The news is by your side.

د نن فال مو دلته وګورئ

0

حمل
د ګډ کاروبار پر مهال به مو له خپل شریک سره د ځینو مسایلو پر سر شخړه راشي. د پانګونې په چارو کې به ډېر زیات بوخت شئ، خو ګټه به هم وکړئ.
ثور
په شخصي کارونو کې به مو لېوالتیا زیاته شي او ډېر ژر به يې د حل لاره پیدا کړئ. په دې مهال کې به ښه ارام هم وکړئ. ډېر ذهني کارونه مه‌ کوئ. په عزت او مقام کې به مو لوړوالی راشي.
جوزا
په کورنیو چارو کې ټنبلي مه ‌کوئ. له مخلصو کسانو سره به مو د نظر تبادله وشي. په نږدې وخت کې به نوی کار پیل کړئ او مسوولیتونه به مو ورسره هم زیات شي.
سرطان
له خپل کاروباره به مو ګټه زیاته شي. کاروبار به مو لا پیاوړی شي، تاسې ته به پکې سکون هم پیدا شي. په سپارل شویو مسوولیتونو کې غفلت او بې‌توجويي مه‌ کوئ. په مهمو چارو کې به بریالي شئ.
اسد
د ملکیت د پېرلو لېوالتیا به مو زیاته شي. د بریا لپاره مو سختې خواري ته اړتیا ده. لږ نور زیار هم وباسئ، د بریا شېبې مو ډېرې نږدې شوې دي.
سنبله
پخواني خواهشات به مو بشپړ شي. د پچې اچونې په ذريعه د جايزو ترلاسه کولو امکانات مو ډېر شوي دي. په دا ډول انعامي پروګرامونو کې برخه واخلئ.
مېزان
له خپلې کورنۍ او ملګرو سره مو د تفرح پروګرام برابر کړئ په دې سره به درته ډېره خوښي پیدا شي. له غیر ضروري او بې‌ځایه لګښته ډډه وکړئ.
عقرب
هر کار مو د مشرانو او دوستانو په مشوره سرته ورسوئ، که ‌نه د زیان امکانات مو ډېر شوې دي. د لوړو پوړیو کسانو ستاینه به ترلاسه کړئ. د خپلو ښو خبرو له کبله به ګټه واخلئ.
قوس
کورنۍ بوختیاوې به مو زیاتې شي. د مینې او نورو تفریحي کارونو لپاره مو نن ښه ورځ ده. ناڅاپي سفر مو په مخ کې دی، سر له اوسه ورته چمتوالی ونیسئ.
جدې
له نورو سره په ګډه پانګونه وکړئ. په مهمو مسایلو کې د نورو مشورو ته غوږ شئ. ناڅاپه به پر یوه خوندور سفر لاړ شئ. د کاروبار مهمې معاملې به وکړئ.
دلوه
د مینې او محبت پټ رازونه به مو بربڼد شي. په پټو چارو کې له ډېر احتیاطه کار واخلئ. له یوه ډېر پخواني ملګري سره به مو لیدنه وشي.
حوت
له دوستانو او کورنۍ سره به مو اړیکې سمې شي. په کاروبار او کورنیو چارو کې به ښه زېرې درباندې وشي. خپلو خیالاتو ته مو عملي جامه واغوندئ.

(Visited 24 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.