The news is by your side.

ژبه د ارزښتونو نظام

اجمل ښکلی

0

Structure ته موږ په پښتو کې د جوړښت کلمه کاروو. جوړښت موږ  ظاهري چوکاټ ته وايو، چې په سترګو يې وينو؛ خو Structure په سټرکچرليزم کې دروني نظام ته وايي، چې د ژبې او ادب په تل کې پټ وي، ځکه نو په پښتو کې ورته دقيقه اصطلاح رغښت دى، چې د پټ ترکيب او نظام مانا لري.

سوسور ژبه د ارزښتونو نظام بولي. پر رغښتواله د پوهېدو لپاره اړىنه ده، چې لومړى په نولسمه پېړۍ کې د علومو پر پاراډايم پوه شو.

په نولسمه پېړۍ کې د ژبې د څېړنې مهمه وسيله تاريخي ژبپوهنه وه. تاريخي ژبپوهنه د داروين د ارتقا پر فکر ولاړه وه. داروين نظر درلوده چې ټولو حيواناتو د لکونو کالو په اوږدو کې بيالوژيکي بدلون کړى، دا داروين د نظريې پر بنسټ دا نظر وړاندې شو، چې ژبې هم بدلون او پر دې بنسټ ارتقا کړي.

په نولسمه پېړۍ کې دا فکر موجود و، چې پر يوه ژبه د پوهېدو يوازنۍ لار دا ده، چې د هغې ژبې پر غږيز، شکلي، مانيز او ګرامري بدلون پوه شو. فرديناند دو سوسور هم د تاريخي ژبپوهنې سويسى عالم و، چې په پوهنتون کې يې د هندو اروپايي ژبو پر تاريخ څېړنه او تدريس کاوه.

فرديناند دو سوسور د شلمې پېړۍ په سر کې خپلو محصلانو ته د عمومي ژبپوهنې په چوکاټ کې ځينې لکچرونه ورکړل. دا لکچرونه د ده محصلانو د ده تر مرګ درې کاله وروسته په ١٩١٦ کې د ”عمومي ژبې کورس” په نامه د اثر په بڼه خپاره کړل.

په دې اثر کې سوسور خپله نوې ژبپوهنيزه نظريه وړاندې کړه، چې وروسته يې په ژبپوهنو او د علم په نورو څانګو کې مهم تحول ته لار پرانيسته.

دا نوې نظريه د تاريخي ژبپوهنې پرخلاف يو انټي تيسس و. سوسور د تاريخي ژبپوهنې نيمګړتياوو ته متوجه شوى او دې نيمګړتىاوو دا امکان جوړ کړ، چې سوسور يې پر خلاف يوه نوې نظريه ورغوي.

سوسور وايي، چې ژبه په هر مهال کې د پوهاوي راپوهاوي دنده بشپړه ترسره کولاى شي او د دې دندې د ترسراينې لپاره تاريخ ته اړتيا نه لرو، مثلا: موږ او تاسو چې خبرې کوو، د ډېرو کلمو پر شکلي و مانيز تحول نه پوهېږو؛ خو بيا هم که څوک راته ووايي، کتاب پر مېز پروت دى، پياله دې له چاى ډکه کړه او دېوال سره ناست يم، پرې پوهېږو. اوس که د بېلګې په توګه د ديوال کلمې تاريخي تحول ته ځير شو؛ نو په فارسي کې ديوار دى، چې ”وار” روستاړى دى او ”ديو” اصل کلمه ده. ديو يو افسانوى مخلوق دى، چې په لرغوني ارياني کلچر کې يو مثبت کرکټر و. اوس هم په هندي اريايانو کې د دېو نومونه شته او يو مثبت څيز دى؛ خو د تاريخ په استناد کله چې زردشتي دين راغى؛ نو هغه خلک چې دا ديني او عقيدي تحول يې نه مانه ديوان وبلل شول، چې د اهريمنې لښکرې وې، چې د خداى پرستانو پر ځمکو يې بريدونه کول او هغوى ته يې زيان رساوه. په دې کې يو ديو ضحاک و، چې په اوېستايي متونو او شاهنامه کې راغلى. مورخان دا د ضحاک د سهاک يوه معربه بڼه بولي، چې د ساکانو يو مشر و او په باميانو کې يې يو ښار اوس هم په نوم شته. په دې توګه، ديوار هغه حصار ته وويل شو، چې د ديوانو مخنيوى کوي. په پښتو کې د لېوه کلمه له دېو سره اړيکه لري او لېونى هغه کس دى، چې په مغزو کې يې دېو ناست وي. موږ او تاسو د دېوال، لېوه او لېوني کلمو له تاريخي تحول سره اشنايي نه لرو؛ خو بيا هم ترې سمه استفاده کوو او که په تاريخ پسې يې لاړ شو، ممکن لار غلطه کړو، ځکه وايي، چې تاريخي ژبپوهنه يوازې دا نه چې له موږ سره د ژبې په پېژندلو کې مرسته نه کوي، بلکې مزاحمت راته کوي.

