The news is by your side.

له ځوروونکو ټوکو د خوند اخیستو ترشا بې خونده راز

0

سمون تصمیم /

ارواپوه 

په وروستیو کلونو کې د فیسبوک، ټویټر او داسې نورو ټولنیزو شبکو د را څرګندیدو سره له یوې خوا د ډېرو هغه کسانو لوستونکي چې علمي، فرهنګي، یا هم شخصي لیکنې کوي ډیر شوي، او د بلې خوا هم ډیر خلک متنوع مطالبو ته یا په لیکلي ډول او یا هم په ویدیویی ډول لاس رسی لري. په دې لړ کې ټوکې ټکالې کیدای شي تر ډیره بریده د شخصي لیدلورو، سیاسي او علمي  مطالبو وروسته ډیر لیکونکي او لوستونکي ولري.

په ډیرو برخو کې شوخ طبعي او سالمې ټوکې کول انسان ته ګټه رسوي. د سالمو ټوکو او شوخ طبعۍ په برخه کې د ټولنپوهانو او ارواپوهانو تحقیقات ښايي چې ټوکې او شوخ طبعي د کړکیچنو حالاتو سره د مقابلې کولو په برخه کې مرسته کولای شي، د اظطراب په کمولو کې موثره واقع کېدای شي، په ځان د اعتماد د لوړولو او د مثبت فکر د لا ډیریدو لامل هم ګرځیدای شي. سربیره پر دي، شوخ طبعي او سالمه ټوکې د وګړو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او د دوستی د ژورتیا سبب هم ګرځیدای شي. بل اړخ ته ناسالمي ټوکې کولای شي چې اړیکې ترینګلې کړي، ټوکه بیانوونکي او اوریدونکو/لوستونکو ته بد احساس ورکړي او یا یې هم د اوریدونکو/لوستونکو د خفګان باعث وګرځي.

ناسالمې ټوکې ډیر ډولونه لري لکه هغه ټوکې چې د نورو د احساساتو د بی ارزښته ښودولو پر بنسټ ولاړې وي، هغه ټوکې چې جنسيتي انډول په نظر کې نه نیسي او یو جنسیت په مشخص ډول هدف ټاکي، او هغه ټوکې چې د یو خاص شخص، ډلې او یا ټولني د بدنامۍ، کم ښودنې او یا سپکولو په اساس ځينو اوریدونکو/لوستونکو خندونکي وي. په دې ډلو کې ترټولو ډیرې رایجې ټوکې همدا وروستۍ ډله ناسالمې ټوکې دي. دا ډول ټوکې د دوو صفتونو په لرلو سره د سالمو ټوکو متفاوتې دي. دا ډول ټوکې له یوه اړخه مشخص جنسیتونه، اشخاص، ډلې، سیاسي ليدلوري، مذهبي ګرایشونه… او داسې نور د کم ارزښت لرونکي او تر نورو ټیټ ښایې او د بلې خوا ورته په خپله خوښه د حقیقت څخه لرې تعریف بیانوي. خو په عین حال کې د ټوکې بیانوونکي داسې ښکاره کوي چې د ټوکې تعبیر باید د جدیت پرته وشي ځکه هدف ترې شوخ طبعی بیانوي، ترڅو د انتقاد څخه ژغورل شوي وي.

د ارواپوهانو د نظره دا ډول ټوکې د بیانوونکي په اړه ډیر معلومات ورکوي. معروف تحلیلي ارواپوه زیګموند فروید وایې چې د مقابل لوري په وړوکي، کم ارزښته، بدخویه، بدمرغه او یا عجیب ښودلو سره د داسې ټوکو ویونکی ځان ته په غیر مستقیم ډول دا احساس ورکوي چې ګویا پر مقابل جانب یې بریالیتوب حاصل کړی. د همدې احساس په پیدا کیدو سره د ټوکې بیانوونکي کولای شي د خپل لاشعور هغه انګیزې او میلانونه ارزاع کړي چې د ټولنيزو معیارونو ضد وي. فروید زیاتوي چې د ناسالمو ټوکو په بیانولو سره اکثراً د ټوکې بیانوونکی د لنډ وخت دپاره د خوښۍ او پاکوالي احساس هم پیدا کوي. د فروید په ژبه په ناسالمو ټوکو کې درې ډوله اشخاص برخه لري: «سربیره په لمړۍ ډله یا هغه کس چې ناسالمه ټوکه بیانوي، باید دوهمه داسې شخص/ ډله، … هم اوسي چې د ټوکې مفعول وګرځي او دریمه هغه ډله هم ضرور ده چې د ټوکې څخه د لذت وړلو هدف پرې پوره کیږي» یا په بل عبارت، هغه څوک چې د ټوکې په اوریدو د ټیټ ښودل شوي مفعول د حالت څخه د ټوکې بیانوونکي سره یوځای خوند اخلي.

