د مرګ په اړه ډېرې څېړنې شوې چې انسان څه ډول احساس لري او یا هم درد ورسېږي او که نه، چا یو ډول نظر وړاندې کړی او چا بل ډول، خو اوس یوه نوې څېړنه د مړینې پر مهال د انسان د احساس په اړه عجیبه مالومات وړاندې کوي.
څېړونکي وایي، کله چې انسان مړ کېږي، له احساساتو او جذباتو ډک، تر یوه سخت وضعیت لاندې وي.

دوی د انسان مغز او وینې ته دوه ډله الې دننه کړي.
لومړۍ اله چې مغز ته دننه شوې مالومه کړې یې ده چې د مړینې پر مهال د انسان په مغزو کې یو ډول طوفان راپورته کېږي چې له دېرشو تر یو سل او اتیا ثانیو پورې دوام کوي.

په همدې وخت کې د انسان په مغزو کې تر یو درجن زیات نیورو ټرانسمیټرونه د تحرک په حالت کې وي چې په‌کې ډوپامین او نوریپاینفرین شامل دي.
ډوپامین د انسان داخلي خوښۍ او ډاډ مالوموي او نوریپاینفرین بیا د انسان بدن ته خبرتیا ورکوي.

په دې دواړو حالاتو کې مالومه شوه چې انسان یو ډول ډاډ لري او همدرانګه بدن یې د یوې نوې تجربې له‌پاره تیارېږي.
څېړونکي همدارنګه وایي، د مرګ پر مهال انسان ځان په یوه تیاره سوري کې ګوري چې له تیارو ډک وي او کرار کرار یې روښنایي له سترګو ورکېږي.

دوی وایي، دا حالت ځکه پیدا کېږي چې د انسان وینه نور فعالیت نه شي کولای او له کبله یې پر سترګو تياره راځي.

سرخط ورځپاڼه