The news is by your side.

مرکنټلیزم څه ته وايي؟

شریف الله پاچا

0

د امريکا د کولمبيا پوهنتون د تاريخ استادانو تاليف «د غرب تمدن» د مرکنټلیزم (Mercantilism) تعريف داسې لیکي: (مرکنټلیزم د يو شمېر نظرياتو، سياستونو او فعاليتونو څخه عبارت دی چی د دولت لخوا محیط ته په کتو مینځ ته راځي، چی هدف یې د دولت تقويې او د ټولنې د افرادو يو ځای والی او ملي اتحاد په غرض په اقتصادي ساحه کي د هغه څخه استفاده ده.)

شپاړسمی پيړۍ کې اقتصادي تګلارې تغير وکړ، د زمامدارانو او نورو اقتصادي کارپوهانو په ایډیال او خيالاتو کي هم توپير راغی، جغرافيايې اکتشافاتو د اقتصادي عقايدو او نظرياتو نوي نوم منځ ته راوست. د (مرکنټلیزم) نوی نوم په هغه وخت کي مينځ ته راغي کله چي اقتصادي نوی تفکر پيدا سو . البته د مرکنټلیزم نوم د فزيوکراتانو لخوا چي د دې ډلې مخالفین وه وروسته ورکړل شو. مرکنتلستانو د اقتصادي مشکلاتو لپاره هيڅ څيړنو او عالمانو ته روج نده کړي بلکي دا ډله خلک د دې وجهي نوم پيدا کړ چي اروپا ته د دونيا له هري خوا نه سره او سپين زر راتلل چي د همدی کبله صنعت او سرمايه ګذاري زیاتي شوی. د اقتصادي عقايدو اصول او د اقتصادي علم اهميت د مرکنټلیزم په دور کي شروع کيږي.

 د مرکنټلیزم دور له شپاړسمی پيړۍ شروع تر اتلسمې پېړۍ دوام مومي، د کار طريقه او سياست یې داسي وه چي د يو مملکت کار طريقه به د يو فرد له طريقه کار سره مشابه وی. له کوم تاکتيک چي تاجر کار اخلي، هيوادونه هم بايد هماغسې له وړو وړو تاکتيکو کار واخلي. هغه که د خام موادو ارزانه پيدا کول دی، که د ليږد راليږد په پیسو کي سپما وي، که اجرو او کارونکو پيسو کي کمښت وی، لکه يو تاجر بايد خپل ګټي ته فکر وشي. مرکنټلیزم يو څو اساسي ټکو ته اهميت ورکوي، صنعت ته وده ورکول، سره او سپین زر هيواد ته واردول، په صادراتو کي زياتوالي او وارداتو کي کمښت، سره او سپين زر بايد هيڅ له هيواد بهر ونه وځی ځکه دا د يو هيواد ثروت دی.

د مرکنټلیزم اصلي مشران غټ اقتصادي علماء او فلاسفه نه بلکي د هغه وخت سیاست مداران او غټ تاجران يا دولتي مشران وه. د مرکنټلیزم عقايد دا وه څومره چي کیږي باید دولت تقويه کړي او خلک ملي تعاون ته را وبولي. د مرکنټلیزم په دوران کي طبقاتي توپير په خپل عوج کي وه. بزګرانو ته دا اجازه نه وه چی  زراعت ته وده ورکړي او د زراعت اموالو صادراتو ته اجازه نه وه، بزګران او کارکوونکو طبقه خلکو به په سختۍ د يو وخت ډوډۍ پيدا کوله. په دې وخت کي د بزګرانو او کارکوونکو لخوا ائتلافونه هم رامينځته شول چي حکومتونو ډیر سخت وځپل تر څو د تجارت او صنعت ممانعت ونشي. څومره به چی کارکوونکي بیکاره کیدل هغومره به بروژوا ډله خوشاله وه ترڅو په اموالو مصارف راکم شي.

مرکانتلستانو طريقه کار ته په کتو څو سوالونو ته ځواب ويلي دی. ثروت څه شی دی؟ د پيسو او ثروت تر مينځ روابط موجوده ده کنه؟ ايا د يو دولت تقويه لپاره ټول توليدات مساوي دی او کنه؟ که هو، نو کومو توليداتو ته بايد ډيره توجه وشي؟ قيمتونه څنګه پيدا کيږي؟ په ملي عايداتو باندي ربح او سود څومره تاثير لري؟

د مرکنټلیزم د مکتب نوميالي شاګردان چي په بی ساری توګه یی وده ورکړي:

ژان باتيسټ کلبر (1519 نه تر 1603)

چي د فرانسې د څوارلسم امپراتور په مختلفو برخو کې کار کړی او تر ډيره د دې مکتب مخکښ بلل کيږي. حتا بعضي کسان مرکنتلستانو ته کلبرستان وایې.

ژان بودن ( 1530 نه تر 1594)

جمز هارينګټون ( 1611 نه تر 1677)

جان لاک (1632 نه تر 1704)

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.