The news is by your side.

پر ټولنې او شخص د دروغو اغېزې

شمس الدین شمس

0

دروغ څه دي؟

د حقیقت خلاف خبرې ته دروغ وايي، هغه څوک چې د حقیقت خلاف خبرې کوي دروغژن (دروغ ویونکی) دی. د بېلګې په توګه که تاسو وږي یاست او د کوم ملګري کورته لاړ شئ او هغه درته د ډوډۍ ست وکړي ته ووایې: نه ! زه ډوډۍ نه خورم موړ یم، دا دروغ شول ځکه د حقیقت خلاف خبره مو وکړه. همدارنګه کم زیات  او یا زیات کم ښودل دروغ دي ، ښه بد او بد ښه ښودل دروغ دي چې ویونکي ته یې دروغژن ویل کیږي.

خلک ولي دروغ وایې؟ 

دا چې ولي خلک دروغ وایي؟ ممکن د ژوندانه په شرایطو ، د ژوند کولو په طرز او دخلکو په رواني حالت پورې اړه ولري. نو کیدای شي د دروغ ویلو لاملونه له یوې ټولنې تر بلې ټولنې سره توپیر ولري یعني هغه لاملونه چې د خلکو دروغ ویلو سبب ګرځي ممکن زمونږ په ټولنه کې یو څه خو په نورو ټولنو کې بیا بل څه وي. د دې لپاره چې بحث ډیر اوږد نشي یواځې د خپلې ټولنې په لاملونو بحث کوم. له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې هم ګڼ شمیر وګړي دروغ وایې او دا یې ورځنی عادت ګرځیدلی. له اووه کلن ماشوم بیا تر اوویا (۷۰) کلن سړي،  بزګر ، پوهنتون استاد، دوکاندار، ښوونکي، سیاستوال… اکثریت یې دروغ وایي. کارپوهان د دروغو ویلو عوامل ټولنیز او روغتیایې عوامل په ګوته کوي چې زه غواړم یواځې په ټولنیز اړخ یې خبرې وکړم چې په لاندې توګه دي:

