The news is by your side.

په چاپېریال ساتنه کې د عامه پوهاوي اهمیت

لیکوال: ګل رحمن رحماني

0

      چاپېریال ساتنه اصلا زموږ د څلورو خواوو د ټولو ژوندیو او نا ژوندیو موجوداتو په اړه یو علمي او ټولنیز بحث دی، ځکه چې سالم چاپېریال په مستقیم او نا مستقیم ډول زموږ پر ژوند اغېز لري او خرابېدل یې د ژوندروانه بېړۍ هم له خطرناکو توپانونو سره مخ کولای شي.

  د چاپېریال ساتنې پوهان په دې اند دي چې اوبه، هوا او خاوره د چاپېریال هغه درې اساسي ستنې دي چې زموږ د ژوند ماڼۍ ورباندې ولاړه ده، خو په افغانستان کې ځکه دغه درې واړه ستنې کمزورې شوې چې خلک په پوهاوي او ناپوهاوۍ کې یا ورسره عادي چلند کوي یا فکر کوي چې د ژوند تېرولو اصلي وسیله پیسه او ټولنیز موقف دی.

     څو لسیزو جګړو که هېواد ته ګڼې ویجاړۍ رامنځته کړې، نو له شک پرته چې ددې ویجاړیو زیاته برخه چاپېریال ته اوښتې، زموږ هوا ککړه شوې، سیندونه، کروندې، غرونه او ځنګلونه – چې باید زرغونې سیمې وی-ونې او ځنګلونه یې وهل شوي، د استوګنې د کورونو او نورو ابادیو لپاره بې پلانه کارول شوي او دې ټولو پر هوا او اقلیم اغېز کړی دی. داسې کسان هم لرو چې چاپېریال ته د فردي شتمنۍ په سترګه ګوري، حال دا چې چاپېریال د هېچا نه دی، خو د هر چا دی.

   انسانان که په خپله ټولنه کې خواړو، درملو، زده کړې، دندې او مناسب استوګنځي یا سرپناه ته اړتیا لري، همداسې مناسبې هوا او غوره جغرافیوي شرایطو ته هم اړ دی. دا اړتیا یې هغه مهال پوره کېږي چې د خپل ژوند او نسل د پایښت لپاره سالم چاپېریال ولري، خو له بده مرغه چې دوی دغه حیاتي او اساسي عنصر له پامه باسي یا په بل عبارت ددغه الهي ډالۍ درناوی او ساتنه څنګه -چې لازمه ګڼل کېږي-هغسې نه کوي او په اړه یې عامه پوهاوي ته جدي اړتیا ده.

    په چاپېریال ساتنه کې د عامه پوهاوي لارې چارې او د پوهاوي اهمیت، مهالنی، نه بلکې د ټول ژوند او حتی ټولنیزو اخلاقو یوه برخه ده څو خلک په خپلو شته امکاناتو د خپل ملي او انساني احساس له مخې چاپېریال خپل کور وبولي او د خپلې شتمنۍ په څېر یې د ساتنې لپاره اقدام وکړي.

     افغانستان غرنی او په وچه کې را ایسار هېواد دی، زموږ ښارونه هم غرنۍ برخې لري او کلیوالي استوګن مو له غرونو، سیندونو، کروندو او ځنګلونو سره اشنا دي، همدې طبیعي ورکړې ورته پاکه هوا، خوږې اوبه، نباتي خواړه، روغتیا او نور…امتیازات ډالۍ کړي دي، خو ښايي ډېرو کمو په دې اړه فکر کړی وي، زموږ همدا چاپېریال جوړونکي توکي پر دوی حق لري او باید لازمه ساتنه یې وشي.

    ساینس پوهان وايي چې یوه ونه د سلو کسانو لپاره اکسیجن تولیدوي چې د ژوند تېرولو لپاره مهم حیاتي کیمیاوي عنصر دی، په همدې ډول شنې سیمې، د پاکو اوبو زېرمې سیندونه، کروندې او غرونه چې د اقتصادي اهمیت تر څنګ روغتیايي اهمیت لري، په ځانګړي ډول کلیوالي چاپېریال کې  زموږ د ژوند د دوام مهمې سرچینې دي.