سوسور وايي، چې ژبه د توپيرونو يو نظام دى. تقابل هم د دې توپيرونو يو ډول دى. نوموړى د ژبې د تقابل له طبيعي ځانګړنې نه په خپله تيوري کې استفاده کوي او ژبپوهنه په دوه ډوله وېشي: يو؛ Diachronic يا څو مهالي يعنې تاريخي ژبپوهنه. دوه؛ Synchronic يا يو مهالي يعنې توصيفي يا تشريحي ژبپوهنه.  لومړى ډول د ژبې په بدلون او دويم ډول يې په يوه ټاکلي مهال کې پر قواعدو بحث کوي. دويم ډول يې توصيفي يا تشريحي ژبپوهنه ده، چې د سوسور د رغښتي ليدتوګې زېږنده ده او موږ او تاسو ترې د پښتو د دروني رغښت لپاره استفاده کوو او فکر کوو، چې د ژبې د څېړنې او د ژبې پر نظام د پوهېدو لپاره همدا يوازنۍ لار ده.

د رغښتي تصور پر خلاف د ژبې پر ټولو نه؛ پر ځينو مبهمو اړخونو او قواعدو د پوهېدو لپاره له تاريخي ژبپوهنې نه استفاده کولاى شو.

سوسور ژبه هم دوه ډوله بولي، يوې ته لانګ او بلې ته پارول وايي. لانګ هغه بالقوه عمومي قاعده منه ژبه چې د يوې ژبې د ويونکي په ذهن کې موجوده وي او پر بنسټ يې يو ويناوال خبرې کوي او څرنګه چې مخاطب هم په خپل ذهن کې لانګ لري؛ د ويناوال په خبرو پوهېږي. خبرو يا فردي بالفعل وينا يې بيا پارول ده، چې د لانګ پر بنسټ رامنځته کېږي. سوسور لانګ اصل او وينا فرعه ګڼي. لانګ يو پټ سيستم دى؛ خو خبرې چې فرديت پکې ښکېل وي او ممکن يوه کلمه يا ان يو غږ د يوې جملې کار ترسره کړي، تنوع لري: نو د سوسور په اند تر څېړنې لاندې نه راځي، ځکه چې سيستميکه نه ده او علم يا معرفت سيستماتيک وي، چې په لانګ کې دا ځانګړنه شته ده؛ خو د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د وينا ژبپوهنې او ډسکورس شننې وښوده، چې وينا هم يو نظام لري.

