The news is by your side.

د ژبې په وبله پوهاوي کې د دماغ د بروکه او ورنېکه برخو ونډه

0

پوهيالی رحمت الله کټوازی

کندهار پوهنتون، ژبو او ادبياتو پوهنځی 

لنډيز: ژبه د انسانانو ترمنځ  د وبله پوهاوي يو اوزار يا وسيله ده چې د يو لړ تړوني (قراردادي) غږيزو سېمبولونو او  له مغزو (دماغ) سره يې په گډه پر مخ وړي. دماغ پر خپل وار دغه ونډه د د دوو ټاکلو برخوله لارې تر سره کوي دواړې برخې انسان ته ددې توان  او وړتيا ورکوي چې نور په خپلو پيغامونو پوه کړای شي او د نورو وگړو د خبرو جاج (مفهوم) واخلي. که د دماغ دغه برخې له ژبې سره په دې کې مرسته و نه کړي نو د وينا ژبه په هيڅ ډول د وبله پوهاوي لپاره نه شي کارول کېداي. د ماغ  له دوو برخو جوړ دی چې يوه يې ښۍ برخه او بله يې کيڼه برخه. ښۍ برخه د خپلې برخې د دندو مسئوله ده او کيڼه برخه د خپلې برخې د کړنو دنده پر غاړه لري. ډېرې څېړنې دا راښيي چې د ژبې اړوندې ډېرې دندې د هرچا د دماغ په کيڼه خوا کې تر سره کېږي، د دماغ د بروکه او ورنېکه ((Broca’s aera او Wernicke’s area)) هغه دوې برخې دي چې دواړه  د دماغ په کيڼه پيڅکه کې پرتې دي. که چېرې د دماغ دغه دوې برخې زيانمنې کېږي، نو انسانان نه شي کولاي، له ژبې نه د وبله پوهاوي د يوې وسيلې په ډول کار واخلي. Broca’s aera انسانانو ته ددې وړتيا ورکوي چې خبرې ،وييونه (کليمې) او پښوييز (گرامري) جوړښتونه راوزېږوي (توليد کړي) او وگړو ته يې پيغام ولېږدوي. (Wernicke’s area) انسانانو ته ددې وړتيا ورکوي چې د نورو انسانانو له ويل شويو خبرو، جملو او وییونو(کلیمو) نه سم  جاج (مفهوم) واخلي. دا د ژبې هغه کلاسيک موډل دي چې شاوخوا په ۱۹ مه پېړۍ کې رامنځته شو او د ژبې او دماغ د اړيکو تر منځ يې نوي دريڅه پرانېسته.

کليدي ټکي: ژبه، دماغ، Broca’s area  او Wernicke’s area

پېژندنه: ژبه د وبله پوهاوي د يوې وسيلې تر څنگ، ځينې نورې خواوې هم لري چې بايد وڅېړل شي. دا سمه ده چې موږ وايو چې د ژبې له لارې انسانان کولاي شي چې د خپلو خبرو جاجونه (مفاهيم) ولېږدوي، او د نورو  د خبرو پر جاجونو پوه شي، خو دلته دا پوښتنه راولاړېږي چې ايا ددې جاجونو تر شا،د دماغ ونډه هم ټيکاو لري؟ نوکه د دماغ ونډه نه وي، ايا کېدای شي، چې ژبه دې د يوې اړيکيزې اوزار په توگه وکارېږي؟

هو،که د دماغ ونډه وي، نو  ايا د دماغ په دې هېښنده (عجيب غريب ) سيستم کې د دماغ کومې څارگرې برخې ډېرې ښکېلې دي؟ کله ناکله د ژبې دغه  پېژند (تعريف) چې (ژبه د وبله پوهاوي وسيله ده) خورا بابيزه برېښي. دا په دې مانا چې په دې پېژند کې د ژبې تش وگړنيز او ټولنيز (اړکيز) اړخ ته پام شوی. د ژبې بل اړخ د هغې جنيټيکي ميکانيزم او دماغي (ذهني) اړخ دی چې ژبه د وبله پوهاوي د وسيلې تر څنگ، نوره هم پراخه راپېژني (تعريفوي.) که د ژبې د وبله پوهاوي په بهير (پروسه) کې د دماغ ونډه شتون ولري، نو په دماغ کې په بيليونونو عصبي ژونکې ياحجرې (نيورونونه) شتون لري، چې د دماغ په بېلابېلو برخو پوري تړلې دي او د دماغ د بېلابېلو غړو په بولۍ يا امر، بېلابېلې چارې تر سره کوي. نيورونونه (عصبي حجرې) چې لنډې او اوږدې  رانغاړي، ځيني يې له نورو نيورونو (عصبي حجرو) سره د تړلو لپاره کارېږي. څېړونکو موندلې چې يو نيورون ښايي، له ۱۰ زره نورو نيورونونو سره په سيده اړيکه کې وي. ددې تر څنگ، څېړنو داهم ښوولې ده چې د انسان په دماغ کې دومره عصبي حجرې (نيورونونه) شته دي چې شمېر يې د نړۍ د وگړو تر شمېر زيات دي، ياني شاوخوا ۱۰ بيليونه نيورونونه د دماغ په  بېلابېلوبرخو کې پر بېلابېلو چارو لگيا دي. خو ايا په دې گڼ عصبي ريښه ييز چاپېر يال کې د ژبې برخه چېرته ده؟ دغې پوښتنې ته د ځواب شاليد تر نولسمې پېړۍ پر شا ځي؛ بروکا په (۱۸۶۱-۱۸۶۵) کلونو کې څرگنده کړه چې د دماغ په مخامخ کيڼه پيڅکه کې يوه برخه شته او ويل يې چې دغه برخه د ژبې اړوندو ربړو پازواله (مسئووله) ده. په روستيو څېړنو کې هم څېړونکو د نوموړي له دې موندنو سره  همغږي درلوده چې تر ده را روسته څېړنو کې بيا دغه بر خه د (Broca’s area) په نوم ياده شوه (د بروکا په  خپل نوم). د بروکا دليل دا وو چې ډېری وخت کله چې د دماغ کيڼه برخه زيانمنېږي يا هم  گډوډۍ (اختلالات) پکې رامنځته کېږي، نو د ژبې د گړهار چم (مهارت) له منځه ځي، خو چې کله د دماغ ښۍ برخې ته په کمېښيې (نادره) توگه کومه وټه ( صدمه) رسېږي، دا ډېر لږ پېښېږي چې د ژبې د گړېدنگ  چم دې له منځه ولاړ شي او يا دې هم د ژبې سيستم په ټپه ودرېږي. نوموړی دې پايلې ته هغه وخت ورسېد چې په بېلا بېلو ناروغانو کې يې د افازيا (aphasia) ناروغي درملنه کوله  او د ناروغانو د ماغونه يې وڅېړل.

