The news is by your side.

افغانستان او سیمه، اړتیاوې او وړتیاوې

0

امان الله احساس

د چاپیریال ساتنې او طبیعي زیرمو څیړونکی.

افغانستان په مرکزي اسیا کې پروت هیواد دی چې شاوخوا ۶۵۲۲۲۵ کیلو متره مربع مساحت لري د پراختیا له مخې په سیمه کې څلورم او د نړۍ په کچه یوڅلویښتم ستر هیواد دی شپږ ګاونډیان لري تر ټولو اوږده ګډه پوله یې له خپل سویل لویدیځ ګاونډي پاکستان سره ده هغه پوله چې د رسمي سرحد حیثیت نلري، د دې پولې اوږدوالی ۲۴۳۰ کیلو مترو ته رسیږي، لویدیځ ته پروت ګاونډی یې ایران دی او ورسره ۹۳۶ کیلو متره پوله لري، شمال لویدیځ کې له خپل بل ګاونډی ترکمنستان سره نیږدې ۷۴۴ کیلو متره، په شمال کې له ازبکستان سره ۱۳۷کیلو متره، شمال ختیځ کې له تاجکستان سره ۱۲۰۶ کیلو متره او بالاخره له خپل شمال ختیځ ګاونډي چین سره ۷۶ کیلو متره پوله یا سرحد لري.

د تاریخ په اوږدو کې له بیلابیلو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو سره مخ شوی دی، کله د نورو تر ولکې لاندې لویدلی او کله یې هم دسیمې ګڼې برخې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.

دا غرنی هیواد چې شاوخوا اویا سلنه خاوره یې غرونو او غونډیو لاندې کړي په وچه کې راګیر دی او تر ټولو نیږدې سمندري ورته د کراچې سمندر دي چې له همدې لارې کولای شي د نړۍ ګڼو هیوادونو سره تجارتي راکړه ورکړه ولري، همدا څو کاله وړاندې د افغانستان ټوله تکیه په همدې سمندري لاري وه خو اوس مهال چاه بهار د یادې لارې د ځای نیولو په حال کې دی.

افغانستان پریمانه طبیعي زیرمي لري چې ګڼې تر اوسه له لاس وهنو څخه خوندي پاتې دي دا هیواد په کال کې 75 میلیارده متر مکعبه روانې اوبه لري هغه پیمانه چې کولای شي نه یواځې افغانستان بلکې یو یا دوه هیواده نور هم د اوبو له احتیاجه وژغوري، د اوبو تر څنګ افغانستان په سیمه کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په کال کې تر ټولو ډیرې لمریزې ورځي لري د افغانستان د لمریزې بریښنا د تولید وړتیا نیږدې 200 زره میګاواټه ته رسیږي، له اوبو دبریښنا تولید کچه یې تر 23000 میګاواټه اوړي، بادي بریښنا یوه بله له هغو زیرمو څخه ده چې کولای شې د افغانستان انرژي امنیت خوندي وساتي له دې برخې افغانان کولای شې په هر کال کې 26000 میګاواټه بریښنا تر لاسه کړي په همدې توګه د بایو ګاس انرژي هم کولای شي افغانانو ته 5000 میګاواټه برښنا ورکړي په ټوله کې افغانستان نیږدې د 300 زره میګاواټه بریښنا د تولید وړتیا لري دا په داسې حال کې ده چې زموږ د انرژي اړتیا په  2018 کال کې پنځه زره میګاواټه وه چې د وګړو په زیاتیدو سره دا شمیره هره ورځ د زیاتیدو په حال کې او د تغییر وړ ده. د یادو زیرمو تر څنګ په دې غرني هیواد کې پریمانه کانونه او نفتي زیرمې هم شتون لري د بیلګې په توګه کولای شو په لوګر ولایت کې د عینکو د مسو له کان څخه او همداراز په بامیانو د حاجیکګ د اوسپينې زیرمو څخه یادونه وکړو په همدې بڼه د هیواد په شمال کې په زیاته کچه نفتې زیرمې هم د پام وړ ارزښت لري.

