The news is by your side.

په انترکتیکا کې د هوا تودوخه له ۲۰ سانتي ګیراد لوړه شوې

0

د لومړي ځل له پاره د  انترکتیکا د تودوخې درجه له ۲۰ سانتي ګیراد لوړه شوې ده. څیړونکي وايي په دې ځای کې د تودوخې درجه ۲۰،۷۵ ثبت شوې ده.

برازیلي څیړونکي کارلوس شافر ویلي په ده لویه وچه کې هیڅکله هوا دومره نه وه توده شوې.

 د تودوخې دا کچه د فبرورۍ په ۹مه ثبت شوې ده.

 تېره اونۍ د انترکتیکا په یوه بله ټاپو کې هم د تودوخې درجه ۱۸،۳ ثبت شوې ده.

  شافر ویلي که څه هم دا لوړه درجه ده، خو د یوې پراخې څیړنې برخه نه شي جوړېدلای او نه شي کیدای پر بنسټ یې وړاندوینه وشي.

دغه برازیلي څیړونکي ویلي له دې څخه نه شي کیدای د اقلیمي بدلونونو په وړاندوینوکې استفاده وشي.

هغه وایي دا یوازې یو سیګنال دی چې ښیي په هغه سیمه کې یو څه د کېدو په حال کې دي.

 د هوا پیژندنې د نړیوال سازمان په وینا د انترکتیکا د هوا تودوخه په پنځوس کلونو کې درې درجې لوړه شوې او ۸۷ سلنه طبیعي کنګلونه نړېدلي او جلا شوي دي.

دا سازمان وایي له ۱۲ کلونو را په دیخوا د طبیعي کنګلونو ویلي کیدل چټک شوي دي.

تېره میاشت په دغه وچه کې ترټولو ګرمه جنوري وه.

څیړونکي وایي د نړۍ په ګرمېدو سره به په انترکتیکا کې کنګلونه اوبه او د اوبو کچه به تر راتلونکو پیړیو پورې درې متره لوړه شي.

(Visited 47 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.