The news is by your side.

راځئ فال وګورو

0

حمل
قسمت به مو ښه شي چې په دې سره به مو ډېر پېچلي مسایل حل او کاروبار به مو ورسره د قناعت وړ تر کچې ښه شي. خپل خپلوان به مو مرستندوی شي.
ثور
د کورنیو چارو په سر ته رسولو کې مو حوصله زیاته کړئ. په دې سره به مو ذهني فشار کم شي. د ملکیت اړوند ستونزې به مو په ډېر ښه شکل سره حل شي.
جوزا
ګډه پانګونه به مو په ګټه تمامه شي. په کورنیو چارو کې به ستاسې بوختیا او دلچسپي زیاته شي. د یوې مهمې مسالې په اړه له خپل ملګري سره مشوره وکړئ.
سرطان
کاروبار به مو ښه شي، خو لږ محنت او زحمت ته اړتیا لرئ. د خریداري پر مهال له ډېر احتیاطه کار واخلئ، ځکه ستاسې د تېر ایستلو چانس ډېر شوی دی.
اسد
په کارونو کې د ډېرې بوختیا له کبله به کورنیو چارو ته ډېر وخت و نه لرئ. هيڅ داسې ژمنه مه‌کوئ چې پوره کولای یې نه‌شئ. کور ته به مو د مېلمنو تګ راتګ زیات شي.
سنبله
قسمت مو لوړ شوی دی، د همدې دلیل لپاره په ځینو چارو کې ونډه واخلئ. شخصیت به مو لوړ شي. پر ځان به مو اعتبار زیات شي.
مېزان
بې‌روزګاره کسانو ته به دنده پیدا شي. د مینې او محبت خوښوونکیو کسانو ته به د مینې موقع پیدا شي. په کورنیو چارو کې به مو بوختیا زیاته شي.
عقرب
له ذهني فشار او پرېشاني به خلاص شئ. له خپلوانو او دوستانو سره به مو اړیکې خراب حالت ته لاړې شي. په ځینو مهمو محفلونو کې به ګډون وکړئ.
قوس
د چکر او سیاحت شوق به مو پوره شي. په کاروبار کې به پر مختګ وکړئ. یو ښه خبر به واورئ. له خپلوانو او دوستانو سره به مو اړیکې شې شي.
جدې
له خریداري سره به مو مینه زیاته شي. بې‌روزګاره کسانو ته به د دندې زمینه برابره شي. خپلو اهدافو ته به ډېر زر ورسېږئ، خو هڅې مو مه سپموئ.
دلوه
عايدات به مو ډېر شي او د ورکو څیزونو په لټه کې به شئ. له یوه پخواني ملګري سره به مو وګورئ، خو په دې مهال کې له خپلو خبرو سره ډېر احتیاط کوئ.
حوت
که څه هم تاسې سره وخت ډېر کم دی، خو لیکلو او لوستلو ته مو لږ وخت ځانګړی کړئ. د شخړو د حل لپاره به مهمه پرېکړه وکړئ. له دوستانو سره مو د خبرو پر مهال سمه چلند وکړئ.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 27 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.