The news is by your side.

د ژبو مړينه، لۀ منځه تلل او ځان وژنه څنګه کيږي؟

لیکوالان: یحیی مدرسی او حسین بشیرنژاد- ژباړن: سیلانی

0
لۀ ۱۹ پېړۍ را پۀ دېخوا د ټولنيزو علومو پوهان پۀ ځانګړې توګه د ژبې ټولنپوهان ډېری ژبه د يو ژوندي ژوي پۀ توګه يادوي. دوی پۀ دې باور دي، چې ژبه لۀ پيدايښت وروسته د ماشومتوب او بلوغيت دورې ته رسيږي او کېداشي د ځينو لاملونو لۀ کبله د يو تدريجي زوال پۀ بهير کې و مري او ځای يې يوه بله ژبه ونيسي. ( اچسون، ۱۹۹۵:۱۹۷) ياده مرحله يا دوره د « د ژبې د بدلون » پۀ نامۀ يادوي.
فسولد ( ۲۱۳:۱۹۸۷) ياده مرحله داسې را پېژني : « د ژبې بدلون هغه حالت ته ويل کيږي، چې د يو ټولنې وګړي، هغه وګړي چې پۀ دوه يا دریېور ژبو خبرې کوي، لۀخپلې بومي يا اصلي یا هم لرغونې ژبې څخه د نورو ژبو پۀ ګټه تېر شي. دغه حالت « د ژبې مړينه » پۀ نامۀ ياديږي. د « ژبې مړينه » اصطلاح هغه مهال کارول کيږي، چې يوازې په يوه ژبنيزه ټولنه کې د يوې ژبې ويونکي پاتې وي».
اچسون ( ۱۹۷:۱۹۹۵ ) د ژبې د مړينې پر ځای د ژبې د بدلون یا تغیر اصطلاح کاروي. دی وايي: موږ د ژبې د بڼې او نوم بدلون ته دتاريخ پۀ اوږدو کې د ژبې مړينۀ نۀ وايو، د هغۀ پۀ باور لاتيني ژبه چې نن څوک پرې خبرې نۀ کوي، يوه مړه ژبه نۀ ده، ځکه چې فرانسوي، ایټاليوي او اسپانيولي ژبې پۀ نوې بڼه د لاتیني ژبې بدلون موندل شوې بڼې دي. هغه وايي: « د تاريخ پۀ اوږدو کې د ژبې لۀ مړينې څخه زموږ موخه د يوې ژبې تدریجي بدلون نۀ دی، بلکې د ژبې مړينه يوې غير معمولي او ناڅاپي پېښې ته اشاره کوي، چې پۀ ترڅ کې يې يوه ژبه پۀ بشپړه توګه لۀمنځه ځي.»
ديوید کریستال ( ۷:۲۰۰۰) ګروهمن دی، چې د «ژبې بدلون» د ژبو د ویونکو لۀ پاره يوه متداوله اصطلاح ده، چې پۀ ترڅ کې يې د ژبې ويونکي پۀ تدريجي او ناڅاپي توګه د يوې ژبې پرځای بله ژبه کاروي. دی وايي دا ځوښت او حرکت کېدای شي ديو کس او يا هم د يوې ډلې لۀ خوا ترسره شي. نو پر دې بنسټ د ژبې د بدلون مرحله کېدای شي فردي يا هم ډليزه وي. د ژبې پۀ ډليز بدلون کې پۀ طبيعي توګه د ژبې مړينه د هغۀ د وروستي ويونکي لۀمړينې سره یوځای پېښيږي.
ژبپوهان د يادې پديدې لۀ پاره ځينې نور اصطلاحات هم کاروي. لۀ هغې ډلې څخه « د ژبې لۀمنځه تلل» او « د ژبې مړينه » ده. کریستال( ۲۰:۲۰۰۰) او اچسون (۱۹۸:۱۹۱۹۵) سربېره د ژبې د مړينې پر ځای د « د ژبې ځان وژنه » او د « ژبې وژل» اصطلاحات هم کاروي. هغه زیاتوي: « دا معمولي خبره ده کله چې يوه ژبه پۀ ژبنيزه ټولنه کې لۀ منځه ځي، نو ويوونکي يې چپ نۀ کښېني، بلکې یوه نوې ژبه د غالبې ژبې پۀ توګه ځانته خپلوي او ددې ژبې پۀ واسطه پۀ ټولنه کې خپل افهام و تفهيم او اړيکې ټينګوي.» دی هغه حالت چې پۀ هغۀ کې د يو ولس بومې ( لرغوني يا اصلي ) ژبه پۀ ناڅاپي او بشپړه توګه لۀ منځه ځي « د ژبې وژنه » پۀ نامۀ يادوي.
