The news is by your side.

په پښتو ژبه کې د ایتمولوژیکي څېړنو ارزښت

اوږۍ امانزۍ

0

لوړو زده کړو وزارت، ښوونې او روزنې پوهنتون

ژبو او ادبیاتو پوهنځی، پښتو څانګه

ماسترۍ پروګرام

څېړوونکې: اوږۍ امانزۍ

لارښوود استاد: پوهنوال میرا جان غوربندي

ښوونیز کال : ۱۳۹۸ ل .ل

لنډیز : 

ایتمولوژي د ژبپوهنې یوه  مهمه څانګه  ده  ، چې  د یوې ژبې د لغتونو ریښې څیړي .  دغه علم د لومړي ځل له پاره په  عربو کې د اشتقاق په نوم رامنځته شو او په دغه فن کې لومړنی کتاب د اسما اشتقاق په نوم د ابي علي محمد بن المشیر لاسته راوړنه ده  .

د ایتمولوژۍ  پېژندنه د کمبریج په ډکشنري کې داسې شوې ده :

ایتمولوژي د لغتونو تاریخي او ریښوي څېړنو ته ویل کېږي او یا په بل عبارت  د یوه لغت د  ډول څېړل د هغه د اصل او منشا سره ایتمولوژي  بلل کېږي. د ایتمولوژیکي څېړنو اړتیا یوازې په پښتو ژبه کې نه، بلکې د نړۍ په هره ژبه کې محسوسېږي، مونږ کولای شو د ایتمولوژۍ له لارې د خپلې ژبې اصلي او مستعار ویوونه جوت کړو، تاریخي منشاوې او قدامت  یې وڅېړو او همدارنګه  کولای شو په دې وپوهېږو  چې زمونږ ژبه په کومه کچه ځان ساتې ژبه ده ، او څومره  یې خپل اصلي او سوچه  لغتونو له ځان سره ساتلي دي. د ډولونو په اړه یې باید ووایم چې  مونږ دوه ډوله ایتمولوژي  لرو چې د دودېزې او علمي ایتمولوژیو په نامه يادېږي او د ډول ډول کلماتو او لغتونو د څېړلو له پاره  د پرتلیز میتود څخه  ګټه  اخلو.

سرېزه 

ژبپوهنه هغه پوهنه ده چې د معاصرو طریقو په اساس د ژبې ماهیت او څرنګوالی  مطالعه کوي او د بېلابېلو ژبو کورنۍ ، ددوی خپلوي یا خپل المنځي اړیکې ، تاریخي بدلونونه او کټه ګورۍ څرګندوي  او یا  یوه بله پېژندنه یې داسې هم راغلې چې ژبپوهنه هغه علم دی چې ژبه او د هغې څرنګوالی، رغاونه او ډول ډول ژبني مساییل تر کتنې او څېړنې لاندې نیسي.

کله کله ځیني وګړي د ژبپوهنې  زده کړه  د ژبې د زده کړې په مانا تعبیروي .  حال دا چې ژبه او ژبپوهنه دوه بېل بېل او ځانګړي واقعیتونه دي ، ژبپوهنه ددې له پاره لوستل کېږي چې د ژبې په باره کې عمومي ټولنیزه پوهه او معلومات ترلاسه شي، ژبپوهنه درې اصلي څانګې لري چې یوه یې تاریخي ژبپوهنه ده، تاریخي ژبپوهنه هغه پوهنې ته ویل کېږي چې د ژبې بدلونونه د تاریخي بهیر له مخې مطالعه کوي. د تاریخي ژبپوهنې مهمه څانګه د ایتمولوژۍ په نامه یادېږي ، چې په پښتو ژبه کې ورته ریښه پېژندنه ویل کېږي او هغه علم دی چې د یوې ژبې د لغتونو او کلمو ریښې تر بحث او څېړنې لاندې نیسي او لرغونوالی یې ثابتوي  ایتمولوژیکي څېړنې په هغو ژبو کې ترسره کېږي چې یوې کورنۍ پورې اړه ولري او مونږ هغه وخت څو ژبې په یوې کورنۍ پورې اړوندوو او په  یو ګروپ کې یې  راولو چې  یو ډول فونولوژیکي ، مورفولوژیکي او نحوي  ځانګړنې  ولري مونږ دغه ځانګړنې د  نوموړې ژبې په کلمو او لغتونو کې څېړو او د هغه علم په  مرسته چې مونږ دغه څېړنې  سرته رسوو ایتمولوژي یې بولو .  دا چې ایتمولوژي یا ریښه پېژندنه څه ډول پوهه ده ؟ څه وخت  رامنځته شوې؟ څو ډوله ده ؟ یو ایتمولوژیست باید کومې ځانګړنې ولري ؟ او د  کومو میتودونو له لارې مونږ کولای شو ریښې وپېژنو  دا او دې ورته پوښتنو ځوابونه به تاسې ددې مقالې له لوستلو  وروسته وموندۍ .

د څېړنې ارزښت 

ددې څېړنې ارزښت په دې  کې دی چې په دغه څېړنېزه مقاله کې د ایتمولوژۍ یا ریښه پېژندنې په اړه نوي  او په زړه پوري معلومات د پارسي او انګلیسي ژبو څخه ژباړل شوي او کولای شي چې مونږ سره  تر ډېره د ایتمولوژۍ د مخیینې په پېژندلو کې مرسته وکړي  او د ایتمولوژیکي میتودونو څخه مو خبر کړي  .

د څېړنې موخه 

څېړنه تل د مبهمو او نا څرګندو  معلوماتو د رابرسېره کولو په  موخه ترسره کېږي  په دغه څېړنه کې هم تر ډېره بریده دا هڅه شوې چې تاسو درنو لوستونکو ته د ایتمولوژۍ په اړه  نوي ، بشپړ او هر اړخیز معلومات وړاندې شي.

د څېړنې پوښتنې   

په دغه څېړنه کې به تاسې  د لاندینیو پوښتنې ته ځواب ویل شوی دی:

  پښتو  ژبه کې  د ایتمولوژیکي څېړنو  ته څه اړتیا ده ؟

د څېړنې میتود 

ددغې څېړنې له پاره د بېلابېلو کتابونو پاڼې رااړول شوي دي او د تشریحي او تحلیلي میتودونو څخه په کې ګټه اخیستل شوې  ده .

کلیدي کلمې 

د ایتمولوژۍ مخیینه  ،  پېژندنه  ، ډولونه  ، اړتیاوې  ، د ایتمولوژیکي څېړنو شرایط  ، د ځینو تاریخي سیمو او نومونو اایتمولوژيکې بیلګې .