‍ مگر وَرنيک (۱۸۷۴) بيا د دماغ او ژبې په  تړاو د نورو څېړنو په ترڅ کې څرگنده کړه چې (Cortex)برخې ته نژدې يوه بله برخه هم شتون لري چې د ژبې په پروسه کې مرکزي رول لوبوي چې تر ده را روسته څېړنو کې بيا دغه برخه د ده په نوم (Wernicke’s are) ونومول شوه. ساوِيل-ټرويک (۲۰۰۶) په خپل کتاب کې ياده کړې ،چې له ځينو استثنأاتو پرته،  ښايي شتون ولري، په بېخي لويه سلنه وگړو کې د ژبې بهير د هغوئ د دماغ په کيڼ اړخ کې تر سره کېږي چې دغه دوه (‌Broca’s area) او (Wernicke’s area) برخې پکې پرتې دي. ياني دغه دوې برخې د ژبې  په تړاو په دوو اړوندو ارزښمنو چارو کې چې تکلم (گړېدنگ) او  پوهاوی دی ،پازوالی (مسئوليت) لري.

لکه چې وړاندي  ورته نغوته وشوه،   ژبه د وبله پوهاوي يوه وسيله ده ، خو دغه وسيله هم ټولنيز (محيطي)، هم جينيټيکي او هم دماغي (ذهني) پړاوونه او فکټورونه لري. دا چې ژبه څومره په ټولنيز یا چاپېريالي، او جينيټيکي او څومره په دماغي (ذهني ‎)  لاملونو او فکټورونو پوري تړلې ده، خورا لوی ويېنې(بحثونه) دي چې تر اوسه اوسه يې ژبپوهان او د ژبې ارواه پوهان کومې څرګندې پايلې  ته نه دي رسېدلي چې ژبه دې مکمل يا په ذهني، یا جنيټيکي او يا هم په چاپېريالي لامَلونو (عواملو) پوري وتړي اما په دې بهیر کې د درې واړو لامَلونو له ارزښتمن رول نه سترګي نه شي پټېدای، چې هر یو یې په ژبزدکړیز بهیر کې د ځانګړي ارزښت لرونکی دی. دا چې د ژبې ځای په دماغ کې کوم دی، له لسيزو او پېړيو را روسته ژبپوهانو، ارواپوهانو او د ژبې اړوند څېړونکو لپاره خورا په زړه پورې سکالو (موضوع) پاتې شوې. دماغ خو  له لويه سره يو هېښنده (عجیب و غریب) سيستم او جوړښت دی ،چې له دومره څېړنو او از مېښتونو سره سره يې اوس هم ځيني برخې د څېړونکو په اند ناسپړلې اونا شنلې پاتې دي. مانا دا چې سره له دومره څېړونکو چې له نومهالو وزلو (وسيلو) کار اخلي او د دماغ په د ننيو څېړنو بوخت دي، ډېر ناڅرگند څېزونه/ او پوښتنې لا د دماغ په تړاو شتون لري چې يوه معما بلله کېږي. بلَکمور او فريت (۲۰۰۵) پر دې اند دي چې د ژبې زده کړه، او د زده کړې بهیر (پروسه) يې د جينيټيکي عواملو تر څنگ محيطي (ټولينز)  لامَلونه (فکټورونه) هم لري. دوئ وړاندي وايي چې پر يوه ژبه د برلاسي موندلو لپاره تش جينيټيکي لامَلونه نه بس کېږي، بلکې ددې لپاره چاپېريالي(ټولنيز) هغه هم اړين دي چې پر مټ يې د ژبې بېلابېلې برخې وده کوي، او ورسره د دماغ ځينې برخې هم وده مومي. چامسکي (۱۹۵۹) د ژبې د زده کړې په اړه په خپله هغه ليد توگه (نظريه) سره چې ماشومان ژبه د دوئ په ذهن کې د ژبې د زده کړې د اوزار (LanguageAcquisition Device) په واسطه زده کوي، نوره هم نويو څېړنو ته لاره پرانېسته. نوموړی په دې اند دی چې ماشومان په طبيعي توگه د ژبې د زده کړې وړتيا لري، او هر ماشوم د ژبې د دغې وړتيا له مخې زده کړه کوي. دی د ژبې د زده کړې وده له نورو بيولوژيکي پرمختگونو په لړ کې له( پل اخېستنې) سره پرتله کوي او دا دليل وړاندي کوي چې لکه څنگه چې ماشومان په بيولوژيکي وده کې پرمختگ کوي، ژبه هم همداسي گام پر گام   مخ پر وړاندې ځي. چامسکي په دې پروسه کې د دماغ ونډې ته کومه څرگنده اشاره نه ده کړې، خو وايي چې د ماشوم په دماغ کې خپله(language faculty) يا د ژبې د جوړښتونو پوهنځی شتون لري، چې د وخت په تېرېدو سره دغه جوړښتونه د ژبې د زده کړې  لامل گرځي. تر ده را روسته کرَشن (۱۹۷۷) د چامسکي د نظريې په ملاتړ، خپل ماډل وړاندي کړ چې په دې ماډل کې هم تر ډېره پوري د ژبې د طبيعي والي ملاتړ شوی. د کرَشن په ماډل کې نوي څه دا وه چې د مورنۍ (لومړنۍ) او دويمې ژبې د زده کړې بېلابېل ځايگني (نقطې) يې وښوولې، چې گوندې  موږ لومړنۍ (مورنۍ) ژبه يو ډول، او دويمه ژبه بل ډول زده کوو. ياني د نوموړي په اند موږ نه شو کولاي چې دويمه ژبه هم هو بهو د مورنۍ ژبې غوندي زده کړو. پياجيټ (۱۹۲۰) پر دې څېړنه وکړه چې د ژبې زده کړه څنگه ترسره کېږي. نوموړی دې پايلې ته ورسېد چې زده کړه له يو ذهني بهير يا پروسې څخه تېرېږي ،دغې  ذهني پروسې ته ده پېنځه پړاوونه وټاکل چې د (Cognitive Development) يا ادراکي ودې نوم يې ورته ورکړ. مانا دا چې په دې ليد توگه (نظریه) کې هم د زده کړې په بهيرکې د دماغ (ذهن) ونډې ته پام شوی، خو په زغرده نه دي ويل شوي چې په دغه پروسه کې د دماغ کومې برخې ډېره ونډه لري.

