The news is by your side.

پۀ پښتو ژبه کې د تعجب يا حیرانتيا نومځري

ليکوال : تمهيد سيلانی

0
پۀ دې ليکنه کې پر دوو موضوعاتو بحث شوی دی. لومړی : نومځری څۀ ډول ژبنی توکی دی؟ ( نوم دی کۀ کلمه ؟ ) دويم: پۀ پښتو ژبه کې د حيرانتيا يا تعجب نومځري کوم دي.
مخکې لۀ دې چې د نومځري بحث پیل کړم، غواړم د نومځري پر پېژندنې لږ څۀ تم شم. د ښوونځي لۀ پېره را نيولې تر پوهنتونه، د نومځري پۀ هکله يوازې همدا پېژندنه را تر سترګو شوې، هغه داچې نومځری هغه کلمه يا نوم دی چې پۀ جمله کې د نوم لۀ تکرار څخه مخنيوی کوي. د نومځري دا پېژندنه لکه زموږ د جوماتونو پنج ګنج ( پنج کتاب ) پرته لۀ ګتې او سمې معنا تر ننه تيوريکي او پۀ پټو سترګو د زده کړيالانو لۀ خوا زده کيږي.  ډېری ليکوال يې د کلام توکي ګڼي. ريښتين صاحب يې ځکه د کلام توکي ګڼي، چې د هغۀ ټول ليکل شوی ګرامر د عربي ژبې پۀ تقليد د ژباړې پۀ بڼه پۀ پښتو ژبه تحميل شوی دی. دهغۀ ليکل شوی اثر د وخت مطابق يوه ژبنۍ هڅه او پيل ګڼلی شو، ليکن د پښتو ژبې ګرامر یې نشو بللی.
 عربي ژبپوهان هم نومځری د کلام توکی ګڼي. د کابل پوهنتون استاد، پوهاند خويشکی هم د څيز نوم، پرځای ناستي او د کلام پر توکي د نومځري لۀ پېژندنې ځان خلاصوي. زيار صاحب پۀ لږ څه توپير ورته نظر لري. دامنم چې نومځری د کلام توکی دی، ليکن دا ډېره پخوانۍ خبره ده او د نومځري پېژندنه پر دې نه خلاصه کيږي. ځکۀ: لۀ توري  رانيولې تر جملې پورې د کلام توکي ګڼل کيږي.  د پېژندنې بله برخه يې داده، چې د نوم ځای ناستی وي او لۀ تکرار څخه يې مخنيوی کوي. د لومړۍ برخې پۀ ځواب کې بايد ووايم چې نومځری تل د نوم ځای ناستي نه کوي، بلکې ځينې وخت د نوم ځای ناستي کوي. لکه : شفيق کرونا ناروغۍ نيولی. هغه لا تنکی ځوان دی. خو دا چاره پۀ ټولو نومځرو کې نه پلي کيږي او تل د ځايناستي کار نه ترسره کوي.لکه: احمد څنګه دی؟…  پۀ دغه جمله کې بيا د پوښتنې لۀ پاره کارول کيږي او پۀ پورتني تعريف د بطلان کرښه را اوباسي. خبر د تکرار شوه، دا کار هم  کله نا کله پېښيږي، ډېری داسې پېښيږي چې نومځری نه د نوم ځای ناستی وي، نه هم د تکرار مخنيوونکی وي او نه هم استازيتوب يې کوي. لکه : څه  کوې؟ هغه احمد دی؟ دې ته ورته ډېرې بېلګې شته…
پۀ ټوليزه توګه د نړۍ پۀ ټولو ژبو کې د بڼې لۀ مخې نومځري دوه ډولونه لري، خپلواک يا منفصل او ناخپلواک يا متصل. پۀ لومړيو کې ژبپوهانو دا انګېرلۀ چې يوازې خپلواک نومځري پۀ ژبه کې رغنده او کارېدونکي نومځري دي او بنسټيز رول لوبوي، برعکس متصل نومځري فرعي او رغنده رول نه شي لوبولی. خو د ژبپوهانو وروستئ څېړونو دا پۀ ډاګه کړه چې پۀ ټولو ژبو کې دا قاعده د پلي کېدو وړ نه ده، بلکې پۀ ځينو ژبو کې منفصل يا خپلواک نومځري يوازې د تاکيد او تقابل لۀپاره کارول کيږي، خو برعکس متصل نومځري رغنده او جوړښتیزې بڼې لري.
 يادې موضو ته مې ځکۀ نغوته وکړه چې د نومځرو پۀ پېژندنه کې د ابهام ټکی د لوستونکو لۀذهنه لرې شي. اوس راځو خپلې اصلي موضوع ته؛ ځينو ژبپوهانو د عربي ژبپوهانو پۀ تقليد نومځری جلا ويی ( کلمه ) ګڼلې. ځينې يې د کناياتو يوه برخه ګڼي. او ځينو نورو بيا د نوم يوه برخه ګڼلې. اوس څنګه کولی د نوم او نومځري اړيکې او بېلتون سره پۀ ډاګه کړو. زۀ نومځری مطلق نوم يا اسم نه ګنم او نه ورته کلمه وايم همدارنګه نه يې خپواک نحوي واحد ګنم. بلکې يوازې خپلواک نومځري خپلواک ژبني توګي ګنم.