      په همدې ډول په ښارونو کې بې پلانه ودانیو، خپل سرو کارونو، فابریکو، تاریخ تېرو موټرو، په حمامونو او پخلنځیو کې د سون د غیرمجاز او مضر دود تولیدوونکو توکو سولو په هوا کې مضر او وژونکي ګازونه خپاره کړي چې د ښاري چاپېریال پر وضعیت یې له بده مرغه خورا منفي اغېز کړی دی.

   اوس پوښتنه دا ده چې ایا خلک دا کارونه قصدا کوي که په ناپوهۍ کې؟ له شک پرته چې په دې چاپېریال ضد فعالیتونو کې ډېر لوستي او حتی داسې کسان ښکېل دي چې د چاپېریال پر ارزښت پوهېږي، خو زیاته برخه یې عام وګړي دي چې په اصطلاح خپل لاسونه او پښې په تبر وهي او خپل ژوند محدودوي.

     که غواړو چې سالم ژوند وکړو، سالم ذهن ولرو او د هېواد ساتنې لپاره یو سالم او په تن روغ نسل پرېږدو؛نو ددې موخو لپاره تر ټولو غوره بستر یو مناسب او پاک چاپېریال دی چې موږ لا هم ورڅخه محروم یوو او یا مو د نورو د مرستو په تمه وخت بې ځایه تېر کړی دی.

      چاپېریال ساتنه او په اړه یې عامه پوهاوی یوه داسې حیاتي موضوع ده چې هم په فردي او هم په جمعي مسوولیت پورې تړل کېږي او هر څوک په کې تر خپل توانه مسوول دی، خو دا مسوولیت باید ټولو خلکو ته د عامه پوهاوي له لارې بنسټیز شي، ځکه خو ویلی شو چې د چاپېریال ساتنې په اړه که عامه پوهاوی هر څومره ډېر هم وشي، نو کم دی، ځکه چې دا پوهاوی خیر دی، د ټولنیز شر مخنیوی کوي او د خیر ښېګڼو عامول د هر مسلماني ایماني او وجداني دنده ده.
  عامه پوهاوی څه ته وايي؟ 

    عامه پوهاوی یا اګاهي عامه یوه داسې موضوع ده چې په ټوله نړۍ کې د یو شمېر موضوعاتو، حیاتي پروسو، خطرونو او پدیدیو له واقع کېدو وړاندې د مخنیوونکو پلانونو او یوې موضوع باندې د پوهېدو لپاره خلکو ته وړاندې کېږي، لکه څنګه چې طب کې وايي چې د هرې ناروغۍ د درملنې لپاره تر ټولو لومړی کار وقایوي تدابیر دي یا وقایه تر درملنې غوره ده، نو همداسې عامه پوهاوی هم د پېښو او پدیدیو لپاره مخکینۍ وقایه ده.

    عامه پوهاوی د ډله ییزې ابلاغ د ساده وسایلو لکه مطبوعاتو، راډیو ټلویزیون، انټرنېټ، اعلان او کمپاین له لارې د یوې موضوع په اړه خلکو ته د ابتدايي معلوماتو ورکړې ته وايي چې هم ځان خبر کړي او هم نور وپوهوي چې پایله یې ژغورنه او خوندیتوب دی.

    همدا نن په افغانستان کې د ډېرو دولتي او نا دولتي پروژو او پروګرامونو یوه زیاته برخه پیسې د عامه پوهاوي په پروګرامونو لګېږي چې معمولا مسوولیت یې د هر ارګان د اطلاعاتو، عامه اړیکو، عامه پوهاوي او مطبوعاتي دفترونو پر غاړه وي. د کرونا ویروس د خپرېدو په پیل کې له دې ناروغۍ سره د مبارزې دولتي کمېټې ۲۷ میلیونه افغانۍ یوازې په عامه پوهاوي ولګولې چې خلکو ته وقایوي او د خوندیتوب تدابیر ور زده کړي.