ددې لپاره چې په نومېرلي (مشخص) ډول را جوته شي، چې د دماغ کومه برخه يا برخې د ژبې په بهير کې تر نورو ډېره/ډېرې ښکېله يا ښکېلې دي ، او د دماغ له نورو برخو سره يې اړيکې کومې دي، په دې  ليکنه کې پرې وړاندې رڼا اچول شوې ده.

تېرو څېړنو ته  په کتنه: له دماغ سره د ژبې اړيکي او د ژبزدکړې په  بهيرکې د دماغ د ونډې په اړه خورا ډېرې څېړنې شوي دي چې څېړونکي، ارواپوهان او ژبپوهان له ۱۹ پېړۍ راهيسې ددې ځواب د موندلو په لټه کې دي چې د ژبزدکړې په بهیر کې د دماغ ونډه څه ده؟ پويپيل  او هيکاک (۲۰۰۴) په خپله څېړنيزه ليکنه کې پر دې غږېدلي دي چې د ژبې اناټومي بايد له نوي ليدلوري وڅېړله شي. دوئ د ژبې هغه اړوندې برخې چې بروکا (۱۸۶۱-۱۸۶۵) او وَرنيک (۱۸۷۴) يادې کړې وې، “چې د دماغ په کيڼه پيڅکه کې پرتې دي او په دې برخو کې  گډوډي ددې لامل گرځي چې ناروغ، يا خو گړېدلای نه شي او يا خو له گړېدنگ نه جاج نه شي اخېستلای “، مهمې بللي او څرگنده کړې يې ده چې د ژبې او دماغ ترمنځ په نويو څېړنو کې يې مرسته کړې ده. مگر د دوئ پر اند، چې ننسبا د ژبې د پروسې نوې دند يزه (وظيفوي) اناټومي ته اړتيا شته، ځکه چې د دوئ پر اند تېر (کلا سيک) موډلونه د ژبې په  تړاو ټول ټکي نه شي روښانولاي. ساوِيل-ټرويک (۲۰۰۶) د ژبې او دماغ تر سرليک لاندې سکالو( موضوع) کې د (Broca’s area) او (Wernicke’s area) د برخو يادونه کړې ده چې د دماغ د کيڼې پيڅکې دغه دوې برخې د ژبې په پروسه کې مرکزي او د پام وړ رول لوبوي. خو نوموړې وړاندي وايي چې اوسنۍ څېړنې او د هغو څېړنو موندنې راښيي ،ددې دوو برخو تر څنگ چې پخوانيو څېړونکو څېړلې وې،  په دماغ کې نورې برخې هم شته چې د ژبې په پروسه کې يې ونډه د ويېنې (بحث) وړ ده. نوموړې د (Plasticity) برخې ته  نغوته(اشاره) کوي چې دا د دماغ هغه برخه ده چې کله کومه عصبي حجره يا حجرې له کاره لوېږي، نو دغه برخه په دې کې مرسته کوي چې ددغې دندې لپاره بله/نورې عصبي حجره/عصبي حجرې وټاکي. لينبرگ (۱۹۶۷) بيا وايي چې ماشومان د ژبزدکړې لپاره محدود کلونه لري، چې ددې کلونو په  اوږدو کې دوئ کولای شي چې بې له کومې ستونزې مورنۍ ژبه زده کړي، خو که چېرته د دوئ د دماغ هغې برخې ته صدمه رسېږي او يا هم ګډوډی (اختلال) په کې رامنځته کېږي، چې د ژب زدکړې پروسه پکې ترسره کېږي، نو (Brain Plasticity) به د دماغ کومې بلې برخې ته ددې دنده ورکړي چې د غه چاره پر غاړه واخلي، مگر تر خپل ټاکلي  منگ(عمر) او هغو کلونو ها خواته چې لينبرگ يې يادونه کړې، د عادي (نورمالې) ژبې زدکړه شونې نه ده (ساوِيل-ټرويک ،۲۰۰۶). ارډيلا (۲۰۱۱)  په خپله څېړنيزه ليکنه کې پر دې بحث کړی چې په دماغ کې دوه سيستمونه ټيکاو لري اوهر يو يې د خپلې برخې د چارو د پرمخوړنې دنده لري. ارډيلا (۲۰۱۱)  وړاندي وايي، يو هغه سيسم دی چې پښوييز(گرامري) جوړښتونه ورپوري اړه لري، او بل هغه سيستم دی چې وييز(لغوي) او سيمانټيک (ماناپوهيز) جاجونه ورپوري اړه لري.

