The news is by your side.

راجا مهیندرا پراتاپ او د هغه خاطرات

عبدالباري جهاني

0

هند خو هسي هم د نوابغو، فیلسوفانو، حماسو، سترو شاعرانو، سیاسي مبارزینو، جنرالانو او حوادثو مځکه ده، خو ځیني کسان یې د افغانستان د ډیرو حساسو تاریخي شرایطو او انقلابونو سره داسي اړه لري چي د ژوند او خاطراتو په باب معلومات یې د افغانستان د تاریخ، په تېره بیا ځوانو، څېړونکو لپاره بې ګټي نه دي. یو له دې کسانو څخه راجا مهیندراپراتاب سینګه دی چي په ۱۸۸۶ کال کي د اُتار پردېش په ایالت کي زېږېدلی او له تنکۍ ځوانی څخه یې، د خپل ذاتي انقلابي روح په حکم، د هند د منفور طبقاتي سسټم په مقابل کي، چي د ده په عقیده، د انسانانو ظالمانه او حتی توهینونکی وېش وو، مبارزه پیل کړه. په نهه کلنی یا لس کلنۍ کي، د خپلي کورنۍ او محیط د ټولو غوښتنو او معیارونو په خلاف، د مسلمانانو د علیګړهه ښوونځي ته شامل سو؛ هلته یې د مسلمانو ښوونکو څخه درسونه ولوستل او له همدغه ښوونځي څخه فارغ سو.

له مهاتماګاندهي سره، د برټانوي استعمار پر ضد مبارزې په لړ کي، جنوبي افریقا ته ولاړ او ناکراره روح یې په هیڅ ځای کي ارام نه ورکاوه. بالاخره په ۱۹۱۴ کي، د اته ویشتو کالو په عمر، اروپا ته ولاړ، څو هلته له هندي محصلینو او منورینو سره، چي د برټانیې د استعمار پر ضد یې مبارزه روانه کړې وه، یو ځای سي. د هند مشهور ځوان مبارز وریندرا چاټوپاړیا، چي دا وخت په جرمني کي اوسېدی، او د جرمني له ډېرو لوړو مقاماتو سره یې پېژندل، له سویس څخه، جرمني ته د ورتللو بلنه ورکړه. په جرمني کي یې د چاټو پاړیا په مرسته د امپراطور کیزر دوهم ویلهلم سره ملاقات وکړ. د جرمني امپراطور پر هند باندي د افغانستان له لاري د حملې کولو او د ترکیې او جرمني په ګټه، په لومړي نړی وال جنګ کي د افغانستان د شاملولو پلان درلود. د ۱۹۱۵ کال د اپرېل په میاشت کي یې د جرمني ډیپلوماټ وان هینټیګ، مولوي برکت الله او نورو سره یو ځای له برلین څخه د افغانستان پر لور حرکت وکړ.

مهیندراپراتاپ د افغانستان په ډیرو بحراني حالاتو کي د دې هیواد له پیښو او اشخاصو سره په تماس کي وو او د لومړي نړی وال جنګ له پیل څخه د دوهم نړی وال جنګ د پیل تر کلونو پوري یې د افغانستان په پاسپورټ سفرونه وکړل. له جاپان څخه تر اروپا او امریکا پوري په هر هیواد او هر کنفرانس کي یې د افغانستان نوم یاد کړ. دې هیواد ته یې د سیاسي او اقتصادي مرستو د جلبولو او په افغانستان کي د پانګي اچولو ګټو ته د نورو هیوادونو د متوجه کولو لپاره هلي ځلي وکړې او په دې یې افتخار کاوه چي په ځینو ورځپاڼو کي د یوه وطن پالونکي افغان په نامه بلل سوی وو. راجا مهیندراپراتاپ په ۱۹۷۹ کال کي د ۹۳ کالو په عمر په هند کي وفات سو. په خپل لالهانده، هدفمند او له ثمره ډک ژوند کي یې دومره افتخارات ګټلي وه چي تر څو هند ژوندی وي د ده نوم به یې د تاریخ د ځلاندو ستورو سره یو ځای ځلیږي.

مهبندراپراتاب په ۱۹۴۱ کال کي « زما د پنځوس کلن ژوند کیسه» په نوم یو مفصل کتاب ولیکی او په هغه کي یې له حوادثو څخه د خپل ډک ژوند بیان کړی دی. دا کتاب، زیات وکم پنځه ویشت کاله مخکي، ما د امریکا د کانګریس له کتابخانې څخه اخیستی او ځیني هغه برخي مي چي له افغانستان سره اړه لري ورڅخه فوټو کاپي کړي وې. ایله اوس مي ورپام سو چي له خپلو لوستونکو سره یې د ترجمې خلاصه، یعني هغه برخه چي زموږ له تاریخ سره اړخ لګوي، شریکه کړم. که څه هم چي په دې خاطراتو کي به چنداني نوي خبري نه وي خو د تاریخ د شاګردانو لپاره بې ګټي هم نه دي.

مهیندرا پراتاپ، د خپل کتاب په مقدمه کي، د مذهب، حکومت او ټولني په باب، خپل عقاید داسي بیانوي:

« …ټول مذهبونه هر یو د داسي افکارو او نظریاتو څخه جوړ دي چي بشریت ته د انسانانو د ښېګڼي په ګټه لارښودني کوي. مذهبونه ځکه توپیر سره لري چي په مختلفو وختونو او مختلفو محیطونو کي منځته راغلي دي. دوی په دې خاطر توپیر سره لري چي د بېلو بېلو قومونو د روحي قناعت لپاره ایجاد سوي دي. زه وایم راسی هغه بهترینه مذهبي نسخه چي د اکثریت انسانانو له عقیدې سره جوړه وي انتخاب کړو او کار ورڅخه واخلو. د مذهب مطلب او هدف زموږ د روحي روغتیا او صحت ساتل دي. زه له هیڅ مذهب سره اختلاف نه لرم. زما مذهب د ټولو مذهبونو وحدت دی. زما مذهب د میني مذهب دی»

« زما سياسي عقیده: حکومتونه، که واړه دي که لوی دي، باید کوښښ وکړي چي په خپل پراخ او اوړه قلمرو کي سوله وساتي. خو د نني ورځي ډېر زیات حکومتونه د سولي ډېر سخت دښمنان دي. دوی د لویو غلو او لویو داړه مارانو په څېر عمل کوي؛ او تل یې دا هڅه وي چي د ګاونډيانو پر خاورو باندي حملې وکړي. زما په عقیده د دې علت دا دی چي بې تربیې خلکو او د ټولني تر ټولو بدو خلکو د حکومتونو واک په لاس کي اخیستی دی او د خپل واک څخه بده استفاده کوي. دوی چي قدرت ته ورسیږي نو له غلو او داړه مارانو څخه کار اخلي او د هغوی پر بازو باندي تکیه کوي. زه په دې عقیده یم چي موږ باید پر دې ټکي باندي تاءکید وکړو چي حکومت د خپلو هیوادونو تر ټولو بهترو کسانو ته وسپارو چي زموږ بهتر خدمت وکړای سي. دوی باید د خلکو شته منیو ته سترګي خړي نه کړي. دوی باید د ځانونو د شته من کېدلو په غم کي نه وي. د دوی هدف باید د خپلو خلکو ښېګڼه او هوسايي وي. دوی باید خپل ځانونه د بشریت چوپړ ته وقف کړي. دوی باید کوښښ وکړي چي بشریت خوشاله وساتي. ما د خوښۍ ګوند په پروګرام کي دا مسله په بشپړ تفصیل څېړلې ده»

« زما درک له ټولني څخه: زه د بشریت پر وحدت باندي عقیده لرم. زه په دې عقیده یم چي ټول نارینه او ښځي د ښه ژوند کولو مساوي حق لري. هغه کسان چي عقل او تعلیم یې تر نورو زیات دی او یا طبیعت یا بشري ټولني نور امتیازات ورباندي پېرزو کړي دي باید چي د نور بشریت لپاره کار ورڅخه واخلي. تول هغه کسان چي خپل خدای ورکړي استعدادونه او یا د ټولني له خوا ورکړل سوي مقامونه د خپلو شخصي ګټو لپاره استعمالوي هغوی ګناهکار مختلسین دي. زه هیله لرم چي موږ ټول دا حقیقت درک کړو او داسي شرایط منځته راوړو چي دغه حقیقت اوږد ژوند ولري او د افرادو او ډلو د شیطاني او ځان غوښتني د حرص له حملو څخه یې وساتو. زه فکر کوم چي که کار اهل کار ته وسپارل سي او د هغوی له استعدادونو څخه د ټولو خلکو په ګټه کار واخیستل سي نو د ټولو شخصي اختلافاتو او جګړو مخه به مو نیولې وې. او که دا ټولي موجودي ډلي په یوه لوی نړی وال تنظیم کي را غونډي کړو نو د ډلو ترمنځ به مو د جګړو علت له منځه وړی وي…»

راجا مهیندرا پراتاب

زما د پنځوس کلن ژوند کیسه: ترجمه او تلخیص

«… د جرمني امپراطور کیزردوهم ویلهلم  خپلي خبري په داسي پېش بیني پیل کړې چي ویل یې په دې څو کلونو کي باید په هند کي د برټانیې واکمني ختمه سي. زه د خبرو دغه راز پیل ته تیار نه وم او په جواب کي مي ورته وویل چي « بلې اعلیحضرته! په هند کي خلک معمولا وايي چي پر هند باندي د انګلیسیانو سل کلنه سلطه باید پای ته ورسیږي؛ نو هغه وخت را رسېدلی دی چي دوی باید دا خاوره خوشي کړي» زه باید ووایم چي دا ادعا نه سم کولای چي کټ مټ دغه کلمات به مي استعمال کړي وي ځکه چي د دغه راز کلماتو ادا کولو ته تیار نه وم خو چي څه مي ویلي دي مطلب یې همدغه وو.

امپراطور د دغه مجلس لپاره ښه تیاری نیولی وو او سره له هغه چي د یوه واکمن او د پوځ د اعلی قوماندان په حیث یې ډېر زیات کارونه درلودل دغه مجلس ته یې پوره وخت ځانګړی کړی وو او زما سره یې د پنجاب د ځینو سیمو جینډ، يټیاله او نبا په باب خبري وکړې او د هغوی ستراتیژیک اهمیت  ته یې اشاره وکړه او وې ویل چي د افغانستان له لاري د پوځي حرکاتو لپاره دا سیمي څومره اهمیت لري.

په پای کي، چي زه کله روانېدلم او څو ګامه مي واخیستل نو امپراطور یو ځل بیا را ږغ کړل چي د افغانستان امیر ته دي زما سلامونه هېر نه سي. دا ماته د امپراطور ډېر دوستانه، غیر رسمي او خوندور سلوک ښکاره سو.

ماته یې د سره عقاب دوهمه درجه نښان راکړ. صدراعظم ب هاولیګ په ډېره مهرباني په خپل لاسلیک یو مکتوب راکړ او ژمنه یې راسره وکړه چي په هند کي به زما له فعالیتونو سره د امپراطور ټینګ ملاتړ ملګری وي.

له جرمني تر هراته:

په۱۹۱۵ کال کي، افغانستان ته زما د سفر په باب دوه ټوکه لوی کتابونه لیکل کېدلای سي ځکه چي د نړی وال جنګ په هغه توپاني شرایطو کي زما د دې اوږده سفر هره ورځ یو داستان لري. خو زه به خپله کیسه لنډه کړم.

