The news is by your side.

پر قيد د صفت اړول

عنايت الله صميم

0

يو ناژبپوهنيز کتاب مې لوسته. په هغه کې يې د يوې موضوع د روښانولو لپاره د ستاينوم (صفت) او ستايلي(موصوف) لنډ بحث راوړی وه، خو د بحث په لړ کې ترې ستاينوم پر قيد اوښتی وه، خو دوی د ستاينوم حيثيت ورکاوه؛ نو غوره مې وګڼله چې په څو کرښو کې د ستاينوم او قید توپير روښانه کړم.

په ځينو جملو کې د صفت او قید توپيرول لږ فکر ته اړتيا لري. په ځينو چاپېريالونو کې يوه کلمه د ستاينوم دنده لري، خو هغه کلمه په نورو چاپېريالونو کې د قید دنده هم لرلای شي. لومړی به ستاينوم او قید وپېژنو او په توپير به يې هم پوه شو.

ستاينوم هغه ويی (کلمه) دی چې د يوه څيز څرنګوالی راښيي.  يوازې دومره راته وايي چې دغه څيز څه ډول دی، يانې نومونه نه کوي. دا نه راته وايي، چې نوموړی انسان دی، حيوان دی، بوټی دی، تيږه ده…  يوازې د نوموړو څيزونو څرنګوالی راته بيانوي يا څه ډول والی يې راښيي لکه: ښه، بد، تور، سپين، روغ، ناروغ، غټ، ووړ، ښکلی…

خو قيد هغه ويی دی چې د يو څيز د پېښېدو څرنګوالی راښيي. دا څرنګوالی به يا مهال(زمان) وي، لکه: نن، پرون، اوس، بيا… يا به تون (ځای) وي، لکه: دلته، هلته، کښته، پورته، لاندې، باندې، هورې… يا به څرنګتيا وي، لکه: ناڅاپه، ناببره، هسې، همداسې، همدارنګه، په ښکاره، په پټه، ډانګ پېيلې… او يا به ټينګار کوي، لکه: چورلټ، رټ، هرومرو، حتما…

پايله دا شوه، چې که يو ويی د يو څيز يوازې څرنګوالی راوښيي، دا ستاينوم شو، خو که پورتنۍ د قید ځانګړنې ولري، بيا ستاينوم نه، بلکې قید دی.

اوس به خپلې موضوع ته راشو او دا به ووايو چې کله يو ستاينوم پر قيد اوړي؟
ستاينوم تر خپل ستايلي (موصوف) هم له مخه راتلای شي او هم وروسته، لکه: له مخه راتګ يې
ښکلې ورځ
سپين سړی
غښتلی هلک
او هغه ستاينوم چې له ستايلي وروسته راځي، يوازې په اسمي جملو کې راتلای شي، لکه:
ورځ ښکلې ده.
سړی سپين دی.
هلک غښتلی دی.
اسمي جمله هغه ده چې په هغې کې خپلواک يا اصلي فعل نه وي او يوازې پکې د کومکي فعلونو د حالت او شتون ښودلو فعلونه يا د انګليسي په اصطلاح Tobe Verbs راغلي وي، لکه: يم، وم، يې، وې يو، يئ، وئ، واست، ياست، ول، ولې… دا بېلګې يې ولولئ:
زه زده کوونکی يم.
تاسې زده کوونکي يئ/ياست.
موږ هلکان يو.
موږ تللي وو.
تاسې تللي وئ.
هغوی پرون په کابل کې وې/ ولې.

په پورته بېلګو کې په ترتيب سره يم، يئ/ياست، يو، وو، وئ، وې/ ولې مرستیال فعلونه دي. خو که وغواړو چې نومواله جمله په فعلي غجملې واړوو؛ نو د نوموړو مرستيالو فعلونو يا Tobe Verbs پر ځای به د مرستيال فعل نور ډولونه او يا اصلي فعلونه (خپلواک يا اصلي فعلونه) راوړو. لکه زه راغلم، هغه ډوډۍ خوري، ته ځې. راغلم، خوري او ځې آر کړونه يا خپلواک او اصلي فعلونه دي نو غونډله فعلي ده.

مخکې مو يادونه وکړه، چې ستاينوم تر خپل ستايلي هم له مخه راتلای شي او هم وروسته، د وروسته راتګ لپاره مو يو شرط وټاکه چې جمله بايد اسمي وي؛ خو که غونډله فعلي وه؛ نو ستاينوم پر قید اوړي، چې زموږ د ليکنې موخه هم همدا ده. دا څو بېلګې يې ولولئ:
احمد ډوډۍ ډېره راوړه.
تخته توره ښکاري.
هلک پلی راغی.
عنايت ګړندی روان دی.
په دغو ټولو بېلګو کې ستاينومونه (ډېره، توره، پلی او ګړندی) تر موصوف یا ستايلي (ډوډۍ، تخته، هلک او عنايت) وروسته راغلي؛ نو څنګه چې غونډله فعلي ده، ستاينومونه پر قيدونو اوښتي. جمله فعلي ځکه ده چې راوړل، ښکارېدل، پلی تګ او تلل اصلي فعلونه دي.

يوې بلې موضوع ته بايد څنګزن نظر وکړو، هغه دا چې قیدونه په دوه ډوله دي، اوړېدوني (ګردانېدونکي) او ناوړېدوني(نه ګردانېدونکي)

ناوړېدوني قیدونه اصلي قیدونه دي، يانې خپلواک او اصلي دي، چې د نوږي (جنس)، ګڼه (شمېر) او پېر(حالت، دوران) لپاره نه اوړي. د قید په تعريف کې راوړل شوي ټولې يې بېلګې دي.

و اوړېدوني قیدونه، څيزنومونه او هماغه ستاينومونه دي چې په فعلي جمله کې په قيدونو اوړي. او د جنس، ګڼې او حالت لپاره اوړي.
د جنس لپاره لکه:
ګړندی هلک- ګړندۍ نجلۍ
د ګڼې لپاره:
ګړندی هلک- ګړندي هلکان
د حالت لپاره:
د ګړندي هلک، د ګړندۍ نجلۍ، د ګړنديو هلکانو

پايله

ستاينوم هغه مهال پر قید اوړي چې له ستايلي وروسته راشي او په فعلي جمله کې کارول شوی وي. په پښتو ژبه کې اصلي قیدونه ناوړېدوني (نه ګردانېدونکي) دي، خو نآر قیدونه يانې څيزنومونه او ستاينومونه، چې کله کله د قیدونو په توګه راځي، اوړېدوني (ګردانېدونکي) قیدونه دي.

اخځليک

زيار، پوهاند مجاور احمد. (۱۳۹۶ل). پښتو پښويه. کابل: دانش خپرندويه ټولنه.

(Visited 13 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.