The news is by your side.

د جګړو چاپیریالي اغیزې

0

 امان الله احساس_

په انسانانو کې ځان غوښتنه او مادیت پرستۍ دوه تر ټولو بد عادتونه دې. که د تاریخ په اوږدو کې د انسانانو ژوند او ددوئ تر مینځ راپورته شوې شخړې مطالعه کړو او عوامل یې وڅیړو په یو ډول سره به حتمأ له یادو دوو عاداتو یو پکې اصلي عامل وي. کله چې د ځمکې پرمخ د وګړو شمیر لیږ و هغه وخت طبیعي زیرمې پریمانه وې، ولې د ګټې اخیستنې امکانات یې محدود و، برعکس اوس چې له زیرمو د ګټې اخیستنې امکانات پرمختللی دي د وګړو له ډیریدو سره د زیرمو کمښت یو ستر سرخوږی د ټولو له پاره جوړ شوی له یاد سرخوږي څخه د خلاصون په موخه هر هیواد یا په بل عبارت هر انسان هڅه کوې چې پریمانه زیرمې په خپل واک کې ولري، دهمدې اړتیا دپوره کولو په پار له کلونو راهیسې  د نړۍ ګڼ هیوادونه له یو بل سره په مستقیم او یا هم غیرمستقیمه توګه په جګړو بوخت دي د ملګرو ملتونو د چاپيریال ساتنې پرواګرام (UNEP) د څیړنو پر بنسټ په تیرو ۶۰ کلونو کې تر ۴۰ سلنه ډيرې جګړې له کورنیو زیرمو څخه د ګټې اخیستنې په سر رامینځ ته شوې دي.

د جګړو اغیزې د انسانانو د ژوند په هره برخې کې خورا ناوړې او نه جبرانیدونکې دي، خو په دې لیکنه کې به تر ډيره هڅه دا وې چې د جګړو په چاپیریالي اغیزو باندې بحث وکړو.

د نړۍ پیاوړي قدرتونه دخپلو واکمنیو دپراختیا او په ډیرو زیرمو د ولکې لرلو په پار په خپلو هیوادونو کې وسلو جوړولو ته مخه کړې هر یو هڅه کوي چې یو تر بل پرمختللی او وژونکې هغه جوړې کړي، بیا همدې وسلو ته د بازار موندنې په موخه ډیر کله له وړاندې پلان شوې جګړې په لاره اچوې هغوئ ته مهمه نده چې په جګړو کې د خلکو ژوند یا زیرمې او چاپیریال له مینځه وړل کیږي بلکې هغوئ یواځې په دې فکر کې دي چې ځنګه خپلو واکمنیو ته پراختیا ورکړې او پریمانه زیرمې په واک کې ولري

کله چې په یوه سیمه کې جګړه رامینځ ته شي هلته بیا د چاپيریال هیڅ برخه خوندې نه پاتې کیږی. زیربناوې له مینځه ځې، اوبیزې زیرمې ککړیږي، خاوره له ګټې اخیستنې لویږي، وژونکي ګازونه هوا ته پورته کیږی او طبیعې زیرمې په ډیره ناوړه توګه مصرفیږي. داسې ډيرې بیلګې شته چې د جګړو په پایله کې چاپیریال ته نه جبرانیدونکې ناوړه اغیزې اوښتې دي د بیلګې په توګه د ویتنام جګړې یادولاي شو چیرته چې د سلاحوو او بمبونو د کارونې له امله تر ۲ میلیون هکتاره ډيره ځمکه له مینځه لاړه، ځنګلونو اورونه واخیستل، د اوبو زیرمې ککړې او زهرې شوې.

دا هم څرګنده ده چې جکړې نه یواځې انسانان وژنې، بلکې ژوي او نباتات هم له مینځه وړي. د ژوندیو موجوداتو ژوند په یو بل پسې د یو ځنځیر په څير تړلی دی که خدای مکړه د ځنځیر یوه غوټه هم له مینځه ځې نو ټول ځنځیر صدمه ویني، له همدې امله  چاپیریال پوهان د ژوند بڼو یا Biodiversity په خوندیتوب او ژغورنه باندې تاکید کوي مثلآ کله چې په یوه سیمه کې جګړه رامینځ ته کیږی هلته که انسان، حیوان یا هم نبات ته زیان اوړي اغیز یې د ځنځير په نورو برخو باندې هم تاثیر کوي.

د ځمکې په مخ د انسانانو تر منځ جګړې له ډير پخوا څخه راپیل شوې او تر نن ورځې پورې ادامه لري، پوهان د انسانانو ترمنځ راپورته شوې جګړې په پنځو عصرونو ویشي چې لومړۍ هغه یې د دو ډلو ترمنځ مخامخ د لاس جګړې وې، په دې ډول جګړو کې که څه هم ټولنیزې اغیزې رامینځ ته کیدلې ولې چاپيریالي اغیزې یې کمې وي.