پويپيل (۲۰۱۴) د خپلې څېړنې په پايله کې دا يادونه کړې، چې په روستيو (۱۰-۱۵) کلونو کې د ژبې موډل  چې پروسه او زدکړه يې په دماغ کې څنگه ترسره کېږي، له زاړه (کلاسيک) هغه نه چې بروکا (۱۸۶۱) ،وَرنيک (۱۸۷۴) ،ليچتايم (۱۸۸۵) او گيشوِينډ (۱۹۷۰) يې په اړه څېړنې کړې وې، په ډراماتيکه توگه بدل شوی. دده پر اند د ژبپوهنې (Linguistics)، ارواه پوهنې (Psychology) او دماغ پوهنې (Neuroscience)  په څانگو کې نوي بدلونونه او موندنې ددې لامل شوي دي چې د ژبې او دماغ اړيکو ته له نويو گټپېرونو (زاويو) وگوري. تېرو څېړنو ته له کتلو وروسته دا په ډاگه کېږي چې د ژبې او دماغ تر منځ اړيکي او پر هغو اړيکو باندي  ويېنه او څېړنه څومره ارزښتناکه او اړينه ده چې دغې برخې ته لېوالتيا ان له ۱۹ پېړۍ را پيل، او تر اوسه هم پای نه لري چې د دماغ او ژبې تر منځ يې د اړيکو په تړاو نوي څرکونه په نويو څېړنو کې ليدل کېږي.

د څېړنې اړينتيا: د ساينس او ټيکنالوژۍ له پرمختگ سره په  راز راز برخو کې نوې موندنې شوې او د نويو څېړنو پايلې په بېلابېلو برخو کې ځيني پخوانۍ څېړنې  گواښي (چېلينجوي)، او د هغوئ د رد لپاره نوې موندنې او لارې چارې وړاندي کوي. خو ځيني نوې څېړنې او موندنې بيا پخوانۍ څېړنې او موندنې له نويو ليدلوريو گوري او د پخوانيو څېړنو نوې برخې، چې په تېر کې نه وې سپړل شوي، را سپړي ، او نوي څېړونکي بيا پخوانيو هغو ته د لومړنيو او بنسټيزو څېړنو په سترگه گوري او له ارزښته يې سترگي نه پټوي. دا چې په نورو ژبو (په ځانگړي توگه انگرېزۍ) کې په دې اړه هم  وار له مخه کار شوی وو او هم په اوسني مهال کې څېړونکي له ژبپوهنې سره پر نويو تړليو سکالوو (موضوعاتو) نوي څېړنې کوي، خو په پښتو ژبه کې دغه برخه ډېر څه نه لري. نو دې اړتيا ته په کتو ښايي دغه معلومات د پښتو ژبې له څانگپوهانو او څېړونکو سره په دې کې مرسته وکړي چې پښتو ژبه نوره هم د ژبې په اړه له دغسي نويو څېړنو برخمنه کړي، دې اړتيا ته په کتو، دغه څېړنه مو رامخته کړې ده. دا په مغز ژبپوهنې (Neurolinguistics) پوري تړلې سکالو ده چې د ژبې او دماغ تر منځ پر اړيکو رڼا اچوي او په پښتو ژبه کې يې زما پر اند، اړتيا ډېره ده.

د څېړنې پوښتنې:

– د ژبې په وينا او اورېدا کې د دماغ د (Broca’s area) او (Wernicke’s are) ونډه څومره ارزښتمنه ده؟

– د دماغ دغه برخې (چې ژبنی سيستم پکې ځاي پر ځای دی) ،د دماغ له نورو برخو سره کومې اړيکې لري؟

– که په دماغ کې د ژبې دغه برخه يا برخې زيان ومومي، نو انسان په کوم ډول ناروغيو اخته کېدای شي؟

څېړندود (ميتودولوژۍ): په څېړنه کې له بېلابېلو علمي ليکنو او کتابونو (انگليسي) گټه اخيستل شوې ده او اړوند اړين معلومات ورنه را اخيستل شوي دي.

