The news is by your side.

راځئ فال وګورو

0

حمل
له ملګرو او دوستانو سره به مو اړیکې خراب حالت ته لاړې شي. د یوې ستونزې له کبله به مو معامله تر شخړې ورسېږي؛ نو له همدې کبله له ډېر احتیاطه کار واخلئ.
ثور
پر یوه علمي سفر به ووځئ. د خپل راتلونکي په اړه به ډېرې ګټورې پرېکړې وکړئ. د خپلو ماشومانو زده‌کړې ته به مو توجه زیاته شي چې په دې سره به د هغوی ښه راتلونکی لا تضمین شي.
جوزا
د دندې اړوند کارونه به مو په ډېر ښه شل مخ ته ولاړ شي. د کاروبار د ښه‌والي لپاره مو لا هڅې ته اړتیا ده. د پوهې په پروګرامونو کې به په ډېرې خوښۍ سره ګډون وکړئ.
سرطان
په مالي معاملو کې محتاط اوسئ او له بې‌ځایه لګښته ډډه وکړئ. د شخصي ستونزو د حل لپاره به له نورو مرسته وغواړئ چې په دې سره به مو ستونزې په ډېر ښه شکل حل شي.
اسد
په عزت او شهرت کې به مو زیاتوالی را منځ ته شي. په ګډو کارونو کې په نورو ډېره تکیه مه کوئ، بلکې ډېر کارونه په یوازې ځان پخپله حل کړئ. له کاروبار سره به مو مینه زیاته شي.
سنبله
له خپلې دندې سره به مو لېوالتیا زیاته شي. په یوه علمي پروګرام کې به له داسې چا سره وګورئ چې دا ملاقات به ستاسې د مینې پر ژوند اغېزه وکړي.
مېزان
تفریح او کاروبار هممهاله مخ ته نه ځي؛ نو په دې مهال کې مو خپلو کارونو ته توجه زیاته کړئ. خپله کړنلاره مو هم لږ سنجیده کړئ. د موټر چلونې پر مهال له احتیاطه کار واخلئ.
عقرب
په شخصیت کې به مو نوی ښایست را منځ ته شي. نور کسان به ستاسې اهمیت محسوس کړي. د خپل راتلونکي په اړه به سختې پرېکړې وکړئ. ګټور مالومات به تر لاسه کړئ.
قوس
له ملګرو سره به مو تفریحي پروګرام په ډېره خوښي تېر شي او په ورته وخت کې به مو د ملګريو حلقه هم زیاته شي. له یوه کاروباري پلاوي سره به مو کتنه وشي. د روغتیا په اړه به مو طبیعت حساس شي.
جدې
تفریحي پروګرام به مو په ډېره خوښي تېر شي. په کورنیو چارو کې به درته خوښي او سکون پیدا شي. د میني خوشالي به هم محسوس کړئ. روغتیا به مو ښه شي، خو د موټر چلونې پر مهال احتیاط کوئ.
دلو
د کار اړوندو معاملو پر مهال له نورو سره په ډېر احتیاط خبرې وکړئ، په دې سره به ډېره ګټه وکړئ، که نه له ستر زیان سره به مخامخ شئ.
حوت
د کار پر مهال له زغم او حوصلې کار واخلئ، په دې مهال کې په نورو ډېره تکیه مه‌‌کوئ. د لګښت د زیاتوالي خطر درته متوجه دی؛ نو په خپل لګښت مو کنټرول ولرئ.

سرخط ورځپاڼه

(Visited 14 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.