The news is by your side.

نزاکت، یوه ټولنیزه نیمګړتیا او اړتیا

ګل رحمن رحماني

0

نزاکت په هره ټولنه کې دټولنیزو میعارونوپه پام کې نیولو سره مرعاتیږي که شاعران په خپلوشعرونوکې دغه کلیمه دمعشوقې له نازاونزاکت سره یوځای کاروي خو په افغاني ټولنه په ځانګړي ډول دپښتنوپه مینځ کې دغه خبره ډیره مطرح ده راځئ ددې لیکنې په سرکې یوه پوښتنه مطرح کړو اوهغه داچې موږبې نزاکته چاته وایو ؟

شاید دیوه ښوونکي لپاره بې نزاکته هغه زده کوونکی وي چې دنورو شاګردانوپه وړاندې ده ته داضافي ورکړو نومرو مننه وکړي چې ښوونکی ورباندې دنورو شاګرانوپه وړاندې زهیریږي ، یوترافیک ته به هغه موټرچلوونکی ډیربې نزاکته ښکاري چې دترافیکودمدیرپه وړاندې ده ته ورنه غوښتل شوې درشوت پیسې ورکړي دې ته ورته ګڼې نورې بیلګې هم وړاندې کولی شو .یوه ملګري مې يوه ټوکه راته وکړه چې دلته به یې هم راوړل بدنه وي

وايي چې دوه ملګري وو ، خوډیرساده ګان وو خوددې سره سره یواوبل له زړه نه ورته ګران وو دې یوه یې له ډیرګرانښته خپله یوه ښکلې کرتۍ (کوټ )دې بل ته په ډالۍ کې ورکړی وو خوکله به یې چې په کوم مجلس کې معرفي کولو نوویل به یې چې دافلانکی دی ډیرتکړه سړی دی خودغه اغوستې کرتۍ ماورکړې ، چې هغه بل ملګری به یې په دې خبره سخت شرمیده همغه ووچې غوصه یې راغله یوه ورځ یې دملګري کورتۍ وروغورځوله چې نه مې ده پکار، خوددې سره سره یې په ملګري کې بدلون رانغی اوس به یې چې په کومه محفل کې معرفي کولونه ویل به یې چا دا فلانکی دی خوماچې کومه کورتۍ ورکړې وه هغه یې بیرته راکړې ده

یوه بله ټوکه به هم وړاندې کړو وایي چې کوم وخت یوسړی په کورکې ناست وو په دې وخت کې چادروازه وټکوله خوسړي نه غوښتل چې ورسره وګوري نوخپل زوی ته چې په څنګ کې یې ناست وو وویل ورشه بچیه ورته ووایه چې پلارمې په کورکې نشته ماشوم په منډه ورغی همغه سړي ته یې وویل کاکا پلارمې وايي چې ورته ووایه هغه په کورکې نشته !

یافرض کړی تاسې دخپل یوه ملګري سره ډیره کلکه دوستي لری اوسه سره بې باکه یاست ټوکې ټکالې کوی خویوه ورځ مودهمدې پلارملګري پلارپه حق رسیږي دوه درې ورځې نه دي تیرې شوې تاسې خپل دغه ملګری ګوری فکرکوی چې اوس هم همغه پخوانی سړی دی په اوږه ټس ورکوی اویوه ډیره بده توکه اوخبره په همغه پخواني انداز ورته کوی . هغه به کله هم تاسې ته نه وايي چې دایې وخت نه دی ، یاپلارمې مړشوی ظاهرا به دزړه په زورهم وخاندي ددې لپاره چې تاسې ناهیلي نه شی خو تاسې به ډيربې نزاکته ښکاره شی .

اوس به موپه دغه یوڅوبیلګوکې ددغه بې نزاکتۍ په اړه ډیرڅه اوریدلي وي اوس بایدداهم ومنوچې دغه ټوکې اوبېلګې زموږپه ټولنه کې رامینځ ته شوې نوداچې دزیږون ځای یې زموږټولنه ده نو دا په دې دلالت کوي چې موږ هم ګڼې نزاکتي نیمګړیتاوې لرو دیوې خبرې دکولوپه ځای ځایکي نه پوهیږو اودبیان الفاظ یې نه جوړوو دغه بې نزاکتۍ په دفتر، کور،مکتب ، روغتون اوګڼو کارځایونوکې رامینځ ته کیږي اونزاکت داسې یوڅیردی چې یوڅوک یې بایدخپله درک کړي دې ضرورت نشته چې یوڅوک یې تاسې ته درپه ګوته کړي یایې دې تاسې له کوم کتاب اومکتب نه زده کړی دټولنې رواني حالت په درک کوی کړه وړه به یې څیړي ماڅوځله له هغه بهرنیانوچې په افغانستان کې اوس مهال کارکوي دخبرو په وخت دچایوست اوریدلی چې خپلوافغان ملګروته دچایوست کوی که څه هم دغه دود په دوی کې نشته چې چاته چایوست وکړی خودوی درک کړی چې په افغاني ټولنه کې دغه دمېلمه لپاره یونزاکت دی یوبل سره نږدې کوي اویوه ټولنیزمعیارته درناوی دی .