دا هغه زیرمې دي چې ګټور مدیریت او کارونه یې کولای شي افغانستان په خپلو پښو ودروي او دتل له پاره یې د نورو له اړتیا څخه بیغمه کړي. دا یواځې طبیعي زیرمې ندي چې افغانستان ته یې ځانګړی ارزښت ورکړي او د نړیوالو پام یې ځان ته را اړولي بلکې ددې هیواد ځانګړي جغرافیوي ځایګی د اسیا په زړه کې هغه فکتور دي چې د تاریخ په اوږدو کې د ښکیلاکګرو او زبرځواکونو پام ځان ته را اړولي دي.

افغانستان کولای شي سویلي اسیا له منځنۍ هغې سره ونښلوي. منځنۍ اسیا د لیږو وګړو په درلودلو سره پریمانه طبیعي زیرمي لري، برعکس سویلي اسیا د ډیرو وګړو په لرلو سره لیږ طبیعي زیرمې لري هغه څه چې د دوئ ژوند او پرمختګ ورپورې تړلي دی. د سویلې اسیا هیوادونه د خپلې انرژۍ د امنیت خوندیتوب په پار اړ دي چې د منځنۍ اسیا انرژیکې زیرمو ته لاسرسی ولري په همدې توګه د منځنې اسیا هیوادونه خپلو انرژیکې زیرمو ته د نړیوال مارکیټ په لټه کې دي، دوئ اړ دي چې ددې اتصال له پاره یوه مناسبه لار ومومي، افغانستان هغه هیواد چې سویلي او منځنۍ اسیا سره نښلوي، خپلې اقتصادي ودې او له شته زیرمو څخه دګټې اخیستنې وړتیا د ترلاسه کولو په پار د نړیوالو هیوادونو اقتصادي او تخنیکي مرستو ته ډیره اړتیا لري. په همدې توګه د منځنۍ اسیا، افغانستان او سویلي اسیا ترمنځ د اړتیاو او وړتیاو یو ځنځیر رامینځ ته کیږي.

کله چې امریکایي او برازیلي کمپینو یونیکال او بریډاس په ترکمنستان کې د انرژیو سترې زیرمې وموندلې نه یواځې د ترکمنستان لپاره د خوشحالۍ زیری و بلکې د سیمه ایزو هیوادونو لپاره هم خورا په زړه پورې خبر و، په حقیقت کې همدغه وخت د منځنۍ او سویلې اسیا د اړیکو د ټینګښت او پراخولو د پیل ورځې وي، ځکه د منځنۍ اسیا هیوادونو په ځانګړې توګه ترکمنستان یادو زیرمو ته تر ټولو غوره مارکیټ سویلې اسیا بلله په همدې توګه د سویلې اسیا هیوادونو په ځانکړې توګه پاکستان او هند د خپلې انرژۍ  امنیت خوندي کولو له پاره تر ټولو غوره زیرمه منځنې اسیا ګڼله.

یادو هیوادونو او کمپنو خپلو موخو ته رسیدلو په پار ددې راکړې ورکړې  مناسبې لارې په لټه کې و چې تر ټولو مناسبه لار یې افغانستان وموندل. په همغه وخت کې څو څو ځلې پاکستاني او ترکمنستاني چارواکې سره کیناستل او د یادې طرحې په عملي کولو یې بحثونه وکړل ددې طرحې په تړاو یې د افغانستان د وخت له حکومت سره هم خپل پلانونه شریک کړل هغه وخت په کابل کې سیاسي واک له مجاهدینو سره و، د مجاهدینو خپلمنځۍ ستونزې او سیاسي ضعف ددې سبب شو چې پاکستان او ترکمنستان د بلې لارې په سوچ کې شي خو د وخت په تیریدلو سره کله چې  سیاسي واک طالبانو ته په لاس ورغی یادو هیوادونو ته یو ځل بیا د ددې طرحې د پلې کیدلو خوبونه په سر کې وروګرځیدل ځینې لا په دې آند دي چې د طالبانو د تحریک د رامینځ ته کیدلو یو دلیل هم دپاکستان له لورې د یادې طرحې پلې کول و، خو چې کله د امریکایې کمپنۍ ګټې په یاده طرحه کې له خطر سره مخ شوي امریکا د طالبانو د له مخه ایسته کولو په فکر کې شول.