تامس هابز چې د ټولنیزو جوړښتونو د تیوري مخکښ بلل کیږي دا ډول ناسالمي ټوکي د ځان لوړ ښودلو او تفوق د لاسته راوړلو لپاره یوه کاذبه هڅه بولي. د هابز په قول، ځیني وګړي د نورو ټيټ ښودونکې ټوکو ته ځکه ترجیع ورکوي چې د نورو په ټيټ والي کې دوی ته ځان لوړ ښکاري. چارلز ګرونر چې د «شوخ طبعۍ لوبه» په نوم کتاب لیکونکی او د هابز د تیوري پلوي دی وایې چې د کم او ټيټ ښودونکو ټوکو مقایسه د سپورتي لوبو سره کیدای شي. داسې چې پکې په دواړو کې په لمړي سر کې لوړه انرژي لرونکې شخړه موجوده وي او په پای کې داسې نتیجې ته ورسیږي چې د د بایلونکي لوبغاړي په څېر د ټیټ ښودل شوي لوري د بایلې او د ګټونکي لوبغاړي په څېر د ټوکې د بیاننوکي د بریالیتوب ښودونکی وي. فرق یې په دې کې وي چې لوبغاړي ریښتينې لوبه کوي، خو کم ښودونکي ټوکه بیانوونکی د کاذبو احساساتو سره لوبه کوي.

سره لدې چې پورتني لیدلوري د ‌یر ارزښت لرړنکي دي کیدای شي په افغاني ټولنه کې چې په اکثریت ډول مردسالاره ټولنه ده د هنري تاجفیل او جُان ترنر د ټولنیزهویت تیوري تر نورو ډیره د تطبیق وړ وي. تاجفیل او ترنر په خپله تیوري کې د مثبت غوره توب په نوم پدیده د ټولنیز هویت یو اصل بیانوي. د ټولنيز هویت او شخصي هویت تفکیک په لنډ ډول داسي کیدای شي چې ټولنیز هویت د شخص د هویت هغه برخه ده چې په ټولنه کې د یوې ډلې سره د تړاو څخه رامنځته کیږي لکه په نارینه جنسیتي ډله کې د لوړ فزیکي توان لرل، یا په افغان ملیتي ډله کې د غیرت لرل. د بلې خوا شخصي هویت د فرد د هویت هغه برخه ده چې په خپله مربوطه ډله کې د نورو هم ډلو څخه تفاوت ولري لکه په ښځینه جنسیتي ډله کې تر نورو ښځو ډیره مهربانی لرل، یا د پښتنو په ژبنیزه ډله کې د یوې خاصې لهجې لرل. د تاجفیل او ترنر په نظر کله چې یوه ډله په ټولنه کې د بلې متفاوتې ډلې څخه بهتره یا لوړه وپېژندل شي، مثبت غوره توب یا په بله ژبه تر نورو لوړوالی ترلاسه کوي. د دوی په نظر د ټولنې ټولې ډلې او په ډلو کې شامل اشخاص د مثبت غوره توب یا په ساده ژبه د لوړوالي د لاسته راوړلو لپاره د مختلفو لارو څخه استفاده کوي، چې یوه لار یې کم ښودونکې ټوکې دي. د تاجفیل او ترنر په تیوري کې د کم ښودونکې ټوکې د رامنځته کیدو مراحل په لاندې ډول بیان شوي:

د هویتی کواښ پیدا کیدل              کم ښودونکی ټوکهد مثبت غوره توب (لوړوالي) لاسته راوړل             د خوښۍ احساس

