The news is by your side.

په دې ذوق کې نو څه وایاست؟

0

تمساح یو داړونکی او ډاروونکی حیوان دی چې په ليدلو يې هر کس وېرېږي، خو د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې یو کس د اضطراب د لېرې کېدو لپاره تمساح ساتلی دی.
د جوايي هینني په نوم ۶۵ کلن کس وروسته له هغې د تمساح د ساتلو پرېکړه وکړه چې په ډېرو ډاکټرانو وګرځېده، خو هيڅ درملنه يې و نه‌ شوه.
هغه د خپل ذهني فشار او لالهاندي د لېرې کېدو لپاره تمساح ته غېږ ورکوي چې په وینا يې دې طریقې یې د اضطراب په کمېدو کې ډېره موثره پایله ورکړې ده.
جوايي هینني زیاتوي، هغه د ویلي په نوم تمساح ته غاړه ورکوي، مینه ورسره کوي او خبرې ورسره کوي چې په دې سره هغه ته توانايي او حوصله پیدا کېږي او ډېپرېشن یا اضطراب يې ورسره کمېږي او دا کار له تېرو څلورو کلونو را په دې خوا کوي.

(Visited 21 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.