سوسور وايي، چې کلمې په لانګ کې له يو بل سره د توپير اړيکه لري او د دې اړيکې پر بنسټ يوه کلمه مانا لري او دا توپير يو نظام جوړوي. نوموړى د کلمو په سطحه پر ژبه غږېږي. نحوه پر رغښتي توصيفي ژبپوهنه وروسته ورزياته شوې ده؛ خو په رغښتي نحوه کې هم ډېره تکيه پر کلمو وي او کلمې د جملې اۤر ټوکونه بلل کېږي، چې په جملو کې له نورو کلمو سره د سينتاګم په محور کې مانا لري. په دې ډول د جملو د کلي مانا پر ځاى  د جملو مانا پر کلمو ولاړه ګڼل کېږي. د يوه واحد په توګه پر جمله چامسکي له خپلې زېږندې اوړوني زاويې نه خبرې وکړې.

کلمې نښي دي او د سوسور په اند، ژبه د نښو يو نظام دى او ژبپوهنه د نښپوهنې يوه څانګه ده. نښه دوه برخې لري، يوه دال او بله مدلول. د سوسور په اند، نښه د يوې پاڼې غوندې ده، چې يو مخ يې دال او بل يې مدلول دى. د دې مطلب دا و، چې دا له يو بل څخه نه بېلېږي. د نښو په بحث کې د درې اصطلاحاتو توپير پکار دى. يو دال چې د کلمې تلفظ دى، دويم مدلول، چې د يوه څيز مفهوم يا ذهني تصوير دى او درېيم مصداق چې واقعي څيز دى. په دې ډول موږ د سوسور د نظريې ژورو ته ښکته کېداى شو. د کلمو په اړه يو تصور دا دى، چې شيانو يا مصداقونو ته کتل شوي، بيا نومول شوي، چې د نومولو نظريه ورته وايي؛ خو سوسور د مدلول او مصداق توپير ښيي، چې ژبه يو خپلواک نظام دى، چې په مصداقونو يا واقعي نظام تکيه نه کوي. يعنې دال مستقيما پر مصداق دلالت نه کوي او نه پر مصداق ولاړ دى، بلکې دال پر مدلول دلالت کوي او داسې دال د مدلول په لار تېرېږي او په نامستقيمه توګه مصداق ته اشاره کوي. په ژبه کې داسې مفاهيم هم کم نه دي، چې مصدق نه لري، لکه کرکه، باور او داسې نور مفاهيم. د مدلول ځاى زموږ ذهن دى. يعنې مدلول يو انتزاعي مفهوم دى، چې بېلابېل ارزښتي ټوکونه لري. پايله دا چې په ژبه کې موجود قلم دقيقا هغه قلم نه دى، چې په طبيعت کې موجود دى؛ نو د ژبې او طبيعت اړيکه ٢=٢  نه ده، ځکه واقعي ونه له ژبنۍ ونې مختلفه ده. ژبنۍ ونه د استعاري اصطلاحي کارونې، د بشر د تجربو او روايتونو او په ټوله کې د کلچر پر بنسټ پر يوه ارزښتي مفهومي حوزه اوښتې ده. مثلا: قلم په ژبه کې د علم،ځواک، چالاکۍ او نورې ماناوې لري، چې په مصداق کې نشته.

د سوسور همماله د نښپوهنې امريکايي عالم چارلز پيرس نښې په درو ډولونو ووېشلې، يو هغه نښې دي، چې د دال او مدلول ترمنځ يې د ورته والي اړيکه موجوده وي. مثلا: د يوه کس عکس د مشابهت پر بنسټ پر هغه دلالت کوي. دې ډول نښو ته يې Icons وويلې، چې په تبليغاتو، رسنيو او کمپيوټر کې ترې ډېره استفاده کېږي. د افس د ورډ فايل د بياتي او خط ايکنې د پرې کولو او برېښناليک لېږلو مانا لري. دويم ډول نښې Index دي، چې د دال او مدلول ترمنځ پکې د علت اړيکه وي. زياتره طبيعي نښې دا ډول دي؛ مثلا: لوګى پر اور دلالت کوي، برېښنا پر باران، درد پر ناروغۍ دلالت کوي. که موږ ژبه له لفظي محدوديت وباسو او د نښو يوه ټولګه يې وبولو؛ نو زموږ ګر چاپېره هر څيز يوه نښه ده، چې له موږ سره خبرې کوي. لوګى د اور خبر راکوي او راته وايي، چې دې سيمې ته له ورتګ نه ځان وساتو، برېښنا راته وايي، چې له تناب نه بايد جامې راټولې کړو، چې باران يې لمدې نه کړي او داسې نو د يوه کس په جيب کې قلم ښيي، چې دا کس باسواده دى، بېل پر بزګرۍ دلالت کوي او که د يوه سړي لويه ږيره وي، موږ ته مذهبي ښکاري او له درناوي ورته د حاجي صاحب کلمه کاروو.