     چاپېریال ساتنه هم لکه چې وړاندې مو وویل د خلکو له ژوند سره یوه تړلې حیاتي او اساسي موضوع ده چې ښايي یوازې لوستي خلک یې په اهمیت یو څه پوه وي، خو اکثره خلک نه پوهېږي چې چاپېریال ساتنه اصلا د دولتونو او رسمي ارګانونو دنده ده، ولې مهم رول په کې د خلکو دی، په داسې سختو او ترینګلو حالاتو کې چې دولت خپلې ګڼې ستونزې لري، نو دا د خلکو مسوولیت دی چې خپل چاپېریال له ډېرو ساده لارو چارو وساتي.

زموږ چاپېریال او عامه پوهاوی:    

 زموږ چاپېریال په لاندې څلورو برخو وېشل شوی چې البته وروسته به یې هره برخه د عامه پوهاوي سره د تړاو له مخې هم وڅېړو.

طبیعي چاپېریال: دا چاپېریال د ځمکې پر مخ له ټولو ژوندیو او نا ژوندیو موجوداتو څخه جوړ شوی دی.

رواني چاپېریال: دا چاپېریال په افرادو کې د فزیکي او ټولنیز چاپېریال رواني څېړنې ته وايي چې سالم رواني چاپېریال د سالم جغرافیوي چاپېریال د ایجاد سبب ګرځي.

هنري چاپېریال: دا چاپېریال په افرادو کې د ځینو کړنو د موضوع، دلیل او انګیزې رېښو ته وايي چې د چاپېریال په ساتنه کې خورا مهم ګڼل کېږي.

ودانیز چاپېریال: ودانیز یا معماري چاپېریال په کلیو او ښارونو کې د ودانیو او تاسیساتو د بهرني او دنني شکل جوړونې ته وايي چې د ژوند پر چاپېریال اغېز لري.

    دغه وېش ته په پام سره کولی شو چې هر یو ډول یې په عامه پوهاوي کې په جلا ډول وڅېړو.

  په طبیعي چاپېریال کې باید خلک په دې وپوهول شي چې څنګه ژوند د الله تعالی ورکړی امانت دی، همداسې چاپېریال هم د سالم او ښه ژوند تېرولو لپاره خورا اړین دی. الله تعالی سپېڅلی او ښکلی دی، ښکلي خلک یې خوښېږي او زموږ د پیغمبر(ص) وینا هم دا ده چې پاکي د ایمان جز دی، نو خلک باید د خپلو دیني ارزښتونو په اساس د چاپېریال درناوی او ساتنه وکړي.

   په رواني چاپېریال کې له بده مرغه چې ډېر کار نه دی شوی، ګن افغانان رواني ستونزې لري او دا ډول کسان له ټولنې او کورنۍ بې پروا وي، په داسې حال کې چې سالم چاپېریال د رواني ناروغیو درمل وي. هغوی که په پاکو او طبیعي سیمو، باغونو، کروندو او ښکلو پارکونو کې څو شېبې په ارام تېرې کړي، نو ذهني حالت کې یې بدلون راتللی شي، نو ځکه باید زموږ عامه پوهاوی رواني اړخ هم ولري او ارواپوهان په کې را ښکېل شي.

    اړوند ارواپوهنیز درسونه او پیغامونه باید د رواني او غیر رواني وګړو چاپېریال دې ته چمتو کړي چې چاپېریال زموږ د ټولنې تن او وجود دی او په خرابولو سره یې په حقیقت کې زموږ کور ورانېږي او ښکلې هوا مو په زهرو بدلېږي.