د ایتمولوژي لنډه  مخیینه (تاریخچه ) 

مخکې له دې چې تاسو ته د ایتمولوژۍ د پېژندنې او مخیینې په اړه لنډ معلومات درکړم  اړینه بولم چې

 لومړی د  لغت او د هغه ډولونو په اړه لنډ معلومات  تاسو سره شریک کړم  ځکه  دا خو یو څرګند

حقیقت دی چې  لغتونه دي، چې ایتمولوژي ده او همدا  ایتمولوژي ده چې په مرسته یې په ژبه کې نوي لغتونه رامنځته کېږي، یعنې لغتونه او ایتمولوژی سره لازم او ملزوم دي.

لکه  څرنګه چې  په پښتو ژبې کې د هرې پدیدې له پاره کوم ځانګړی او خاص تعریف نشته نو لغت په اړه هم  زیادتره پوهان په یو دریځ نه دي درېدلي او هر پوه د خپلې پوهې سره سم ورته یوه پېژندنه غوره کړې ده،  د پښتو ژبې ستر ژبپوه پوهاند مجاور احمد زیار لغت داسې پېژني:

لغت هغه خپلواکه ماناییزه ټوټه، یا یووالی دی چې  پر نورو زیاتو وړو ماناییزو ټوټو نه شنل کېږی او یا یې څوک شنل نه غواړی .

بلوم فیلډ  نامتو ژبپوه د لغت تعریف په داسې بڼه کړی دی:

   “لغت ډیر وړوکی خپلواک فورم دی ” دا تعریف او پېژندنه ځکه د تامل  وړ بریښي چې هغه لغتونه کوم چې مونږ یې په خپلواکه بڼه په خپلو ویناوو کې نه استعمالوو  ددې تعریف له دایرې څخه ووځي نو د همدی له پاره د یو بشپړ  تعریف نوم ورته نشو ورکولای  .

 که چیرې مونږ د لغت په اړه د بېلابېلو پوهانو نظریات تر غور لاندې ونیسو نو ویلای شو چې لغت د ژبې ډیر وړوکی نسبتاُ خپلواک مانا لرونکی واحد دی . (۶،۱۸)

د مانا له مخې په ژبه  لغتونه په اصلي او مستعارو لغتونو ویشل کېږي ، اصلي لغتونه هغو لغتونو ته ویل کېږي چې په یوه ژبه کې شتون لري او د یوې ژبې اصلی مال ګڼل کېږی ، یعنې په همدغه ژبه کې پیدا شوي دي او یا به د ځینو اړتیاوو له مخې د همدغې ژبې د مورفیمونو څخه د لغتونو  جوړولو د قوانینو سره  سم په اشتقاقي  او ترکیبي ډول سره جوړ شوي وي ،   او مستعار لغتونه هغه لغتونو ته ویل کېږي چې د یوې بلې ژبې څخه په بېلابېلو دورو او وختونو کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول سره یوې ژبې ته  راننوتي وي او په همغه ژبه کې یې ځانګړی دریځ غوره کړې وي. اصلي او مستعار لغتونه  بیا  نور ډولونه هم لری ددې له پاره چې زمونږ د بحث  اصلی موضوع نه ده نو ځکه ترینه تېرېږو او خپلې اصلي موضوع ته چې د ایتمولوژۍ پیژندنه ده راګرځو . (۵،۵۵)

  ایتمولوژي ( ریښه پوهنه د تاریخي ژبپوهنې ځواکمنه څانګه ده چې په ژوره توګه د یوې ژبې د لغتونو ریښې څېړي .

 ریښه  پوهنه د لغتونو  او وییونو د ریښو تاریخې مطالعې او تحول علم دی او په دې برخه کې ځینو پوښتنو ته ځوابونه موندل کېږي لکه : یو ویی یا لغت څه وخت یوې  ژبې ته راننوتی  دی؟  له کومې منبعې یا لارې  راغلی؟ د وختونو په تېرېدلو یې کوم ډول لفظي او معنوي تغییرات موندلي دي؟ اصلي لغت دی که مستعار ؟ او داسې نور.

ایتمولوژي په ختیځ کې د عربو ایجاد دی لکه څرنګه چې عربي ژبپوهان دا ادعا لری او وایي چې

 ” د ایتمولوژۍ علم تر ټولو دمخه په عربو کې د اشتقاق په نوم رامنځته شو ” ددغې ادعا په اړه د عربو په یو کتاب کې چې  (العلم الخفاق من علم الاشتقاق )  نومېږي او په ۲۰۱۲ کال  په لبنان کې چاپ شوی دی  داسې راغلي :

د اشتقاق د فن نوښت  په عربی ژبې پورې تړلی  دی او دا هغه علم دی چې د عربو عقل اختراع کړی دی ،  د ژبپوهانو احتمام دی چې په دې فن کې لومړنی کتاب د اسما اشتقاق په نوم د ابي علي محمد بن

المشیر دی چې په ۲۰۶ هـ کې د دکتور رمضان عبدالتواب او دکتور صلاح الدین الهادي په زیارونو خپور شوی دی .

ایتمولوژي په خپله یوه په زړه پورې ریښوي سوژه ده  ، چې  ایتمو د حقیقت او واقعیت په مانا او لوګوس یې د پوهې  مانا ښندي ، دغه دوه مورفیمه کلمه ده چې لومړنی مورفیم یې (ایتمو) د یونانې ژبې د ایتموس څخه اخېستل شوې  کلمه  ده او دوهم مورفیم  ( لوژي ) یې هم د یونانې ژبې لوګوس څخه اخیستل شوې کلمه ده چې د علم مانا لری  که چیرې په  لنډ دول یې ووایو نو  ایتمولوژی یعنې  د حقیقي مانا  د څېړلو پوهه .

د ژبو د تحول په څرنګوالي کې د ایتمولوژۍ په لاره کې ډیر پرمختګونه رامنځته شول او همدي کارونو  علمي ایتمولوژۍ  ته هم لاره خلاصه  کړله . ښاغلي حبیب الله تږي په خپله یوه مقاله کې چې   په پښتو کې  د لهجو او ایتمولوژي مطالعه  تر سرلیک لاندې د  ښاغلي صدیق الله بدر  د لارې نښې په کتاب چې د بېلابېلو  علمي  مقالو ټولګه ده  ، د ایتمولوژۍ په اړه په کې  داسې څرګندونې راغلي دي :

تر دیرشو کلونو هم زیات کېږي چې د پروفایسر ګایګر د پښتو ایتمولوژۍ  او غږ پوهنې ډیر پوخ اساس په خپل دغه  مشهور اثر کې کیښوده .  ETYMOLOGIE AND LAOTLEHRE D.E.SAFGHANISTAN

چې دا کتاب  د پښتو ژبپوهنې په برخه کې ډیر مهم کار د ایراني فلالوجۍ (ایراني دلته یوه اصطلاح ده چې ژبپوهانو د یوې ژبې ځانته څانګې له پاره وضع شوې ده او په نني ایرانه پورې هیڅ تړاو نه لري) په برخه کې د ټولو زده کوونکو له پاره یو ګټور موخذ دی .