د نښو درېيم ډول ته پيرس سيمبول او سوسور ژبنۍ نښې(Linguistic Signs) وايي. ژبنيو نښو ته چامسکي هم د سېمبول اصطلاح کاروي، ځکه چې سېمبول تر يوه زياتې ماناوې لري. ژبپوهان وايي، چې څومانيزتوب د ژبې يو اصل او يو مانيزتوب په ژبه کې نادر پيدا کېږي؛ نو د ژبنيو نښو لپاره د سېمبول اصطلاح دقيقه ښکاري؛ خو موږ او تاسو چې د سوسور پر نظريه بحث کوو، سملاسي به د ژبنيو نښو اصطلاح ورته وکاروو.

سوسور وايي، چې په ژبنيو نښو کې د دال او مدلول ترمنځ اړيکه پر کوم بنسټ ولاړه ده؟ مېز ته ولې مېز وايي، دروازې ته ولې دروازه وايي؟ د ژبې زياتره کلمې دا ډول دي. د سوسور په اند، په ژبنيو نښو کې د دال او مدلول ترمنځ هېڅ اړيکه نشته؛ نو چې اړيکه نشته، بيا موږ د ويناوال له خولې پر اورېدلي مېز، څوکۍ، باغ، کور او … څنګه پوهېږو؟ سوسور وايي، چې په ژبنيو نښو کې د دال او مدلول ترمنځ دا اړيکه د يوې ژبې د ويونکو د ټولنيز تړون په پايله کې شونې شوې ده. موږ وايو، ژبه يوه قراردادي پديده ده. يعنې خلکو سره قرارداد کړى، چې دې ته به دېوال، هغې ته به ونه او … وايو.

نو که د سوسور پر خبره باور وکړو، چې ژبه يو خپلواک نظام دى، چې پر واقعي نړۍ تکيه نه ده، بلکې واقعي نړۍ د ژبې پر بنسټ بيانېږي، بيا په ژبه کې مانا له کومه کېږي؟ په رغښتي تيورۍ کې مانا د ژبې داخلي مساله ده او له بهره ژبې ته نه راځي، بلکې د ژبې د داخلي رغښت او د کلمو ترمنځ د توپير د اړيکو پر بنسټ کلمي مانا مومي. په دې توګه، ماما ځکه پېژنو، چې بابا، پلار، ورور، استاد، ترور، څوکۍ او نور نه دى. سرک ځکه پېژنم، چې موټر، مېز، سړى، ډبره او نورې ټولې کلمې پېژنم. يعنې نور مې ټول نفي کړي، چې د هغوى د سلبولو په پايله کې سرک مانا پيدا کړې.  که رغښتي نظريه د غږپوهنې په سطحه راواخلو، يعنې م هغه دى، چې ن، ب، پ، ش او نور غږونه نه دى. کله چې زه ميم تلفظ کوم، نور نه تلفظوم. نور نفي کوم؛ نو چې کله يې د زېږډول او زېږځي له پلوه پر ځانګړنو غږېږم، هم وايم، چې ميم يو پزيز غږن بېواکغږ دى. يعنې دا هغه ځانګړنې دي، چې ټول يې نور نه لري. که کلمو ته راشو؛ نو چې کله وايم، پياله، يعنې ”نه پياله” نفي کوم. په ”نه پياله” کې نور ټول ژبني توکي راځي، چې پيالې ته مانا ورکوي.

