د افغاني ټولنې د رنسانس او روښان فکرۍ بهیر یو بل اتل او مخکښ هم ځان حق ته وسپاره “قالوانالله واناالیه راجعون“

تاریخپوه څېړونکی، د آزادۍ، ولسواکۍ او د بشر د حقونو د داعیې فعال ملاتړ پوهاند محمد حسن کاکړ د ۸۸ کالو په عمر له دې فانينړۍ سره خدای پاماني وکړه. ( خدای دې وبښي، روح یې آرام او یاد یې تلپاتې اوسه)

ارواښاد کاکړ صاحب افغاني روڼ اندو ته په ټوله کې آشنا نوم دی؛ په پارسي تاریخ او ادب کې د مولانا په نامه په زرګونو خلک راغلي او تللي،خو د پیژندنې لپاره د نامه له قید څخه بې پروا، یواځې مولانا جلال الدین رومي دی چې د مولانا کلمې په اوریدو سره بی اختیاره دهغه شخصیت په ذهن کې تداعي کیږي.

همدا ډول ښایي سلګونه کاکړان په علم او ادب کې وتلې څېرې ولري خو کاکړ د نامه له قیده ازاد او د دغې کلمې په یوازې اوریدو سره د یوې نامتو علمي څیرې پيژندل شوی شخصیت د سړي سترګو ته دریږي.

کاکړ صاحب په خپل وخت کې یوازینی افغان پوه دی چې لیکنې او څېړنې یې د پښتو او پارسي ژبو سربیره په پراخه کچه په انګریزي ژبه هم خپرې شوې دي. د شلمې میلادي پیړۍ په دویمه نیمايي کې ګڼ شمېر افغان روڼ اندو د یو برلاسي څېړونکي او عالم په توګه د کاکړ صیب د مسلکي کرښو تر اغیز لاندې فعالیت درلود.

کاکړ صیب د خپلواکاډمیکو او څیړنیزو فعالیتونو د متعددو اړخونو له پلوه یو ځواکمن لیکوال او هیڅ داسی مطلب نشو موندلای چه د څیړنې له پلوه کمزوری او د نظري شننې له اړخه نیمګړی وي. هغه په نه ستړي کېدونکې مطالعه روږدی او د څیړنې او لیکلو په کار کې د پراخې حوصلې خاوند وو. ښایي محدود شمېر مهمې لیکنې یې له نظره لیرې پاتې وي خو د هغه ذهن، ذکا او قریحه د کمال او ملکې په حد کې وه.

د کاکړصیب نوم د یوه ژور څیړونکي، مسلط مؤرخ اووتلي پوه په توګه د هغو لسګونو کتابونو، کتابګوټو او سلګونه ارزښتناکو مقالوسره تړاو لري چې د شپږو لسیزوپه ترڅ کې یې په انګلیسی، پښتو او پارسي ژبولیکلي، ژباړلي او په معتبرونړیوالو ژورنالونو کښی خپرې شوې دي.

 د کاکړ صاحب لیکنې او څیړنیز آثار د نړۍ په ګوټ – ګوټ کښی موندلای شو. د هغه کتابونه د سوربن هارورډ، اکسفورډ، بن، مک ګیل او لسګونو نورو پوهنتونونو سربیره، په اروپایي هېوادونو او د شمالي امریکې په عمومي کتابتونونو کې هم لوستونکي لري.

په پښتو، پاړسي او انګریزي ژبو د کاکړ صاحب ترسره شوې څېړنې او آثار، د تاریخ د مسلکلارویانو او مینه والو ته د تاریخ له نړۍ ژور حقیقتونه او نایابه اړخونه رابرسیره کوي. که څه هم ارواښاد په خپل هیڅ اثر کې هم د تاریخ لیکلو د تیورۍ په باب کوم څپرکیندی ځانګړی کړی مګر د ده په لیکنو کښې ځای – ځای دې مسئلې  ته اشاره شوې ده چې لوستونګيترې لازم بصیرتونه  او انتباهات اخیستلی شي. کاکړ صاحب دتاریخ د ماهیت په باب د یو ه منسجم او منطقي نظر خاوند او په خپلو څیړنیزو فعالیتونوکې یې د خپل خاص سبک له مخېیوه منظمه کړنلاره تعقیب کړې ده. کاکړ صیب ماضي ته داوس په سترګه نه کتل او د پخوانیو اعمال یې  په اوسنیو کاڼو نه تلل. هغه  هیڅکله پیښې او حوداث د خپل ذوق او سیاسي تفکر پربنسټ نه تعبیرول او د جریاناتو په ترسیم کې د رښتینولۍ، امانت او بې پلوۍ اصل ته  د خپل ټول کار په بهیر کې ژمن پاتې شوی دی. کاکړ صیب د مشهور معاصر تاریخپوه E. H. Carr د قوله رښتینوالی یوه دنده بلله نه فضلیت – او دا را تلونکونسلونو ته د کاکړ صاحب میراث ده.

