The news is by your side.

يوه هندۍ ښځه د نړۍ پر سفر

0

ښايي له نړۍ سفر کول د ډېرو ستر ارمان وي، خو په هندوستان کې یوې ښځې هر ورځ یوه اندازه ډالره سپما کوله چې په همدې پیسو یې اوس د نړۍ چاپېره سفر پیل کړی دی.
د ویجایان موهانا په نوم دا ۷۰ کلنه ښځه چې له لسیزو را په دې خوا يې د هندوستان په کوچي ښار کې چای خرڅاوه هره ورځ به يې ۶ ډالره سپمول، خو ۷۰ کاله وروسته پر دې وتوانېده چې د نړۍ سفر پیل کړي.
هغه پر دې باور ده چې له نړۍ سفر کول د انسان ذهن او علم پیاوړی کوي چې په وینا يې تر دې دمه يې فرانسې، سنګاپور، سویس، برازیل او امریکا په ګډون څو نورو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

(Visited 8 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.