پايلنيوی (نتيجه گيري) او مناقشه:

 دا چې د ژبې  بهير د دماغ په کومه برخه یا برخو کې  ترسره کېږي، او يا هم د دماغ د کومو برخو ونډه پکې تر نورو ډېره ده، هغه پوښتنې دې چې له ان له تېرو پېړیو یې ژبپوهان او ارواه پوهان د ځوابولو لپاره څېړنې کوي. په دې کې د لومړي کار تاريخي شاليد د نيوروساينس (Neuroscience) يا دماغ پوهنې ترهغو پوهانو رسېږي چې په دې اړه يې لومړنۍ څېړنې وکړې او د ژبې او دماغ د څېړولو دغې برخې ته يې د ژبپوهانو او اروا پوهانو پام ور واړاوه. په دوئ کې تر ټولو  لومړی د فرانسي پال پيري بروکا (۱۸۲۴-۱۸۸۰) نوم يادېږي چې په دماغ کې د ژبې د ځای د څېړنې په تړاو يې لومړنی گام واخيست. بروکا د خورا عجيب شاگرد په توگه پېژندل کېده، چې د بکلوريا زده کړې يې په ادبياتو، رياضياتو او فزيک کې وکړې  او روسته يې طبابت ته مخه کړه. هغه د طب علم ته په ۱۷ کلنۍ کې مخه کړه او په شل کلنۍ کې يې پای ته ورساوه، او دا هغه وخت وو چې دده ډېرو ملگرو اوس (تر ده راروسته) طب ته مخه کړې وه. بروکا روسته تر دې چې د پاريس په پوهنتون کې يې د څېړونکي او پروفيسور په توگه دنده پيل کړه، د دماغ د اناټومي په اړه يې په خپلو څېړنو کې غوره څه وموندل چې روسته دده په نوم ونومول شو (Broca’s area)، دغه برخه د دماغ په کيڼه پيڅکه کې پرته ده. بروکا د هغه ناروغ  سيده څارنه کوله چې شل کاله په پاريس کې برتي(بستر) وو. ناروغ په هيڅ ډول نه شو گړېدلای، خو په ټولو هغو خبرو پوهېده، چې اورېدلې به يې او يا به هم خلکو ورته کولې. ياني د خلکو له خبرو يې سم جاج اخيست، مگرپه خپله يې يو ټکی هم نه شو ويلای. خو  په پای پای کې، ناروغ د ۵۷ کلونو په منگ (عمر) خپل ژوند له لاسه ورکړ چې له مرگ روسته يې سملاسي بروکا د هغه د ذهن څېړنه پيل کړه، او په پايله کې يې دا وموندله چې د بستر ناروغ د دماغ په کيڼه خوا کې ويجاړتيا (اختلال) ددې سبب شوي وو چې د خبرو توان له لاسه ورکړي. ياني هغه ناروغان چې د خبرو کولو توان له لاسه ورکوي د (Broca aphasia) په ناروغي اخته وي چې د دماغ په کيڼه پيڅکه کې (Broca’s area) خپله کارندويي له لاسه ورکوي.

دويم نوم په دې برخه کې د الماني کارل وَرنيک (۱۸۴۸-۱۹۰۵) دی. دی هم نيورولوجيست (عصبي ډاکټر) وو. وَرنيک هم د افازيا په اړه ډېرې څېړنې  وکړې ، ترڅو دې پايلې ته ورسېد چې په دماغ کې د (Broca’s area) برخې تر څنگ، (Wernicke’s area) برخه هم شتون لري چې دده پر اند (Broca’s area) د کړېدنگ ، او (Wernicke’s area) برخه بيا له کړېدنگ نه  د مفهوم اخيستلو (درک، فهم) دندې پرغاړه لري چې د هرې برخې زيانمنېدل، انسان له دوو بېلابېلو ستونزو او ناجوړيو سره مخ کوي، د (Broca’s area) زيانمنېدل د کړېدنگ وړتيا له منځه وړي ياني په دې ناروغي اخته کس بيا نه شي کولای چې وگړېږي او د (Wernicke’s area) زيانمنېدل بيا په گړېدنگ د درک يا فهم مهارت له منځه وړي ،يعني په دې ناروغي اخته کس بيا نه شي کولاي چې د نورو په خبرو پوه شي او مفهوم ترې واخلي.  د وَرنيک موندنو د بروکا له هغو سره يومخيز توپير درلود. وَرنيک له خپلو هغو رنځورانو سره چې د دماغ په (Wernicke’s area) کې به يې  ويجاړی رامنځ ته شوی وو، د گړېدنگ په وخت کې وموندله چې په دې ناروغي اخته ناروغان گړېدلای شي ، خو له کړېدنگ نه  مفهوم نه شي اخيستلای. ياني کله چې به له ناروغ نه د يو شي پوښتنه کېدله، ددې پرځای چې هغې پوښتنې ته سم ځواب ووايي، داسي ځواب به يې وايه چې گړسره به يې له پوښتنې سره  څه اړاو تړاو نه درلوود. د دغو دوو برخو د نورې سپړنې لپاره، او ددې لپاره چې په دماغ کې به د ژبې له وبله پوهاوي (افهام او تفهيم) سره څومره مرسته کوي، به پرې څه زيات وغږېږو.