زه برلین ته د ۱۹۱۵ کال د فبروري پر لسمه را ورسېدم او د اپرېل پر لسمه ورڅخه روان سوم. زما سره جرمنی ډیپلوماټ ډاکټر وان هینټیګ،  چي د هیات د منشي وظیفه یې درلوده، ملګری وو. د ده وظیفه زموږ د سفر ترتیبول او اداره کول وه. د ده وظیفه دا وه چي ما، روغ رمټ، تر کابله ورسوي. زموږ په هیات کي مولنا برکت الله هم راسره وو. زموږ په دغه هیات کي ډاکټر بېکر او د ډاکټر هینټیګ منشي ښاغلی روهر هم راسره ملګری وو. زموږ سره یو شمېر افریدي عسکر راسره ول. دوی جنګي بندیان ول او په داوطلبانه توګه زموږ له ډلي سره ملګري سوي وه تر څو موږ تر ځایه ورسوي او دوی خپلو کورونو ته ولاړ سي. د متحده ایالاتو څخه دوه بُنیروال افغانان هم راسره ملګري سول چي زموږ په مبارزه کي مرسته راسره وکړي….

په ویانا کي په هغه هوټل کي چي موږ اوسېدلو د مصر خدیو( والي) هم اوسېدی. موږ او هغه په دې هوټل کي دېرش ساعته سره یو ځای وو او په دغه موده کي مو څلور ځله سره ولیدل.یو ځل زما اتاق ته راغی او بل ځل یې یوه زوروره شاهي غرمنۍ ډوډۍ راکړه. په خبرو کي یې د برټانیې له واکداری څخه ډېر سخت سر ټکاوه….

له سلطان سره لیدنه:

 په استانبول کي مو د اعلیحضرت ریشاد (مطلب یې سلطان عبدالحمید دی جهاني) سره وکتل، چي د ټولي اسلامي نړۍ روحاني مشر دی. هغه د باسفورس د آبنا پر سر په یوه ښکلي قصر کي اوسېدی او دلته موږ یوې خوني ته رهنمايي سوو. په هغه کي زوړ سلطان ناست وو. زموږ سره یې د لاس روغبړ وکړ. وروسته کښېنستی او موږ ته یې هم، ده ته مخامخ، د کښېنستلو ست وکړ. دا خبري په څو مرحلو کي وې. سلطان به په ترکي خبري کولې، د تشریفاتو رییس هغه په فرانسوي ترجمه کولې او ښاغلي هینټیګ به ماته په انګلیسي ترجمه کولې. سلطان زموږ د اوږده او خطرناک سفر په لاره کي له خطرونو څخه اندېښمن وو. مګر هیله یې څرګنده کړه چي موږ په خیر او عافیت تر ځایه ورسیږو. کله چي موږ  رخصتېدلو نو سلطان ولاړ سو، تر دروازې پوري څو ګامه راسره ولاړ او خدای په اماني یې راسره وکړه.

د جنګ له وزیر او د سلطان له زوم جلالتمآب انور پاشا سره مو هم وکتل. له هغه څخه مي وغوښتل چي له خلیفه څخه د افغانستان داعلیحضرت امیر لپاره یو لیک راته واخلي. وروسته مي د هند د نوابانو او حکمرانانو لپاره د صدراعظم په امضاء یو څو لیکونه ورڅخه وغوښتل. وروسته مي له انور پاشا څخه وغوښتل چي لطفا یو ترکی صاحب منصب زموږ له هیات سره ملګری کړي. ده په ډېره مهربانی زما ټولي غوښتني راسره ومنلې. ډاکټر هینټیګ له انورپاشا څخه وغوښتل چي په ترکیه کي زموږ په لاره کي ټولو ترکي افسرانو ته لیکونه ولیکي چي د ترکیې په خاوره کي، نه په اېران کي، زموږ د سفر لپاره اسانتیاوي برابري کړي. موږوروسته خبر سولو چي په دغه وخت کي چي موږ له انورپاشا سره خبري کولې برټانیې پر ګالي پولي باندي ډېره سخته حمله روانه کړې وه. دا داسي وخت وو چي د ترکیې د امپراطوری سرنوشت په خطر کي وو ځکه چي که د برټانیې پوځي قواوي د دردانل آبنا ته ننوتلي وای نو دوی په هغه ماپښین استانبول نیولای سوای. څو ساعته وروسته د ترکیې حکومت د برټانیې جنګي بندیان په بازارونو کي تېر کړل او په دې توګه یې خلکو ته ښودل چي د ترکیې پوځونو په جنګ کي بری ترلاسه کړی دی. ما د خپل هوټل له کړکۍ څخه د هغوی ننداره وکړه.

له صدراعظم حلمي پاشا سره زموږ لیدنه فقط تشریفاتي ملاقات وو. دی ډېر مهربان او موءدب سړی وو. ما طلعت پاشا او ولیعهد شهزاده هم ولیدل او له شیخ الاسلام سره مو هم لیدنه وسوه. مولنا برکت الله له هغه سره په عربي خبري کولې. د ولیعهد شهزاده په کور کي مو د مکې شریف، چي د هغه ښار د واکمن شریف له زامنو څخه وو، ولیدی. کله چي مي د سوریې د الیپو ښارته په لاره کي د ټارسوس په غرونو کي ولیدی نو حیران سوم.

موږ بغداد ته ورسېدلو:

زه به هیڅ وخت د مارمارا د بحیرې هغه ښکلې منظره هېره نه کړم، چي د خپل اورګاډي له کړکۍ څخه مي، چي ډېر ورو حرکت یې کاوه، ولیده. ما د اورګاډي په سټېشن کي تازه د لالا هردایال په څېر دوستانو سره په مخه ښې کړې وه. موږ روان وو چي خپل هیواد هندوستان د برټانیې له منګولو څخه آزاد کړو او سرنوشت یې خپلو خلکو ته وسپارو. مګر د طبیعت دې ښکلي تصویر داسي ورسره واخیستم لکه یو خوږ خوب چي مي لیدی او هر څه یې راڅخه هېر کړي وه.

په قونیه کي زیارتونو ته ولاړو. موږ د ټاروس په ښکلیو غرونو کي په موټرونو کي سفر وکړ ځکه چي دا وخت یې لا زړه د اورګاډو خطونو سوری کړی نه وو. الیپو ډېر ښکلی ښار وو. هغه یو وړوکی ښار وو چي ډېر زیات عربي رستورانونه یې درلودل او د خلکو څخه به ډک ول، حتی په هغه وخت او په هغه لیري لوېدلي حالت کي یې پارک او د لوېدیځ په ډول هوټل  درلود.

دا یوه بېخي نوې تجربه وه. موږ الیپو ته نیژدې، د فرات په سیند کي، بغداد ته نیژدې یوې سیمي ته روان سولو. زموږ کښتۍ سرپوښلي وې او په دغه سیند کي د دغه راز سفرونو لپاره جوړي سوي وې. کښتیو په شپه کي حرکت نه کاوه. د ورځي په رڼا کي یې د سیند په موجونو کي حرکت کاوه. په هغو زورورو موجونو او څپو کي سفر کول خطرناک وو. موږ څو ورځي لوی ښارونه ونه لیدل. د سیند پر غاړه مو د  عربو له تورو خېمو څخه پرېمانه شیدې او کوچي واخیستل. موږ په لاره کي یو لوی مرمرین قصر ولیدی چي تول وران سوی وو. موږ څوارلس ورځي وروسته خپل د سیند سفر ختم کړ. له کښتیو څخه کښته سولو او د آسونو په ګاډیو کي سپاره سوو، او په یوه سړه شپه کي بغداد ته ورسېدو. موږ په یوه ښکلي باغ کي په یوه ښکلي کورکي ځای ونیوی، چي جرمني دوستانو یې ترتیب نیولی وو. په ورځ کي ډېره سخته ګرمي وه او کله چي سرپوښلي کوڅې او جادې ولیدې نو پوه سوم چي دا د فیشن لپاره بلکه د ضرورت لپاره دي. په ښار کي مي له ګرځېدلو څخه ډېر خوند واخیست.

اصفهان ته ورسېدو:

موږ په ګاډیو کي خپله لاره وهله. زه او ډاکټر هینټیګ په یوه ګاډۍ کي سپاره وو. موږ د اېران د عرونو سلسلې ته ورسېدو. دلته هوا یو څه سړه سوه. وروسته نو موږ مجبور وو چي پر آسونو باندي سفر وکړو. دلته مو مشهور رووف بېګ ولیدی. دلته یې له زیات وکمن دوو زرو عسکرو سره کمپ جوړ کړی وو. ده هم غوښتل چي افغانستان ته ولاړ سي مګر د اېران عسکرو یې مخه بنده کړې وه. د ده په کمپ کي مي د پېښور عبدالرحمن او مولوي عبدالرب ولیدل. رووف بېګ پر ما باندي ډېر مهربان وو. ډېر ژر کرمانشاه ته ورسېدلو، چي یو لوی ښار وو او د جرمني په قونسلګري مو ځای ونیو. ډاکټر هینټیګ تهران ته ولاړ او زه اسهال سوم او ډیري سختي تبې ونیولم. زموږ ملګري ډاکټر بېکر مي تداوي کوله. په یوه هفته کي جوړ سوم او بیا په ګاډیو کي سپاره سولو…. اصفهان ته له رسېدلو سره سم بیا هم د جرمني په قونسلګري کي دېره سولو. هم مو ځای ډېر آرام وو او هم ښار ډېر ښکلی وو. له بام څخه داسي ښکارېدی لکه ټول ښار چي یو شین بڼ وي.

په دښتونو کي:

د سفر دغه برخه یوڅه ستړې کونکې او له ستونزو ډکه وه او ماته یې په جسمي او روحي لحاظ تکلیف راکړ. نګر زه ټوله کیسه نه درته کوم او ژر مخته ځم. لومړي څو میله د آسونو په ګاډیو کي ولاړو. بیا نو پر آسونو سپاره سولو. موږ ځکه د شپې سفر کاوه چي هم د لمر له تاوه او هم د دښمن له جاسوسانو څخه ځانونه ګوښه کړو. کله چي مو یو ځل لاره ورکه کړه نو دا ډېر خطرناک حالت وو. او کله چي یوې شنې سیمي ته ورسېدلو نو په هماغه اندازه مو زړونه پر کراره سول. یو ځةل خو موږ مجبور سولو چي د ماپښين له څلورو بجو څخه کرۍ شپه لاره ووهو، په سهار کي مو ډېر لږ استراحت وکړ او په غرمه کي مو بیا سفر پیل کړاو د بلي شپې تر ناوخته مو سفر کاوه. د انګلیسیانو او روسانو عسکرو له دوو خواوو څخه تعقیبولو. مګر د خدای ساتنه او د تورن نیدرمایر کمال وو چي موږ یې د دښمن په منځ کي تېر کړو. د تورن نیډرمایر ډوله زموږ له هیات سره په اصفهان کي یو ځای سوه او بیا مو نو ګډ سفر پیل کړ. په پای کي، که څه هم چي یو څه مالونه مو ورک کړل او په ډېر زیات اسناد ضایع سول او یو څه سړي مو هم له لاسه ورکړل خو روغ رمټ افغانستان ته ورسېدلو.

