زموږ او ستاسې په وطن کې خو د ډېری ځوانانو وېښتان د ولورونو له امله سپين شول، وطن يې تر شا پرېښود او ډېر په پرديو مزدوريو کې مړه شول، خو تر دې وروسته به داسې نه کېږي.
اوس يوې جاپانۍ کمپنۍ ماشيني پېغلې جوړې کړې دي او کولای شئ، خپل کور ورباندې وساتئ.

دغه کمپنۍ Vinclu د Gatebox نومېږي او اوس تازه يې د پېغلو د رانيولو له‌پاره د سپارښتونو منل پیل کړي.
Gatebox داسې ماشین دی چې په کمپیوټري سيسټم او پروجکټور سمبال دی او د ازوما هیکاري په نامه خیالي پېغله ښیي.
دغه پېغله کولای شي چې له خپل څښتن سره وغږېږي، پیغامونه ورولېږي، ګهیځ یې له خوبه راپورته کړي او همدارنګه په کور کې د رڼا او تودوخې سيسټم او د کورنیو چارو ځینې تخنیکي کارونه مخ‌ته یوسي.

دغه هولوګرافي ملګرې کولای شي چې خپل څښتن ته، که چېرې هغه کور ته په راتلو کې ځنډ کوي، ګواښوونکي پیغامونه هم ورولېږي.

د دې ماشیني پېغلو قد ۱۵۸ سانټي مټره دی.
اوس‌مهال دغه ډول ۳۰۰ ماشینونه شته چې د جاپان او امریکا متحدو ایالاتو وګړيو ته به وړاندې شي.
د دې یوې پېغلې بیه ۲۹۸ زره یېنه ده چې دوه نيم زره امریکایي ډالره کېږي.

سرخط ورځپاڼه