واگنر او سيلبر (۲۰۰۴) د (Broca’s area) په برخه کې ويجاړي او گډوډي داسي راسپړلې ده: د بروکا افازيا (Broca’s aphasia) يا ناروغي هغه ناروغي ده چې انسانان د خبرې کولو (تکلم) له  راز راز ستونزو سره مخامخوي. دا ناروغي په روږدي د دماغ د کيڼ لوري ته مخامخ برخې له زيا نمنېدلو څخه هغلته رامنځته کېږي چې د دماغ دغه برخه پرته ده. په دې ناروغي ځيني اخته ناروغان هيڅ گړېدلاي نه شي، خو ځيني بيا په کليمو پوهيدلو کې ستونزې لري، او د ورته ويل شويو  وييونو (کلیمو) جاج و مانا په سختي سره درک کوي. مگرځيني ناروغان بيا کېدای شي لږ لږ وگړېږي، خو دغه لږ لږ گړېدل هم په ډېره خوارۍ سره کوي او کله کله ناسمې کليمې ، ناسم گرامري جوړښتونه کاروي، او کله کله له غونډلو (جملو) وړې ټوټې غورځوي او نيمگړي غونډلې جوړوي.

ريلينگ (۲۰۱۴) په خپله څېړنه  کې يادونه کړې، چې (Broca’s area) نه يوازي دا چې د گړېدنگ (وينا) په توليد کې ونډه لري، بلکه يوه بله دنده هم ور ترغاړې ده،  چې هغه د خبرو د گرامري اجزاوو د رغاونې هم پازولي(مسؤوليت) دی. نوموړی وړاندي وايي چې (Broca’s area) د دماغ په کيڼه پيڅکه کې هغه لويه برخه ده چې په ژبې پورې تړليو د ډېرو نورو  اړوندو برخو دندې په کې ترسره کېږي. هاگورت (۲۰۱۴) په خپله څېړنيزه ليکنه کې يادونه کوي، چې (Broca’s area) په دماغ کې هغه برخه ده چې په پخواني موډل کې د ژبې فاکولټي (language faculty) ورته ويل شوي. يعني د دماغ هغه برخه چې د ژبې اړوند ډېرې دندې پکې ترسره کېږي. نو په دې توگه ويلای شو ، (Broca’s area) د دماغ هغه برخه ده چې تر ډېره د گړېدا (تکلم) دنده پر غاړه لري، خو ددې برخې زيانمنېدل، انسان په گړېدلو (تکلم) کې له ډول ډول ستونزو سره مخ کوي.

په بل اړخ کې، (Wernicke’s area) برخه هم د ژبې د  چار(عمليې) په تر سرونه  کې غوره نقش لوبوي. دغه برخه هم د دماغ په کيڼه پيڅکه کې پرته ده. څېړونکو ان حتی په گونگو انسانانو کې (چې د وبله پوهاوي لپاره  نغوتژبه (Sign language) کاروي) هم دغه برخه څېړلې او موندلي ده چې لکه د نورو انسانانو په څېر، دوئ هم په خپل دماغ کې دغه برخه  ټيک همهغلته لري چې نور روغ انسانان يې لري. څېړنو دا هم ښوولې ده چې د ښي لاسو انسانانو د شاوخوا ۹۰ سلنه وگړو دغه برخه د دماغ په همدغه کيڼه پيڅکه کې  ټيکاو لري، او د کيڼ لاسو هغو د شاوخوا ۷۰ سلنه دغه برخه د دماغ په همدې کيڼه پيڅکه کې پرته وي.

واگنر او سيلبر (۲۰۰۴) په دې تړاو په خپل کتاب کې ليکلي: (Wernicke’s aphasia) هغه ناروغي ده چې ناروغ په  ټوليزه توگه ددې توان نه شي لرلای چې د يو چا په گړېدنگ پوه شي او  جاج ترې واخلي. دا هم هله رامنځته کېږي، چې د دماغ کيڼه پيڅکه زيانمنه شي. په  دې مانا چې همدا (Wernicke’s area)  هلته پرته ده، چې په پايله کې يې ناروغ نه شي کولای چې د يو چا د خبرو درک وکړي او په مفهوم يې پوه شي.  ټوليزې ستونزې يې دا وي چې ناروغ د هغو کليمو په مانا (مفهوم) نه پوهېږي چې دی يې اوري، او د ناروغ لپاره ستونزمنه وي چې خپلې خبرې په مانا لرونکو کليمو واړوي او نور پرې پوه کړي. دوئ وړاندي وايي چې دا چې گړېدنگ (تکلم) د رښتينې بياځلتيا (تکراري) او نويو  وييونو (کلیمو) يوه گډه ټولگه ده، نو دغه ډول ناروغان دا توان نه لري چې د دغه کار له توغ و توانه ووځي ، او له خپلې حافظې يې را يادې کړې او مانا والا جاجونه دې ولېږدولای شي. ريلينگ (۲۰۱۴) په خپله ليکنه کې يادوي چې (Wernicke’s area) په دماغ کې هغه برخه ده چې د انسانانو د خبرو  پوهاوی (درک) ورپوري تړلي. يعني انسانان د خلکو له گړېدنگ او رازېږېدلو  وييونو او غونډلو څخه، د دماغ په دغه برخه کې جاج اخلي.