وروسته له دی ایراني ژبو په برخه کې علمي ذخیره د دوو خواوو یعنې هم د نویو لهجو د مطالعې له درکه او هم د هغو لیکنو د پیدا کېدلو او د خپرېدلو له لارې خورا زیاته شوه چې په مرکزي اسیا کې پیدا شول او د منځنیو ایراني ژبو ډیر زیات متنونه په کې کښل شوي وو البته په دې ژبو کې هم کومه چې په رښتیا سره د پښتو د تحول  د روښانولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري هغه د شرقي ترکستان د ساکانو ژبه  ده .

کوم کارونه چې په دې وروستیو کلونو کې ترسره شوي او زمونږ سره د پښتو پوهنې په اړه ډیره مرسته کوي هغه دادي:

د هند ژبنۍ څېړنې لسم ټوک هغه برخه چې د پښتو له پاره وقف شوې ده .

-د جي جي لویمر پښتو ګرامر او لغت چې په ۱۹۲ ع کال په کلکته کې چاپ شوې  او دپښتو لهجو یوازینۍ رساله ده  .

– د ډي .آر . لو. ریمر د پښتو محلي نحوه چې په ۱۹۱۵ ع کال کې چاپ شوې ده .

-د روس کیپل پښتو رساله ، د ملیان ځيني مروجې پښتو کیسي، د ټومانچ لنډ ګرامر او لغت چې په ۱۹۰۸ع کال په تاشکند کې د چاپ په ګاڼه سمبال شوې ده .

– د مولوي محمد اسمعیل خان عالي اثر (خزانې افغاني  لاهور) چې په ۱۸۸۹ ع کال  چاپ شوې او ګایګر ته په لاس ورغلې وه .

همدارنګه ددغو موخذونو تر څنګ چې تږي صیب  په دغه مقاله  کې د پښتو لهجو ایتمولوژۍ له پاره ښوودلي تر څنګ یې د  لهجوي قاموس د لیکلو وړاندیز هم کړی  چې د نویو او معاصرو معلوماتو او څېړنو په اساس باید ولیکل شي. (۱،۱۰۴)

    په بېلابېلو موخذونو کې د ایتمولوژۍ پېژندنه : 

 د مقالې په دغه برخه کې به تاسو ته ایتمولوژي یا ریښه پېژندنه د بېلابېلو موخذونو له لارې وپېژنو .

د ایتمولوژۍ پېژندنه په کمبریج دکشنري کې داسې راغلې ده :

ایتمولوژي د لغتونو تاریخي او ریښوي څېړنو ته ویل کېږي او یا  په بل عبارت ایتمولوژي د یوه لغت د ډول څېړل د هغه د اصل او منشا سره ده .د اکسفورډ په ډکشنري کې یې تعریف په دی ډول دی :

 د لغتونو د ریښې او منشا د څېړلو لار چې ماناوو یې په تاریخي لحاظ تغییر موندلی وي ایتمولوژي بلل کېږي.

په انسکلوپیدیا کې یې پېژندنه په دا ډول ده:

ایتمولوژي  د لغتونو د ریښو تاریخي څېړنو ته وایي، چې څرنګه یې د وختونو په پوړیو کې په مانایي لحاظ د ددوی د نورو ضمیمو سره تغییر کړی دی همدارنګه، ایتمولوژي د لغتونو ریښوي منشا د لغتونو د نورو ځانګړو لغتونو سره څېړي، خو کله چې د ځایونو د نومونو په هکله څېړنې کوو دا بیا بحث د  ژبې په ټوفونیمي څانګې پورې اړه پیدا کوي.

بریتانیکا دایرة المعارف یې داسې پېژني:

ایتمولوژي د لغت تاریخ او د لغت اصل او منبع څېړي او د یوې کلمې اشتقاقي ریښه رانغاړي.

د عمومي ژبپوهنې مساییل لیکوال څېړنپوه ډاکتر دولت  محمد لودین په خپل کتاب کې ایتمولوژي داسې پېژني:

ایتمولوژي د ژبپوهنې یوه څانګه  ده چې د بېلابېلو لغتونو او مورفیمونو پېدا کېده او تاریخ تر څېړنې لاندې نیسي، په پښتو ژبه کې ورته اشتقاق پېژندنه ویل کېږي. (۸،۱۸)

پوهاند صدیق الله رښتین په خپل کتاب اشتقاقونه او ترکیبونو کې د اشتقاق په اړه داسې وايي:

لومړی شی  د کلماتو په تشکیل کې  اشتقاق دی ، اشتقاق په ټولو سامي او اریایي ژبو کې شته او د هغه په واسطه ډیرې کلمې او الفاظ جوړېږي. په عربي ژبه کې زیات نومونه له مصدر څخه راووځی او کله په کې له جامدو نومونو څخه هم اشتقاق کېږي. لکه استنوق چې له نه ناقي څخه مشتق شوی دی، د اشتقاق تعریف د هرې ژبې په ګرامر کې په بیل بیل ډول راغلی دی، په  عربي صرف و نحوې کې اشتقاق دیته وایي چې یو لفظ له بل لفظ څخه چې د دواړو ترمنځ لفظي او معنوي مناسبت موجود وي.

استخراج شي . ځیني کسان وایي اشتقاق دادی : چې یو لفظ څخه بل لفظ چې یو څه قدر تغییر سره لري  راووځي . ځیني نور وايي له هرې کلمې نه چې یو شمیر کلمې  په جلا جلا مانا ګانو جوړې شي اشتقاق دی . ځینو  پوهانو  اشتقاق په دی ډول هم تعریف کړې دی که چیرې مونږ د لفظي او معنوي تناسب  او نږدېوالي له لحاظه یوه کلمه له بلې څخع جوړه کړو او د یوه لغت څخه ډیرې صیغې  راوباسو نو اشتقاق دی بناً د ټولو تعریفونو په پام کې نېولو سره وایو چې اشتقاق علم هغه علم دی چې د هغه په واسطه د کلماتو د مبدا او اصل لټول کېږي .  (۲،۴۸)

اشتقاق پوهنه یا ایتمولوژي د ژبپوهنې  یوه مهمه برخه ده چې په هغې د  بېلابېلو لغتونو او مورفیمونو پېدایښت او تاریخ څېړل کېږي  او ددغې پوهنې دنده داده چې د لغاتو هغه لرغونې بڼه او ماناوې راوسپړي او توضیح یې کړي کوم چې اوس له خلکو څخه هېر  شوي دي د بیلګې په توګه وړکتون چې د وړوکي او تون مورفیمونو څخه جوړ شوي دي نو دلته لېدل کېږي چې د وړوکي ولۍ ( ریښه ) وړک ګڼل کېږي چې د تون ظرفي سوفیکس په نښلولو سره د وړکتون په  بڼه یو نوم منځته راغلی  دی .(۸،۳۹)

که چېرې مونږ پورتنیو تعریفونو ته ځير شو نو   د ټولو تعریفونو  مشترکه  ریښه چې ده هغه داده چې ایتمولوژي د لغتونو  ریښوي څېړلو  علم ته ویل کېږي او مونږ هم  همدغه تعریف  ددې بحث اخرنۍ   پایلې په  توګه  تاسو ته در پېژنو:

 د ایتمولوژۍ ډولونه 

ژبپوهانو ایتمولوژي په دوه ډوله ویشلې :

۱: دودیزه ایتمولوژي 

دودیزه ایتمولوژي هغه ایتمولوژۍ ته ویل کېږي چې خلک یې د خپل درک او پوهاوی په اساس په خپله ټولنه کې دودوي .  په دغه ایتمولوژۍ کې هر لغت   یا هره اصطلاح د لغت  یا اصطلاح د نږدیو قراینو له مخې تر څېړنې لاندې نېول کېږي کوم علمي اساس نه لري او هر څوک یې د خپل فکر له لحاظه تعبیروي .