د پوهاند محمد حسن کاکړ لنده پیژندنه :

ارواښاد کاکړ صاحب په 1929 زیږدیز کال کې د لغمان د پلوټي په کلي کې زیږیدلی دی؛ لومړنۍ او ثانوي زده کړې په لغمان او بیا په کندهار کېچې دده ماما عبدالمقیم خان نیازی هلته لوړپوړی دولتي مامور او مخور شخصیت ؤ، ترسره کړې دي. ورپسېد غازي لیسي د دوولسم ټولګي تر فراغت وروسته دکابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو (ژبو او ادبیاتو پوهنځي) کې شامل شو.

د ادبیاتو پوهنځي د تاریخ د رشتې تر فراغت وروسته د دریو کالو د پاره د کابل د مجلې مدیر وټاکل شو. د کابل مجله په دی وخت کې د هیواد یوه معتبره مجله وه. په همدی وخت چه ډیر ځوان ؤ، د دولت له خوا ورته د پښتو ټولنی د ریاست وړاندیز وشو. خو هغه یې ونه مانه او د هغه پرځای یی د خپلو زده کړو دوام غوره وګانه او د لوړوزده کړو لپاره انګلستان ته ولاړ. هلته یی د لندن له پوهنتون څخه M. Phil  شهادتنامه او ورسته د همدې پوهنتون څخه په 1972 کال کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ.

کاکړ صاحب په 1981 کال کې د پوهاندۍ علمي رتبې ته اوچت او په همدې کال د هارورد او پرنستن پوهنتونونو کښی په څیړنو بوخت شو.

په 1982 کال کښی په داسې حال کښې چه د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د تاریخ استاد او د دیپارتمنت مشر ؤ، د شوروي د یرغل سره د دریځ دنیولو له امله په پنځه کاله بند محکوم شو.

د کاکړ صاحب بندی کیدلو د نړیوالې ټولنې پراخېغندنې او نیوکې راوپارولې؛ هغه د عفو نړیوال سازمان  له خوا  د (ضمیر د زنداني) په نوم وپیژندل شو. د کاکړ صاحب په بندی کیدو سره په کمونیستي دولت کې د بندیانو موضوع  د لویدیزې اروپا او شمالي امریکا په مطبوعاتو کښی په پراخ ډول غبرګونونه وزیږول اوپه ډیرو علمي او پوهنتوني کړیو کېیې اعتراضیه غونډی جوړې شوې. د هارورد پوهنتون استاد پروفیسور جوزف فلیچر د دې اعترضونو مخکښ ؤ. د دې هلو ځلو په پایله کې  کاکړ صاحب په ۱۹۸۷ کال کېله بنده ازاد شو. کاکړ صاحب د ۱۹۸۷ کال  را پدیخوا د امریکا په متحدهایالاتو کښی هستوګن ؤ. په زړه پورې خبره دا ده چېهغه په امریکا کې د خپل اوسیدلو په دوران کی د خپل ټول ژوند په  پرتلهزیاتې لیکنې او آثار بشپړ کړي دي.

هغه د خپل ژوند په وروستۍ لسیزه کې اووه کتابونه ولیکل او درې کتابونه یې له انګلیسي څخه پښتو ته وژباړل اوپه لسګونو لیکنې یې خپرې کړلې. کاکړ صاحب په دې زماني واټن کې په لسګونوسیمینارونو، کنفراسونو او مهمو غونډو کېکډون وکړ او د دې اکثرو غونډو مشري به د ده په غاړه  وه.

روح یی ښاد او یاد یې تلپاتې اوسه