په هرات کي:

مولنا برکت الله او یو افریدی صاحب منصب له موږ څخه مخکي هرات ته ولاړل او ګورنر ته یې زموږ د رسېدلو اطلاع ورکړه. حکومتي مقاماتو زموږ شاهانه هرکلی وکړ. موږ دولتي مېلمانه سولو. د افغانستان په ښکلي باغ کي مو خوږې مېوي او افغاني پلوونه وخوړل او چي څه ناز ممکن وو هغه مو ولیدی او د یو څه وخت لپاره مو ټولي هغه خوارۍ هیري کړلې چي په لاره کي راباندي راغلي وې. ګورنر مو لیدلو ته راغی او موږ یې هم د خپلو اردلیانو په بدرګه لیدلو ته ورغلو. د زاړه عمر څښتن، ګورنر ډېر خوشاله سړی وو او هر وخت به یې یوه نیمه ټوکه کوله.

له هراته تر کابله: 

چا چي په دښتونو کي سفر نه وي کړی نو شنو مځکو ته د رسېدلو په قدر نه پوهیږي. دا ښايي د لوږي احساس وي چي سړي ته پرېماني تر خوږو لا خوږه ښکاري. موږ چي په اېران کي د دښمنانو په منځ او مالګینو دښتونو کي لاري ووهلې او بیا هرات ته ورسېدلو نو ایله شکر مو وایستی. زموږ په ریشتیا هم شاهانه هرکلی وسو او د پاچاهانو په څېر سلوک راسره وسو. موږ باور نه سو کولای چي د ښو خوړو سره نوي لباسونه هم راکړه سول. هغه څيري او خیرن کالي مو چي پر آسونو باندي د سفرونو له لاسه نور له اغوستلو لوېدلي وه په نویو جامو بدل سول. له دې سره یې صابون، تېل او عطرونه هم راکړل. د هرات د ګورنر مېلمه پالنه د هېرېدلو نه ده.

یوه بله خبره هم ډېره مهمه ده. موږ یې د هرات تاریخي جومات ته بوتلو. موږ په جومات کي له بوټونو سره ګرځېدلو. زه د خلکو دې زغم او حوصلې ته حیران سوم . که زموږ پر ځای کوم افغان له بوټونو سره جومات ته ننوتلی وای نو شل ښکنځل به یې اورېدلي وای. یو ډول عجیب زغم وو چي سړي بیخي باور نه سو کولای.

له دې وروسته مو د، د کابل پر لور، د هزاره جات په سړو او غرنیو سیمو کي بل سخت سفر پیل کړ دا نو له هراته تر کابل پوري، مزل پر مزل، د یوې میاشتي سفر دی خو موږ یو څه چټک ورسېدلو. ډېري ورځي مو لنډ مزلونه دوه په یوه ورځ ووهل.د آس سپرلي ستومانه کونکې او ګرانه وه مګر موږ ځکه ری نه پکښي واهه چي ترتیبات راته نیول سوي وه. اوس زموږ مېلمه پالنه د ګورنر د استازي په لاس کي وه. هغه هم زموږ د شپې غم خوړ او هم یې د ورځي زموږ د خوراک سرښته کوله. زموږ سره د اشپزانو، نوکرانو او عسکرو یوه لویه بدرګه راسره وه. دا د سپټمبر میاشت وه مګر موږ به په غرونو کي په ځینو ځایونو کي لیدل چي اوبه به کنګل سوي وې او موږ به د شپې اور ته کښېنستلو.

موږ د ۱۹۱۵ کال د اکټوبر پر دوهمه کابل ته ورسېدلو. مخي ته مو ډېر زیات خلک راوتلي وه. د یوه محلي ترکي صاحب منصب په مشری، د افغاني عسکرو یوې قطعې پوځي سلامي راته وکړه. موږ په مشهور باغ بابر کي مېلمستون ته رهنمايي سوو. هري خواته ګلونه غوړېدلي ول، فوارې چالانه وې. داسي ښکارېدله لکه ټول باغ چي رنګیني جامې په تن کړي وي. موږ هر یوه ته په باغ بابر کي یوه خونه ورسېده. چي څه مو غوښتل او چي څه په کار وه هغه ټول حاضر وه؛ موږ دولتي مېلمانه وو.

له پاچا سره لیدنه:

یو څو ورځي مو په داسي توګه تیري کړې چي نه پوهېدلو څه کوو. ډوډۍ پرېمانه وه او منظرې مو کتلې. لاندي مو شنه وادي او په لیري کي ښکلي غرونه لیدل. زموږ د خونو مخي ته یوه ښکلې طبیعي منظره وه چي شاوخوا یې لمن غوړولې وه. مګر موږ ته د باغ له څلورو دېوالونو څخه د وتلو اجازه نه وه. په باغ کي د قدم وهلو او منډو لپاره پوره ځای وو؛ خو موږ لکه دولتي بندیان داسي وو او دغه فکرونو غلبه راباندي وکړه. کله کله به مو د حکومت له هغه استازي سره چي زموږ د مېلمه پالني وظیفه یې درلوده خورا تاوده بحثونه پیل کړل. ځینو فکر وکړ چي ناروغ سوي دي او سمدستي ډاکټر منیربې، چي یو ترکی ډاکټر وو، راته راغی او دارو درمل او زېری یې راته راووړ. په تقریبا دریو هفتو کي، بالاخره یوه ورځ وټاکله سوه او له یوه عالي رتبه مقام سره د موټرونو کاروان را ورسېدی او موږ یې په پغمان کي د افغانستان د پاچا قصر ته بوتلو او هلته امیر حبیب الله خان موږ خپل حضور ته ومنلو.

دا ډېره اوږده کتنه وه. له سهار وختي څخه یې تر ناوخته ماپښین پوري دوام وکړ. موږ له باغ بابر څخه تر پغمان پوري سردار محمدعزیز خان بوتلو. کله چي موږ قصر ته ورسېدلو نو د امیر ورور نایب السلطنته سردارنصرالله خان مو هرکلی وکړ. څو دقیقې وروسته یې موږ د پاچا هستوګنځي ته بوتلو. زموږ د ماموریت په ټول دوران کي ماته لومړی ځای راکول کېدی او وروسته به، په ترتیب سره، ډاکټروان هینټیګ، تورن نیدرمایر، د ترکیې تورن کاظم بې او بیا به نو مولنا برکت الله کښېنستی. پاچا به هر وخت پر مرکزي چوکۍ کښېنستی. د ده په مقاماتو کي لومړی ځای د صدراعظم نصرالله خان( نه پوهېږم چي ولي یې صدراعظم بولي جهاني ) وو، ورپسې شهزاده عنایت الله خان، شهزاده امان الله خان او ورپسې دوه سرداران، چي د نادرخان پلار او کاکا وه، کښېنستل.

چي خبري را لنډي کړم، ما امیر حبیب الله خان ته د اعلیحضرت کیزردوهم ویلهلم  او د ترکیې د اعلیحضرت سلطان مکتوبونه ورکړل. بیا نو ډاکټر وان هینټیګ د جرمني د صدراعظم لیک ور تسلیم کړ او ورپسې نو اوږدې خبري پیل سوې. پاچا وویل چي تاسي وښیاست چي څشي درسره دي او موږ به وګورو چي هغه زموږ لایق دي کنه. ده په فارسي ژبه داسي کلمات ادا کړل چي زموږ په برخه کي د ده نظر ورڅخه څرګندېدی. دی د فارسي په ادبیاتو کي ډېر تکړه او وارد وو. په خپلو خبرو کي به یې ځای پر ځای د پخوانیو شاعرانو شعرونه د مثال په ډول راوړل. غرمه سوه او پاچا او کسان یې د ماپښین لمانځه ته ولاړ سول. وروسته ټول شاهي غرمنۍ ته کښېنستلو. په دې وخت کي نور حکومتي مقامات هم راغلل او د ډوډۍ مېز ته کښېنستل. زه د پاچا ښي لاس ته کښېنستلم. مولنا برکت الله په ډېره مهرباني د پاچا خبري ما او ډاکټر وان هینټیګ ته ترجمه کولې. تورن نیډرمایر او تورن کاظم بې په فارسي لږلږ پوهېدل.

افغان مقاماتو زما لپاره د هندوانو خاصه ډوډۍ ترتیب کړې وه؛ په هندو اشپز یې پخه کړې او له کابل څخه یې راته راوړه. ما له دوی څخه مننه وکړه او ورته ومي ویل چي زه بېله ډوډۍ نه خورم او پر شاهي مېز مي ډوډۍ وخوړه څو بیا هم خپل نظریات بیان کړم.

جلا خبري اتري:

پاچا، له دغي لومړنۍ غونډي څخه وروسته، زموږ سره په جلا جلا توګه هم ولیدل. د هغه له غوښتني سره سم، درې ورځي وټاکلي سوې. په لومړۍ ورځ زه له مولنا برکت الله سره یو ځای ورغلم. په بله ورځ جرمني ملګري ورغلل او یوه ورځ کاظم بې یوازي ورغی. په هغه ورځ چي زموږ هندی هیات ورغی نو خبري طبعا د هند په باره کي وې. ما له دغه فرصت څخه په ګټه اخیستلو سره د هغو هندیانو خبره ورته یاده کړه چي په کابل کي بندیان ول او په ځنځیرونو کي پراته ول. یوه ډله هندي محصلین، د ترکیې او د مسلمانانو د داعیې څخه د دفاع په خاطر، له هند څخه تښدېدلي ول. دا ټول په کابل کي بندیان ول. مولنا عبیدالله سیندهی، چي یو مشهور او د نفوذ خاوند مسلمان مشر وو، او کابل ته زموږ له رسېدلو څخه څو ورځي مخکي، افغانستان ته راغلی وو، هم له دغو محصلینو سره بندي وو. دوه تنه سیکهان، چي په هند کي د بمب ایښودلو په قضیه کي تورن سوي او له هند څخه تښتېدلي ول هغه هم بندیان وه. له امیر څخه د دغو کسانو په باب زما غوښتني سمدستي اغېزه وکړه. د هغوی په باره کي د محکمې فیصلې ته اړتیا نه وه. پاچا صدراعظم ته ( مطلب یې سردارنصزالله خان دی جهاني ) امر وکړ او په څو ورځو کي له هندي بندیانو سره د افغانستان د مېملنو په حیث سلوک پیل سو او هغه دوه تنه سیکهان، چي ما پخپله په ځنځیرونو کي لیدلي ول، هم له نورو سره یو ځای خوشي سول.

نوري څو لیدني کتني:

موږ، یو ځل دوه نه بلکه، څو ځله د جلالتمآب صدراعظم په کورکي خبري وکړې. کله کله به پاچا هم حاضر وو او په رسمي فضا کي به مو خبري کولې. پر ټولو تفصیلاتو باندي په دقیقه توګه کار او بحثونه کېدل. که زه اوس درته ووایم چي موږ څرنګه چنې وهلې، نه نه دونه لیري به نه ځو، دا خو نه سي کېدلای، مګر تاریخي کرښه هلته تېره سوې ده، بلې د بلوچستان مسله، او د مرکزي اسیا فارسي ژبي سیمي، او پر دغه راز موضوعاتو به مو ساعتونه خبري کولې. او عسکر به ټول تیارسی ولاړ ول. د حاجي عبدالرازق ( ښايي حاجي عبدالرزاق وي جهاني ) په نوم یوه تن ته، چي د صدراعظم یو باوري سړی وو، وظیفه ورکړه سوې وه چي د هند پر مسله باندي یو څه غیر رسمي بحثونه وکړي او هغو ستونزو ته جلا توجه وکړي. د ده په کور کي مېلمستیاوي کېدلې او ډیري غونډي مو وکړې.