په یوه اداره کې چاتاسې کارپه کوی رئیس ستاسې پخوانی دوست ،دماشومتوب ملګری دی اوتاسې په دفترکې هم هغه پخوانی چلندکوی ټوکې کوی حتی رئیس هم نه ورته وايی هم نوم ورته اخلې لکه په پخوادې چې ورته اخیسته خوکه یوه ورځ ستاسې رئیس له ځینومیلمنوسره چې ستاسې له دفترسره کوم قراردادلری یاموکومه پروژه ورسره شریکه ده ناست دی ستاسې هم دڅنګه کښینی هغه تاسې په ډیردرنښت سره ورمعرفي کوي خوتاسې بیاهم په مینځ مینځ کې دهمغه پخواني چلند له مخې خبرې کوی اوهغه ورباندې میلمنوته ښکته راځي نوبې له شکه چې دغه ستاسې ستره بې نزاکتي ده .ددې لپاره چې دلته تاسې بې نزاکته ښکاره نه شی نوباید رئیس داسې یوسړی وګڼي چې پخواورسره بیخي پیژنی هم نه کوښښ وکړی چې هغه ته خپل نوم وانخلی یایې مسلکي لقب لکه ډاکتر، انجینر، څارنوال ….یانور واخلی رئیس صیب اویاورته ښاغلی رئیس ووايی چې په دې سره نه یوازې ستاسې رئیس دروندمعلوميږی بلکې تاسې هم یوبادسفلینه اومنظم شخص ښکاری اوستاسې په اداره کې دنظم اومتقابل احترم دشتون پیغام ورکوي .

زموږپه ټولنه کې دغه اصولوته ژمن کسان با ادبه ،باسلیقه ،هوښیار،اوذهین بلل کیږي ددغه ډول اصولومراعات له هرڅه وړاندې په لویانو لازم دی ځکه چې ددوی کړه وړه دماشومانولپاره دلارښودبڼه لري یاپه بله مانا د کورنیومشران د ماشومانو لپاره ایډیال شخصیتونه دي دوی چې څه کوي هغوی یې په لوبو، ښوونځیو، اوعادي خبروکې څرګندوي

هره خبره دکولویوځانګړی ځای لري اوبایدځای ته په کتوسره یې وشي هم خپل شخصیت اودبل شخصت له سپکاوي وژغورل شي ځکه ددې ټولنې هروګړی دیوه شخصت خاونددی خوداچې شخصیت یې منفي دی که مثبت هغه بیا بېله خبره ده .

یوه ورځ دیوه دوست کورته تللی وم ډیرې خبرې موسره وکړې زماددغه دوست په ژوندکې له پخوانه ډیربدلون راغلی وو په دروازه کې هم یوساتونکی درلودکه نوره یې هم سپینه ووایم دولایتي شوراوکیل وو کله چې د ډوډۍ وخت شو نوپه دستوخوان ډوډوۍ بده نه وه خودیوه وکیل موقف اودده وړاندینوغوره ته پام سره دستایلو وړنه ده ، کله موچې په خوړلوپیل وکړنو خپل نوي اشپزته یې په غوصه وویل
والکه درته ومې نه ویل چې مېملمه ډیرنازولی دی ماهیان هم تیارکړه کوم دي تاخوعادي ډوډۍ تیاره کړې .؟

اشپزپه خواره خوله ورته وکتل :

حاجي صیب کله خوتاویل چې ماهیانوته حاجت نشته .

دجاجي صیب رنګ بدل شو اوخبره یې په بل خوا واړوله

په ډوډۍ خوړلو ، څښلواو نورو عادي مجلسونوکې د داسې حرکتونویاخبروکول چې ذهن بل خواوړي دیوچاپه ناپوهی دلالت کوي ، هرڅوک چې په هره ټولنه کې اوسي باید لومړی دهغوی شته نزاکتونه درک کړي اصول کړه ،انترپولوجي ، سایکالوجي یې په ژوره توګه مطالعه کړي اوهغه څوک چې خپله دټولنې اصلي اوسیدونکي دي بایدخپلې ټولنې ته له کومې بلې زاويي ونه ګوري ځان پردی احساس نه کړي اونه ټولنه پردۍ وګڼي ځکه افغاني ټولنه یوه قومي ټولنه ده هرڅوک چې په قوم کې ریښه ونه لري بهرنۍ نقوذ، زده کړې اوډګري ګانې هغه ته ددې ټولنې رنګ نه شي وربښلی خپل دود دستورته په سپکه کتل دخپل ځان سپکاوی دی پښتانه متل کوي (همداغرهمداکربوړی ) اوهرکب له خپلواوخاورې رنګ اخلي .

دنزاکت نه مراعاتونکي ته به نه څوک کومه سزا ورکړي اونه دسزا مستحق دی ځکه دوی په اګاهانه ډول داکارنه کوي دهغوی بې عقلي اوستونزه ده خوصرف دومره به وي چې په ټولنه کې به یې درناوی کم وي پسې شابه ورپسې ډیرې خبرې کیږي څوک به په مجلس کې ورسره خبرې نه کوي دپوهو هوښیارو کسانودنده ده چې دغه کسان وپوهوی اویوډول ناروغان یې وبولي دوی په یوازیتوب کې کښینوي اوتروسه وسه هڅه وکړي چې بدلون په کې راولي اویاپه داسې مجلسونوکې که برخه وانخلي اولرې ورڅخه وساتل شي نوډیره به ښه وي .
۱۳۸۹-۷-۹
جلال ابا دښار

Leave A Reply

Your email address will not be published.