The news is by your side.

ټولنیز کېدل / محمد مصطفی سمون

0

د فرد ګرایۍ له زاویې څخه ټولنیزوالي لوري ته د ژوند روان بهیر ګډول به په ژوند کې د بدلون زیری وي.  له دې سره ټولنیزو ستونزو او غوښتنو ته د سالمې ایډیالوژۍ محور په خوځښت راوستل خپله انساني غرور لوړوي، چې بیا د ټولنې په درد ځپلي فکر شعوري غور کول هم د اغېزناکې تګلارې ټاکل دي؛ ترڅو د فردي غوښتنو او کړنو لپاره د ابتکاراتو او تحمل په بناء د ژوند ستنې برابرې کړای شي.

په اصل کې ټولنیزکېدل د ځینو تګلارو له لارې عملي بڼه غوره کوي، چې انساني افکار په یو منسجم محور را ټول شي او د فردي زاویې نه د ټولنې د بدلون په اړه خپل لیدلوري شرح کړای شي؛ ترڅو د افرادو ترمنځ د همغږۍ یو داسې تار ورغول شي، چې فرد د ټولنې په هرې پېښې کې د مسوولیت احساس وکړي او د فردي فکر ترڅنګ په ټولنیز محور زیات حساب وکړای شي.
د ټولنې بنسټ خپله د افرادو مجموعه ده، چې انساني افکار او خوځښتونه په یوه منظمه ایډیالوژۍ را څرخوي. همدا جوړښتونه هم د متضادو لارو په یو بل کې محوه کېږي؛ خو د دې لپاره منظم پلان سنجول چې د فردي او ټولنیز فکر ترمنځ د اړیکو یو تړلی تار رامنځته کړي او هر فرد خپل ځان پکې وویني نه چې ځان پکې هېر کړي؛ ترڅو د ټولنیز فقر له دایرې را ووځو. ټولنیز فقر اصلاً د تحمل، یو بل منلو، اخلاقي زوال، د ژوند په اړه د فکر کولو نشتون له مخې زېږي، چې بیا ټولنه د تکامل پر ځای د تظاهر خواته بیایي.
د پاسنیو عناصرو څخه په معقول ډول د ژوند چاپیریال جوړول خپله د ټولنیز کېدو لپاره د تدبیر په رڼا کې قدم اېښودل دي، چې انساني غوښتنې او لورېینې هم په دې ګرداب کې د تعامل په تصور ولاړ وي.
راځﺉ چې د ټولنیز کېدو لپاره د افکارو په روڼاوي باندې د علمي او منطقي استدالالونو له لارې پرانیزو؛ ترڅو د فرد پرستۍ پر ځای ټولنیز والي ته د فکر مزي خواره کړو.
(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.