یاده تیوري دوه مهمو پوښتنو ته ځواب وړاندې کوي:

  1. ولې اشخاص کم ښودونکې ټوکې کوي؟

د دې تیوري په اساس اشخاص هغه مهال کم ښودونکې ټوکو څخه استفاده کوي چې شخصي یا ټولنیز هویت یې تر ګواښ لاندې واقع شي ترڅو وکولای شي مثبت غوره توب (لوړوالی) لاسته راوړي. د بیلګې په توګه کله چې یوه نژادي اکثریت لرونکی ډله د نژادي اقلیت لرونکې ډلې لخوا ګواښ احساس کړي نو د ګواښ  له منځه وړلو او د مثبت غوره توب (لوړوالي) د لاسته راوړلو لپاره د نژادي کم ښودونکو ټوکو څخه کټه پورته کوي ترڅو کواښوونکي نژادي اقلیتونه ناتوانه وښايي او په نتیجه کې ځان ته د ډېر توان لرلو کاذب احساس ورکړي. یا هم کله چې نارینه په مردسالاره ټولنه کې د ښځو د پیاوړي کیدو سره خپل ټولنیز هویت ته کواښ احساس کړي، نو د ښځو د کم ښودونکو ټوکو په واسطه ځان او د خپلې ډلې (نارینه) ته د مثبت غوره توب (لوړوالی) کاذب احساس پیدا کوي.

  1. ولې ځیني اوریدونکي د کم ښودونکو ټوکو څخه لذت وړي؟

یاده تیوری وایې چې اوریدونکي هغه مهال د کم ښودونکو ټوکو څخه خوند اخلي چې دا ډول ټوکې هغو ته هم د مثبت غوره توب (لوړوالی) کاذب احساس ورکړي، دا ډله اوریدونکي/لوستونکي د هغه لوړوالي د احساس په لاسته راوړلو سره خپله خوښي په خندا او خوشحالی ښکاره کوي. د بیلګې په توګه که نژادي ټوکه په اوریدونکي/لوستونکي کې د کاذب لوړوالي احساس رامنځته کړي، ټوکه جالبه بریښي، یا هم که د ښځو د کم ښودونکو ټوکو اوریدونکي/لوستونکي د ښځو د کم ښکاره کیدو په نتیجه کې د برترۍ کاذب احساس پیدا کړي نو دا ډول ناسالمه ټوکې هم د خوشحالۍ سبب ګرځي.

برعکس، کله چې ټوکه د مثبت غوره توب (لوړوالی) کاذب احساس رامنځته نه کړي، د اوریدونکو/لوستونکو لپاره جالبه نه وي او د خوشحالۍ احساس نه رامنځته کوي. حتی په ځینو برخو کې د شخړو د رامنځته کیدو لامل هم ګرځیدای شي.

پورتني لیدلوري چې په علمي تحقیقاتو ولاړ دي دا په وضاحت سره ښکاره کوي چې کم ښوړونکي ټوکې په معاصره ټولنه کې د ټولنې نورو غړو ته د احترام نه لرلو په معنی دي او په غیر مستقیم ډول د نورو د ارزښتونو د پښو لاندې کولو لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي ترڅو د لوړوالي کاذب احساس رامنځته کړي. دا ډول ټوکې نه یواځې د خلکو ترمنځ په مکالمو کې راڅرګندیږي، بلکه په نورو رسنیو کې لکه اخبار، تلویزیون، ټولنیزه شبکو او نورو انترنتي منابعو کې هم په پریمانه ډول ښکاره کیږي او د تبعیض، تعصب او بې ارزښته کلیشو د ښکاره کولو سره سره د تفاوتونو نه مننونکي لیدلوري بیانوي. د کم ښودونکو ټوکو ترشا د بې خونده راز په پوهیدو سره دا هم کافي ده چې دا ډول ټوکو ته په خپلمنځي مستقیمو یا غیر مستقیمو مکالمو کې ځای ورنه کړو، او د مقابل لوري د پوهاوي سبب وکرځو.

په دې برخه کې د لاډیرو معلوماتو لپاره کولای شئ لاندې علمي منابع هم مطالعه کړئ.

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.