The news is by your side.

د دغو عبارتونو له کارولو ځان وساتئ / ژباړه: امان الله حنیفي

0

دروغ وایي؟ ډېر وخت دروغ وایي؟ په سختو حالاتو کې له دروغو ویلو د یوې دفاعي وسیلې په توګه ګټه اخلي؟ لطفاً له دروغو ویلو چې ستاسې پر شخصیت او باور بد اغېز کوي، ځان وساتئ. که له نورو سره په ناسته پاسته کې رښتیني او صادق ونه اوسی، ممکن هغوی مو بیا په رښتیا خبرو هم باور ونه کړي.

موږ په همدې مقاله کې درته هغه عبارتونه ښيو، چې هېڅکله یې د نورو په مقابل کې ونه کاروی. ناسم پوهاوی او له خبرو بېله مانا اخیستل، تر ډېره د مخاطب په مقابل کې ستاسې په ژبه له راوړو کلمو او عبارتونو سره تړلي دي. نو ښه ده چې له دغو عبارتونو هېڅ وخت استفاده ونه کړی:

۱ـ رښتیا وایم

د رښتیا ویونکو او دروغجنو کسانو خبرو کې جالب ټکي وي. دروغجن ډېره هڅه کوي چې خپله خبره رښتیا او داسې وښيي چې دی پکې هېڅ کمی زیاتی نه کوي. د همدې لپاره په خبرو کې له ځینو داسې کلمو او عبارتونو څخه استفاده کوي. د بېلګې په ډول، وايي: «رښتیا درته وایم…» د همداسې ځینو عبارتونو په کارولو سره کوښښ کوي، چې پر مخاطب خپله دروغ خبره ومني.

کله چې تاسې د نورو په مقابل کې ډېر د رښتیا ښودلو الفاظ کاروی، هغوی پر تاسې بد ګومانه کېږي.

۲- باور وکړه…

دروغجن کسان پر خپلو خبرو ډېر تاکید کوي او تل مخاطب ته وايي: «باور وکړه، رښتیا درته وایم». داسې او دېته ورته عبارتونه چندانې ښې پایلې نه لري. که ستاسې په مقابل کې نور له داسې او دېته ورته الفاظو نه استفاده کوي، پوه شی چې دوی درته رښتیا نه وايي.

۳- تر هغه ځایه چې زه پوهېږم…

ډېری وخت پورته عبارتونه ځکه کارول کېږي، څو ویونکی داسې وښيي چې دی/دا رښتینی دی، خو له داسې عبارتونو استفاده د دې سبب کېږي، چې اورېدونکی داسې احساس وکړي، چې ویونکی غواړي د خپلې تېروتنې ځای خالي پرېږدي.

نو د دې لپاره چې داسې تېروتنې ونه کړی، ښه ده چې پرته د دغو عبارتونو له کارولو خبرې وکړی. تر ټولو ښه خبره دا ده چې په صریح او واضح ډول ووايی، تاسې څه غواړی، څه کوی او پر څه پوهېږی.

۴- زه داسې فکر کوم…

کله چې له دغه عبارت نه استفاده کوی، نور داسې فکر کوي چې تاسې دروغ وايی. د انسان ذهن عجیب او غریب دی، خو پر دې هرڅه سربېره بیا هم تاسې کوښښ وکړی، چې د هر څه په اړه رښتیا ووايئ.

له دغه عبارت نه (تر کومه چې زه فکر کوم) لرې اوسئ او هېڅ یې مه استفاده کوی، تل هغه څه ووايئ چې ستاسې په ذهن کې شفاف او رښتیني دي. که پر ډېرو شیانو یا خبرو باور نه لری، له دې مه وېرېږی او ووایئ چې تاسې د دغه کار په اړه دقیق معلومات نه لری. دا تر هغې چې د ځان د ناسم پوهاوي لپاره توجیه او دلیل لټوی، په څو څو وارې ستاسې د شخصیت ساتلو لپاره ښه ده.

