The news is by your side.

کرونا او چاپېريال ساتنه

حذیفه هلال

0

ډېر وخت مخکې مې يو فلم ليده، يو څو تنه خانان را يو ځاى شوي يو وايروس جوړوي. خپله نور لاړ شي د غرونو په منځ کې په یو ډېر يو پټ ځاى کې مېشته شي، دا خلک ټول خانان وي او د ډېرو يې دليل دا وي، چې که موږ د نړۍ نفوس د دې وايروس په واسطه کنټرول نه کړو، نو اقليمي بدلون به موږ ټول ووژني! بيا نو کله چې دوى د وايروس د خپرولو تکل وکړي، د فلم هيرو (چې د دوى د هلیکوپټرو په يوه څنډه کې پټ راغلى وي) راښکاره شي او نړۍ بچ کړي.

هغه خو هسې يو فلم و، خو دا چې کرونا چا جوړ کړى؟ اقتصادي جګړه پرې مخته وړي؟ د نړۍ د نفوس کنټرولولو لپاره يې جوړ کړى؟ او که کرونا خپله رامنځته شوې؟ اساسي پوښتنې دي، چې ځواب غواړي.

دا يې نه څېړو، را ځو دې ته چې کرونا د ځمکې په چاپېريال او برعکس د چاپېريال په ککړتيا څه اغيزې لري؟

د کرونا پر ناروغانو د هوا ککړتيا اغېز:

د هوا ککړتيا که څه هم د کرونا له امله په کمېدو ده، خو د کرونا په ناروغانو هم اغېز لري. هغه داسې چې ډاکتران وايي، هغه خلک چې ککړه هوا تنفس کوي د کرونا په څېر ناروغيو سره يې بدن ډېر مقاومت نه شي کولى او تر ټولو اړينه يې دا چې کرونا هم د انسان په تنفسي سیستم حمله کوي او د هوا ککړتيا او د سګرېټو او نورو تمباکو څښل هم. په همدې اساس، هغوى چې وار دمخه يې تنفسي سیستم د هوا د ککړتيا له امله کمزورى شوى وي ډېر مقاومت نه شي کولى.

په ۲۰۰۳ کال کې د SARS وايروس له امله هغه ناروغان چې د هوا ککړتيا سره مخ وو (چې د دوى ډېرى يې ښار مېشتي خلک وو، ځکه د هوا ککړتيا ډېره په ښارونو او صنعتي ځايونو کې وي) د هغو کسانو په پرتله چې د هوا له ډېرې ککړتیا سره مخ نه وو، د دوی د مرګ سلنه ۸۴ په سلو کې لوړه وه.

د هوا د ککړتيا او په اقليمي بدلونکې د کرونا رول:

د کرونا له امله په چين کې د کاربن مونو اکسايډ غازات د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه راکم شوي دي. په دې هېواد کې په تېرو دوو اونیو کې د انرژۍ په مصرف کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی. همداراز له فابريکو څخه په وتونکو غازاتو کې له ۱۵ تر ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی. کاربن ډاى اکسایډ هم په کافي کچه کم شوی دی.

په چين او ايټاليا کې د نايټروجن اکسايډ غاز کې هم پام وړ کموالى راغلى دى، چې دغه غاز له یوې خوا ککړونکی او له بلې خوا د هوا ګرموونکی دی.

په نيويارک کې په موټر چلولو کې د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه کموالی راغلی دی. همداراز په کاربن ډاى اکسايډ غازاتو کې هم له ۵ تر ۱۰ سلنې کموالی راغلی دی.

خو لنډه يې دا چې نړۍ به د دې وايروس تر ختمېدو پورې د اقليمي بدلون خلاف خورا زيات توپير وويني، خو اړينه دا ده چې د ياد وايروس له ختمېدو وروسته نړۍ له اقليمي بدلون سره څنګه معامله کوي؟

د دې دلیل دا دی چې په ۲۰۰۸ کال کې له نړيوال مالي بحران وروسته په نړۍ کې د کاربن ډاى اکسايډ غازاتو کچه په هوا کې ۵ سلنه کمه شوه، خو کله چې نړۍ له هغه بحران څخه ووته، نو ټول څه بېرته پخواني حالت ته وګرځېدل. هیچا هم د اقلیمي بدلون رامنځته شوی حالت ونه ساته او نه یې د ساتلو لپاره کوم عملي میکانېزم رامنځته کړ.

آیا کرونا کولای شي د اوږدمهال لپاره ځمکه باثباته وساتي؟

موږ چې پورته کومې احصايې ذکر کړې، موږ ته دا راښیيچې کرونا او ورته ساري ناروغۍ طبيعت د لنډ مهال لپاره خپل پخواني حالت ته وړلى شي، يا لږ تر لږه موږ ته دا هيلې را ژوندۍ کوي چې ځمکه خپل پخواني حالت ته تللى شي، خو که دا کار بيا موږ د ساينس او په ځانګړې توګه د چاپېريال ساتنې ساينس په رڼا کې وکړو.