خو په رغښتواله کې ژبه يوه داسې شفافه هېنداره نه ده، چې واقعي نړۍ چې څرنګه ده، دقيقا يې پکې همغسې ووينو او نه يوه سپکه وسيله ده، چې پر ځاى يې بله ژبه وکاروو. د سوسور په اند، ژبه د ارښتونو يو نظام دى او په دې نظام کې کلمې له يو بل سره د توپير د اړيکې پر بنسټ مانا لري. د توپير يو ډول تقابل دى؛ د سوسور په اند، سړى ځکه پېژنو چې ښځه پېژنو او برعکس ښځه ځکه پېژنو، چې سړى پېژنو. په واقعي سړي او ښځه يا مصداقونو کې يوازې د جنسي سيستم له پلوه توپير وينو؛ خو په ژبه کې دا توپيرونه ډېر مختلف دي. په ژبه کې سړى او ښځه دوه بسيط مصداقونه نه دي، بلکې دوه مفاهيم دي، چې ټوکونه لري او د دې ټوکونو پر بنسټ له يو بل څخه توپيرېږى. مثلا: د سړي په مفهوم کې د زړور، پياوړي، عاقل او رښتيني ټوکونه موجود دي. څرنګه چې دا مفهوم د ښځې له مفهوم سره په تقابل کې دى؛ نو د ښځې په مفهوم کې د ډارنې، کمزورې، ناقص العقلې، عاطفي، بېوفا او مکارې مفاهيم پټ وي؛ نو سړى ځکه پېژنو، چې ښځه نه ده. په ژبه کې د سړي او ښځې وړاندې کړى تصور له واقعيت نه مختلف دى، ځکه چې که په واقعيت کې يو پياوړى دولت موجود وي، چې د ښځې د شرعي او مدني حقونو دفاع وکړي، ښځه به ګنې بيا هم د نارينه پر وړاندې ډارنه وي. په يوه لوړ دريځ کې موجوده ښځه له خپل ملازم سړى نه ولې نه ډارېږي؟ ځکه چې ځواک يې تر هغې ډېر دى. د فيمينزم له پلوه، که ښځې ته هم هغومره شرايط برابر شي، لکه سړى ته، ښځه به د سړي غوندې شي. مشهور روسى فورماليست ولاديمير پروپ چې د سوسور رغښتي تيوري يې د ښاپېريو په کيسو تطييق کړه، وايي، چې اتل کوم کرکټر نه دى، بلکې اتل خو رغښتي شرايط دي. هر کرکټر چې په دې ډول شرايطو کې موجود وي، هغه اتل دى. ژاک درېدا د سوسور د متضادو جوړو له دې مفهوم نه استفاده وکړه او د تاريخ په اوږدو کې يې د غرب پر فلسفه انتقاد وکړ، چې تل يې د Binary Oppositions يو اړخ ته پر بل لومړيتوب وړکړى. سړي ته پر ښځې او ښکلي ته پر بدرنګ. ژوليا کرستوا په فيمنستي څېړنو کې د ژاک درېدا له ډکنسټرکشن مېتود نه استفاده وکړه او د ښځې په اړه د سړي پر جوړ کړي کلچر يې نيوکې وکړې.

يوه بله بېلګه به راواخلو: په فارسي کې د مور خور ته خاله او د پلار خور ته عمه وايي. په فارسي کې دا دوه مختلف مفاهيم دي، چې مختلف ارزښتونه لري او پر بنسټ يې فارسي ژبي له خاله سره يو ډول او عمه سره بل ډول چلن کوي؛ خو په پښتو کې د دواړو لپاره د ترور کلمه کارېږي. دا يوازې يوه کلمه نه ده، بلکې يو ارزښتي مفهوم دى، چې په فارسي کې دوه او په پښتو کې يو دى.