۵- اصلي موضوع دا ده چې…

ډېر کسان مستقیماً نه غواړي چې دروغ وايي. په همدې اساس ډېر وخت خپلې خبرې بل اړخ ته منسوبوي او د دغه منسوب والي لپاره دا پورته عبارت کاروي. کله چې غواړی د بحث موضوع بدله کړی، تاسې د ټولو حاضرو کسانو په ذهن کې دروغجن معرفي کېږی.

ډېر دروغجن کسان به مو لیدلي وي، چې پر نورو د خپلې خبرې منلو لپاره، خپلې خبرې ته ډېر توضیحات ورکوي. که غواړی چې د بحث موضوع بدله کړی، لومړی پيل شوې موضوع پای ته ورسوی او بیا وروسته نوې موضوع ته لاړ شئ.

۶- رښتیا دا چې…

ډېر وخت ځينې کسان د هغه څه په اړه چې ویل یې یوڅه سخت وي، خبرې کوي او بیا له دغه عبارت نه (رښتیا دا ده چې…) استفاده کوي. خو تاسې دا تېروتنه تکرار نه کړئ. دا عبارت هېڅ مه وايئ او په یاد لری چې دا لکه، (رښتیا وایم…) عبارت په څېر پر مقابل کس منفي اغېز کوي او تاسې د هغه په وړاندې یو فریبکار کس معرفي کوي.

۷- په وار وار د نورو پوښتنې مه تکراروئ

کله چې له تاسې څخه د یو څه په اړه پوښتل کېږي او تاسې هغه پوښتنه بیا بیا تکراروی، د خپل ځان لپاره داسې اور بلوی چې ستاسې پر وجود د دروغو داغونه کېږدي.

خو که مو د مقابل لوري خبره سمه نه وي اورېدلې، یا یې په خبره سم نه وی پوه، بیا کومه خبره نه ده، خو کوښښ وکړی چې مقابل لوري ته د هغه د خبرو کولو په وخت پوره احترام او توجه وکړی. هغه وخت چې یا مو د مقابل لوري خبره سمه نه وي اورېدلې یا پر موضوع سم نه وی پوه، رښتیا ووایئ چې تاسې موضوع سمه نه ده اخیستې. که تاسې په موضوع سم نه وی پوه او بیا پوښتنه هم ونه کړی، حتمي دروغ وایی، چې دروغ مو وویل، پر ځان مو تور داغ کېښود.

خو که په موضوع پوه وی او تاسې په بیا بیا پوښتنه کوی، دا بیا تر ټولو بده خبره او دا مانا ورکوي چې یا تاسې د مقابل لوري په خبره مسخرې کوی او یا د دې پوښتنې په مقابل کې د دروغ موندلو هڅه کوی.

۸- (زما) له ضمیر څخه ځان ساتل

دروغ ویونکي له شخصي ضمیر څخه استفاده نه کوي، ځکه هسې نه بیا په خپله خبره کې بند پاتې شي. د بېلګې په ډول، ستاسې د کور ماشوم د ګلدان ګلونه مات کړي، که غواړي چې دروغ ووايي، هڅه کوي چې ستاسې خواته درشي او وايي: «ګلونه چا مات کړي دي). هغه د خپل دغه کار د کړلو لپاره هېڅ دلیل نه لري.

کېدای شي دا بېلګه په ډېرو نورو مواردو کې هم صدق وکړي. یا به مو ډېر داسې کسان لیدلي هم وي، چې د خپلې تېروتنې لپاره یې دېته (ما دا …. نه دی کړی) بهانې موندلې وي.

دروغ ویونکی ډېری وخت د درېیم کس له ضمیر څخه استفاده کوي، ځکه د ځان په اړه له ډېرو توضیحاتو وېرېږي.

۹- منې یې؟

دروغجن تل له مقابل لوري دا پوښتنه کوي، (منې یې؟) که یوڅوک رښتیا وايي، هغه بیا د خپلې خبرې د اثبات په دلایلو پسې نه ګرځي، ځکه هغه مخکې له مخکې پر دې باور وي چې خبره یې رښتیا ده او منل کېږي.

(Visited 35 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.