د دودیزې ایتمولوژۍ اصطلاح د لومړي ځل له پاره یو الماني تاریخ لیکوونکي او کتابدار ارنست ویلیم فورستمان رواج کړه او په خپله یوه مقاله کې چې د ( المانۍ ژبې دودیزي ایتمولوژي )  نومېږي  دا اصطلاح وکاروله او په دغه برخه یې تفصیلي بحث وکړ .

سویسي ژبپوه فردیناند دو سوسور دودیزه ایتمولوژۍ تعریف په دې ډول سره کړی دی  :

 د نا اشنا لغتونو د تقریبي توضیح له پاره لومړنۍ هڅه ده ، او  یو لغت  پېژندنه د هغه څه سره پیوند ورکول کېږي چې نږدې قرینې سره ولري ،  او یا په بله وینا د یو لغت له پاره  ساده تفسیر موندلو ته دودیزه ایتمولوژي وايي .

دودیزه ایتمولوژي یوې ژبې پورې اړه نه لري بلکې د نړۍ په هره ژبه کې شتون  لري او په هره فرهنګي او ټولنیزه برخه کې څرګندیدلای شي. د  بیلګې په توګه که چیرې مونږ د کابل کلمه  د

دودیزي ایتمولوژۍ په  بڼه وڅېړو نو وایو چې کا بل یعنې کاه – پل یعنې د پروړو  څخه جوړ شوی پل . او یا هم د قندهار کلمه یعنې  قند – هار د قندو هار یا امیل ، چې دا ډول څېړنې او تعبیرونه هیڅ ډول علمي او اساسي تعبیر نه لري.

۲ : علمي ایتمولوژي 

دا هغه ډول ایتمولوژۍ ته ویل کېږي چې  بنسټ  یې په علمي مطالعاتو او ژبپوهنیزو څېړنو ولاړ وي ، په دا ډول ایتمولوژي کې  کلمې او مورفیمونه د علمي اساساتو سره سم څېړل کېږي لکه څرنګه چې ښاغلي سرور وکیلي په خپل کتاب پښتو پښویه کې د ګړو د ریښې او کورنۍ په اړه داسې ویلي:

    هره ګړه د خپلې کورنۍ څخه سرچینه اخلي او پر هغه بنسټ  یوه ګړه سره بېلېږي او پېژندل کېږي لکه : ګړه  د (ګړېدل ) څخه راځي او مصدري نوم دی په پارسي کې ورته سخن  او په عربي کې ورته کلام وایي او په انګلیسي کې هم د لنګویچ په نامه سره یادېږي .

ګړه ، ګړېدل ، ګړېده د یوې کورنۍ څخه دي ،چې مصدري بڼه یې ګړېدل دي چې ټول  نومان او صفتونه  ځني راووځي، ویینه یې ( ویل ) مصدر دی نور مصدري نومونه ترینه هم  راوتلای شي چې په عربي کې ورته بیان وایي او په پاړسي کې ورته سخن آوري وایي او په انګلیسي کې هم ورته سپیک وایي د ویل څخه ویینه ، وینګ ، ویونکی ، ویلي ، وینا ، ویناییز او دغسې نور راووځي چې دغه یې د کلمو ریښه ده.

ټولې ګړې د خپلې ریښې څخه اساس اخلي او ښکارېږي چې د  کومې کورنۍ څخه منشا اخلي په همدې بڼه یې مانا  موندل کېږي او په ویناو کې ترینه کار اخیستل کېږي . (۱۰،۱۲۴)

په پښتو ژبه کې د ایتمولوژيکي څېړنو اړتیاوې او شرایط : 

د پښتو ژبې او ادب په زړو او لرغونو متنونو کې کله کله داسې لغتونه او محاورې شته ، چې د لوستونکو له پاره یې د غښتي  تار د غوټو غوندې  ،  پرانیسته یو څه ربړې لري او کله کله داسې هم کېږي چې د پښتو ژبې هغه اصطلاحات چې په یوه ځانګړې لهجه او یا سیمه کې کارول کېږي د نورو سیمو وګړي پرې نه پوهېږي او یا یې په پوهېدلو کې ستونزه لري نو ددغو کثیرالمعانیو لغتونو د ریښو څېړنه هم داسې ساده او اسانه کار نه دی .

 له بده  مرغه چې پرپښتو ژبې له پخوا نه نېولی لا تراوسه ادبي ظلم شوی دی او هغه دا چې د پښتو ژبې

کوم لغت چې  لږ څه د عربي او پارسي ژبې لغت سره ورته والی ولري یا نږدې وي نو بې له هيڅ ډول څېړنو او تحقیق یې سمدلاسه د نورو ژبو پورې  تړلی دی خو مونږ دیته نه یو ځيرشوي چې پښتو ژبه تر پارسي ژبې ادباً لرغونې ده او همدا ژبه د اریایانو د مرکز ژبه وه . (۲،۴)

ایتمولوژیکي څېړنې د هرې ژبې تر څنګ په پښتو ژبه کې هم  په همدی پار ترسره کېږي څو خپل اصلي لغتونه د  مستعارو لغتونو څخه جوت  او څرګند کړي ، د خپلو لغتونو په تاریخي مسیر او لرغونتوب وپوهېږي او دا څرګنده کړلای شي چې  کوم لغتونه د تاریخي بهیر له مخې تر  نورو لغتونو لرغوني او پخواني دي ؟   په ژبه کې یې څومره اصلي او مستعار لغتونه  شتون لري ؟  مستعار وییونه

د کومو ژبو څخه راغلي او دغه راتګ یې  په مستقیمه یا غیر مستقیمه بڼه  دی ؟  ،  څومره لرغوني لغنتونه مو له ځان سره ساتلي ؟ څومره نوي لغتونه د اشتقاق له لارې رامنځته شوي دي ؟  مونږ دې او دیته ورته د پوښتنو ځوابونه   یوازې و یوازې د ایتمولوژیکي څېړنو له لارې موندلای شو.