لکه چې وړاندې مو اشاره وکړه په سویلي اسیا کې پراته هیوادونه په ځانګړې توګه پاکستان، هند او بنګله دیش د ډیرو وګړو درلودونکې هیوادونه دي ولې طبیعي زیرمې دومره ندي چې دخپلو ټولو وګړو اړتیاوې ورباندې پوره کړي. پاکستان له خپلو ټولو انرژیکې زیرمو څخه په کال کې ایله 15000 میګاواټه برښنا تولیدولای شی په داسې حال کې چې ددوئ اړتیا نیږدې 25000 میګاواټه دی او دا تقاضا ورځ تر بلې د لوړیدو په حال کې دي ځکه پاکستان، هندوستان او بنګله دیش هغه هیوادونه دي چې پکې د وکړو ډیروالي په بې سارې توګه چټک دي نو له دې کبله دوئ اړ دي چې د خپلې انرژي د امنیت تامین په پار له منځنۍ اسیا سره پراخې اړیکې ولري، دا اړیکې او راکړه ورکړه په اوس وخت کې یواځې د افغانستان لارې مناسبې، ارزانه، وړ او شونې دي، افغانستان له یوې خوا د اسیا ددې برخو د نښلولو له پاره تر نورو نیږدې لار دي له بلې خوا نړیوال قدرتونه لکه امریکا او چین هم له دې لارې سره کومه ستونزه نلري بلکې پراخ ملاتړ یې کوي که د نړیوالو قدرتونه د ملاتړ خبره نه وې شونې وه چې پاکستان ددې پروژو د ترلاسه له پاره د ایران مسیر هم په پام کې نیولې وای.

په لنډو کې ویلای شو چې افغانستان منځنۍ او سویلي اسیا هیوادونو ته د زړه حیثیت لري همدا زړه دی چې ټولو دخوبونو رښتیا کیدل ورپورې تړلي دي ځکه نه منځنۍ اسیا د خپلو زیرمو دلیږد له پاره تر دې غوره لار ویني او نه هم سویلې اسیا یادو زیرمو ته د رسیدلو له پاره چې ددوئ جدې اړتیا دی بله دروازه ویني. ددې ترڅنګ د منځنۍ اسیا هیوادونه په ځانګړې توګه ازبکستان او ترکمنستان چې په وچه کې راګیر دي د افغانستان له لارې سمندر ته د رسیدلو خوبونه ویني، په دې سره به منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې نه یواځې له سویلې اسیا سره ونښلوله شي بلکې له نړۍ سره د ځمکې له لارې ددوئ د اتصال خوب به هم په حقیقت بدل شي او له همدې لارې به خپل صادرات د نړۍ ګڼو هیوادونو ته ورسوي.
افغانستان هغه هیواد چې له نړیوال تروریزم څخه تر ټولو ډیر زیانمن دی  کولای شي له خپل یاد مهم موقعیت څخه په ګټه اخیستنه نه یواځې دخپلې اقتصادي ودې له پاره استفاده وکړي  بلکې کولای شي چې د همدې کیلۍ په واسطه باندې د جګړې ترټولو پیچلې غوټه هم پرانیزې او یوې دایمي سولې ته ځان ورسوئ.

(Visited 9 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.