پر دې بنسټ ويلاى شو، چې ژبه يو سپکه وسيله نه ده، چې پر ځاى يې په اسانه بله وکاروو او له دې ستونزې سره د ژباړې په وخت کې مخېږو، ځکه وايي، چې  د يوې ژبې له مرګ سره يو قوم ومري او د يوه کولتور ميوزيم له منځه لاړ شي.

د سوسور په اند، کلمه د همدې توپيرونو پر بنسټ په جملو کې هم مانا مومي. په جمله کې دوه محوره دي، چې افقي ته چې د کلمو ترمنځ ګرامري اړيکي ښيي، سينتاګم يا د خواناستۍ محور وايي او عمودي ته پراډاىم يا د ځايناستۍ محور وايي. د خواناستۍ محور ته وروسته يلمزلف د انتخاب محور ووايه، چې وىناوال پکې توکي د انتخاب له مخې ټاکي او چې څومره د جملې تر پاى ځي، انتخاب يې محدودېږي.

د پراډايم يا د خواناستۍ په محور کې هغه کلمې راځي، چې په جمله کې ظاهرا موجودې نه وي؛ خو له غياب نه په جمله کې د موجودو کلمو مانا مشخصوي. يوه بېلګه به راوړو:

١- رڼا له خونې  راووته.

په دې جمله کې رڼا، خونه، راووته د جملې اصلي ټوکونه دي، چې له يو بل سره د سينتاګم اړيکه لري؛ خو د رڼا په مانا په دې جمله کې ځکه پوهېږو، چې له دې جملې بهر ”نه رڼا” پېژنو. ”نه رڼا” پلوشه، محمود، بريالى، محصل، استاد، دوکاندار او نور دي. همداسې خونه او راووته هم درواخلئ.

د سوسور رغښتي نظريه فورماليستانو او رغښتوالو په ادب، اسطورو کې تطبيق کړه او داسې نورو علمي حوزو ته هم لاړه، ځکه چې د رغښتوالو په اند، د انسان هر څه يو رغښت لري، ځکه د انسان ذهن رغښتي دي او رغښتونه يا نظامونه درک کوي او جوړوي؛ خو د علم په ټولو حوزو کې يې دوه مهم کارونه وکړل، يو دا چې په هر ځاى کې يې انسان نفي کړ، ځکه چې رغښت موجود وي، نو انسان ته څه اړتيا ده. مثلا: دا وينا چې انسان خبرې نه کوي، بلکې ژبه د انسان په خوله خبرې کوي. يعنې انسان له ژبې نه د وسيلې په توګه نه، بلکې ژبه له انسان نه د وسيلې په توګه استفاده کوي. همداسې په ادبياتو کې رولان بارت هم له رغښتي تيورۍ نه استفاده وکړه او شاعر او ليکوال يې نفي کړ. شاعر شعر نه وايي، شعر د شاعر په خوله ځان بيانوي. يوه ښه بېلګه يې لنډۍ دي. د لنډيو واقعي ويونکى معلوم نه دى، خو بيا هم پرې پوهېږو، ځکه چې پر لانګ يې پوهېږو.

دويم مهم کار رغښتوالې دا کار وکړ، چې تاريخ يې نفي کړ. رغښتواله په دې پسې نه ګرځي چې ژبه يا بله هره پديده کله پيدا شوي او کوم بدلون يې کړى، بلکې په همدې اوسنۍ بڼه يې غږېږي؛ نو چې له رغښتي تيورۍ نه استفاده کوو، مطلب تاريخي تحول يې نفي کوو.

پر رغښتواله باندې يوه نيوکه دا کېږي، چې پر رنګارنګيو پښه راکاږي او د پلورليزم پر ځاى د وحدت پر لور سفر کوي، چې دا سفر کله يوه داسې کل ته ورسي، چې ظاهري تنوعات نه نغاړي او داسې فکر کوي، چې دا تنوعات د ماهيت برخه نه دي.

(Visited 34 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.