دا خو یو څرګند حقیقت دی چې ایتمولوژیکي څېړنې د هرې ژبې اړتیا ده اوس دا چې دغه څېړنې  د کومو شرایطو په پام کې نیولو سره  ترسره کېږي او یو ایتمولوژیست کومو ټکو ته ډېره پاملرنه وکړي په لاندې کرښو کې به یې واضحه کړو.

  ۱ : کله چې یو ریښه پوه د یوې کلمې د اصل او ریښې د پیدا کولو له پاره اقدام کوي تر غږیزو اوفونیمیکي څېړنو مخکې اړتیا ده چې د هغې کلمې تاریخي مخیینه ، مانا او بېلابېلې بڼې ولټوي.

۲: د اړوندې کلمې ریښه باید په بېلابېلو کورنیو او ژبو کې ونه لټول شي باید د هرې ژبې لغت په خپلې اړوندې کورنۍ  کې تر څېړنې لاندې ونیسي د  بیلګې په توګه که چیرې  مونږ د پښتو ژبې یوه کلمه  تر څېړنې لاندې نیسو باید هغه کلمه په هندو ارو پايي ژبو کورنۍ ، لرغونې پښتو اوستا او سانسګریت کې تر بحث لاندې ونیسو .

۳: یو ریښه پوه او  ایتمولوژیست باید  د یو لغت په لټولو کې یوازې  و یوازې په قاموسونو او  فرهنګونو تکیه ونه کړي او ددې دواړو  منابعو تر څنګ دې نوموړي لغت د همغه ژبې په زړو متنونو  او نثرونو کې هم ولټوي. د بیلګې په توګه که چیرې مونږ د میرڅمن  یا دښن کلمو ریښې   لټوو نو باید دا کلمه د پټې خزانې ،  تذکرة الاولیا ، خیرالبیان ، مخزن الاسلام،  د خوشال خان خټک او داسې نورو شاعرانو په منظومو او منثورو اثارو کې ولټوو.

که چېرې یو ژبپوه په شکلي لحاظ ځينې کلمات سره ورته وبولي او د همدی ورته والي له مخې یې هم ریښه کلمې وبولي او د یوې  ژبې پورې یې اړوندې کړي نو دا څېړنه او قضاوت یې ناسم دی . د ریښوي قاموس او فرهنګ لیکلو له پاره تر ټولو غوره لاره داده چې ډله ییز کار وشي او که چېرې کوم کس یې په یوازې بڼه هم ترسره کوي نو اړینه بریښي چې په ژبپوهنه ، تاریخ پوهنه ،  ادب پوهنه ، ټولنپوهنه ، متن پوهنه ، نسخه پوهنه او داسې نورو کې د بشپړې مطالعې او پوهې خاوند وي .

۴ : یو ریښه پوه باید پر معیاري او اصلي متنونو سربېره د ژبو لغوي پانګه او لهجې هم وګوري او د یوه لغت ټول ډولونه او بېلابېلې بڼې په ټولو لهجو کې تر غور لاندې ونیسي  ، په لفظي او معنوي توپیرونو یې ځان پوه کړي ، مخیینه یې وڅېړي  او پر دې  وپوهېږي چې دا لغت څه ډول او له  کومې لارې دې

ژبې ته ننوتی  دی او څرنګه یې د نوموړي ژبې د  ګرامري قاعدو سره ځان برابر کړی دی .

۵: لکه څرنګه چې مو  دمخه یادونه وکړه یو ریښه پوه باید په لرغونو ژبو باندې هم وپوهېږي او  دژبو عامو فرهنګونو ته عامه و تامه توجه ولري او دا چاره هله ګټوره ده چې کله څېړونکی د یو پور شوي

او پردي لغت راننوتل او راتګ په خپله ژبه کې تر څېړنې لاندې ونیسي .

۶: په ریښه پېژندنه کې باید د یوې ژبې عام مکالمات ، نومونه ، ستاینومونه او داسې نور هر یو یو په خپله ډله کې جلا جلا تر څېړنې لامدې ونیسي .

۷ : که چېرې یو مستعار لغت تر څېړنې لاندې نیسو نو باید غږیز قواعد یې  په خورا جزییاتو سره د خپلې ژبې په مختلفو   دورو کې تر څېړنې لاندې ونیسو او د یو لغت هر اړخیز تحولاتو او بدلونونو څخه ځانونه خبر کړو .

۸ : ایتمولوژیست باید د یوې ژبې   په صرفي او اشتقاقي قوانینو پوه وي هسې نه چې هر روستاړی  د هرې کلمې پورې وتړي .

۹ : دا یوه سمه خبره ده چې  ایتمولوژي په  یوه ژبه کې د لغت  د تاریخ  پر تتبع او شواهدو ولاړه ده او همدا ډول په نږدې او لېرو کورنیو  او غیر کورنیو ژبو  تکیه لري نو یو ریښه پوه باید پوه شي چې یو لغت کله پیدا شوی ؟ ولی پیدا شوی ؟او  کومو  کومو ژبو ته ننوتی  دی او داسې نور .

۱۰: په ایتمولوژۍ کې تر هر څه دمخه د یو لغت غږیزو بدلونونو ته ارزښت ورکول کېږي ، نو یو ژبپوه باید  د غږیزو بدلونو په پوهېدلو کې د بشپړې پوهې او تجربې خاوند وي .

په ریښه پیژندنه کې کله کله داسې هم کېږي چې ځيني وخت  د تصادف له مخې هم ځیني کلمې سره د د دپښتونخوا  د کلمې سره ورته والی لري   putongaور ته وي د بیلګې په توګه د چینایې ژبې دغه کلمه

 او ظاهراً داسې معلومېږي چې د پښتونخوا کلمې ریښه همدې لغته پورې اړه ولري حال دا چې دا یو حقیقت نه دی ځکه دا کلمه په چینایي ژبه کې د معیاري ژبې په مانا استعمالېږي  او د ایتمولوژيکي په  لحاظ هم ځمکه  و اسمان توپير لري .

همدارنګه ځیني مونږ په ایتمولوژۍ کې  د داسې کلمو  سره هم  ځيني وخت مخامخ کېږي چې په اوسنیو محاورو کې نه استعمالېږي او له کاره لوېدلي دي  لکه د دوږخ کلمه چې اوس د دوزخ یا جهنم په  مانا استعمالېږي یا هم د شیخ اسعد سوري په قصیده کې د  زرغا   کلمه چې اوس د سمسورتیا او زرغونتیا په ماناوو استعمالېږي ددغې موضوع په اړه برنفریډ شلراټ وايي په اوستا او ویدا کې داسې ډير لغتونه او کلمات نشته چې اوس نه استعمالېږي .

ځیني وخت په ژبه کې داسې کلمات هم وینو چې د  لرغونې وخت نه نېولې ترننه په همغه پخوانۍ  مانا   کلمه چې اوس هم په پښتو ژبه کې د بښنې او دري ژبې بخشش په ماناوو کارول baxs   استعمالېږي لکه کېږي.