دوهم عصر یې چې د ټوپک عصر ده دا دوره چاپيریال ته د ګواښونو د مخ کیدلو پیل دی خو دچاپيریال له پاره تر دې خطرناکې د دریم، څلورم او پنځم عصر جګړې وې چې پکې له طیارو او ټانکونو پکې کار اخیستل کیدل\کیږي، د طیارو او ټانګونو کارونه نه یواځې د مضرو دودونو د تولید سبب کیږی ترڅنګ یې غږیزه ککړتیا هم رامینځته کوي او ددوئ په واسطه کاریدونکې سلاحګانې د چاپيریال په ټولو برخو خاورې، هوا او اوبو باندې ناوړه اغیزې اچوي.

د څلورم عصر جګړې چې ورته نیابتي جګړې هم ویل کیږی تر مخکینۍ هغوو نورد چاپیریال له پاره ډيرې خطرناکې او ویرانوونکې وي ځکه په دې ډول جګړو کې به دوو هیوادونه هڅه کوله چې د یو بل په وړاندې وړې او غټې ډلګۍ رامینځ ته کړي او د یو بل په وړاندې وکاروي همدې ډلګیو به په چاپيریال باندې هره ناورا کړنه تر سره کوله زیرمې به یې په خورا ناوړه توګه مصرفولې او…

جګړې د ځمکې پرمخ د انسانانو ترمینځ  له ډیر پخوا راپيل شوي، ولې د هغوئ چاپیریالې اغیزو ته  له اولې او دوهمې نړیوالو جګړو وروسته دخلکو پام مخ په زیاتیدو شو. د ویتنام په جګړو کې چیرته چې  په کې زرګونه انسانان مړه، زخمیان، وږې، تږې، کډوال او بې وزله شول او تر ۲ میلیونه هکتاره ډيرې ځمکې پکې له مینځه ولاړې پوهانو دا یوه چاپيریالې فاجعه وبلله او د یادو شخړو د اغیزو د هر اړخیزو څيړنو په لټه کې شول دوئ وموندله چې په یادو د جګړو کې  د خوږو اوبو زیرمې ککړې شوې، هوا ته ککړ ګازونه خپاره شوی و، چې د یادې ککړې هوا د تنفس په پایله کې زرګونه انسانان په تنفسې او سرطاني ناروغیو اخته شول.

له یادو جګړو را وروسته دا اوس د افغانستان په ګډون په ګڼو اسیایې او افریقایی هیوادونو کې جګړې روانې دي، له بده مرغه ددې جګړو چاپیریالي اغیزې تر مخکینۍ هغوئ خورا منفي او ‌ډیرې خطرناکې دي له یوې خوا د تکنالوژۍ له پرمختګ سره ګڼې داسې سلاحګانې جوړې شوې چې سل په سلو کې چاپيریال دښمنه دې له بل پلوه د نړۍ د وګړو شمیره تر پخوا څو برابره زیات شوې کوم چې په زیرمو او چاپیریال باندې ناوړه اغیزه کوي او د جګړو د شدت او پراختیا سبب کیدلای شي.

په اوسنیو جګړو کې د ټانګونو او طیارو له دودونه څخه نیولې بیا دبمونو او نورو وړو  جنګې وسلو غږونه هغه څه دي چې د خلک ژوند، مال او روغتیا یې له ګواښونو سره مخ کړي دي. هوایې بمبارۍ، او ځان وژونکې حملې د جګړو دوه هغه بدرنګه ډولونه دي چې د ژوندیو موجوداتو په ژوند او روان باندې تر ټولو ناوړه اغیزه شیندي هغوې چې په مستقیمه توګه هدف ګرځې خپل ژوند له لاسه ورکوي او کوم چې ژوندي پاتې کیږي له ګڼو روانۍ ناروغیو سره مخ کیږي او بیا د ژوند تر پایه ورڅخه کړيږي.

د انسانانو تر څنګ په نباتاتو او ژویو باندې هم د جګړو اغیزې ډیرې منفې او خطرناکې دي په یوه ځنګلې سیمه کې د جګړې تر رامینځته کیدلو وروسته یو لورې له دښمنه د خوندیتوب په پار له ځنګل څخه ګټه اخلې او بل لورې ددښمن مالومولو په موخه ځنګله ته اور اچوې یا یې هم په ځانګړو نظامي وسلو له مینځ وړي کومه چارې چې د چاپیریالي فاجعو د رامینځ ته کیدلو سبب کیدلای شي.

دا اوس په نړیواله توګه د ځمکې تودوخه ورځ تر بلې مخ په لوړیدو ده، د تودوخې له لوړیدلو سره جوخت د اوبو کچه هم لوړیږي، واضح خبره ده چې د اوبو د کچې په لوړیدو سره به د نړۍ د نیمایي  هغو وګړو چې په ساحلي سیمو کې اوسیږي د ژوند بیړۍ به غرقه او یو ناورین به رامینځ ته شي.

که جګړې همداسې دوام ومومي، صحراوې په همدې بڼه ورځ تربلې مخ په پراخیدو وي، زرغون او ځنګلې پوښښ په کمیدو، کرنیزې ځمکې په استوګنځیو سیمو واوړي، ښاري پراختیا همداسې چټکه دوام ومومي شونې ده چې چاپیریالي قیامت رامینځ ته شي، او ځمکه په دوزخ بدله شي.

 امان الله احساس: د چاپيریال ساتنې او طبیعي زیرمو څیړونکی

(Visited 28 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.