The news is by your side.

د ټکنالوژي چټک پر مختګ

0

د نړۍ په لر و بر کې نوې ټکنالوژي په بېړه پر مختگ کوي او د دې تر څنګ به انسانان په خپل ورځني ژوند کې د عصري تکنالوژي د پام وړ نورو پر مختگونو شاهدان هم واوسي.
ساینس‌پوهان وايي، د ټکنالوژي د دې پر مختگونو یوه برخه په ٢٠٢٠ مېلادي کال کې بازار ته راشي او د انسانانو په ژوند کې به د پام وړ بدلونونه را منځ ‌ته کړي.
په دې برخه کې د اټوماټیزېشن یا خودکار کليمه ډېره زیاته دود شوي او د محاسبې، روباټ جوړولو او د اطلاعاتو د راټولولو او ذخیره کولو کې ترې کټه اخلي.
په پرمختللو صنعتي هېوادونو کې ډېر شرکتونه اوس پر دې ټکنالوژیو تکیه لري په تېره بیا په خودکاره بانکداري او خودکاره صنایعو چې د بشري قوې د کموالي له کبله پانګهوالو ته زیاته گټه لري.
ساینس‌پوهان په دې باور دي چې د ٢٠٢٠ کال په گډون په راتلونکو کلونو کې به د اټوماټیزېشن یا خودکاري مفهوم نور هم پر مختللو ټکنالوژیو ته داخل شي او د انسانانو په ژوند کې به ښه بدلونونه راولي.

(Visited 11 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.