  1. کورنۍ ناسمه تربیه یا په ماشومتوب کې د مشرانو له لورې په دروغو روږدي کول.له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې د دروغو ویلو اصلي لامل همدا دی، مور و پلار او د کورنۍ مشران په دې نه پوهیږي چې خپل ماشومان څنګه وروزي؟ ډېری د کورنۍ مشران خپل ماشومان په نا پوهۍ سره په دروغو ویلو روږدي کوي. د بیلګې په توګه د کور دروازه یو څوک ټکوي ماشوم ورځي، ولاړ کس یې د پلار پوښتنه کوي  او ورته وايي چې پلار دې را خبر کړه، ماشوم بیرته پلار ته راځي او ورته وايي چې پلاره په دروازه کې دې یو څوک غواړي. پلار یې ورته وایې چې ورشه ورته ووایه چې هغه په کور کې نشته . ماشوم پوهیږي چې پلار یې په کور کې شته خو بیا هم په دروازه کې ولاړ سړي ته وایې چې پلار مې کور کې نشته ځکه د پلار خبره په ځمکه نشي غورځولی. دا خو هسي ساده ښکاري خو په حقیقت کې پلار خپل زوی ته د دروغو ویلو بنسټ په خپل لاس کېښود. که له دې ماشوم سره څو ځله داسي کار وشي دا د ماشوم په عادت بدلیږي بله ورځ که څوک دروازه ټکوي او د پلار پوښتنه یې کوي نو ماشوم پرته له دې چې له پلاره پوښتنه وکړي په دروازه کې ولاړ سړي ته وایی چې پلار یې په کور کې نشته ځکه دا اسانه کار دی ، دی فکر کوي که یو ځل پلار ته لاړ شم بیا مې پلار همدا خبره کوي چې ورته ووایه چې کور کې نشته. نوموړي ماشوم ته وروسته په ژوند کې دروغ ویل تر ریښتیا ویلو اسانه او ښه ښکاري.
  2. د ځان ژغورلو لپاره: ډېر خلک د ځان ژغورلو لپاره دروغ وايې د بیلګې په توګه د دې لپاره چې څوک ورته ضرر ونه رسوي خپل  ریښتني معلومات … او اصلي هویت پټوي.
  3. له سزا څخه د ځان ژغورلو لپاره: اکثره خلک له سزا څخه د ځان ژغورلو لپاره دروغ وایې د بیلګې په توګه که یو څوک قانوني سرغړونه کوي له دې وېرې چې سزا ورته ورنکړل شي دروغ وایې.
  4. چې خپله تیروتنه پټه کړي: ځیني خلک د دې لپاره دروغ وایي چې خپله تیروتنه پټه کړي. د بیلګې په توګه غونډې ته د یو مهم شخص بلنه ورڅخه هيره شوې وي چې دا د ده تېروتنه ده خو ددې لپاره چې خپله تیروتنه پټه کړي په دروغو وایي ما ورته ټیلفون وکړ خو تلیفون یې کار نه کاوه، خاموش وو.
  5. له شرمیدلو څخه د ځان ساتلو لپاره: کله له انسان څخه یو داسي کار وشي چې ورسته په هغه شرمیږي د دې لپاره د حقیقت پټولو هڅه کوي، د بیلګې په توګه یو ماشوم په څوکۍ کې ناست دی او بې اختیاره ورڅخه بولې ځي، د مور یې پام کیږي چې څوکۍ لمده شوې کله چې پوښتنه ځنې کوي ماشوم وایې چې له بوتل څخه اوبه ورباندي تویې شوې.
  6. ځان ځواکمن او تر نورو غوره ښودلو لپاره: دا ډول دروغ ویل په افغانستان کې ډیر دود دي، ځکه زمونږ په ټولنه کې توربرګینیت او نا سالمه سیالي ډیره زیاته ده، که یو تن خپل سیال د پرمختګ په حال کې وویني خپله هڅه کوي چې هغه پسې ځان ورسوي خو نه یې شي کولای نو په دروغ ویلو پیل کوي او ځان تر هغه ډیر لوړ معرفي کوي د هغه په هکله هم دروغ وایي او ټیټ یې معرفي کوي.
  7. ځان اخلاقي ښودلو لپاره: زمونږ په ټولنه کې د ټولو وګړو دا خوښیږي چې د خلکو تر نظر اخلاقي ورشي او درناوی ورته وشي، خو کله دوی له اخلاقو داسي تعبیر کوي چې تر سره کولای یې نشي، نو په مجلس کې د دې لپاره چې ځان اخلاقي وښي  دروغ وايې (هغه بله ورځ چا راته رشوت را کاوه او غوښتل يې چې یو ناقانونه کار ورته خلاص کړم .. خو ما ورته د رد ځواب ورکړ) په دې سره غواړي چې خلک ورته احترام او درناوی وکړي.
  8. د ګټې وتي لاسته راوړلو لپاره: له بده مرغه دا ډول دروغ زمونږ په ټولنه کې عام دي، د دې لپاره چې مادي ګټه وکړي یا کوم مقام تر لاسه کړي دروغ وایې د بیلګې په توګه یو دوکاندار(هټۍ وال)د دې لپاره چې جنس خرڅ کړاي شي پیرودونکي ته يې د کیفیب او قیمیت په هکله دروغ وایې چې دا ډول دروغ زومونږ په ټولنه کې عام دي چې نږدې د ټولنې هر وګړی لیږ تر لیږه یو ځل د داسي دروغو ښکار شوی ده.
  9. د خیر او مصلحت لپاره دروغ: ځیني خلک د دې لپاره چې د شخړې مخنوی وکړي یا شخړه زیاته نشي دروغ وایې او حقیقت پټوي چې دا تر یو حده ګټور دروغ دي.
  10. بې هدفه دروغ: ځېني خلک په دروغ ویلو دومره روږدي شوي يې چې کله کله هیڅ ضرورت ورته نلري خو بیا هم دروغ وایې او یا ددې لپاره چې په یو مجلس کې ځان شامل کړای شي او ګډونوالو ته مهم او پوه ښکاره شي په دروغو یوه کیسه کوي.