د ایتمولوژۍ میتود  

د هغو ژبو له پاره چې اوږد لیکل شوی   تاریخ لري میتولوژیستانو د ژبو په اړه د متنونو او نثرونو د څېړلو له مخې د ځينو نویو لغتونو ریښې څېړي او ددغه د ښه ترسره کولو له پاره د پرتلنې میتود څخه کار اخلي چې ددې میتود په مرسته ژبپوهان کولای شي چې په سیستماتیک ډول  دوه همریښه او مشترکې ژبو  د لغتونو تر منځ د مشترکې ریښې وڅېړي چې په پخوا وختونو کې د کلمو ریښه د وجه تسمیه  له لارو موندل کېدله چې یو څه کړکیچنه او ستونزمنه وه .

د ځینو تاریخي سیمو ایتمولوژي ( ریښه پېژندنه ) 

کابل 

د کابل تر ټولو پخوانی نوم کوبها دی  ، چې د لومړي ځل له پاره په ریګویدا کې راغلی دی ریګویدا د ویدونو ډیر مهم او  لومړنی  جز دی  . وایي چې په ریګویدا کې د هندوکش د جنوب د ځینو سیمو راغلي چې کوبها د کابل له پاره ، کرومو د کرمې له پاره ، ګوماني د ګوملې له پاره سواستو د سوات له پاره او داسې نور .

د ریګویدا د لیکلو زمانه غالباً ۴۵۰۰ ق .م  ده ځکه چې په ۲۵۰۰ نه تر ۳۰۰۰ ق ، م پورې  د ویدونو  زمانه وه ، تر کوبها وروسته د کابل نوم په زړو متنونو کې کابورا دی . د مدیترانې د بحیرې د غاړې یو جغرافیه لیکوونکی سترسبون ۲۰۰۰ کاله مخکی یو کتاب لیکلی چې په هغه کې هم د کابل نوم په کابورا باندې ثبت شوی دی ، د ژبپېژندنې  له مخې داسې معلومېږي چې  ل تر  ر وروستی دی  یعنې د کابورا وروسته  ددې سیمې نوم  کابل  غوره شوی دی .  (۳،۱۶۸) 

جلال آباد 

د ننګرهار مرکز دی  او په ۹۸۰ – ۹۹۰ ه .ق کلونو کې د کابل او شمالي هندوستان د پاچا جلال الدین اکبر مغل په حکم د کابل مستوفی خواجه شمس الدین خوافي جوړ کړی دی او پخوانیو آثارو کې د جوشاهي یا جوی شاهي په نوم یاد شوی دی ، لکه څرنګه چې د اکبر مغل وزیر په اکبرنامه کې د جوشاهي داسې یادونه شوې :

” تابوت میرزا هندال را در جوی شاهی به امانت سپرده بعد از چند گاهی به  کابل بردند .

د بابر مغل لور ګلبدن بیګم په همایون نامه کې چې په ۹۸۶ ه . ق تالیف  دی دغه ځای جوشاهی بولي :

جوشاهی خضر خواجه خان بود . همدارنګه همایون د اکبر په تذکره کې لیکلي :

بعد از دو روز همایون به دولت در قلعه جوشاهي فرود آمدند که حال او را جلال آباد ګویند . د پورتنیو څرګندونو څخه داسې ښکاري چې د ننګرهار پخوانی نوم جوشاهي دی .

ام البلاد ( بلخ ) 

بلخ  نه یوازې د افغانستان بلکې د منځنۍ اسیا او اریانا تر ټولو زوړ او پخوانې ښار دی او عربانو د همدغې زوړوالي له امله د ام البلاد یعنې د ښارونو مور بللی دی ، دلته د افغانستان ډیرې  زړې پاچاهۍ تېرې شوي دي چې یو له هغو څخه د یما یا د جمشید پاچاهي وه .

د بلخ د نامه په باب باید ووایم چې په ویدونو په تیره بیا ریګویدا کې چې د ویدونو تر ټولو زوړ  کتاب دی  ، د بلخ نوم د  بهلیکا په نامه ثبت دی او غالباً بلخ د بهلیکا په شکل ۴۰۰۰ نه تر  ۴۵۰۰  کاله پخوا په ریګویدا کې ذکر شوی تر دی موخذه وروسته د بلخ نوم د اوستا په  ذکر کې چې کله د  اریانا ویجه د ایالتونو په باره کې کوم یادښتونه راغلي دي په شپاړسو قبیلو کې د بخدي نوم هم یاد شوی دی، وروسته بیا دا کلمه په بخل هم بدله شوېده او د زمانو وروسته یې د د توري په ل اوښتی او په اخره کې د قلب صنعت په واسطه ددې کلمې څخه د بلخ نوم رامنځته شوی دی.

په زړو متنونو کې د بلخ سره د بامي د نوم ذکر هم راغلی دی ،  یعنې بلخ بامي . د بامي کلمه د ځینو روایاتو له مخې د ښایسته او ښکلي مانا لري او زیادترو عربانو دا کلمه د ښایست په مانا کارولې ده او بلخ الحسنا یې بللی  دی  . خو  د عبدالشکور رشاد څېړنو له مخې  د بامي کلمې اصلي مانا نوراني ده ځکه  دلته د بودیزم ډیر مهم اثار وو او  بوت پرستان به یې لېدلو ته راتلل ، بله دا چې په پښتو ژبه کې د یوې عشیرې نوم بامیزی دی ، د بامیزیو نیکه هم بامي نومېده چې دلته هم بامي د روښانه و نوراني مانا لري . همدارنګه د بلخ پخواني نوم بخدي په اړه هم داسې یو روایت شته  چې دا کلمه د بخدون د کلمې څخه اخیستل شوې او وروسته بیا بخدو ته اوښتي چې زمونږ د ژبې پښتو کلمه هم له دی څخه لرې نه بریښي ، یونانیانو هغه وخت چې ددې ځای په باره کې معلومات خپرول ددې له پاره چې په خپله ژبه کې یې د ش آواز نه لره  نو د ش آواز یې په ک باندې افاده کوو لکه: د پښت کلمه په یوناني اثارو کې پکت لیکل شوې د پکت د کلمې  ذکر هم غالباً په زړو هندي متنونو کې شوې چې اوس هم ځيني ختیځ پوهان  یا پښتو پوهان داسې فکر لري چې همدا ک  د ش آواز دی چې په لومړیو کې په زړو ژبو کې موجود وو خو د وخت په تېرېدو سره بیا ځینو ژبو له لاسه ورکړ لکه د دکن کلمه اوس په هندي کې د جنوب مانا لري چې پخوانی تلفظ یې دکشن وو دا چې اوس د ش آواز نشته نو ځکه یې دکن بولي نو دا ګمان کېږي چې ډ پکتو، پکتیکا او پکتیا اصل باید پښتو، پښتیانا آو پښتیا وي، رشاد صیب ددې بحث په اړه د لا  تفصیلي څېړنو ژمنه کړې وه خو له بده مرغه چې ژوند ورسره  یاري ونه کړه او ددې نظریې کره والی و ناکره والی هم ثابته نه شو. (۳،۳)

بدخشان 

 دغه کلمه د دوو مورفیمونو څخه جوړه شوې کلمه ده ، یو “بدخش” او بل  “ان” .  ان جز یې معلوم چې د ځای په مانا دی لکه د بامیانو په کلمه کې  هم  د ځای مانا ورکوي .