د هند موقتي حکومت:

د موقتي حکومت تاداو د ۱۹۱۵ کال د ډسمبر پر لومړۍ نېټه کښېښودل سو. دا زما د زېږېدني کلیزه هم وه. په هغه شپه یوازي څو تنه ملګري زما په کوټه کي را غونډ سولو او په رسمي توګه مو د هند لپاره د موقتي حکومت تاداو کښېښود. زه د ټول ژوند لپاره یا تر هغه وخته پوري چي موږ په هند کي یو منظم حکومت جوړوو د جمهورریس په حیث وټاکل سوم.دا حکومت به البته زموږ د هند ملي کانګریس جوړوي. مولنا برکت الله د صدراعظم او مولنا عبیدالله د داخله وزیر په حیث تعین سول. وروسته زموږ له هغو هندي وروڼو څخه چي د هغوی په خوشي کولو کي مو مرسته کړې وه د وزیرانو په توګه وټاکل سول. دوه تنه یې اوس حاضر مهمي وظیفې لري. ښاغلی محمدعلي زموږ سره وو او اوس په دریم انټرنېشنل کي ( د شوروي اتحاد په رهبری، د کمونیسټانو یوه بین المللي موسسه وه جهاني ) مهمه وظیفه لري او زه فکر کوم چي اوس هم په ماسکو کي دی. زموږ بل وزیر الله نواز وو چي اوس په برلین کي د افغانستان سفیر دی. د دغه راز دوستانو په وسیله، چي ځانونه یې خدمت ته وقف کړي ول، موږ کولای سوای چي هند ته یو څه کار وکړو. کله چي د هند تاریخ لیکل کیږي نو زموږ موقتي حکومت به یې یو فصل وي او خاصه توجه به ورته کیږي. نن ورځ زه باید ووایم چي زموږ موقتي حکومت په هغو شپو ورځو کي رسما د افغانستان له حکومت سره همکاري او سروکار درلود. یو ځل خو حتی زموږ او د افغانستان د حکومت ترمنځ یو تړون هم لاسلیک سو.

له شهزاده ګانو سره شخصي تماسونه:

زه ډېر بختور وم چي له شهزاده عنایت الله خان سره مي، چي ولیعهد ګڼل کېدی او شهزاده امان الله خان سره، چي وروسته یو مشهور پاچا سو، شخصي انډیوالي ټینګه کړې وه. ما به له دوی سره ساعتونه خبري کولې او کله کله به مو غرمنۍ هم سره وخوړه. یو دوه ځله یې مهرباني وکړه او د باغ بابر په قصر کي زما لیدلو ته راغلل. له مبالغې او بېځایه صفت کولو پرته ویلای سم چي دواړه د شریفو اوعالي شخصیتونو څښتنان ول. پاچا امان الله خان ته وروسته د خپل شخصیت او ارزښت د ثابتولو لپاره یو فرصت هم په لاس ورغی. دا امان الله خان وو چي افغانستان یې له وروسته پاته حالت څخه په یوه عصري هیواد تبدیل کړ. دی په دې مشهور وو چي د خپلو خلکو د حال احوال معلومولو لپاره به پخپله له درباره څخه ووت او دا به یې معلوموله چي د خلکو سره سم سلوک کیږي او کنه. په ښار کي کیسې کېدلې چي هغه په بدلو جامو کي د ښار په لارو کوڅو کي ګرځي او ګوري چي دوکانداران خپل مالونه په سمو بیو او سمو وزنونو خرڅوي کنه. په هغو شپو ورځو کي سپه سالار سردارمحمدنادرخان د شهزاده امان الله خان له ګوند سره اړه درلوده. ما د ده او د ده د کورنۍ له نورو غړو سره لیده کاته کول. دی او د ده وروڼه په دې مشهور ول چي هیڅ وخت رشوت نه اخلي. کله چي به ما له چا سره کتل نو معمولا به مولنا برکت الله او کاظم بې هم راسره ملګري ول.

یو ځل به بیرته شاته ولاړسو:

د احساساتو ورځي شپې تیري سوې. له دریو هفتو اوږده او ناکراره انتظار څخه وروسته، اعلیحضرت امیر حبیب الله خان موږ په پغمان کي په خپل قصر کي ومنلو. موږ د شاهي دربارونو له مراسمو او تشریفاتو څخه، چي د هغو کسانو لپاره چي غواړي آرام ژوند ولري، ربړونکي دي، را تېر سوي وو. رسمي روغبړونه، ډیپلوماټیکي خبري اتري او رسمي مېلمستیاوي پخوانۍ او زړې خبري وي.

موږ لږ و ډير ځای پر ځای سوي وو. د باغ بابر ښایسته او آرام قصر او د افغانستان د پاچا سخاوتمندانه مېلمه پالني موږ دومره خوشاتله ساتلي وو چي ځانونه مو په خپل کور کي احساسول. دا د ۱۹۱۵ کال کیسه ده.

کله کله به د جنګ خبرونه رارسېدل او موږ به علاقه ورسره اخیسته. کله کله به مو زړونه دربېدل. کله کله به د جنګونو د جبهو په باره کي، چي زموږ څخه ډیري لیري وې، تاوده بحثونه کول. خو هغي آرامي وضعي، چي پر موږ باندی تحمیل سوې وه، موږ ډېر ژر په دماغي خوب اخته کړو. د لمر ځلانده وړانګو، تازه نسیم او د چاردهي د علاقې ښایستو منظرو زموږ فکرونه مصروف کړي وه. موږ په ویښه ویده وو او یوازي مو د ښکلي کابل منظرې او د پغمان د شانداره غرونو تماشې ته پام وو.

د اکټوبر میاشت تېره سوې او د نومبر میاشت نوې سوې وه…. ډسمبر را ورسېدی او موږ بالاخره د موقتي حکومت تاداو کښېښود. تورن نیدرمایر او وان هینټیګ مبارکي راکړه او تورن کاظم بې او ډاکټر منیربېګ د مبارکی په توګه لنډي ویناوي وکړې.

موږ هیڅ فکر نه کاوه چي زموږ دا عاجزانه اقدام به د وخت په تېرېدلو سره په یوه خطرناکه قوه بدل سي. موږ چنداني دا تصور نه سو کولای چي د برټانیې طرفدار امیر حبیب الله به زموږ پر دې سري اقدام باندي عکس العمل ښکاره نه کړي او داسي به یې وګڼي چي ګواکي هیڅ نه ده پېښه سوې. خو دونه ویلای سم چي هر څه چي موږ په پټه کول هغه کوم جنايي عمل نه وو. موږ افغانستان ته د برټانوي هند پر ضد د فعالیت کولو لپاره تللي وو. د ترکیې او جرمني حکومتونو ځکه مرسته راسره کړې وه چي له برټانیې سره په جنګ کي وه. موږ کومه دسیسه نه کوله. زموږ موقتي حکومت وروسته شاوخوا ته هیاتونه ولېږل. موږ د روسیې د کیرینسکي له حکومت سره، چي د تزار طرفدار وو او د روسیې د بلشویک حکومت سره تماسونه ټینګ کړل. اوس به دا کیسه پرېږدو او خپله خبره به راواخلو.

په کابل کي د ۱۹۱۶ کال یوه صحنه:

له لويي خوني څخه دباندي ډېره درنه واوره پرته وه او خونه ښه ګرمه وه. اعلیحضرت امیر حبیب الله خان، شهزاده ګان، درباریان او زموږ د ترکي، جرمني او هندی هیات ملګري د یوه لوی مېز پر شاوخوا باندي ناست وو. ما امیر حبیب الله خان ته، چي زه یې پر کیڼ اړخ ناست وم، په ډېر کرار ږغ  وویل چي دا به ښه مفکوره نه وي که روسیه راسره ملګرې کړو. زما خبري په غونده کي یو نوی جوش پیدا کړ ځکه چي امیر زما خبره سمدستي جدي ونیوله او ماته یې وویل چي خپل پلان له صدراعظم سره مطرح کړم.

یوه مفکوره دا وه چي زه، د موقتي حکومت د رییس په حیث، د روسیې د اعلیحضرت امپراطور په عنوان، د خالصي طلا پر یوه قاب باندي، یو مکتوب ولیکم. محمدعلي او شمشیرسینګه( ډاکټرمتهوراسینګه) زما له مکتوب سره د روسي ترکستان پر لور حرکت وکړ. دغه مکتوب د موقتي حکومت صدراعظم مولنا برکت الله او داخله وزیر مولنا عبیدالله ترتیب کړی وو.

زه باید مزار شریف ته تللی وای. زه د هغه ولایت د ګورنر سردارسلیمان خان مېلمه وم. ما او زما ملګری ګوجرسینګه ( ښاغلي کالاسینګه ) د ګورنر په خوښه، د روسیې خاوري ته تر سرحد ور تېر سولو. د تورن جنرال اکو او د هغه د انګلیسی مېرمني سره مو ولیدل. او هغوی راته وویل چي روسیې ته زما ننوتل خطرناک دي.

زما سره خپل ملګري، څوارلس سپاره عسکر، یو صاحب منصب او څو تنه نوکران، چي د افغانستان حکومت راکړي وه، ملګري ول او د دنیا بام پامیر ته ولاړو. په لوړو غرونوکي ډېره سخته یخني وه، اوبه یخی وې او په لوړو درو کي واوري پرتې وې.

د ۱۹۱۷ په اوړي کي، کله چي زه د پامیر څخه راستون سوم او د خان آباد د ګورنر مېلمه وم نو ما او ده سره جوړه کړه چي د نیپال پاچا ته به یو هیات ولېږو. دا وخت په عراق کي د ترکیې قواوو ماته خوړلې وه او د افغانستان پاچا او ولیعهد شهزاده د برتانیې سخت طرفداران سوي ول او له خپل قوي ګاونډي سره یې مقابل کېدل د خپل هیواد په ګټه نه بلل. مګر د خان آباد د ګورنر په څېر خلک د اسلام لپاره هر ډول قربانی ته تیار ول. ښاغلی ګوجرسینګه له خپل یوه رهمنا ملګري سره د سرحد پر لور روان سو. هغه باید له هند څخه په بدلو جامو او په پټه نیپال ته تللی وای….

په روسیه کي د رژیم تغییر زه دې ته تشویق کړم چي د هغه هیواد له حکومت سره په ترمیز کي تماس ټینګ کړم…. بالاخره د شوروي حکومت بلنه راکړه چي هغه هیواد ته ورسم. دوی غوښتل چي د افغانستان څخه د تېلو په بدل کي غنم وپېري….

زه د ۱۹۱۸ کال په مارچ کي پتروګراډ ته ورسېدلم او هلته مي د جنګ وزیر ښاغلی ټروټسکي ولیدی.

کیزر ویلهلم:

زه له یوې موضوع څخه بلي ته غورځم، څو کیسه لنډه کړم. په یوه خاصه ګاډۍ کي پوټسډام ته ورسېدم. په وریښمینه بخارايي چپنه کي، د دوهم ځل لپاره، د اعلیحضرت کیزر دوهم ویلهلم مخي ته ودرېدم. کیزر، تر هغه چي ما په ۱۹۱۵ کال کي لیدلی وو، ډېر زوړ ښکارېدی. سر یې یو څه رېږدېدی. آواز یې صاف وو. موږ افغانستان ته زما د سفر او بیرته راتللو په باب خبري وکړې. کیزر خپل عکس په خپل لاسلیک راتسلیم کړ.