سر بیره په پورته یادو شوو لاملونو زمونږ د ټولنیز ژوند ډول او دودونو ته په کتو سره خلک ددې لپاره چې په ټولنه کې اعتبار زیات کړي، خلکو ته پوه په نظر ورشي، صادق او ایمانداره ورته ښکاره شي، ځواکمن او غیرتي ورته ښکاره شي او خپلې ستونزې په اساني سره حل کړای شي او خپله پړه په بل ورواچوي دروغ وایې چې له بده مرغه زمونږ ټولنه یې له سترو ستونزو سره مخامخ کړې ده.

دروغ ویونکي اکثرآ نا هیلې خلک دي، ځکه د کوم څه په هکله چې دوي دروغ وايې د هغوی تر لاسه کول ورته په حقیقت کې ناشوني ښکاري

نن ورځ د دروغو ویلو پچلتیا: نن ورځ نه یواځې په افغانستان کې بلکې د نړۍ په ټولو هیوادونو کې دروغ  په لیږه او ډیره کچه ویل کیږي، خو له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې د دروغو ویلو کچه ډیره لوړه ده، سره له دې چې د اسلام مبارک دين دروغ ویل په سختي سره منع کړي اود لویو ګناهونو له جملې څخه یې ګرځولي خو بیا هم په عامه توګه ډیر ویل کیږي.په اوسني وخت کې دروغ ویل هم توپیر لري د ځینو خلکو په دروغ ویلو سړی په اساني سره پوهیږي خو د ځینو خلکو یا سازمانونو په دروغ ویلو ژر پوهیدل ناممکن او ډیر ستونزمن دي لکه سیاستوال! دوی داسي دروغ وايې چې په اساني سره پرې نشو پوهیدلای مګر دا چې د وخت په تیریدو راته معلومه شي چې دوی دروغ ویلي او ملت یې دوکه کړی.

له دروغو څخه راټوکیدلې ستونزي:

بي له شکه چې نن ورځ له دروغو څخه زمونږ په ټولنه کې خورا زیاتې ستونزې را ټوکیدلي دي او په یو ډول نه یو ډول یې موږ ټول متاثر کړي یو، د دې لپاره چې د دروغو اغیزې مو په سمه توګه څیړلې وي نو لازمه بولم چې اغیز یې په فرد او ټولنه جلا جلا په لاندي توګه وڅیړو:

د دروغو اغیز په فرد: 

ملګري مې د یو داسې چا کیسه راته کوله چې دروغ یې عادت وو، وایې هغه ډیر با استعداده ځوان وو موږ ټولو په یوکال د کانکور امتحان ورکړ او دخپلې خوښې پوهنځیو ته کامیاب شوو. موږ ټولو به په لیلیه کې د شپې تر ناوخته مطالعه کوله زمونږ همدا ملګری به هم دشپې تر نا وخته پوري ویښ وو او د خپل کټ پرده به یې پسې کش وه. له کوره به یې هم ډیرې پیسې د کورسونو لپآره را غوښتې، کله چې مو د لومړي سمیستر ازموینې ورکړې موږ ټول په ښو نمرو کامیاب شو خو یاد ملګری مو په دوو مضمونونو کې ناکام شوو. موږ ورسته پوه شوو چې نوموړي به مطالعه نه کوله بلکي پخپل کمپیوټر کې به یې فلمونه دشپې تر ناوخته کتل او کوم کورس یې هم نه وایه بلکې په هغو پیسو به یې له بازاره فلمونه اخیستل. په هر صورت پایله دا شوه چې نوموړی له پوهنتون څخه ډراپ (ناکام شو او له پوهنتونه ویستل شو) خو کورنۍ ته یې په دروغو ویل چې په پوهنتون کې زده کړې کوي. موږ ډیر ورته وویل چې له سره یې پیل کړه خو ویې نه منله. بلاخره موږ له پوهنتونه فارغ شوو ده هم په کورنۍ کې ورته ویلي وو چې له پوهنتون څخه فارغ شوو. موږ اوس ماسټري هم بشپړه کړې او ښه دنده لرو ژوند مو د الله په فضل ښه روان دی، خو هغه ملګری بیچاره مو نه پوهنتون ووایو او نه اوس دنده لري. ټوله ورځ په اداراتو کې له فساده او واسطه بازي شکایت کوي. له نوموړي سره دا هرڅه ولي وشوو/کیږي؟ زه فکر کوم ځواب ساده دی. له ده سره دا هرڅه ځکه وشول چې ده دروغ ویل. که یې په هغه ورځ خپلو ملګرو ته ریښتیا ویلي وای چې دشپې تر ناوخته مطالعه نکوي بلکې فلم ګوري، او د کورس په پیسو کورس نه بلکې فلمونه اخلي کیدای شي ملګرو یې نصحت ورته کړای وای او ټینګار یې پرې کړی وایې چې مطالعه وکړي خپلو درسونو ته متوجه شي چې نن به یې دا حال نه وو.بله دا چې ده په دروغو د ځان لپاره یو کاذب شخصیت جوړ کړی وو. کله چې په پوهنتون کې ناکام شو د دې له ویرې چې کورنۍ یي ورباندې خبره نشي  ونشو کړای چې بیا ځل د پوهنتون ویلو هڅه وکړي ځکه ده د خپل شخصیت سره مناسبه نه بلله. زه په پوره ډاډ سره ویلای شم چې دروغ ویل انسان له خراب برخلیک سره مخامخ کوي، دروغ ویل د انسان د راتلوونکي پرمختګ مخه ډب کوي، له خپلو استعدادونو څخه اغیزناکه ګټه نشي اخیستلای، فرصتونه له لاسه ورکوي ، ریښتیا او ریښتنولي ورته ستونزمن کار ښکاري او کولو ته يې زړه نه ښه کوي، ورسته په ژوند کې له ستونزو سره مخامخ کیږي، له خپل ژونده نفرت کوي حتی د لويو جرمونو تر سره کولو ته يې هڅوي. ځکه هغوي ته دروغ دومره عادي شوي وي چې یو کار په قانوني توګه ترسره کول ورته ستونزمن ښکارې په یو دروغ ویلو سره غواړي په ناقانونه توګه یې ترسره کړي. لنډه دا چې دروغ ویل او عادت کول یې د یو انسان ژوند تباه کولاي شي.