 بدخش کله  کله په ځینو اثارو کې یوازې بدخش د بدخشان په مانا راغلی او کوم کس چې ددې سیمې څخه وي نو بدخشانی یې بولي د پاڼیڼي په اشت ادهیایي کې ددغه ځای نوم دوه یکیش پاڼه ده ، دوه یکیش برخه یې  د بدخش د کلمې پخوانی شکل دی چې غالباً اول به په بدکش، بدخش او وروسته  له هغه د بدخشان په  بڼه څرګند شوی وي.

او لغوي مانا یې هم کیدای  شي د لاجوردو او یا داسې نورو قیمتي ډبرو د ځای په مانا وي. (۳،۲۵)

بغلان 

د بغلان د کلمې ریښه بګ ده چې بګ اوس  هم په انګلیسي ژبه کې د لوی په مانا ده . په روسي  ژبه کې بوګ خدای  ته وایي او په هندي ژبه کې بګوان خدای ته وایي همدارنګه په فغفور، بګپور او بغپور کې هم دا ریښه موجوده ده.

په زړو  متنونو کې په ځانګړی ډول د سرخ کوتل په کتیبه کې ددې ښار نوم د بګولانګ په نوم  لیکل شوې ، د بغلان د کلمې لومړۍ برخه د خدای او حکمران مانا لري او  دوهمه برخه یې غالباً باید د ظرفیت مانا ولري. د سرخ کوتل په کتیبه کې ددې کلمې شتون ښیي چې تقریباً ۱۸۰۰ کاله پخوا دغه نوم موجود وو . (۳،۳۵)

فراه 

که چیرې مونږ په زړو متنونو او اثارو کې د  فراه نوم ولټوو دا به راڅرګنده شي چې په زړو اثارو کې د لومړي ځل له پاره د ابن حوقل په  اثارو کې لېدل شوې ، ابن حوقل دوه کتابونه لیکلي دي  چې  لومړی یې “صورت العرب ” او دوهم اثر یې د “المسالک و الممالک ”  نومېږي، د دې اثارو سربېره یو بل کس چې د فراه د نوم یادونه یې په  خپل  کتاب المسالک و الممالک  کې کړې هغه اسطخري دی ، چې د نوم تر څنګ یې دا هم ويلي چې په فراه کې خرما ډیرې کېږي  ددغو روایاتو سربېره د فراه د نوم په اده یو داسې روایت هم شته چې  په اوستا کې د فراداتا نوم  زمونږ ننۍ فراه ته اطلاق کېږي . (۳،۱۵۹)

پنجشیر 

کومه  سیمه چې مونږ اوس د پنجشیر په  نامه پېژنو په زړو متنونو کې د پنجهېر په نامه یاد شوی دی .

پنج د  پنځو په مانا ده او هېر هم د درې مانا لري یعنې  پنځه درې، ابن بطوطه چې تقریباً اوو سوه کاله مخکې په دغه لار تېر شوی وو  لیکي چې مونږ د اندراب له لارې پنجهېر ته ورسېدو او هلته په یوه لنګر کې د یوه سړي له طرفه میلمانه شو، هغه زمونږ ډير عزت وکړ او وروسته بیا د پنجهېر درې ته ننوتو.

 د پنجهېر د کلمې  ریښه که چېرې په عربي  متنونو کې ولېدل شي نو هلته هم د خمسه جبال په نامه راغلی همدارنګه ابوریحان البیروني زر کاله  دمخه هم په خپل اثارو کې د پنجهېر  نامه سره ‌ذکر کړی دی . (۳،۲۵)

غزني 

په ۱۴۱۶ ع کال دمخه یو چیني سیاح چې هیوان څانګ نومېده له چین څخه  د هندوستان په سفر له افغانستان څخه تیرشوی دی څوارلس کاله یې په هندوستان کې تیر کړي او د بودایي دین په برخه کې یې خپلې څېړنې بشپړې کړي  دي  او وروسته بیا په ۴۴ ه . ق    د افغانستان له لارې بیرته  چین ته

ګرځېدلی دی نوموړي  د غزني ذکر په چیني تلفظ هوسینه لیکي چې چینایان عموماً د غ تورې په ه باندې وایي  نو ځکه  ده هم په همدی بڼه هوسینه لیکلی.

غزني – غزنین – غزنه  په صورتونو کې ددې کلمې تلفظ راغلی دی حتی ځیني کسان وایي چې کله کله دا کلمه د ګزنه په بڼه هم په پخوانیو متنونو کې شته چې کېدای شي دغه ګزنه  لومړی په غزنه او وروسته بیا په غزني اوښتي وي  لکه د ګر کلمه  چې د وخت په تېرېدلو په غر باندې واووښته.  (۳،۱۴۲)

همدارنګه  ددې سربېره که چېرې زمونږ د زیادترو ولایتونو او تاریخي سیمو ریښې په پخوانیو متنونو او زړو روایاتو کې  وڅېړل شي  نو دا  به  د  هر لوستونکي سره د خپل هېواد د تاریخ په پېژندنه کې خورا مرسته وکړي.

په ایتمولوژۍ کې مونږ د ځینو داسې کلماتو سره هم مخامخ کېږو چې د پخوا نه رانېولې تراوسه یې هیڅ ډول تغییر نه دی کړی او په هر حال  کې ثابته پاتې شوی دی چې د بیلګې په توګه د کابل د ده افغانانو سیمه یادولای شو.

ده افغانان د کابل  هغه سیمه ده چې د لومړي ځل له پاره یې یادونه  ابن بطوطه په رحلة البطوطة کې کړې چې بشپړ نوم یې (تحفم النظار في تخریب الانصار و عجایب السفار ) دی ، دا کتاب د ابن بطوطه له خوا چې اصلي نوم یې ابو عبدالله محمد  دی په ۷۵۶ق.م کې  لیکل  شوی، اوس له هغه څخه تقریباً ۶۷۰ کاله کېږي ، نوموړي په خپل ژوند کې نهه ویشت سفرونه کړي  وو او په دغه کتاب کې یې د خپلو ټولو سفرونو حالات او د پخوانیو سیمو نومونه خوندي کړي دي، د ده سړي د زوکړې دقیقه  نيټه او ځای نه دې معلوم خو د ځینو روایاتو له مخې هغه د اروپا په جنوب غرب کې چې اوس ورته هسپانیه وايي اوسېده.

