The news is by your side.

د ماشوم تر زېږېدو وروسته د ښځې او خاوند کورنۍ اړيکې لا خوږېږي

0

په عامه توګه دا خبره ډېره مشهوره ده، چې د ماشومانو تر زېږېدو وروسته د ښځې او خاوند د کوروالي هغه پخوانۍ اړيکې نه پاتې کېږي او ډېر بدلون پکې راځي، خو په يوه تازه څېړنه کې ويل شوي دي، چې د ماشوم تر زېږېدو وروسته د ښځې او خاوند د کوروالي اړيکې لا پسې خوږېږي.

په دغه څېړنه کې ويل شوي دي، چې کله ښځه ماشوم وزېږوي، نو تر هغه وروسته يې له خپل خاوند سره د کوروالۍ اړيکې لا خوږې شي او تر پخوا دواړه بيا ډېر نږدې او له خوند ډکې اړيکې سره لري.

ډېرى خلک له دې سر ټکوي، چې په کور کې د ماشوم تر زېږېدو وروسته کورنۍ ذمه وارۍ ډېرېږي او ښځه او خاوند بيا نه شي کولاى چې ډېر وخت او ښه وخت له يو او بل سره تېر کړي، خو دغه څېړنه کې ويل شوي دي، چې دا خبره سمه نه ده او د هرې ښځې چې ماشوم زېږېدلى دى، تر هغه وروسته يې له خپل خاوند سره د کوروالۍ اړيکې لا ښې او خوږې شوې دي.

دغه څېړنه د (پېنټ) په نوم يو ايپ ترسره کړې ده، چې په دغه څېړنه کې هغه ١٠٠٠ ښځې شاملې وې چې ماشومان يې زېږولي و. په دغه ټولو ښځو کې ٧٤ سلنه ښځو وويل، چې د ماشوم تر زېږېدو وروسته د دوى د کوروالۍ اړيکې خرابې شوې نه دي، بلکې تر پخوا لا ښې او خوږې شوې دي.

دغه ٧٤ سلنه ښځې وايي، چې دوى له خپل خاوند سره په اونۍ کې لږ تر لږ دوه ځلې کوروالى کوي او تر پخوا ډېر خوند ترلاسه کوي، همدا راز پاتې ښځو بيا ويلي دي، چې د دوى د کوروالۍ اړيکې له مخکې نه دي ښې شوې او د هغې لامل دا دى چې دوى د خوب له ستونزې سره مخ دي، ځکه ډېرى مهال د شپې ماشوم ته ويښه تېروي، نو بيا د کوروالۍ اړيکو ته ډېر وخت نه شي ورکولاى.

(Visited 28 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.