د دروغو اغیز په ټولنه:

زه نه وایم چې د ټولني د ټولو بدبختیو یواځینی عامل دروغ ده بلکې زه وایم چې دروغ په ټولنه کې د شته بدبختیو عمده لامل ده. یو پلورونکی څنګه له پیرودونکي سره دوکه کوي؟ یو سیاستوال څنګه له خپل ملت سره خیانت کوي؟ یو ملګری له خپل ملګري سره څنګه خیانت کوي؟ په ټولنه کې ولي څوک په چا باور نکوي؟ په ټولنه کې ولي د باور/اعتبار کچه دومره ټیټه ده؟ دا هر څه یو لوی لامل لري چې هغه دروغ /دروغ ویل دي. د دروغ ویلو اغیز په ټولنه کې لکه ویروس ډیر ژر خپریږي.د دې لپاره چې مطلب مو ښه واضح کړي وي دلته د یوې کېسې یادونه کوم چې ما په یو کتاب کې لوستې وه. وايې: په یو کلي کې د دود له مخې هرکال یوه مېله کیده، د کلي مشر به یو لوی میسین دیګ کیښود او له کلیوالو به یې وغوښتل چې هره کورنۍ یوه اندازه شیدې پکې واچوي تر څو د مېلې په وخت یې کلیوال وخوري، یو کلیوال فکر وکړ چې کلی تر سل کورونو زیات دي که زه د شیدو په ځای پکې اوبه واچوم نو چاته معلومیږي ؟ هغه همداسي وکړل، نورو کلیوالو هم شیدې راوړې او دیګ ته يې واچولې دیګ ډک شو کله چې د کلي مشر دیګ ته وکتل ریښتیا هم دیګ ډک وو خو له اوبو. ځکه هر کس فکر کړی وو چې که دی د شیدو په ځای اوبه واچوي نو څوک به پرې پوه نشي؟! له دې کېسې ډیرې پایلې ترلاسه کیدای شي خو زما په فکر دوه پکې مهمې دي لومړی دا چې دروغ خیانت ته لاره هواروي او ډیره بده پایله لري. دوهم دا چې ممکن په دې کلې کې پخوا هم دروغ ویل کیدل چې یو چا ورڅخه ظاهرآ په اساني سره ګټه ترې کړې وې، چې اوس ټولو کلیوالو ور څخه تقلید کړی او په کلي کې د ویروس په شان خپرشوی چې ټول په همدې بد عادت اخته شوي.