سلطان ریشاد:

ما خلیفه ته د افغانستان د امیر شاهي جواب ووایه. اوس نو موږ په فارسي ژبه خبري کولای سوای… خلیفه په فارسي ژبه رواني خبري کولې. دی د فارسي ژبي شاعر وو. ما په افغانستان کي دونه فارسي ژبه زده کړې وه چي د اسلام د روحاني مشر سره د خبرو کولو جرأت وکړم.

د جرمني امپراطور، په ۱۹۱۸ کال کي، زما هغه پلان ونه مانه چي ما ویل زه غواړم د بین المللي سوشلیسټانو یو لښکر جوړ کړم چي په هغه کي به د جرمني، اسټریا، بلغاریې، ترکیې او روسیې سوشلیستان برخه لري. ما فکر کاوه چي دغه ډول یو لښکر په ډېره اسانی د روسیې له خاوري څخه تېرېدلای سي او له هندیانو سره د خپلواکی لپاره مرسته کولای سي. زما استدلال دا وو چي د جرمني امپراطوري سوشلیسڼټانو ته هیڅ ضرورت نه لري خو هغوی ته په روسیه او اسیا کي ډېره اړتیا سته. وروسته یوه جرمني منصبدار، چي په وروسته کي ډېر عالي رتبه ډیپلوماټ سو، ماته په یوه مېلمستیا کي وویل چي موږ باید جنوبي روسيې ته ولاړ سو او موږ د وخته خارکوف ته رسېدلي یو. موږ به د اېران د شمال له لاري حرکت وکړو او د هند په خپلواکی کي به ستاسي سره مرسته وکړو…. کله چي ما زیات وکم یوه میاشت وروسته په  کونستانتینوپل (استانبول) کي له انور پاشا سره خبري کولې او هغه ته مي د خپل پلان کي معلومات ورکړل هغه راته وویل چي بلشویکي روسیې ته یې خپل یو هیات لېږلی دی او وبه ګوري چي ترکیه له دې نوي رژیم سره تر کومه ځایه همکاري کولای سي. ما بوډاپسټ ته تلل خوښ کړل او هلته مي خپل د میني د مذهب لپاره تبلیغ پیل کړ.

هغه شپه په مونشن کي:

په ماپښین کي ما یوه لویه مظاهره لیدلې وه او چا راته وویل چي دا د سولي لپاره مظاهره ده او ما هم چنداني جدي ونه نیوله. د نومبر لومړۍ شپې ورځي وې، چي ښايی شپږمه به یې وه، هوا یو څه سړه وه او زه وختي بسترې ته ولاړم. یو ګړی وروسته مي یو ډز واورېدی. دا څشي وو؟ د هوټل د کړکۍ درنې پردې مي کش کړې، د برنډې ور مي پرانیست او برنډې ته ووتلم. هلته مي ولیدل چي په لوی میدان کي خلک راغونډ سوي ول او یو سور بیرغ یې رپاوه. انقلاب؟ ژر لاندي را کښته سوم او پوښتنه مي وکړه چي څه خبره ده؟ چا راته وویل چي بیرته خپلي کوټې ته ولاړ سم؛ خیر خیریت دی؛ هلکان هسي خپل سات تېری کوي. مګر په هغه شپه په جرمني کي یو بشپړ تغییر راغلی وو. د باویریا( د جرمني جنوبي سیمه، چي اوس هم د باویریا ایالت دی، او خلک یې اوس هم په خپلو ځانګړو افتخاراتو ویاړي جهاني)  پاچا او د هغه کورنۍ ټول تښتېدلي دي او یوه سور رژیم یې ځای نیولی دی. په سبا مي ولیدل چي د کړکیو هینداري ماتي سوي دي او په لارو کوڅو کي دلته هلته وړې نښتي هم وسوې. یو ځل خو زه د دې نښتو په منځ کي راګیر سوم.مګر دا وضع فقط لکه له تالندي او برېښنا سره ملګری باران په یوه شېبه کي تېر سو او زه لوند هم نه سوم.

په سویس زرلینډ کي:

له پولي څخه تېرېدل ډېره ګرانه خبره وه. مګر زه له سرحد څخه ځکه سم تېر سوم چي خپلي پیسې مي له کالیو سره ګنډلي وې. زه د مزداسنان په ښار کي، چي له زوریخ څخه ډېر لیري نه دی، دوې میاشتي، له یوې مذهبي ټولني سره، و اوسېدلم. په برن کي مي د امریکا سفیر ته د هند د ستونزو او د خپلواکۍ د مسلې په باب خبري کولې خو هغه بېخي زما خبرو ته توجه قدر ونه کړه. ضمنا د لندن ټایمز د اخبار له لاري خبر سوم چي د افغانستان پاچا حبیب الله خان وژل سوی دی. جرمني ته د بیرته تللو فیصله مي وکړه.

زه روسیې ته ولاړم:

زه باید افغانستان ته تللی وای. امان الله خان پاچا سوی او په هند کي یې له برټانویانو سره جنګ اعلان کړی وو. سرحدونه تړلي ول. په روسیه کي د سرو او سپینو لښکرو ترمنځ جنګ روان وو. د جرمني زړې لښکري اوس هم د بالټیک په سیمه کي پرتې وي. زه باید تللی وای او ځیني داسي ملګري مي درلودل چي زما سره ملګري سوي وای. د جرمني ملګرو مي د مرستي وعده راسره وکړه. دا نو اوږده کیسه ده. دوی راته وویل چي د مځکي له لاري په تېرېدلو کي مرسته نه سي کولای نو په دوه زره مارکه مو یوه پوځي الوتکه کرایه کړه چي زه یې د سرو لښکرو له سیمي سره نیژدې، چي په هیچا یې اړه نه درلوه، کښته کړم. هغه شېبه به مي هیڅ هېره نه سي چي یوازي روان وم او یو بکس مي په څنګ کي نیولی وو او د شوروي پوځ دوو عسکرو ودرولم. ډېر ژر په هغه ځای کي د سرو او سپینو لښکرو ترمنځ جګړه ونښته؛ مګر زه له یوه ملګري سره روغ رمټ ماسکو ته ورسېدلم.

د روسیې په هیات کي:

موږ له ښاغلي لینین سره وکتل.د دې ملاقات ترتیب ښاغلي کاراخان راته نیولی وو. پروفیسر وونیسینسکي زموږ لپاره ټول شیان پر لار کړي وه. د روسیې د سفیر سوریتز سره کابل ته روان سوم… په یوه خاص اورګاډي کي د افغانستان سرحد ته ورسېدو. موږ هرات ته راغلو. په ۱۹۱۵ کال کي چي زه دې ښارته راغلی وم زه د خپل هیات مشر وم او دا ځل د روسیې په هیات کي دوهمه درجه ډیپلوماټ وم. عجیب تصادف وو چي هغه مخکنی ګورنر اوس هم په هرات کي پر خپله هغه پخوانی وظیفه باندي وو. ما په کابل کي د روسیې سفیر اعلیحضرت امان الله خان ته معرفي کړ. وروسته مي د پاچا په غوښتنه هغه هیات پرېښود او د پاچا شخصي مېلمه سوم. ماته یې د سردارنصرالله خان قصر راکړ. دا سړی د پاچا کاکا وو چي د تخت د نیولو لپاره یې ناکام تلاښ کړی وو.

د ۱۹۲۰ کال پسرلی:

پاچا د خارجه چارو دفتر ته وغوښتلم. اووه لیکونه یې راکړل چي د تبت، چین، جاپان، تایلینډ، د امریکا د متحده ایالاتو، جرمني او ترکیې مشرانو ته لیکل سوي وه. زه یوه شي حیران کړم او هغه دا چي هغه لیکونه چي په ۱۹۱۵ کال کي د جرمني صدراعظم د هند د شهزاده ګانو لپاره راکړل په عین ورېښمو او څرمنو کي تاوسوي وه لکه امیر چي ماته را وسپارل. ما له پاچا څخه د علت پوښتنه وکړه. ده ومسل او وې ویل چي څه چي جرمني کولای سي افغانستان یې هم کولای سي. بیا یې نو زه په ډېره مهربانی په غېږ کي ونیولم او په مخه ښې یې راسره وکړه. زه باید د پامیر د غرونو د څوکو له لاري تبت، چین او جاپان ته تللی او پر دنیا را ګرځېدلی وای.

یوه په زړه پوري او له پنده ډکه کیسه:

هغه شېبې مي په یادیږي چي دوستان مي را باندي را ګرځېدلي ول. په هغوشپو ورځو کي دوه پوځونه سره مخامخ ول. متارکه سوې وه مګر سوله نه وه ټینګه سوې. زه په افغانستان کي وم. افغانانو په تل کي یو لوی بری ترلاسه کړی وو. برټانیې د خپل بري لاپي کولې او ویل یې چي جلال آباد ته نیژدې خپل هدف ته رسېدلي دي. مګر بیا هم برټانیه مجبوره وه چي د پاچا امان الله خان شرایط ورسره ومني. دا ۱۹۲۰ کال وو او ما له پاچا څخه رخصت اخیستی وو. زه په حقیقت کي د افغانستان لپاره په ماموریت وتلی وم. یو افغان صاحب منصب، چي په هغه وخت کي یې د جګړن رتبه درلوده او اوس ډګروال دی، راسره ملګری وو. یو شمېر هندي ملګري هم راسره وه او د دغه راز یوه ماموریت لپاره لازمه بدرګه راسره ملګرې وه. دا خاطره د بدخشان ده. یوه ورځ زه د بلبلانو په دې سیمه کي ناست وم چي زما ملګری ګلاب سینګهه دوګرا ( بل نوم یې عبدالهادي خان ) د پسرلي ښکلي فضا او موسم ورسره اخیستی او په خپلو خیالونو کي ډوب وو او یو ناڅاپه یې ماته مخ راواړاوه او وې ویل چي جنګ به کیږي؛ د افغانستان پوځونه به د هند پر لور روان وي. او ته به بیا د هند امپراطور سې. زما سره ژمنه وکړه چي یو ولایت به ماته راکوې. ما ویل دا څه چټیات وایې؟ ده ویل که نه وي نو اولسوالي او که هغه نه وي نو یوه علاقه داري خو به راکوې. ما ویل ته نه پوهېږې چي څه وایې او له چا سره خبري کوې.ما ته چي له پلاره څه راپاته وه هغه مي ټول پرېښودل او خلکو ته مي ورکړه. که زه دا ټوله نړۍ ولرم زه به یې بیرته خلکو ته ورکړم.زه وایم چي هیڅوک باید د دې نړۍ هیڅ برخه په لاس کي ونه لري. ما چي هر څونه خبري کولې په هغه اندازه دی راڅخه خوابدی کېدی. له هغې ورځي یې زما څخه زړه سوړ سو او بالاخره مي له لاسه ورکړ. او ما له خپل ځانه سره وویل چي زه ناکامه کېږم، ځکه چي د نړۍ په سترګو کي ناکامه یم. ځکه چي زه د نړۍ د نورو انسانانو په څېر، چي خلکو ته رشوت ورکوي، زه چاته رشوت نه سم ورکولای. نو ما هغه څه چي دوی یې ناکامي بولي ولیده، همدغه زما بری دی.

