The news is by your side.

د نازو ټیکری ولوېد او که زموږ له ناوړه دودونو په هنري ژبه پرده پورته شوه؟

0

د نازو ټیکری ولوېد او که زموږ له ناوړه دودونو په هنري ژبه پرده پورته شوه؟

(کره کتنه) 

نېک محمد ذکي

خویندې چې کېني وروڼه ستایي
وروڼه چې کېني خویندې بل ته ورکوینه

یوه ورځ استاد په ټولګي کې د خور او ورور د اړیکې په هکله جالیبه خبره وکړه. استاد وویل، د ورېندارې او ندرور (د ورور خور) تر منځ ځکه ډېرې دعوې او جنګونه وي، چې خور ته ورور ډېر او بې له کومې موخې ګران وي. ورور یې هم مینه ورکوي؛ خو کله چې یې ورور واده وکړي، نیمه مینه یې ښځې ته شي او خور ته یې مینه کمېږي، ځکه نو د خور کینه راځي.

خور خپله ورېندار د ځان پر وړاندې د ورور د مینې د کمښت سبب ګڼي او دعوې یې ورسره پورته کېږي. دا خبره ښايي پر ټولو ټولنو د تطبیق نه وي؛ خو زموږ او حتا نورو ډېرو پرمختللو ټولنو کې دا ځانګړنه شته.

دا مې د خویندو تر پاکو احساساتو وویل. موږ ته خویندې هم مړې دي هم پړې؛ خو موږ ډېر وخت د مننې پر ځای د تحمیل له زاویې ورګورو؛ کنه نور خو مو خویندو ته حق میراث لا نه دی ورکړی.

خویندې د ورور له کوره څه وړي
زلفان خواره په اوږو وړي په ژړا ځینه

په نازو ناول کې وزیر په تېروتنه پر خپلې خور بدګومانه کېږي؛ مخکې تر دې چې غوږ وګوري په سپي پسې یې منډه او تیږه راخیستې وي، دا تیږه بیا په داسې مرمۍ بدله شي چې د هغه سینې ته ورسیخه شي. غم یې بیا هم نازو خور ته پاتې وي.

اوس خبره دا ده، چې موږ دې ته ورته ټولنیزو ستونزو ته همداسې لاس تر زنه کېنو که د مشال غوندې د یوه روان لیکوال په هنري ژبه دا ستونزې شاته پرېږدو؟ هنر په هره ټولنه کې خپل کار کړی دی. تر رنسانس مخکې چې کله په غرب کلیسا حاکمه وه، د عیسویت په نوم یې هم سیاست هم تجارت کاوه. خلک یې حتا له دین څخه د سمې معنا اخیستو او مذهبي کتابونو سم لوست ته نه پرېښودل. دې تجارت د خلکو د هر ډول پرمختګ مخه نیولې وه. وروسته چې لیکوالو او پنځګرو د کلیسا دا کار وغنده او خلکو ته یې له دې تیارې د وتو لاره په هنري ژبه وروښوده رنسانس رامنځته شو، چې غرب یې ننني اوج ته راورساوه.

پر موږ باندې هم ځینې وژونکي دودونه د پښتو او پښتونوالي پر نوم همداسې مسلط او موږ د جګړې تر څنګ داسې دودونه هم ځپي. دا دودونه نه په اسلام کې راغلي او نه هم په کوم بل انساني کتاب کې. اوس هم هنر ښه لاره ده، چې موږ پرې له دې کږې لارې راوګرځو. په نازو ناول کې د وزیر(په ناول کې د نازو ورور) تېروتنې یوازې د نازو د برخلیک په اړه شوې تېروتنه نه، بلکې د یوې ټولنې د برخلیک په اړه شوې تېروتنې راپه ګوته کوي. مشال یې یوازې له یوې څخه پرده پورته کړې نور دې یې نورې وغندي. په دې سره به موږ فکرا له ورته ستونزو خلاص شو.