دروغ که په کم عمر کې وي یا په لوی، بدې پاېلې لري، انسان چې په ماشومتوب کې په دروغو روږدي شي که د اصلاح لپآره یې اقدام ونشي نو د ژوند تر پایه به همدا خراب عادت له ځان سره لري، له بده مرغه دروغ ویل حتی په زده کړو سره هم نشي لري کیداي ځکه دا د انسان د کرکټر یوه برخه ګرځي. د انسان په عقیده کې داسي ځای نیسي چې په ویلو یې هیڅ ځان ورته ملامت او ګناهکار نه ښکاري، غوره بېلګه یې زمونږ ځیني سیاستوال او ډاکټران کیدای شي. سره له دې چې دوی ښه لوړ تحصیلات لري خو بیا هم دروغ وايی، د سیاستوالو دروغ خو ټول ملت ته معلوم دي خو د ډاکټرانو دروغ به په یوه بیګله کې واضح کړو. ما ډیر ځله اوریدلي او تاسو به  هم لیدلي وي چې زمونږ په ټولنه کې چې ډاکټر ته ورشې که په ناروغې دي پوه نه شي داسې نه درته وايې چې ګنې زه ستا په ناروغې نه پوهیږم بلکې په اټکل دوه درې ډوله دارو درته لیکي چې دا وخوره ورسره جوړ به شي. دا هغه څه دي چې دوی ستا د مرض په هکله ندي پوهیدلي او په دروغو یې دوا درته لیکلې.لنډه دا چې دروغو ټولنه له ډول ډول ستونزو سره مخ کړې ده، د وګړو تر مینځ یې په ټولنه کې د اعتبار کچه راټیټه کړې، د کارونواو خدماتو کیفيت ته یې ضرر رسولی او په ټولنه کې د بیلابیلو جنایی پیښو او فساد لامل شوي.

څنګه د دروغو مخنیوی کولای شو:

 په ټولیزه توګه د ټولنې د ستونزو د هوارې مسولیت دولت ته ور د غاړې دی، دولت باید په ښوونځیو پوهنتونو او اداراتو کې د دې شومې پدیدې په وړاندې جدې مبارزه وکړي، رښتنولي په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د یو ارزښت په توګه معرفي کړي. او ځوان نسل د ریښتنولي په اساس وروزي او ریښتنولي د دوي د عقیدې برخه وګرځوي.

البته دولت او مدني ټولني د دې لپاره چې د ټولنې ټولې ستونزې په غوره توګه حل کړای شي باید څیړنیز مرکزونه رامینځ ته کړي تر څو د ټولني هره ستونزه په غور وڅیړل شي او علمي حل لاره ورته پیدا کړي.ددې لپاره چې نوی نسل مو ښه روزلي وي باید د همدې علمي څیړنو پایلې په ښونيزو مرکزونو او پوهنتونونو کې تدریس شي.

علماء او پوهان په هر ټولنیز بدلون کې خورا مهم رول لري، په دې هکله باید وګړو ته ګټور معلومات ورکړي. د کورنۍ تربیه په هکله وګړو ته معلومات ورکړي او په اړه یې ګټورې لېکنې وکړي. مونږباید په اوسنې کورنۍ تربیه او د ماشوم په روزنه ژورفکر وکړو او مثبت بدلونونه پکې راولو. په دې کې شک نشته چې د بشرې ټولنې د ټولو ستونزو حل د اسلام په مبارک دين کې شته، خو دینې علماء او پوهان مکلف دي چې دا موارید په ډیره ساده او عام فهمه ژبه ولس ته بیان کړي تر څو عملآ په ژوند کې ترې ګټه واخستلای شي.

د دې ټولنې د وګړو په حیث مونږ ټول مکلف یو چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو او کارونو مخه ونیسو یا لیږ تر لیږه ورباندي نقد وکړو. هغه کار چې سمدستي يې موږ کولای شو ، دا دی چې باید د ماشومانو په مخکې هیڅ داسي ناوړه کار ونکړو چې سبا دوی هم هغه ته وهڅول شي : لکه سګریټ څکول او په ځانګړي توګه دروغ ویل.

(Visited 36 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.