د روسیې له لاري بیرته جرمني ته:

موږ یو ځل بیا د پامیر په غرونو کي پر آسونو سپاره وو. مګر دا ځل یې له هغه پخواني وار سره توپیر درلود. په ۱۹۱۷ کال کي چي زه دلته راغلی وم د نړی وال خطرناک جنګ وخت وو. د برټانیې او د روسیې د امپراطوری دواړو هیوادونوقواوو تعقیبولم. دوی فقط غوښتل چي ما ونیسي او مړ مي کړي. اوس چي ۱۹۲۰ کال وو زه د افغان هیات سره روان وم. زما سره اوس هم د یوه مېلمه په حیث سلوک کېدی مګر زما سره یو افغان جګړن ملګری وو او شاهي مکتوبونه راسره وه چي د نړۍ د اوو مشرانو په نامه لیکل سوي ول. په پامیر کي انقلابي لښکرو د روسیې پوځونه له منځه وړي وه. برټانیې له افغانستان سره متارکه کړې وه. زه اوس له دې ګاونډیانو څخه نه بېرېدلم. البته یو بل خطر موجود وو او هغه دا چي غلو لاره بنده کړې او اشغال کړې وه. لږ مخکي د افغانستان تاجران دلته لوټ سوي ول. دوی ماته رپوټ راکړ چي مالونه، نغدي پیسې او وسلې یې غلو ورڅخه اخیستي او لوټ کړي دي. دې لوټمارانو د بې وسلو کولو په نوم خلک شکول. دا غله د روسیې په خاوره کي وه، البته اوس دا داسي سیمه وه چي هیڅ حکومت او اداره پکښي نه وه. په بله ورځ موږ مارش پیل کړ. موږ په دوربینونو کي غله، آسونه او د هغوی پرشاوخوا څو تنه عسکر ولیدل. ما یو زړه ور سپور ور واستاوه او د غلو مشر ته یې اطلاع ورکړه چي موږ راځو او که ضرورت سي نو جنګ ته بالکل تیار یو. زموږ چل کار ورکړ. د غلو مشر یوازي راغی او زموږ سره یې ولیدل. کله چي دی له آسه کښته سو نو؛ زه هم کښته سوم او د لاس روغبړ مو سره وکړ. دا نو اوږده کیسه ده خو ما هغه مجبور کړ چي د خلکو مالونه بیرته ورکړي. د خلکو مالونه یې ورکړل او موږ ته یې د شپې ست لا هم وکړ خو موږ یې مېلمستیا قبوله نه کړه.  په سبا موږ د چین خاوري ته ورسېدلو. دوی موږ ته د پرمخ تللو اجازه رانه کړه او موږ مجبور نه وو چي د چینایانو سره جګړه وکړو. عسکرو خپل د چینايي تاشقرغان اولسوال ته زموږ د رسېدلو اطلاع ورکړه. ده په خپل نوبت کاشغر ته خبر ورکړ. په دې اطلاعاتو او یوه بل ته په خبر ورکولو شپې ورځي کښېوتلې او موږ سخت ستړي سولو.

څو ورځی وروسته موږ ته اجازه راکړه سوه چي تاشقرغان ته ور تېرسو او له اولسوال سره وګورو. جګړن عبدالکریم خان او یو څو تنه نور زما سره ملګري ول او ما خپل هندي ملګري را سره وانه خیستل. کله چي موږ دغه واړه غرني ښارته داخل سوو نو خلک مو لیدلو ته راغلل. د برټانیې محلي مامور یو هندی کونسل هم په دې کسانو کي ولاړ وو. موږ په هغه ځای کي چي چینایانو راته په نښه کړ د استراحت لپاره دېره سولو. په سبا سهار یې یو ډېر شانداره سبا ناری راکړ او څلوېښت ډوله خواړه یې راته کښېښودل. وروسته مو د مسلمان قاضي سره تُرکی ډوډي وخوړه.

یو کال په بدخشان کي:

موږ نور مخته نه سوای تللای. د چین مقاماتو موږ ته د پر مخ تللو اجازه رانه کړه. موږ مجبور وو چي بیرته د افغانستان خاوري ته ننوزو. البته دا یوه سخته او ربړونکې عقب نشیني وه. موږ مجبور وو چي خپلي ځیني خېمې پرېږدو ځکه چي آسونه مو دونه کمزوري سوي ول چي د خېمو د وړلو توان یې نه درلود. یو شمېر آسونه مو مړه سول ځکه دونه کمزوري سوي ول چي نور یې نو حرکت نه سو کولای. سړې هوا، لوړي ارتفاع او د خوراکي موادو نېستۍ له کاره اچولي وه. زما ځینو ملګرو هم رخصت واخیست. یو پنډټ یا برهمن مُلا ، چي ما له انګلیسیانو څخه ژغورلی او خوشي کړی مي وو، د چین په خاوره کي راڅخه پاته سو. یو بل ګورکه عسکر چي افغانستان ته تښتېدلی وو هغه هم خپل کورته راڅخه ولاړ. هندو خزانه دار مو کابل ته راڅخه روان سو. او کله چي موږ بدخشان ته ستانه سولو نو زما له سپینو زرو یو ډک صندوق یې هم راڅخه وړی وو. کرار کرار بخت بیرته یاري راسره وکړه. ښکلي بدخشان په سندرو ویلو بنا وکړه او موږ کرار سولو. خوندوري مڼې مو هره ورځ خوړلې. بلبلانو سندري ویلې، او ګلونو هم د بدخشان دې ښکلي هواته نڅا کوله. د بدخشان پوځي قوماندان به معمولا ماته بلنه راکوله. زموږ ملګري ګلاب سینګهه، زموږ په ګاونډ کي، په روسي خاوره کي واده وکړ. ما د چین او روسيې دواړو له سرحدي مقاماتو سره تماسونه ټینګ کړل. پاچاامان الله زما پر لاس د چین د ترکستان ګورنر جنرال ته آسونه واستول. د چین د جمهورییس په نوم د اعلیحضرت مکتوب مي هم ور واستاوه. پاچا زموږ تشه خزانه بیرته را ډکه کړه. په ۱۹۲۱ کال کي مو بیرته حرکت پیل کړ او دا نو بله کیسه ده.

د هیوادونو د بنسټ ډبره:

دا پامیر دی. دلته څلور هیوادونه سره مخامخ کیږي. دا لکه د افغانستان، هند، چین او روسیې تر منځ د اساس ډبره. زما لپاره پامیر یو وخت معمی وه. یو وخت ورڅخه وبېرېدلم او په زړه کي یې لړزه را پیدا کړه. مګر اوس ماته لکه آشنا ملګری داسي ښکاري. زه دلته یو ځل په ۱۹۱۷ کال کي نه وم راغلی؟ بیا په ۱۹۲۰ کي او اوس دا دی په ۱۹۲۱ کي بیا پکښي ګرځېدلم. زه اوس د پامیر د هر کونج او ګوښې سره بلد سوی وم. موږ یو ځل بیا د چین د خاوري پرلور مارش وکړ. مګر دا ځل مي په سینکیانګ کي د مخته  تللو څخه بېخي لاس واخیست. د چین سرحدي مقاماتو هیڅ جواب نه وو ترلاسه کړی او ماته یې وویل چي که دې سیمي ته ځې نو بهتره ده چي د پیکینګ د لاري ورته راسې. زه د نړۍ بام پامیر ته بیرته ستون سوم. زه بیرته افغانستان ته ستون نه سوم بلکه د نویو لارو د پیدا کولو په تلاښ کي سوم.

د روسي پامیر پایتخت:

یو ځل د ژمي په موسم کي زه د خرکوک واړه ښارته راغلی وم. هغه د افغانستان د دولت په خاصه  اجازه او د شوروي روسیې د اولسوال په بلنه. د سیمي ګورنر ښاغلی سیمیکین پر ما ډېر مهربان وو. هغه زما ښه عزت وکړ. ما فیصله وکړه چي هغه ته ورسم او د هغه په مرسته تاشکند ته ولاړ سم. زه او زما ملګري د روسي پامیر مرکز ته ولاړو. د خروک په ښارګوټي کي ښې ودانی ولاړي دي او شاوخوا سیمه یې شغنان بلل کیږي.

سرآغاخان او آمو:

زموږ ډېرو لوستونکو ښايي د سر اغا خان نوم اورېدلی وي. ډېر هندیان یې د مسلمانانو د یوه مشر په حیث پېژني. ډېر اروپاییان یې د آسونو ځغلولو د قهرمان په نوم پېژني. دی د آسونو ډېر ډولونه لري او هر وخت په مسابقه کي ګټونکی وي. مګر دا حقیقت به ډیرو ته نه وي معلوم چي هغه دلته د آمو د سیند په شاوخوا کي ډېر زیات پیروان لري. د واخان،شغنان، اشکاشم، روشان او درواز خلک، چي د آمو د سیند پر غاړو باندي پراته دي اکثر د هغه پیروان دي. زما ملګري ښاغلي عبدالهادي خان ( ګلاب سینګهه) خپله مېرمن دلته د خرکوک په خلکو کي پیدا کړه او د خپل خسر سره اوسېدل یې غوره کړه. نو کله چي زه د روسي پامیر مرکز ته راغلم دلته مي دی او د ده خپلوان یو ځل بیا ولیدل.

توپان د چایو په پیاله کي:

ما هیله درلوده چي ښاغلی عبدالهادي به مرسته راسره وکړي او د سیمي ګورنر یا اولسوال ښاغلی سیمکین به، په پوره مهربانی، زما لپاره ټول ترتیبات ونیسي. مګر زه ځکه ناامیده سوم چي ښاغلي عبدالهادي خان کافي نفود نه درلود او پخپله ښاغلی سیمیکین یوه بل تن ښاغلي ګلادسوف بندي کړی وو. په دې برخه کي یو محلي انقلاب روان وو. د ښاغلي سیمیکین مرستیال د محلي عسکرو په ملاتړ ورته راپورته سوی وو. سیمکین د هغي سیمي په افغاني برخه کي یوه ښځه هم کړې وه. د پیسو په خرڅولو او شیندلو کي یې ډېر لاس خلاص وو. ما کوښښ وکړ چي د هغوی په منځ کي سوله وکړم. د محلي عسکرو او ملکیانو یوه غونډه مي را وبلله. ما یوه وینا وکړه. ښاغلي ګلادسوف خپلي خبري وکړې او ترجمان راته ترجمه کولې. زه پوه سوم چي ښاغلي سیمیکین محبوبیت له لاسه ورکړی دی. دوی پر هغه باندي د پیسو د ټولولو تور لګاوه. ما هم دا موضوع پرېښوله.

بالاخره موږ روان سولو:

ما د روسانو په پوسته کي ځیني دوستان درلودل. او د سیند پر دې بله غاړه د افغانستان د پاچا ملاتړ راسره ملګری وو. ډګروال عبدالکریم او له افغانستان څخه پنځه شپږ نور سړي لا اوس هم راسره ملګري ول. له ډېرو خبرو څخه وروسته، جوړه پر دې وسوه چي موږ کولای سو له هغو تقریبا څلوېښتو روسانو سره چي بیرته تاشکند ته روان دي ملګري سو.ښاغلي ګلادسوف پخوانی ګورنر سیمیکین د بندي په توګه روان کړ. هغه ته یې فقط یو خر ورکړ چي یوازي د سختي ستړیا په وخت کي باندي سپور سي. عسکر د خپل خدمت د دورې له بشپړولو څخه وروسته خپلو کورونو ته روان ول. ځیني محلي شغناني عسکر د بهتري روزني لپاره تلل. په دې ډله کي یو تن ډاکټر ویچیچ نومېدی چي یو وخت په جنګي بندیانو کي وو او وروسته د دې اولسوالی بشپړ واک ورسپارل سوی وو. له دوی سره دوه ماشین ګن ورسره وه او عسکر هم بشپړ وسله بند وه. دا یو لوی ښکلی رسم ګذشت وو.