لکه څرنگه چې وړاندي هم  ياده شوه ،د (Wernicke’s area) برخې لويه دنده دا ده چې انسان ته ددې توانايي ورکړي چې د خبرو درک وکولاي شي او په مفاهيمو پوه شي، نو له دې  کبله په دې برخه کې ويجاړي ددې لامل گرځي چې انسان له يادو چمونو (مهارتونو) بې برخې شي. پويپيل (۲۰۱۴) په خپله علمي  څېړنه کې کاږي ، سره له دې چې اوسني څېړونکي ( په تېره هغوئ چې د انسان د دماغ او دندو څېړنه کوي) د ژبې او دماغ پر کلاسيک (پخواني) موډل نيوکې کوي، خو اوس هم په هغه موډل کې  پاموړ خبرې شته، چې ځينې څېړونکي په دې برخه کې ناسم پوهاوی لري. ددې مانا دا ده چې په دغه کلاسيک موډل کې د دماغ دغه دوې برخې خورا ښې سپړل شوي، چې د ژبې اړوند کومې دندې او مسئوليتونه تر سره کوي، او زيانمنېدل يې په افازيا (aphasia) ناروغي اخته کس له کومو ستونزو سره مخامخوي،  خو نن سبا نوې څېړنې او موندنې دا راښيي ،په دماغ کې ددې دوو برخو تر څنگ چې وړاندي پرې خبرې  وشوې، ځيني نورې برخې هم شتون لري چې له انسان سره د ژبې په تړاو په بېلابېلو برخو کې دا مرسته کوي چې د وبله پوهاوي (افهام او تفهیم) لپاره يې وکاروي، خو بيا هم پر ټولو برخو يې غږېدل او پرې لیکل، ددې  ليکنې په لمن کې نه شي ځايېدای.

د (Broca’s area) او (Wernicke’s area) تر منځ اړيکې (شکل:۱).

په (انځور۱) کې وينو، په دماغ کې د (Broca’s area) او (Wernicke’s area) دواړې برخې د دماغ په کيڼ اړخ کې پرتې دي، چې (Broca’s area) د کيڼ اړخ په مخکنۍ پيڅکه او (Wernicke’s are) يې په شاتنۍ پيڅکه کې ځای لري. د (Broca’s area) له (Wernicke’s are) برخې سره د يو تعداد عصبي ريښو په واسطه نښلول شوې، چې دغو ريښو ته ( arcuate fasciculus) ويل کېږي. دوئ د ژبې د  بېلابېلو برخو اړوند معلومات سره د همدغو عصبي ريښو په  مټ تبادله کوي، چې په په پای کې، ژبه د وبله پوهاوي (افهام او تفهیم) پر اوزار يا وسيله بدلوي، هغه  اوزار يا وسيله چې انسانان يې په مرسته د گړېدلو له لارې خپل پيغامونه نورو ته رسوي، او د نورو له گړېدنگ نه  جاج (مفهوم ) اخلي.

پايله:

فرانسيیBroca  او المانی Wernicke هغه لومړني پوهان ول چې په ۱۹مه پېړۍ کې يې د ژبې او دماغ تر منځ د اړيکو د څېړلو نوی ور پرانيست. دوئ د ناروغانو د دماغي ناروغيو د  ويجاړ تياوو (اختلال) بېلابېلو نښو نښانو ته ځير شول چې په پای کې دې پايلې ته ورسېدل، د انسان په دماغ کې داسي دوې برخې شته چې د ژبې د ډېرو مسئلو اړونده دنده پر غاړه لري. دغه دوې برخې چې روسته د دوئ په خپلو نومونو ونومول شوې د (Broca’s area) او (Wernicke’s are) برخې دي، د ډېری سلنه انسانانو د دماغ په کيڼه پيڅکه کې ځای پر ځای دي. روستيو څېړونکو/څېړنو هم ښوولې چې  دغه دوې برخې له انسانانو سره په کړېدا (تکلم) او پوهېدا (تفهم) دواړو کې مرسته کوي، خو د پخوانيو څېړنو ارزښت ته په کتو، چې د دماغ او ژبې په اړه يې نوې دريڅه پرانيسته، دوئ هغه تېرې څېړنې چې د بروکا او وَرنيک له خوا شوي وې ، بسنده و نه بللې او پر دې سربېره  يې وويل چې په دماغ کې ځينې نورې برخې هم شته چې د ژبې په چارو يا مسئلو کې ښکېلې دي. د دوئ پر اند، پر پخوانيو څېړنو بسنه نه شي کېداي چې تر ډېره د ژبې ډېرې غورې دندې چې وبله پوهاوی (افهام او تفهیم) دي په همدې دوو برخو کې تر سره کېږي. (Broca’s area) برخه د گړېدنگ (تکلم) د برخې دنده پرمخ وړي، او که چېرته د انسان د دماغ دغه برخه زيانمنه شي نو نه شي کولاي چې سم وکړېدلاي شي، حتی ځينې انسانان، د څېړنو پر بنسټ، هيڅ گړېدلای نه شي ، خو ځيني بيا لږ لږ گړېدلای شي چې همدا لږ لږ گړېدل هم په ډېره خوارۍ سره کوي. (Wernicke’s area) برخه بيا له وینا (کلام) نه د مفهوم اخيستلو (درک) چاره مخته وړي. د دماغ د دې برخې په زيانمنېدو سره انسانان نه شي کولای چې د نورو له خبرو مفهوم واخلي او پرې پوه شي. ياني په لنډه توګه ویلای شو ،چې د ژبې او دماغ تر منځ د اړيکو په مسئله کې د (Broca’s area)  او (Wernicke’s area) برخې خورا مهم رول لري او تر ډېره د ژبنيو مسئلو په برخه کې دوئ لويه ونډه لري.