   هنري چاپېریال ځکه مهم دی چې انسان طبیعتا هنر خوښوونکی دی، هنر ته د طبیعت تقلید هم ویل شوی، یو تصویر د زرو کلمو څرګندوی وي، د طبیعت د ساتنې او زیانونو د بیان لپاره یو شعر، سندره، تصویر او ویډیويي کلېپ رښتیا هم له زرګونو کلمو غوره او اغېزناک وي. اړینه ده چې د عامه پوهاوي په برخه کې له خواله شبکو، رسنیو او پوسټرونو زیاته ګټه واخیستل شي، ددې کار بله ګټه دا ده چې پر لوستو او نالوستو دواړو اغېز کوي، د چاپېریال ساتنې لپاره د راډیو او ټلویزیون غږیز او تصویري لنډ اعلانونه او پیغامونه خلک ددغه حیاتي موضوع ته ځېر کولی او پوهولی شي.

   له دې پرته پر دېوالونو، کورونو، لویو لارو او د ټولېدنې په بېلابېلو ساحو کې د تصویري پوسټرونو، بروشرونو او یا هم د امکان په صورت کې د سکرین او لاسي لاوډ سپیکرونو له لارې د چاپېریال ساتنې د پیغامونو خپرول خورا اغېزناک دي.

       زموږ ولس پر دین او عقیده ولاړ ملت دی، د مسجد، ملا او ممبر خبره ورته تر هر څه غوره او د کاڼي کرښه وي، نو کله دیني عالمان او مبلغین په خپلو موعظو کې د چاپېریال ساتنې اهمیت بیان کړي او په دې برخه کې ورته د خپلو کړنو بدي او ګناه بیان کړي، نو باوري یم چې خلک ورته ځېر کېږي.

    کولی شو چې عامه پوهاوی د سواد (لیک لوست) له زاویې څخه هم په دوو برخو کې وڅېړو:

الف: د لوست لپاره

    لوستي کسان د مستقیمې او نا مستقیمي زده کړې د حصول وړتیا لري، له مطالبو یې درک او فهم هم تر نورو اوچت وی، نو ځکه باید دوی ته عامه پوهاوی هم یو څه د لوړې کچې او علمي وي، څو پېچلي مطالب او پوهاوی ساده کړي او بیایې د یوه ټولنیز مسوولیت او امانت په توګه خپلې کورنۍ او نورو ته په ساده ژبه وړاندې کړي. دوی له ټولو لیکنیو، غږیږو او ویډیويي موادو څخه ګټه اخیستلی شي، د نورو تجربې لېږدولی شي، مسوول ارګانونه باید ورته مسلکي ورکشاپونه او سیمینارونه ولري.

      د دې پوهاوي لوړه کچه په ښوونځیو او پوهنتونونو په ځانګړي ډول چاپېریال ساتنې او کرنې په برخه کې عملي کېدلی شي. دوی که څه هم په عملي ساحو کې ډېر ښکېل نه دي، په نورو چارو بوخت دی، خو مسوولیت یې لوی دی.

ب: د نالوستو لپاره

   لکه مخکې چې یادونه وشوه، دا قشر زموږ د ټولنې اکثریت جوړوي او له چاپېریال سره یې اړیکه هم مستقیمه ده، په همدې سبب له ناسم چاپېریال زیات زیانمن شوي هم دوی دي. دوی ته په ساده او عام فهمه ژبه د عامه پوهاوي د پیغامونو وړاندې کول چې فلمونه، تصویرونه او غږیز پیغامونه په کې راځي، یا د مخورو، عالمانو او با نفوذه اشخاصو، یا د ناسم چاپېریال زیانمنو ویناوې او خبرې په کې شامل دي؛ موثرې پایلې لري او مثب اغېز یې پر چاپېریال هم مستقیم دی.

     دلته به بده نه وي چې یوه شخصي خاطره د بېلګې په بڼه هم راوړم. په ۱۳۹۸لمریز کال کې زما سپین سرې مور د تنفسي ناروغیو یا نفس تنګۍ په سبب له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې او د ناروغۍ په جریان کې به یې له مصنوعي اکیسجن کار اخیسته. یوه ورځ ورته خپل معالج ډاکټر وویل: مورجانې! پوهېږې چې ستا نفس تنګۍ د کابل ښار د اوسنۍ ککړې هوا په سبب ده، خو رېښه یې له هغه دود او لمبو سره تړلې چې کلیوالې ښځې یې په خپل پخلنځي کې د خوړو او ډوډۍ پخولو لپاره کاروي، کاش چې کلیوالو ښځو دې ته ډېر پام کولی، ځکه اغېز یې که هغه مهال نه وي، نو زړبودۍ کې خامخا را څرګندېږي. د ډاکټر خبره زما د مور زړه ته لوېدلې وه، کله چې کلي ته ستانه شوو، نو ټولو ښځو ته یې همدا خبرې کولې.

