The news is by your side.

بربنډه شریفه ښځه

0

شاوخوا زر کاله وړاندې د يو انګرېز مشر ښځه ((ليدي ګودایوا)) د خپلو خلکو لپاره هره ورځ د مالیاتو د لوړېدو په وړاندې د اعتراض په ډول د خپل مېړه حضور ته ورتله او په ډېرې عاجزۍ یې غوښتنه کوله چې مالیات کم شي.

مېړه ته یې، چې د خپلې ښځې له غوښتنو، خپلې سیاسي پرېکړې او اهداف مهم وو، نو هغې ته یې وویل:

که چېرته یوه ورځ بربنډه په آس سپره شې او په ټول ښار کې وګرځې، نو مالیې به را کمې کړم.

ګودایوا آس زین کړ، کالي یې په ځمکه وغورځول او خلکو ته یې وویل: ګودایوا د خلکو د ملاتړ لپاره بربنډه په ښار کې ګرځي.

ټولو خلکو هټۍ وتړلې او کورونو ته لاړل. پردې یې کش کړې او په اوښلنو سترګو په دې تمه وو چې دغه شوم عمل پای ته ورسېږي.

ګودایوا د مالیاتو د را کمولو په کار کې بریالۍ شوه. لاندې عکس کې (کاونتري) ښار کې د هغې مجسمه ګورئ. اسطورې په یوازې ځان نه زېږي، بلکه د اجتماعي فهم، شعور او ملاتړ په بستر کې رغېږي.

نه پوهېږم که ګودایوا دا وخت په همدې جغرافیه کې دغې ترخې لوبې ته تیاره شوې وای، ایا موږ به ښار، هټۍ او دروازې تړلې، که به مو د هغې انځورونه په ټولنیزو شبکو کې ښکته پورته کول؟

(Visited 40 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.