خو د مغز-ژبپوهنې (Neurolinguistics) د برخې د څېړونکو لپاره اوس هم ستوزمنه ده چې په سیده توگه د انسان د دماغ فعاليت مشاهده کړي چې د ژبې اړوند پروسه څنگه صورت پکې نيسي. يوه ستونزه دا ده چې د نورو برخو عالمان او څېړونکي په دغسي مبهمو مسئلو کې پر حيواناتو او يا هم مرغانو خپلې څېړنې کوي، اما د مغز-ژبپوهنې (Neurolinguistics) څېړونکو ته ځکه دا خورا ستونزمنه ده چې له انسان نه پرته، په نورو حيواناتو کې دغسي گډې نقطې نشته چې څېړنه دي ورباندي وشي او د ژبې د تکلم او تفهم اړوند دې له انسان نه پرته، پر نورو ژونديو موجوداتو څېړنه وکړي. خو بيا هم، ممکن د څېړنې د نويو څېړندودونو (ميتودونو) پر لاره اچولو او د ټيکنالوژي په لا نور پرمختگ سره به يو وخت د نړۍ ددې استثنايي مخلوق (انسان) دغه معما هم څرگنده شي چې د ژبې سيستم يې په دماغ کې په څه ډول سره صورت نيسي. دا چې د دماغ نورې کومې برخې (په نويو موډلونو کې) د ژبې په نورو کومو مسئلو کې ښکېلې دي، او يا هم نويو څېړنو را سپړلي دي، او يا هم هغه کومې نيگړتياوې دي چې د ژبې او دماغ د اړيکو تر منځ په کلاسيک موډل کې تر سترگو کېږي، هغه پوښتنې دي چې ممکن په نورو څېړنو کې وڅېړل شي او د مناسبو ځوابونو د پيداکولو هڅه يې وشي.

مننه او کور ودانی: د پښتو ژبپوهنې له قدرمن استاد پوهاند زيار صاحب څخه د زړه له تله مننه کوم چې سره له خپلې ډېرې بوختيا يې هم زما لیکنې لوستلو ته خپل قيمتي وخت ځانگړی کړ، په لیکنه کې یې ډېرې سمونې وکړې او ماته يې لازمې لارښوونې وکړې.

له قدر من استاد خالق رشيد صاحب نه هم له زړه مننه کوم چې زه يې د دغې ليکنې کولو ته وهڅولم.

ماخذونه:

Ardila, A. (2011). There are two different language systems in the brain. Journal of

Behavioral and Brain Science, 1(02), 23.

Bhatnagar, S., & Mandybur, G. (2005). Effects of intralaminar thalamic

stimulation on language functions. Brain and Language, 92(1), 1–11.

Blakemore, S. J., & Frith, U. (2005). The learning brain: Lessons for education.

Blackwell publishing.

Hagoort, P. (2014). Nodes and networks in the neural architecture for language:

Broca’s region and beyond. Current opinion in Neurobiology, 28, 136-141.

Muriel, S. T. (2006). Introducing second language acquisition. Cambridge

University Press: UK.

Poeppel, D. (2014). The neuroanatomic and neurophysiological infrastructure for

speech and language. Current Opinion in Neurobiology, 28, 142-149.

Poeppel, D., & Hickok, G. (2004). Towards a new functional anatomy of language.

Cognition, 92(1-2), 1–12.

Rilling, J. K. (2014). Comparative primate neurobiology and the evolution of brain

language systems. Current Opinion in Neurobiology, 28, 10–14.

Wagner, H., & Silber, K. (2004). BIOS Instant Notes in Physiological Psychology.

Garland Science.

Zafar, M. (2009). Monitoring the’monitor’: A critique of Krashen’s five hypotheses. Dhaka

University Journal of Linguistics, 2(4), 139-146.

The Role of Broca’s and Wernicke’s Areas of the Brain in the Production and Perception of Language

Abstract: Language is a way of understanding yourself and others. The brain and phonic symbols together function as of making the language understood or to be understood. It means that the brain consists of some parts that give humans the ability to make others understand their messages and to understand other’s produced speech. If these parts of the brain do not help language for making it the way of understanding, it is impossible for language to be the way of understanding. The brain is made of two parts: right hemisphere and left hemisphere. Each hemisphere of the brain (Right and Left) has its own way of functioning. Many pieces of research indicate that most of the language-related functions are being run in the left hemisphere of the brain. Broca’s area and Wernicke’s areas are the two parts located in the left hemisphere of the brain. If these parts of the brain become malfunctioned, human beings can’t use language as a way of understanding. Broca’s area gives the ability to the humans to produce speech, words and grammatical structures and to share the message(s) with others. Wernicke’s area gives the ability to the humans to comprehend others produced speech, sentences, and words meaningfully. This is known as the classic model of language and brain that founded in the 19th century and opened a new aperture of the relations between language and the brain.

Keywords: Language, Brain, Broca’s area and Wernicke’s area

(Visited 26 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.