د ځینو اشتقاق شویو کلمو او لغتونو ربښې په لاندې چوکاټ کې وګورئ:

پایله

ایتمولوژي د تاریخي ژبپوهنې یوه څانګه  ده چې په هغې کې د یوې ژبې د کلمو او لغتونو ریښې تر څېړنې او بحث لاندې نېول کېږي ، ایتمولوژیکي څېړنې د ژبې د پرمختګ لامل کېږي او مونږ کولای شو چې ددې لارې د بېلابېلو  لغتونو لغوي زیرمې په خپله ژبه کې وموندو، او  خپل مستعار او اصلي لغتونه سره بېل او جوت کړو، ایتمولوژیکي څېړنې یوازې د پښتو ژبې نه بلکې د هرې ژبې اړتیا او ضرورت دی خو ددې  څېړنو ترسره کول   داسې اسانه او ساده کار نه دی ،  ځانته ځانګړی قوانین او  معیارونه لري او لوړې پوهې ته اړتیا لري  .

په شرق کې  لومړي  ځل  دا پوهه د عربو ایجاد دی ،  او عربان  هغه خلک وو چې د  لومړي ځل له  پاره یې  ددغې علم په برخه کې څېړنې وکړې او کتابونه یې  پرې ولیکل ،  چې د بیلګې په توګه د ابي علي محمد بن المشیر (الاسما اشتقاق ) یادولای شو وروسته له دې بیا نورو څېړونکو هم په دغه برخه کې په پراخه ډول لیکنې او څېړنې وکړې .پخوا وختونو کې ایتمولوژیکي څېړنې د وجه تسمیې له لارې کېدلې، چې دا کار یو څه ستونزمن وو  خو نن سبا دا  څېړنه د اشتقاق شویو کلمو له مخې سر ته رسېږي، یعنې ایتمولوژیستان  یوه ځانګړې کلمه په بېلابېلو قاموسونو ، فرهنګونو ، لرغوني  منظوم او منثورو متنونو کې تر  هر اړخېزې څېړنې  لاندې نېسي او وروسته یې تاریخي قدامت  رابرسېره کېږي  .

 د ایتمولوژي د ډولونو په اړه باید دومره ووایم چې  په هره ژبه کې مونږ دوه ډوله ایتمولوژي لرو چې د علمي او دودیزې ایتمولوژیو په نامه یادېږي ، دودیزه ایتمولوژي د وګړو نظریاتو پورې  اړه لري او هیڅ ډول علمي اساس نه لري خو علمي ایتمولوژي بیا  سر تر پایه په علمي څېړنو او اساساتو ولاړه ده.

د هرې  ژبې تر څنګ پښتو ژبه کې هم د ایتمولوژیکي څېړنو اړتیا لېدل کېږي ځکه مونږ هم  حق لرو چې په دې وپوهېږو چې  زمونږ اصلي او ځانګړي لغتونه کوم دي او د بېلابېلو ژبو  مستعار وییونه له کومو لارو او منابعو په مرسته زمونږ ژبې ته ننوتي دي، همدارنګه ددې څېړنو  په مرسته کولای شو په دې  هم وپوهېږو چې  زمونږ د تاریخي سیمو لغتونه او وییونه څو زره کلن  تاریخ لري او پخواني نومونه یې څه دي. دا څېړنه  زیادتره  د کثیرالمعانیو لغتنونو د ریښو د پلټلو په پار ترسره کېږي .

 کومو داخلي او خارجي  پوهانو چې تر ننه پورې د پښتو ژبې په اړه ایتمولوژیکي څېړنې کړي دي نو  زیادتره په دې آند دي چې د هرې  ژبې تر څنګ  باید  پښتو ژبه  هم ځانته یو ایتمولوژیکي قاموس ولري ،  او ددغه قاموس لیکلو له پاره باید د بشپړ  غور او دقت څخه کار واخېستل شي  ځکه دا په هره ژبه کې ډېره مهمه  او اړینه ده. همدارنګه د ريښوي قاموس د لیکلو له پاره بهتره ده چې  ډله ییز کار وشي  خو  بیا هم که چېرې  کوم څوک غواړي  په یوه ژبه کې په انفرادي ډول یو ریښوي  قاموس ولیکي نو  نوموړی  باید په ټولو ګرامري قواعدو برلاسی وي  ، نو زه هم د خپلې مقالې په پای کې  په دغه برخه کې د لا پرمختګونو او څېړنو هیله منده یم ځکه  همدا لغتونه دي چې  ژبه یې رامنځته کړې او همدا ژبه ده  چې مونږ پرې پېژندل کېږو.

وړاندیزونه

 لکه څرنګه چې  مو دمخه یادونه وکړه چې  هره ژبه د خپل پرمختګ له پاره ایتمولوژیکي څېړنو ته اړتیا لري او په هره ژبه کې د ایتمولوژیکي قاموس شتون ته یوه ستره اړتیا لېدل کېږي نوپه همدې دلیل  زه هم د خپلو ټولو درنو او معززو معاصرو ژبپوهانو څخه هیله لرم چې د یو ریښوې قاموس د لیکلو له پاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

اخځلیکونه

۱:  بدر ، صدیق الله ، (۱۳۹۸ل)، د لارې نښې ، کابل : ارګ .

۲ : رښتین ، صدیق الله ، (۱۳۸۳ل) ،  اشتقاقونه و ترکیبونه ، کابل : پښتو ټولنه .

۳ : رشاد ، عبدالشکور ، (۱۳۸۴ل) ، د سیمو تاریخي جغرافیه ، میوند کلتوري ټولنه .

۴ : رشاد ، عبدالشکور ، ( ۱۳۸۷ل) ، لغوي څېړنه ،  کندهار : علامه رشاد اکاډمي .

۵ : غوربندي ،  میرا جان ، (۱۳۹۸ل) ، لکسیکالوژي ( لغت پوهنه ) کابل : نویسا خپرندویه ټولنه .

۶ :غوربندي ، میرا جان ، (۱۳۹۴ل) ، لکسیکالوژي ( لغت پوهنه ) کابل : نامي خپرندویه ټولنه .

۷ : مومند ، محمد ګل ، (۱۳‍۱۷ل) ، پښتو ژبې لیار  ، لاهور .

۸ : نیازی ، رفیع الله ، (۱۳۹۵ل) ، د عمومي ژبپوهنې مساییل ، ختیځ ادبي بهیر .

۹ :وکیلي ، محمد سرور ، (۱۳۸۷ل) ، د پښتو ژبښود ( پښتو ګرامر )

 ۱۰: هاشمي ، سید محي الدین ، (۱۳۸۷ل)، د پښتو ژبې لنډ ګرامر ،الازهر خپرندویه ټولنه

(Visited 63 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.