ددې ساينس پلي کول بيا د دولتونو کار دى، چې څنګه د انرژۍ مصرف همداسې کم پاتې شي؟ څنګه د فاسيل فيول نه ګټه اخيستنه کمه او د رينيوبل انرژۍ یا نوې کېدونکې انرژۍ څخه ګټه واخيستل شي؟ څنګه ترانسپورټ له شخصي څخه په عامه واوړي؟ څنګه فابريکې خپل فعاليت انوايرمنټ-فرينډلي کړي؟ څنګه د ناپاکو پر ځاى د پاکو تېلو کارونه وشي؟

له کرونا څخه رامنځته شوى اقتصادي بحران او چاپېريال ساتنې ته يې زیانونه:

د دې وېره شته چې د کرونا له ختمېدو وروسته به دولتونه له اقتصادي بحران څخه د وتو لپاره د چاپېريال ساتنې ساينس او د هغوى قوانين ټول تر پښو لاندې کړي، لکه د چين حکومت چې د تېرې پنجشنبې په ورځ وويل: کله چې فابريکې په کار راشي، نو موږ به پرې هغه قوانين چې کوم کې د چاپېريال ساتنې د قوانينو د عملي کولو ذکر شوى و لرې کړو ترڅو توليد ډېر شي او د اقتصادي بحران مخنيوى وشي.

همداراز هغه کمپنۍ چې د خپل کار په وخت د کاربن لږ توليد ته ژمنې وې لکه نيسټلې او مايکروسافټ، ښایي د بودجې د کمبود له امله له خپلو خبرو پر شا شي، دوى ته به يوه ښه بهانه په لاس ورشي او دولتونه به هم ډېر زور پرې رانه شي وړلى.

تر ټولو اړينه يې دا؛ هغه بودجې چې دولتونو د چاپېريال ساتنې لپاره اختصاص کړې وې، ښایي له اقتصادي بحران څخه د وتو لپاره هغه د چاپېريال په ګټه ونه کارول شي.

له کرونا سره تړلي مثبت ټکي:

دا خو معلومه خبره ده چې په نړۍ کې هر څه مثبت او منفي اړخونه لري، همداسې کرونا هم ده.

د کرونا تر ټولو غټ مثبت ټکى دا دى، چې موږ ته يې دا هيلې را ژوندۍ کړې چې ځمکه خپل پخواني حالت ته تللى شي، يا لږ تر لږه د اقليمي بدلون خلاف مبارزه امکان لري، که څه هم دا د لنډ مهال لپاره ده، خو موږ يې بيا اوږدمهالې کولى هم شو.

د سټينفورډ پوهنتون يو ساینسپوه وايي: د کرونا له امله د هوا ککړتيا کې د کموالي په اساس نږدې ۷۷۰۰۰ تنه تر اوسه ژغورل شوي، چې د دې وايروس له امله یې د پخوا په پرتله د مړینې په کچه کې لس چنده کموالی راغلی دی.

دا چې د کرونا له منځه تلو پورې به اقليمي بدلون، د هوا ککړتيا او له دوى سره تړلي ځاني او مالي تاوانونه څومره راکم شي دا به هماغه وخت معلومه شي، خو دغه لومړنۍ احصايې چې موږ وليدې دا ثابتوي چې کرونا به له تاوان سره خوا کې د نړۍ طبيعت ته سترې ګټې هم له ځان سره ولري.

خو چاپېريال ساتونکي دا نه غواړي:

کرونا که څه هم طبيعت ته ګټه واړوله او لا هم لګيا ده، خو دا کار د زرهاوو انسانانو په مړينې تمامېږي.

خو زموږ ساينس (چاپېريال ساتنه) د همدې لپاره جوړ شوی، چې ځمکه او چاپېريال وساتو، نو په چاپېريال کې څوک دي؟ ښکاره خبره ده چې همدا انسانان دي. هغه چې موږ په خپل ساينس کې د حيواناتو، نباتاتو او طبيعت د ساتنې خبره کوو هغه هم د همدې لپاره چې انسان ارامه ژوند ولري او شاوخوا چاپېريال يې ورته سم جوړ وي.

نو موږ دا قطعاً نه غواړو چې د انسانانو د مرګ په قېمت دې نړۍ خپل پخواني طبيعي حالت ته لاړه شي، بلکې موږ دا وايو چې زموږ ساينس څه وايي، هغه بايد ټوله نړۍ کې عملي شي.

(Visited 29 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.