اچسون وايي يو بل حالت چې کېدای شي پۀ يوه ټولنه کې د دوو ژبو لۀ ټکر څخه چې يوه يې پۀ لوړه ټولنيزه کچه کې وي او بله يې پۀ ټيټه ټولنيزه کچه کې وي رامنځته شي. دی دا حالت داسې را پېژني: د لرغونې يا بومي ژبې ويونکي ( د ټيټې ټولنيزې کچې ژبه ) خپله پخوانۍ ژبه کاروي، مګر ورو ورو د بلې پياوړې یا غښتلې ژبې جوړښت، وييونه او ترکيبونه خپلې ژبې ته را دننه کوي، دا کار تر هغه وخته پورې دوام پيدا کوي چې موږ هغه پخوانۍ ژبه د يوې خپلواکې ژبې پۀ توګه نشو پېژندلی. لۀ يوې پياوړې ژبې څخه دا ډول افراطي او يو اړخیزه پور اخيستل د دې لامل کيږي، چې لرغونې ژبه د پياوړې يا نوې ژبې د يوې ګړدود بڼه ځانته غوره کړي او لرغونې يا بومي ژبه ځان وژنه وکړي.
اچسون پۀ دې خبره ټينګار کوي چې د ژبې ځان وژنه هغه وخت را پېښيږي، چې دوه ژبې يو بل ته ډېر ورته وي. هغه د ژبو د ځان وژنې غوره بېلګه د « کريول» د ژبو لۀ منځه تلل د يادې ژبې د څانګو له خوا ياوي.
د ژبې د مړينې پر وړاندې متضاده پديده د ژبې ساتنه ده. دا کار هغه وخت تر سره کېدونکی وي چې د يوې ژبنيزې ټولنې وګړي دا پرېکړه وکړي، چې د خپلو پلرونو، نېکونو او غور نېکونو ژبه کاروي. فسولد ( همان ) پۀ دې ټينګار کوي چې پۀ حقيقت کې د « ژبې ساتنه » پۀ هغو ټولنو کې خپل ارزښت او مفهوم پيدا کوي چې وګړي يې د دوو ژبو ويونکي وي يا هم دوه ژبې کاروي، دا ځکه پۀ هغو ټولنو کې چې وګړي يې يوه ژبه کاروي او بله ژبه نۀ زده کوي، نو د ژبې ساتنه کومه ځانګړې معنا او مفهوم نۀ لري.
ژبپوهانو د نوموړې پديدې د څېړنو لۀ پاره ځانګړې ډلبندي کوي او ځانګړي اصطلاحات يې د يادو ډلبنديو لۀ پاره کارولي دي. رديش ( ۱:۲۰۰۱) ژبې پۀ دریېو ډلو وېشي. دی، هغه ژبې چې هېڅ لرغونې او اصلي ويونکي نۀ لري، مړې ژبې بولي. هغه ژبې چې د ځوانانو او کم عمر ځوانانو تر منځ هېڅ اصلي ويونکی و نۀ لري، هغه ژبې چې د احتضار او زوال پۀ حالت کې ګڼي. دریېمه ډله هغه ژبې چې اصلي ويونکي يې ډېر لږ وي، دا ډول ژبې لۀ ګواښ سره مخامخ يا ښکلې ژبې ګڼي.
ګرایمز ( ۸:۲۰۰۲) هم د « لۀ خطر سره د ژبو مراحل» ډلبندي وړاندې کوي، دی دا ډلبندي پۀ آلمان کې د ژبپوهانو د يوې غونډې( ۲۰۰۰ کال ) لنډيز ګڼي. د ګرايمز ډلبندي پۀ لاندې ډول ده:
1. هغه ژبې چې خورا ډېرو ګواښونو سره مخامخ دي: دا ډله ژبې لږ ويونکي لري او ويونکي يې لۀ۷۰ کلونو لوړ عمر لري. دا هغه کسان دي چې ډېری د غور نېکونو او نياګانو ياهم د نېکونو او نياوو د والدينو پۀ عمر کې وي.
2. هغه ژبې چې ډېرو ګواښونو سره مخامخ دي: هغه ژبې چې ويونکي يې لۀ۴۰ کلونو لوړ او ياهم د نېکۀ او نيا پۀ عمر وي.
3. هغه ژبې چې ګواښونو سره مخامخ دي: ددې ډول ژبو ويونکي د ۲۰ کلونو څخه لوړ يا هم د منځوي عمر خاوندان وي.