 زۀ نومځری د نوم يوه برخه ګڼم، چې پۀ ټولۀکې د نوم استازيتوب نشي کولی. کلمه يې ځکۀ نه ګڼم چې د نومځري سرچينه او مرجع نوم دی نه کلمه، کلۀچې موږ نومځری د نوم پر ځای کاروو نو، سرچينه يې نوم وي. لکۀ : هغۀ نن ښوونځي ته نشي راتلی. کۀ چېرې دغه جملې ته ځير شو، نو د (( هغه )) مرجع يا سرچينه (( نوم )) دی. هغه پۀ دې معنا چې يا به احمد وي يا محمود يا کوم بل نوم. ليکن کلمه نشي کېدای بايد يو نوم  وي، ترڅو نومځری يې استازيتوب وکړي. اوس راځو د نوم او نومځري موضوع ته، موږ نومځری ځکه نوم نشو ګڼلی، چې نه نوم د نومځري ټولې ځانګړنې خپلولی شي او نه هم نومځری د نوم ټولې ځانګړنې خپلوي. خو چې کله د نومځري مرجع نوم وي،نو نومځری د نوم يوه برخه ګڼلی شو او بنسټير توپير يې پۀ دې کې دی، چې نوم د شخص لۀ پاره نه ګردانیږي او ګردانېدونکې قاعده نه لري او يوازې درېيم شخص نوموي،مګر نومځری د شخص لۀپاره ګردانيږي او د لومړي، دويم او درېيم شخص د نومولو ترڅنګ، نومونو ته نغوته هم کوي. چې دا ځانګړنې د نوم پۀ وجود کې نه تر سترګو کيږي. موږ پۀ ډېر ساده بڼه او تخنيک د نوم او نومځري توپير کولی شو. هغه داچې موږ کله نومځری او نوم سره پېژنو، نو نوم ته د (( ښکاره نوم )) او نومځري ته همدا نومځری نو ورکو. اوس يې توپير داسې کولی شو. ښکاره نوم نه ګردانيږي يا نه صرفيږي. لکه : باغ، کور، ميز… مګر نومځری ګردانيږي. لکۀ : هغۀ،هغۀ، هغې، هغوی … د ښکاره نوم مرجع يا سرچينه د هماغه نومول شوي څيز يا کلمې تاريخي ريښې پورې اړه لري، مګر د نومځري مرجع نوم دی. نو اوس ويلی شو چې نومځری دنوم يوه برخه ده، بلکې نوم يې نشو ګڼلی. د بحث پۀ پای کې پۀ ټوليزه توګه نومځری داسې تعریفولی شو: نومځری د نوم يوه برخه ده، چې د نوم پۀ  نه شتون کې د هغۀ ځينې چارې پر مخ وړي او ځانته جلا دندې لري.
تعجبي يا د حيرانتيا نومځري
موږ پۀ ورځنۍ محاوره کې داسې ژبني توکي لرو چې په يوازې توګه کومه معنا نه ورکوي، خو کله چې د غونډلې يوه برخه وګرځي، نو د لوستونکو پۀ ذهنونو کې د حيرانتيا معنا يا احساس وړاندې کوي. دا توکي لاهم زموږ پۀ ژبه کې بې نومه او بې معنا توکي ګڼل کيږي، خو پۀ حقيقت کې داسې نۀ دی. دا توکي د ژبې او ژبپوهنې يوه برخه ده او خپل کارنده ځايونو کې فوق العاده خپل دريځ لري. زموږ ليکوالو؛ د زيار صاحب پۀ ګډون دغه توګي د حيرانوونکو غوڼدولو پۀ برخه کې مدغموي او داسې انګيري چې ګواکې دا د حيرانتيا غونډلۀده، خو زۀ وايم، نه دا هماغه نومځري دي، چې غونډولو ته د حيرانتيا احساس ورکوي. لکه : (( واو، وه، څه، څومره، به ( به به )، اووو او داسې نور)). دا ژبني توکي پۀ حقيقت کې د حيرانتيا نومځري دي. کله چې پۀ جملو کې و کارول شي، نو د حيرانتيا پيغام وړاندې کوي. لکه :
واو! باران وریږي. کۀ چېرې دغۀ جملې ته ځير شو، نو (( واو )) حقيقت کې د حيرانتيا نومځری دی. خو زموږ پۀ ژبه کې دا برخه لا پټه او بې نومه پاتې ده. دا نومځري زموږ د هېواد پۀ یوې بلې رسمي ژبې ( دري ) کې هم شته او کارول کيږي. ددې ترڅنګ په انګريزي او نورو ژبو کې هم ترسترګو کيږي.
وه! خوندور خواړه دي . پۀ دغۀ جملۀکې هم (( وه )) د حيرانتيا نومځری دی. چې ټوله غوڼدله په خپل دريځ را څرخوي او د حيرانتيا بڼه ورته ورکوي.
څه ښکلې هوا ده!.  پۀ دغۀ جمله کې (( څه )) د پوښتنیز نومځري دنده نه تر سره کوي، بلکې د حيرانتيا پيغام وړاندې کوي. نو موږ يې د حيرانتيا نومځری ګڼلی شو.
څومره ښکلی بڼ دی! دلته هم (( څومره )) د حيرانيتا پيغام وړاندې کوي او د پوښتنيز نومځري پرځای ورته د حيرانتيا نوم ورکو.
به به ! څومره خواږه دي.
اووو! څومره ښکلې منظره ده .
دا نومځري پۀ نورو ژبو( انګليسي، الماني، فرانسوي، ترکي… او نورو) کې هم تر سترګو کيږي،لکه: ( wow،hey، what… )
اخذ ليکونه :
 زيار، مجاوراحمد. پښتو پښويه…
 رښتين، صديق الله. پښتو ګرامر او ژبښودنه
 خويشکی، محمد صابر. پښتو معاصرګرامر
 دستور مفصل امروز، دکتور حسرو فرشید ورد
 دستور زبان فارسی، حسن احمدی ګيوی
 درستور زبان فارسی جلد اول، دوهم او سوم. دکتر تقی وحیديان کاميار و غلام مرضا عمرانی
(Visited 32 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.