     بله مهمه خبره دا ده چې هر کال د چاپېریال د زرغونتیا لپاره زرګونه نیالګي ږدو، دا کار تر ډېره هر پسرلی په ننداریز ډول تر سره کېږي، خو د ساتنې او پالنې یې کومه ژمنه نشته او ګڼ نیالګي بېرته د فزیکي پېښو او یا اوبو نه ور رسېدو په سبب له منځه تللي دي، خو که د همدې نیالګیو د اېښودو تر څنګ هر پسرلی د بوټو او ونو د ساتنې د لارو چارو او ساده امکاناتو په اړه په اړه هم عامه پوهاوی وشي، خلک او مسوول ارګانونه پر خپل مکلفیت ټینګ او ژمن کړل شي، نو شک نشته چې یو زرغون چاپېریال به ولرو.

   چاپېریال ساتنه یو علمي بحث هم دی، خو موږ د عوامو په ژبه دا بحث نه شو وړاندې کولی، ځکه چې بحث یو څه اکاډمیک کېږي، خو په ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو کې باید زده کوونکي لږ تر لږه وپوهول شي چې زموږ د ژوند چاپېریال څنګه ترکیب شوی دی او له دې پوهاوي څه دوی خپل اخیستي معلومات څنګه په ساده ژبه خپلو کورنیو او خپلواکو کې شریکولی شي.

پایله

     دا چې د افغانستان ګڼ خلک نالوستي دي او په اطرافو کې ژوند لري، شک نشته چې دوی به د خپل چاپېریال د اهمیت او ساتنې په اړه هم ګټور معلومات ونه لري، بېوزلي هم ددې لامل شوې چې مسوول چارواکي او د چاپېریال ساتنې اړوند بنسټونه په دې برخه کې اغېزناک اقدام ونه شي کړلی.

  په داسې حالاتو کې تر ټولو مهمه او ګټوره لاره – چې کولی شي زموږ د ژوند چاپېریال خوندي کړي- هغه عامه پوهاوی دی، څو خلک او هغه ډلې چې له چاپېریال سره یې دښمني را اخیستې، په لوی لاس یا تېروتنه ورته زیان اړوي له بېلابېلو لارو وپوهول شي چې د چاپېریال خرابول په حقیقت کې د خپل ژوند محدودول او د عمر لنډول دی.

     موږ ټول باور لرو چې هر انسان له طبیعت سره فطري مینه لري، خو ډېر کم داسې انسانان به ومومو چې ددغه طبیعي ښکلا او شتمنۍ د ساتنې لپاره کار وکړي او د طبیعت د لا ښکلا لامل شوی وي. د روغتیا نړیوال سازمان یو راپور څرګندوي چې تر پنځوسو زرو ډېر افغان وګړي هر کال د هوا له ککړتیا څخه د را ولاړېدونکو ناروغیو له کبله مري، همدا لامل دی چې په نړۍ کې د تنفسي ستونزو له کبله د افغانانو د مړینې کچه د ځینو نورو هېوادونو په پرتله لوړه ده.

  همدا اوس زموږ د لویو ښارونو ستونزه دا ده چې د تودوخې یا پخلي لپاره په کورونو کې د لرګیو سون، په موټرونو کې د ټيټ کیفیت لرونکو تېلو کارول او په عامه ځایونو یا کارخانو کې د لرګیو او د ډبرو سکارو سوځول، هغه څه دي چې هوا ککړوي او ډېری زهرجن غازونه لکه کاربن مونو اکسایډ، نایټروجن ډایکسایډ، بینزو پایرین او ډایوکسین پیدا کوي چې وروسته د راز راز تنفسي ناروغیو تر څنګ د سرطان، زړه، پوستکي او رواني ناروغیو سبب هم ګرځي. خلک باید وپوهول شي چې ځان او د نورو ژوند وژغوري.