4. هغه ژبې چې مخ پر زوال دي: ددې ډول ژبو ويونکي ډېری د پاخۀ عمر خاوندان او د ټولنې یوه برخه ماشومان وي. ډېری ماشومان پۀ بلې ژبې خبرې کوي.
5. هغه ژبې چې تلپاتې دي، مګر لۀ ګواښونو سره مخامخ دي: پۀ دې ډول ژبو کې ټول د پاخۀ او کوچني عمر خاوندان خبرې کوي، مګر شمېر يې لږ دی.
6. روغې يا سالمې ژبې : دا ډول ژبې لۀ ګواښ او خطر سره مخامخ نۀ دي. تمه کيږي چې ټول ځوانان او نژادي ډلې يې زده کړي.
کریستال ( ۲۳:۲۰۰۰) د زیانمنو ژبو يوه درې ګونې ډلبندي وړاندې کوي، چې دی ياده ډلبندي تر ټولو پېژندل شوې ډلبندي بولي. پۀ دغه وېشنه کې ژبې پۀ درېیو برخو وېشل کيږي:
1. روغې يا سالمې ژبې
2. لۀ ګواښ او خطر سره مخامخ ژبې
3. مړې ژبې
دی وايي: مایکل کراس هغه ډلۀ ژبې چې لۀ احتضار يا زوال سره مخامخ دي، پۀ پورتنيو درېیو ډلو ور زياتوي او د هغۀ موخه هغه ژبې دي چې ماشومان يې نور د مورنۍ ژبې پۀ توګه نۀ زده کوي. هغه زیاتوي چې ځينې ډلبندۍ ډېرو جزيياتو ته دننه کيږي، چې يوه پنځه ګونې ډلبندي يې د بېلګې پۀ توګه وړاندې کوي:
1. تلپاتې ژبې : ددې ژبو ويونکي پۀ کافي اندازه وي او د تاريخ پۀ اوږدو کې هېڅ ډول خطر دوی نۀ شي ګواښلی.
2. وړې تلپاتې ژبې : دا ډول ژبې تر ۱۰۰۰ ډېر ويونکي لري چې پۀ کوچنيو خپلواکو ټولنو کې ژوند کوي،مګر قومي هويت ته پر پابندۍ ژوند کوي.
3. هغه ژبې چې لۀ خطر سره مخ دي: ددې ډلې ويونکي دومره وي، چې ددې ژبو د پايښت لۀ پاره لاره هواره کړي، مګر د نوموړو ژبو پايښت د ټولنيزو شرایطو په رامنځته کېدو او ملاتړ سره تر لاسه کيږي.
4. هغه ژبې چې تقریبآ ګونګې دي: دا هغه ژبې دي چې هېڅوک لۀ نوموړو ژبو د مورنۍ او دويمې ژبې پۀ توګه دافهام او تفهيم پۀ موخه ګټه نۀ پورته کوي.
کۀ څۀ هم د ژپې مړينه او لۀ منځه تلل يو طبيعي امر دی او اوس مهال پورې تړلې خبره نۀ ده؛ مګر د نوموړې پديدې خپرېدل پۀ ځانګړې توګه د «دلرغونو ژبو مړينه» پۀ نړيواله کچه پۀ دې وروستیو کلونو کې د ژبپوهانو او ټولنپوپوهانو ځانګړې پاملرنه ځانته را ګرځولې ده.
نن ورځ ډېری ژبپوهان لکه: رزمری استلری (۱:۲۰۰۰)، نانسی ریونبرګ (۱:۲۰۰۴)، مایکل کاهیل ( ۱:۲۰۰۵) او داسې نور پۀ دې باور دي، چې د نړۍ د ۶۸۰۰ ژونديو ژبو څخه خوا و شاه نيمه برخه ژبې ددې پېړۍ تر وروستيو پورې لۀ منځه ځي.