له پېښو سره د لیکوال چلند:

کله چې نازو ناول لولو د لیکوال دا ځانګړنه چې له هنر سره یې په بشپړه توګه ناپېیلی او بېطرفه چلند کړی، له ورایه برېښي. ځینې لیکوالان په خپلو اثارو کې د دې لپاره د خپلې ټولنې په هکله رښتینی قضاوت نه کوي، چې د ده سیمه چا ته کمه را نه شي. دا له هنر او ټولنې دواړو سره دومره بدي ده، لکه وزیر چې یې له نازو سره کوي. دلته (د ادب د ژوند لپاره) مفکورې خبره ده، چې تاسو ټول ورسره بلد یئ.

دلته یې تشرېح بحث اوږدوي. ((ملک صاب زموږ خلک ستاسې غوندې په یوه خوله نه دي. کاشکې راتلای. مخکې ورځو کې مې څو وارې د کلیو په سپینږیرو پسې احوال ورولېږل چې ولاړ سئ له طالبانو سره کېنئ او خپل مشکل ورسره حل کړئ؛ خو د یوه هم درک معلوم نه سو. اوس یې اولادونه او لمسیان په سپېره ډاګ کې سره لمر ته ناست وي او مازي په نامه مکتب وايي.)) دلته د میري ولسوال له کټواز څخه راغلي یوه ملک ته د خپلو خلکو د نیمګړتیا تر څنګ د هغوی اتفاق هم ستایي او هغوی په دې کار کې تر خپلو خلکو تکړه بولي.

دې قضاوت ته مې د پښتو ژبې په اوسنیو پنځونو کې ډېر کم پام شوی. دلته لکه چې مخکې مې وویل لیکوال په بشپړه توګه له هنر سره د هنر چلند کړی. دا ځکه چې هنر قوم، لوړوالی … نه پېژني بلکې؛ هغه څه چې رښتیا وي هغه راپه ګوته کوي. د ناول ژبه داسې عامه ده، چې لیکوال پکې هېڅ پېچلی لغت نه دی راوستی؛ ټولې محاورې یې د اړوندو سیمو عامې لهجې دي. دا کار ځکه ښه دی، چې پر لوستونکو د سیمو د کلتور دود… د هغوی لهجه هم وپېژني.

د ناول منظرکښیو ته لیکوال نه دی بې حوصلې شوی. داسې منظرکښۍ یې کړې دي، لکه د اړوند حالت ویډیو چې لوستونکي ته وړاندې کوي. دلته یې یو څو بېلګې راوړو؛ ((ځوان د شړومبي په تشه پیاله کې د سګرېټ ګل وواهه، تندی یې تریو و…)) (( د نجلۍ غټو شنو سترګو ځلا کوله، د سترګو سپین یې له سرو رګونو ډک و…)) ((د څراغونو ژېړه رڼا د نجلۍ پر مخ ولوېده…)) ((د نجلۍ پر مخ او غاړه راځوړند وېښتان لړزېدل…)) د ناول بله ځانګړنه دا ده چې د نازو ناول کیسه یوازې د یو څو ورځو ده، خو دومره درنه ده، چې په ځینو ناولونو کې ښایي د څو کالونو کیسه هم ور و نه رسېږي.

د ناول مثبت پای د ناول یوه له ښو ځانګړنو څخه ده. زموږ پر ذهن له حاکمو تراژیدیو د وتلو یوه لاره دا هم ده، چې د هنري پنځونو پایلې مثبتې کړو. که څه هم نازو ډېره ماته شي؛ خو بیا هم وروسته یوه داسې هیله ورپاتې وي چې پورې کېني. د مشال پر نازو ناول به لیکوالان او استادان نور ډېر څه ولیکي. زه به په پای کې دا ووایم، چې د غزني، پکتیکا… سیمو اوسنۍ ناخوالې ښایي د ټوپک پر مټ حل نه شي؛ خو د مشال غوندې لیکوالان به د هنر په مټ د پای ټکی ورته ږدي.

(Visited 31 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.