یوه پېښه چي په یادولو ارزي:

یو پخوانی خزانه دار ښاغلی ایوانوف ماته راغی او له ما څخه یې وغوښتل چي د افغانستان په سرحدي دفتر کي پر یوه چا باندي سپارښتنه ورته وکړم. ده وویل چي دی او د ده   ملګری باید افغانستان ته وتښتي. ما ورته وویل ستاسي مطلب څه دی؟ زه ستاسي سره په تېښته کي مرسته وکړم؟ زه ستاسي د حکومت مېلمه یم . زه د خپل کوربه پر ضد څرنګه عمل کولای سم. ده ډیري زارۍ راته وکړې. او وې ویل چي دا د ده لپاره د مرګ او ژوند مسله ده او که زه مرسته ورسره وکړم نو دی به د شوروي حکومت پرضد هیڅ عمل ونه کړي. دی فقط غواړي چي د ځان لپاره د ژوند کولو یو ځای او وسیله پیدا کړي. ده وویل چي په هر صورت تښتي خو که زما یوه سپارښتنه ورسره وي نو دا به یوه مرسته وي. بالاخره زه هم ورسره راضي سوم. ده ته مي یو لیک ورکړ او چي په چا اړه لري هغه ته مي سپارښتنه وکړه. کله چي زه په ۱۹۲۳ کال کي بیرته افغانستان ته سون سوم نو هغه سړی او د هغه ملګری مي ولیدی چي په افغانستان کي یې په یوه ښوونځي کي درس ورکاوه. ص ص ۴۲-۶۷

ماموریت ختم سو:

موږ تاشکند ته ورسېدلو او د افغانستان د قونسل جنرال مېلمانه سولو. په دغه وخت کي مي د افغانستان د خارجه وزیر سردارمحمودبېګ طرزي لیک ترلاسه کړ او لیکلي یې وه چي اینګلینډ او افغانستان سوله سره وکړه او زموږ ماموریت نور ختم دی. هغه لیکلي وه چي هغه شاهي مکتوبونه بیرته ورته وسپاري چي زه یې تبت، جاپان، تایلینډ، متحده ایالاتو، ترکیې او جرمني ته معرفي کولم.هغه لیک چي د چین د جمهورریس لپاره یې راکړی وو هغه ما د وخته د چین جمهورریس ته لېږلی وو.  زما سره بدرګه ملګری، کرنیل عبدالکریم خان یې هم غوښتی وو. ماته یې اختیار راکړی وو چي کابل ته ورځم او که په روسیه کي پاتیږم… ما خپل آسونه خرڅ کړل او یو څه پیسې مي نغدي کړې. دغه راز مي ځیني طلايي سکې او یو افغان نوکر راسره وساتی. په تاشکند کي ډېر سخت ناروغ سوم. کله چي ماسکو ته ورسېدلم نو د افغانستان په سفارت کي دېره سوم. سفیر میرزا محمدخان پر ما باندي ډېر مهربانه وو. هغه له کریملین څخه یو ډاکتر راته را وغوښت او هغه زما ناروغي محرقه تشخیص کړه.

له ایم این روی سره کتنه:

 په ماسکو کي مي له افغاني منابعو څخه اورېدل چي د روی په نوم یو سړی ( دا هغه مشهور کمونیسټ ایم این روی دی چي د کمینټرن ډېر فعال غړی وو. په اروپا، لاتین امریکا او اسیا کي یې فعالیتونه کول  جهاني ) د افغانستان ډېر سخت مخالف دی. ده ویل چي افغانستان د روسیې او هند ترمنځ یو دېوال دی او دا دېوال باید ونړول سي. په دغه وخت کي مولنا برکت الله هم راسره یو ځای سو. خبر سوم چي ښاغلی روی غواړي زما سره وویني خو هغه نه غواړي چي د افغانستان سفارت ته ولاړ سي. یوه غلط فهمي موجوده وه او ما هغه ته پیغام واستاوه چي حتما به د افغانستان له سفیر سره ګورې او زه به کوښښ وکړم چي فضا بهتره کړم. زه ناروغ وم او  روی مي پوښتني ته راغلی وو. د افغانستان سفیرهم راغی او ما له هغه سره روی معرفي کړ. کله چي دوی سره ولیدل او خبري یې سره وکړې نو دواړو ویل چي کاشکي یې پخوا سره لیدلي او دا غلط فهمي لیري سوې وای. روی په یوه کتنه کي ماته مشوره راکړه چي زه باید هند ته ولاړ سم. پرېږده چي یو دوه درې کاله بندي سم بالاخره به خوشي سم او په خپله خاوره کي به فعالیتونه کوم. مولنا برکت الله ویل چي په هیڅ توګه د هند بندیخانه قبوله نه کړې. بهتره ده چي په خارج کي مړ سې. زه چي اوس ورته ګورم نو دواړو هغه لار واخیستله چي ما ته یې مشوره راکړې وه. ښاغلی ایم این روی په هند کي شپږ کاله بندی سو او اوس آزاد ګرځي او مولنا برکت الله په کلیفورنیا کي ښخ دی…   ص ص ۷۰-۷۲

جلالتمآب جنرال محمدولي خان:

په ۱۹۱۹ کال کي چي زه کابل ته تللم نو دی مي ولیدی چي د ماسکو له لاري اروپا ته روان وو. ما دی په شوروي روسیه کي ولیدی، او له هغه وخته یې یو څه پېژنم. اوس چي زه په برلین کي وم نو لیدلو ته یې ورغلم. ده سمدستي بلنه راکړه چي د افغانستان په سفارت کي شپې تیري کړم. زه ډېر خوشاله سوم ځکه چي د افغانستان یو لوی مقام مي شاته ولاړ وي نو کارونه مي به مي اسانه وي. ده وروسته راڅخه وغوښتل چي سویس زرلینډ او ایټالیې ته هم ورسره ولاړ سم او زه هم ورسره ولاړم. له ده سره سردارغلام صدیق خان د سکرټر په حیث ملګری وو. دغه سړی وروسته خارجه وزیر سو او جنرال محمدولي خان د افغانستان تر ټولو جګ مقام صدارت ترلاسه کړ( مطلب یې ښايي د اعلیحضرت امان الله خان د اروپا د اوږده سفر په وخت کي د نایب السلطنه مقام وي جهاني )….

سردارغلام صدیق خان، د فرانسوي ژبي د زده کولو لپاره، په جینوا کي پاته سو او زه او جنرال محمدولي خان روم ته ولاړو. د افغانستان په سفارت کي مو شپې ورځي تېرولې. د افغانستان سفیر سردارشیراحمد خان وو چي د انګلیسیانو ډېر سخت طرفدار وو، خو پر ما باندي شخصا مهربان وو… جنرال محمدولي خان راته وویل چي شیراحمدخان فکر کوي چي په سفارت کي زما وجود د هغه د کارونو مخه نیسي ځکه چي د برټانیې سفیر د هغه بلنه هم نه وه منلې. جنرال راته وویل چي زه بیا هم کولای سم چي په سفارت کي پاته سم مګر ما ځکه لازمه ونه بلله چي زما وجود د سفیر د ډیپلوماټیکو کارونو خنډ کېدی. نو زه بیرته جرمني ته ولاړم….ص ص ۷۴-۷۵

د ۱۹۲۸ کال د فبروري په میاشت کي د جاپان نیپون نومي ورځپاڼي زما عکس او نظریات چاپ کړل او د اپرېل پر دیارلسمه اوساکا مانیچي نومي ورځپاڼي پر خپله لومړی صفحه دغه رپوټ خپور کړ: ښاغلی مهیندرا پراتاپ، چي یو افغان وطنپال دی، له کوبي څخه له روانېدلو مخکي یې د اوساکا مانیچي ورځپاڼي سره مرکه وکړه او د چین او جاپان د ملګرتوب د ضرورت په باب یې خپل نظریات بیان کړل….

زه ماسکو ته روان سوم:

ما هیله درلوده چي اعلیحضرت امیر امان الله خان به ګوندي څوک د جاپان لیدلو ته وهڅوي. هغه وخت چي امان الله خان په اروپا کي وو ډاکټر شومیج اوکاوا او دوستانو یې اعلیحضرت ته، زما په پېشنهاد، یو ټلګرام واستاوه مګر جواب مو ترلاسه نه کړ. اوس نو زما لپاره یوازنی لاره افغانستان ته بیرته ستنېدل وه څو هلته وګورم چي څه کولای سم. ما په لیري ختیځ کي د خپل سفر له اوږدولو سره علاقه نه درلوده…

ماته په اورګاډي کي چا وویل چي شوروي ورځپاڼي په اروپا کي د اعلیحضرت امان الله خان له سفر سره ډېره  علاقه ښيي. دا سفر مي ډېر ښه وو، خواړه هم ښه او هم پرېمانه وه. په لسو ورځو کي ماسکو ته ورسېدم. دا، په اورګاډي کي، زما د ژوند تر ټولو اوږد سفر وو. ما په ماسکو کي شوروي او هندي دوستان ولیدل. په ماسکو کي مي تاجکستان ته د سفر کولو له هغه ځایه افغانستان ته د تللو لپاره لازم کاغذات ترلاسه کړل. په تاشکند کي وځنډېدلو او د افغانستان پخواني جنرال قونسل حفیظ الله خان راته وویل چي په افغانستان کي ستونزي منځته راغلي دي. زه لا په تاشکند کي وم چي یوه روسی حامله ښځه په الوتکه کي له کابل څخه راورسېده. له کابل څخه روسۍ ښځي او ماشومان را ایستل کېدل! ما په دې خبرو چنداني باور نه کاوه. د افغانستان جنرال قونسل دغه خراب رپوټونه تایید کړل. ما خپل ځیني زاړه شیان خرڅ کړل؛ ځکه د خرڅ  لپاره مي پیسو ته ضرورت درلود….

ماښام چي مشهد ته ورسېدم. د یوه شته من افغان تاجر کورته ورغلم، چي یو چا ورته معرفي کړی وم. هغه تاجر په ورین تندي ځای راکړ خو د کابل په خبرونو سخت خواشینی وو….

تهران ته له رسېدلو سره، په هغه ماښام خبر سوم چي امیرامان الله خان له کابله تښتېدلی دی. دا یو ربړوونکی خبر وو؛ مګر د افغانستان سفارت هغه ډېر ژر تایید کړ. سردارسلطان احمدخان د افغانستان سفیر وو او ما له کابله ورسره پېژندل. هغه زما د نظریاتو له اورېدلو سره علاقه درلوده. زما لپاره د ده میندل پخپله یو ډول ډاډ ګېرنه وه….

په تهران کي مي د اېران د دربار وزیر ولیدی. زما عزت یې وکړ او ماته یې وویل چي ختیځ ته ځې او که لوېدیځ ته. ما ورته وویل چي زه غواړم ماسکو ته ستون سم او بیا به وګورم چي کومي خواته ځم. سمدستي مي پر جلالتمآب سلطان احمدخان باندي ږغ وکړ او هغه پاسپورټ راته نوی کړ. ما له شوروي سفیر سره ولیدل. هغه ډېر مهربانه وو او شوروی قونسلګری ته یې ولیکل چي ماته ټرانزیټ وېزه راکړي خو اطمینان یې راکړ چي یو ځل شوروي اتحاد ته ورسېږم هلته خپله وېزه تمدیدولای سم….