د چاپيريال پېژندنې پوهان پۀ دې باور دي، چې د ژبو د لۀ منځه تللو سرعت د نباتاتو او حيواناتو لۀ مړينې او لۀ منځه تللو څخه پۀ مراتبو ډېر دی. د چاپيريال پېژندنې د ډولونو مختصص پرفیسور بیل سادرلند وايي: کۀ څۀ هم الوتونکي او تي لرونکي ژوي ډېر لۀ ګواښونو سره مخامخ وي او لږ عمر لري، خو ژپې د ډېرو عمرونو لۀ درلودلو سره سره ژر لۀ منځه ځي ( کونر، ۱:۲۰۰۳)
استلر(۱:۲۰۰۰) وايي: د ژبو د لۀ منځه وړلو سرعت د تي لرونکو ژويو پۀ پرتله دوه برابره او د الوتونکو پۀ پرتله څلور برابره دی، ددې لړۍ پۀ دوام سره به يو وخت نړۍد لږو ژبو د سيطرې لاندې وي»
نن ورځ د نړۍ ۹۰ سلنه ژبې لۀ سل زره کسانو لږ ويونکي لري او ۳۵۷ ژبې لۀ ۵۰ لږ ويونکي لري، همدارنګه ۴۶ خوا وشا ژبې يوازې یو ويونکی لري، چې يادې ژبې د لۀ منځه تللو لۀ لوړ ګواښ سره مخامخ دي. کونر، همان )
پۀ تېرو ۱۵۰۰ کلونو کې خوا وشا ۵/۴ سلنه ژبې پۀ ټوله نړۍ کې ورکې شوي يا هم لۀ منځه تللي دي، دا پۀ داسې حال کې ده چې ياده موده کې ۳/۱ سلنه د الوتکونو ډولونه او ۱/۹ سلنه تي لرونکي ژوي لۀ منځه تللي دي. لۀ۱۶۰۰ م کال تر څخه تر اوسه د شمالي امريکا د قبايلو لۀ ۱۷۶ ژبو څخه ۵۲ ژبې ګونګې شوي دي او د استراليا لۀ ۲۳۱ لرغونو ژبو څخه ۳۱ ژبې لۀ منځه تللي دي.( همان منبع)
پۀ نړيواله کچه د ژبو پۀ هکله وړاندې شوي ارقام او شمېرنې د يادو ارقام پۀ شان خواشينونکي دي. ګرایمز (۱:۲۰۰۲ ) وايي دا مهال د نړۍ ۴۵۰ ژبې د خپل ژوند وروستۍ سا اخلي. کراوس پۀ ۱۹۹۵م کال اټکل کوي چې د امريکا ۱۷۵ بومي ژبې پاتې دي، چې لۀ هغې ډلې څخه ۱۵۵ ژبې چې ۸۹ سلنه راځي د زوال پۀ حالت کې دي او د الاسکا لۀ۲۰ لرغونو ژبو څخه يوازې دوه ژبې د والدينو لۀ لوري راتلونکي نسل ته لېږدول کيږي. ( کرافورد،۵:۱۹۹۸)
د ژبو د مړينې مراحل او خوځښت د امريکا پۀ قاره کې پۀ ځانګړې توګه پۀ شمالي امريکا کې ډېره حاده ده. جيمز کرافورد ( ۱:۱۹۹۸) پورته مسألې ته په تائيد سره وايي چې د يادې قارې سلګونه بومي ژبې لۀ۱۴۹۲ م کال را پۀ دې خوا لۀمنځه تللي دي او د نورو ډېرو ژبو يې لا هېڅ څرک موږ ته نۀ دی راپاتې. دی زیاتوي چې يادې لرغونې ژبې دومره ژوندۍ پاتې شوي دي چې د شلمې پېړۍ ژبپوهانو ته دا امکان پۀ لاس ورکوي چې د دغو ژبو لۀ وروستيو ويونکو سره ليدنه وکړي او لۀ هغوی څخه د نوموړو ژبو ځينې ګرامري برخې او وييونۀ خوندي کړي.
لکۀڅرنګه چې پورته مو يادونه وکړه، ژبه هم د نورو ژونديو ژويو پۀ څېر پيدايښت، بلغويت او مړينه لري او دا مراحل د ژبو د ماهيت لۀ بنسټيزو توکو څخه شمېرل کيږي. لرغونې يا پخوانۍ ژبې مري يا هم خپله بڼه بدلوي او نوې ژبې يې ځای نيسي. لکه څرنګه چې ریونبرګ ( ۲:۲۰۰۴) وايي: د تاريخ پۀ اوږدو کې د ژبو زېږېدنه او مړينه پۀ داسې ډول ترسره کيږي چې پۀ هغۀ کې ژبنيزه موازنه يا انډولتوب ساتل شوی دی. هغه پۀ دې معنا چې هره ژبه لۀ منځه تللې ځای يې بلې ژبې نيولی دی. مګر څېړنې ښيي چې پۀ وروستيو لسيزو کې ياده موازنه يا انډولتوب زیانمن شوی او د ژبومړينه د زېږېدو پۀ پرتله زياته شوې ده. ددې زيانونو لامل سياسي، اقتصادي او ټولنيزې ګډوډۍ ښودل شوي دي، چې پۀ وروسته سرليکونو کې به پرې بحث وکړو.
دویمه برخه
راتلونکې ليکنه
د ژبو د مړينې شرایط او لاملونه
Leave A Reply

Your email address will not be published.