وړاندیزونه:

دا مهال په هېواد کې ګڼې رسنۍ او تبلیغاتي شرکتونه فعال دي، دوی باید د چاپېریال ساتنه یوازې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نورو مسوولو ارګانونو دنده ونه بولي، خپله هم باید ځينې چاپي، غږیز او تصویري لنډ او اوږده کلیپونه خپاره کړي او خلکو ته پوهاوی ورکړي، ځکه دا ادارې خپله هم سالم چاپېریال ته سخته اړتیا لري.

د داسې پیغامونو او مفاهیمو وړاندې کول چې مستند وي خلکو ته یقین ورکړي چې چاپېریال زموږ او ستاسې ټولو ګډ کور دی، که پام ورته ونه کړو نو ټول بې سرپناه کېږو او ګڼې ناروغۍ هم راته کمین کې ناستې دي.

د لوستو لپاره د عامه پوهاوي کمپاین او خپراوي کې باید خصوصي ارګانونه او ودانیز شرکتونه په دې پوه او ژمن کړل شي چې دوی باید د چاپېریال دښمنان نه، بلکې خدمتګاران وي، شنو ساحو، ونو او ځمکو ته باید د ژوندیو موجوداتو په شان درناوی ولري.

خپله اوسنۍ سیالي په حقیقت کې د چاپېریال ساتنې لپاره د پوهاوي او اهمیت یوه ډېره غوره لار ده. باید د ښوونځیو د زده کوونکو، د پوهنتون محصلانو، هنرمندانو، انځورګرانو او … نورو با نفوذه مسلکي قشرونو تر منځ هم د چاپېریال د اهمیت په اړه دا ډول سیالۍ رامنځته شي او عامه پوهاوی پیاوړی کړی.

اطلاعاتو او فرهنګ او د حج اوقافو وزارتونه چې یو یې رسنۍ او تبلیغاتي اسانتیاوې او بل هم دیني عالمان او ممبرونه لري، باید د پیغامونو او دیني خطبو او موعظو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او چاپېریال وژغوري.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره باید د چاپېریال په اړه د ځانګړو راډیويي او ټلویزیوني خپرونو په چمتو کولو او خلکو ته رسولو کې مرسته وشي، ځکه چې نن رسنۍ د اذهانو د روښانولو او خلکو د پوهاوي لپاره غوره وسیلي دي، خو دا ډول اختصاصي او مسلکي خپرونې به وکولی شي چې پیغام په تر ټولو اغېزناک ډول ورسوي.

په ښوونځي او نورو ښوونيزو مرکزونو کې د چاپېریال ساتنې مضمون کې د مهمو او داسې اغېزناکو مطالبو ځای پر ځای کول چې د هرې سیمې اړتیا او د چاپېریال اوسنی حالت په پام کې نیول شوی وي، یوازې تعریفونه، د طبیعت د ښکلاوو او تیوریو بیان ډېر اغېزناک نه دی. دا کتاب باید له هر زده کوونکي او لوستونکو د چاپېریال ملګری او د چاپېریال ساتنې مبلغ جوړ کړي.

اخځلیکونه

دودیال، محمد بشیر. (۱۳۹۷لمریز). د طبیعي منابعو مدیریت. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

ستانکزی، نصرالله. (۱۳۹۸لمریز). حقوق محیط زیست. کابل: انتشارات سعید.

شیرزاد، محمد داوود. (۱۳۹۸لمریز). اساسات محیط زیست. کابل: انتشارات سید حبیب الله.

طاهر، محمد. (۱۳۹۳لمریز). د خاورې سمون. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

کوهستانی، نثار احمد. حکیمي، محمد شهاب .(۱۳۹۵لمریز).علم چراګاه و مدیریت آن. کابل: انتشارات قرطبه.

(Visited 62 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.