکار ده چې د څوک-وايي پر ځای د څه-وايي قاعده مراعت شي. په دې اساس، د هغه شخصیت به په هېڅ صورت کې د بحث موضوع نه ګرځي او د مقابل لوري د شخصیت شالید، د هغه تېر او اوسني عقاید، نظریات، لیدلوري او مذهبي فکر به د بحث هدف نه ګرځي؛ په دې چې دا ټول د یو چا په شخصیت پورې تړلي دي او بحث د دواړو ښکېل لورو د شخصیت په نسبت خارجي حیثیت لري.

۴) د مقابل لوري علمي او فني اتارټي (صلاحیت) به منل کېږي. که هغه ووايي چې زه د دې یا پلانکۍ موضوع په تړاو معلومات او پوهه لرم، نو دا خبره به يې د تایید وړ ګرځي. دا پرېکړه به په بشپړ ډول په مقابل لوري پورې اړه لري چې تر بحث لاندې موضوع په تړاو يې د پوهې کچه څومره ده او پر دې موضوع بحث کولای شي او که نه. که چېرته نوموړی دا خبره وکړي چې زه په دې موضوع کې معلومات لرم، نو د هغه دا خبره به نه ننګول کېږي او نه به ور څخه په اړونده موضوع/علمي څانګه کې د سند او یا سرټیفیکېټ غوښتنه کېږي. خو که چېرته پخپله دې ته غاړه کېږدي چې په یاده موضوع کې معلومات او پوهه نه لري، یا ځان ته د بحث کولو اتارټي نه ورکوي او یا اصلاً بحث کول نه غواړي، نو بیا به يې لاره خوشي کېږي او په زور او ټینګار به بحث کولو ته نه اړ ویستل کېږي.

۵) په بحث کې به په هېڅ ډول دا هڅه نه کېږي چې پر مقابل لوري خپله خبره ومنل شي، بلکې هر لوری به خپله خبره په علمي او عقلي استدلال بیانوي او له هغه وروسته به بشپړ واک او وخت مقابل لوري ته ورکوي چې هغه له دې نظر او رايې سره اختلاف کوي او که يې په پوره اخلاص مني. د یوه لوري د نه منلو په صورت کې مقابل لوري ته دا ویل چې ګنې قناعت نه کوې یا تا څوک نه شي قانع کولای، له علمي نړۍ سره د نابلدتیا ښودنه کوي؛ په دې اساس، لومړی لوری د دې خبرې هېڅ حق نه لري. قناعت کول یا نه کول او د خبرې منل یا نه منل، په بشپړ ډول د دوهم لوري په واک کې دی.

۶) د بحث موخه او مقصد به یوازې دا وي چې دواړه لوري تر بحث لاندې موضوع کې حقیقت ته ورسېږي او علمي او عقل ته ډېر نږدې نظر او لیدلوری د دواړو مخې ته راشي. دواړه لوري به خپله ټوله هڅه او تمرکز په همدې ټکي کوي، هېڅکله به بحث د ماتې او بریا موضوع نه ګرځوي.

۷) که یو لوری په یوه ناسته او یا راتلونکو ناستو کې خپل یو نظر او یا یوه خبره بدله کړي، بدلول وغواړي او یا له خپل تېر لیدلوري څخه واوړي، نو مقابل لوری باید د هغه همدې نوي او اوسني نظر ته ارزښت ورکړي او تمرکز به پر دې نوي ټکي کوي. مقابل لوری هېڅ حق نه لري چې د نظر د بدلولو لپاره لومړی لوری ملامت کاندي او یا بیا بیا دا خبره ورته وکړي چې دمخه دې نظر او لیدلوری له دې سره مختلف او متفاوت وو.

۸) که په بحث کې یو لوری د خپل نظر او یا د خپل نظر د اثبات لپاره، دلایلو راټولولو ته وخت او مهلت وغواړي، نو نوموړي ته به دا فرصت ورکول کېږي او هېڅکله به دا ټینګار ور باندې نه کېږي چې بحث په یوه ناسته کې پای ته ورسول شي؛ پر اصولو او ادابو بنا بحث یوه علمي پروسه ده چې خپل جریان لري او اوږدمهاله ده.

۹) که یو لوری له مقابل لوري څخه د یوه نظر د اثبات لپاره سند او یا د کتاب حواله وغواړي، نو مقابل لوری باید خپل سند او یا کتاب وړاندې کړي. خو که چېرته دلیل عقلي وو، نو بیا به يې مقابل لوری هم په عقلي دلیل ځواب ورکوي او په هېڅ ډول دا حق نه لري چې د عقلي دلیل لپاره سند یا کتاب وغواړي.

۱۰) مثال د ممثل (هغه څه چې په اړه یې مثال ورکول کېږي) د وضاحت لپاره وي. دغه راز، یوه تاریخي پېښه په څو ډوله تعبیر او تفسیر کېدلای شي. له همدې کبله، دا دواړه د یوې خبرې دلیل نه شي ګرځول کېدای. پر تاریخ استدلال، یو ډېر کمزوری استدلای دی. او مثال اصلاً دلیل نه دی. په دې اساس، یو لوری هم د یوه مثال یا تاریخي پېښې پر بنسټ، استدلال نه شي کولای. البته، د خبرې د ښه څرګنداوي او وضاحت لپاره مثالونه او تاریخي پېښې بحث ته راوړل کېدای شي.

۱۱) که چېرته په بحث کې یوه یا دواړو لورو له پورتنیو اصولو څخه سرغړونه وکړه او یا یې د بل په سپکاوي، ښکنځلو، نیت و هدف په تعینولو او یا شخصیت ته په زیان رسولو لاس پورې کړ، نو بحث ته به له ځنډ پرته د پای ټکی ایښودل کېږي.

﴿إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا… [الآیة]

ژباړه: ما په خوب کې یوولس ستوري ولیدل…(یوسف: ۴) ﴾

دا یوولس اصول دي، چې د یوه شخص د فکر او مطالعې مېوه ده. ښکاره ده که د ډېرو اشخاصو فکر او مطالعه پر دې موضوع را یو ځای او وکارول شي، نو دا یوولس اصول هغه ځای ته رسېدلای شي چې د بحث لپاره یو نړیوال معیار وګرځي. په همدې هیله، له هر لوستونکي هیله لرم چې خپل نظر، لیدلوری، انتقاد او وړاندیز راڅخه ونه سپموي.

(Visited 37 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.