یوه شپه وروسته ماسکو ته ورسېدم. زه خوشاله وم چي ماسکو ته را ورسېدم خو دا چي وروسته به څه کیږي زه هم ورته حیران وم. له افغانستان څخه ډېر بد خبرونه را رسېدل. په ماسکو کي مي د افغانستان سفیر جنرال غلام نبي خان ولیدی. ډېر مهربان دوست وو. ډېره عجیبه خو دا ده چي دلته مي بیا هم سیف آزاد ولیدی. هغه وطن پال اېرانی چي د ایران د شاه په دربار کي مي لیدلی وو، بیا مي په کښتۍ کي او بیا په باکو کي ولیدی او اوس مي دلته ولیدی. اوس یې زما د دوست او ملاتړ کوونکي رول درلودی. ده د سفیر په غوږ کي یو څه وویل او سفیر هم زما سره صمیمیت وښود. ماته یې یو څه پیسې راکړې چي په هغه وخت کي مي سخت ضرورت ورته درلود او ډېره پر ځای مرسته وه. سفارت ماته توصیه وکړه چي د پولینډیانو سره په کور کي واوسېږم. ډېره ښه ځای وو، نسبتا ارزانه هم وو او څو میاشتي مي پکښي تیري کړې….

زه به هره ورځ د افغانستان سفارت ته ورتللم او غرمنۍ به مي له سفیر سره وخوړه. بیا به نو هلته پاته وم. سطرنج به مي کاوه، د بیلیارډ لوبي مي کتلې او په ماپښین کي مي قدم واهه. ماښام کورته تلم، مطالعه او نوشته مي کوله…

د اروپايي هیوادونو څخه د اروپا سفیران راتلل او سلامشورې یې سره کولې. ماته به یې هم په مجلسونو کي د ګډون کولو بلنه راکړه. ما پېشنهاد ورته وکړ چي زه غواړم بدخشان ته ولاړ سم او هلته د بچه سقاو پر ضد یو لښکر ترتیب کړم. زما پر خبره باندي به دوستانو اعتراض وکړ او ویل به یې چي افغانانو که یو ځل د انقلاب مزه وڅکله بیا یې نو هیڅ حکومت کرارولای نه سي. جلالتمآب سفیر ماته یو قېمتي پوستین راکړ او ځینو نورو کسانو ته یې هم دغه راز سوغات ورکړ.

غلام نبي خان د مزار شریف پر لور حرکت وکړ او شورویانو هغه ته وسلې، مهمات، ډېر زیات عسکر او پیسې ورکړې… دا ډېره خواشینونکې صحنه وه چي یوه ورځ مي دا شکست خوړلی جنرال د ماسکو د یوې اورګاډې په تم ځای کي ولیدی. د افغانستان مسلمانانو له جنرال سره د شوروي له مرستي څخه ناخوښی ښکاره کړه او له ده سره وجنګېدل. ده هم لازمه وبلله چي بیرته پر شا سي….

د ۱۹۲۹ کال د ډسمبر په میاشت کي مي له برلین څخه ماسکو ته او له ماسکو څخه تاشکند ته په اورګاډي کي سفر وکړ او له تاشکند څخه په الوتکه کي کابل ته ولاړم. د ډسمبر پر شلمه په کابل کي کښته سوم. زه پوره درې میاشتي د افغانستان د حکومت مېلمه وم. د حیرانتیا او د خوښۍ خبره وه چي د وروستیو ګډوډیو او بې نظمیو څخه وروسته هر څه منظم وه. په حقیقت کي د کابل په لارو کوڅو او بازارونو کي د غلا، داړه ماریو او وینو تویېدلو چنداني نښي نه لیده کېدلې. دا هغه شیان وه چي د بچه سقاو د رژیم په وخت کي پېښ سوي وه.  ما د خارجه وزیر له مرستیال، خارجه وزیر، او صدراعظم سره ولیدل. وروسته اعلیحضرت محمدنادرخان ومنلم. دوی ټولو ویل چي د حکومت د سره تنظیمولو او په هیواد کي د سولي او کراری راوستلو ته یې ملا تړلې ده.

پر ما باندي دې خبري خصوصا ډېره اغېزه کوله چي د پایتخت په هر کونج کي له خلکو سره دا احساس موجود وو چي د اعلیحضرت امان الله خان نوم یې په ښو یاداوه او هر یوه به ویل چي هغه غوښتل خپل هیواد ته خدمت وکړي. د وخت په تېرېدو سره به د افغانستان خلک هغه اصلاحات په ډېرو احساساتو تعقیب کړي چي امان الله خان راوستل.

د افغانستان اوسني حکومت ماته په دېره مهرباني زما د سفر خرڅ راکړ او زما څخه یې وغوښتل چي متحده ایالاتوته سفر وکړم. حکومت غواړي چي د امریکا سرمایه د مرکزي اسیا دې هیواد ته راوړي.

په نړۍ کي به بل هیڅ هیواد د افغانستان په څېر د پانګه اچوني لپاره مساعد او مطمین نه وي. په هغه هیواد کي چي غلو او داړه مارانو نهه میاشتي حکومت ورباندي وکړ او په زرهاوو انسانان یې قتل کړل مګر یو خارجي ونه وژل سو. د جرمني هغه ډاکټر چي د دې ټولو ناکراریو په وخت کي په کابل کي وو د حکومت طرفداران او مخالفین تداوي کول. او د جرمني د یوه شرکت آمر اوس بیرته خپل دفتر خلاص کړی دی او داسي ښکاري لکه په دې ښار کي چي هیڅ نه وي پېښه سوې. افغانستان دغسي هیواد دی.

زما ماموریت د امریکا پر لور:

زه امریکا ته روان سوم. زما وظیفه دا وه چي د ځبینوسرمایه دارانو سره وګورم او هغوی دې ته تشویق کړم چي په افغانستان کي د پانګه اچوني امکانات وپلټي. د افغانستان پاچا ماته پخپله ویلي وه چي که زه د خپل سفر په ترڅ کي فقط دوه تنه امریکايی سرمایه داران په افغانستان کي پانګه اچوني ته تشویق کړم زما ماموریت بریالی دی. تر هغه ځایه چي د افغانستان لپاره په اقتصادي تبلیغ پوري اړه لري نو دا کار ساده دی.

خو زما وظیفه، په هند کي، د هغو دریو سوو میلیونو انسانانو خدمت دی چي د خپلي آزادی لپاره جنګیږي او دا اسانه کار نه دی. دلته به د برټانیې د امپراطوری ټوله دستګاه زما د فعالیتونو مخه نیسي. او ډېره بده دا ده چي دغه ځيرک دښمن مخامخ حمله نه کوي او سړی نه پوهیږي چي له کومه ځایه به واری راباندي وکړي او له داسي ځایه به درباندي راسي چي ستا به په خیال کي هم نه راګرځي. زموږ امریکايی وروڼه به یا زما غوندي یوه سړي، چي په یوازي سر ورته را روان سوی وي، په تبلیغ کي چنداني ری ونه وهي او یا به یې هغه ځيرک دښمن تېرباسي او غلط ذهنیت به ورکړي. خو موږ د امریکا د خلکو پر هوښیاري او ښه والي باندي بشپړ باور لرو او ګوندي د مرستي داسي لاس را اوږد کړي چي په نتیجه کي به زما موریت بریالی سي.

ما غوښتل چي زما لپاره د غونډو ترتیب ونیول سي څو زه د ډېرو زیاتو خلکو په مخ کي د خپلو اصولو او اهدافو په باره کي وږغېږم. په دې اوسنۍ مرحله کي زه ښايی د هند او افغانستان په باره کي خبري وکړم خو زما د ژوند ماموریت تر دې ډېر پراخ دی. زه دې نړۍ ته د یوه واحد په سترګه ګورم او دا واحد د کایناتو یوه برخه ده. زه غواړم چي د خلکو ذهنیتونه دې ته تیار کړم چي د پراخ افق په باره کي فکر وکړي. کله چي په پراخ نیت او ذهنیت فکر وکړو نو د اوسنیو ټولو بدیو علاج پیدا کولای سو.

اعلیحضرت محمدنادرخان ماته د یوه ملاقات وخت راکړ. هغه د خبرو په ترڅ کي ماته وویل لکه ته چي د افغانستان او هند د خیر ښېګڼي لپاره کار کوي دغه راز زه هم د افغانستان او هند د خیر غوښتونکی یم. اعلیحضرت د هند او افغانستان پر پولو باندي د وینو تویېدلو مسلې ته د اشارې په ترڅ کي وویل چي دا به د برټانیې په خیر وي چي د هند خلک خوشاله وساتي د دې مرکې متن د امرتسر د اکالي په ورځپاڼه کي خپور سوی دی.

جلالتمآب محمدعزیز خان:

په ماسکو کي د افغانستان سفیر جلالتمآب محمدعزیز خان په ډېر تاءکید وویل چي افغانستان د هیچا طرفداري نه سي کولای. د ده هیواد باید د ضرورت له مخي له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کي ژوند وکړي. ده دغه راز هیله څرګنده کړه چي هند به ډېر ژر ستري آزادی ته ورسیږي. ده وویل چي فکر کوي شوروي اتحاد هر وخت غواړي چي افغانستان، ایران او ترکیه مستقل او مخ پر ترقي وي.

زه د افغانستان له سفیر څخه د هغه د مېلمه پالني او هغو خوندرو خوراکونو له امله خاصه مننه کوم چي په ماسکو کي یې زما د اوسېدلو په وخت کي راته برابر کړي دي. ص ص ۱۵۱-۱۶۱

روم ته د رسېدلو سره سم، په هغه ماښام، مي اعلیحضرت امان الله خان د هغه په ساده کورکي ولیدی. اعلیحضرت د انتظار کوټې ته راغی او زه یې صالون ته بوتلم. یوه دردوونکې صحنه وه. زما په مخ کي هغه شانداره انسان ناست وو چي لس کاله یې خپل هیواد افغانستان د خلکو د مشر په حیث رهبري کړ او اوس یې په یوه خارجي هیواد کي په تبعید کي ژوند کاوه. د ده له هر حرکت څخه څرګنده وه چي د مظلومو خلکو دښمنان دلته هم هغه پر کراره نه پرېږدي. ځکه چي د ده یوازینی ګناه دا وه چي زموږ د ټولني د دېوانو امر ته یې غاړه نه ایښودله.

ده په ډېر ټینګار ماته وویل چي لوړ کښېنم. هغه وخت چي دی پاچا وو که یې ماته د لوړ کښېنستلو ست کړی وای نو ما به مننه ورڅخه کړې وای؛ مګر اوس ناممکنه وه.

یوه بله ورځ په روم کی د افغانستان سفیر سردارعبدالحسین خان د ایټالوی ډوډی یوه ښه مېلمستیا راکړه. په خپل موټر کي یې سپور کړم او له روم سره نیژدې یې د سمندر پر غاړه خپل ښکلي کورته بوتلم. ص ۱۶۴

Mahendra PrataP Raja

My Life Story of Fifty Five Years.

First Edition 1947

Rajhans Press Sadar Bazar Delhi

(Visited 44 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.