The news is by your side.

د ۲ مشرانو وروڼو کـتابونه مې خپل افتخار ګڼم

0

 احمدولي صياد-

     راځئ  دومره مطالعه وکړو چې تر څو پوه شو چې نه پوهیږو!

کتاب پرته د مطالعې نه د چا ملګری نشي کیدای، خو د مطالعې په کولو سره هغه څه در زده کوي چې څه د کتاب په سپینو پاڼو لیکل شوي یي.

کتاب د هغه دوه مخي انسان په شان نه دی، چې په ظاهره خوږ او په باطن کې تریخ وي.

کتاب هغه شتمني ده چې انسان یې په مطالعه کولو خپله پوهه لوړولای شي.

د کتاب په ارزښت کې د وخت په تېرېدو سره کوم تغیر نه راځي او نه به داسې نوې تکنالوژۍ د کتاب ارزښت کم کړي،  کتاب داسې یو نوم دی چې د انسان د لارښونې لپاره پکې پند او هنر نغښتی دی، کوم خوند چې د کتاب د سپینو پاڼو پرمخ د تورو حروفو په لوستلو کې دی، یوه انټرنيټي الې په لوستلو کې نشته.

کتاب هغه ملګری دی چې د شپې پر مهال مطالعه یې لکه ملمه (guest) احترام در کوي، تر څو چې تا ویده نکړي،  دا نه ویده کیږي.

یو عالم وایي کتاب د مړو ژبه او د ژوندیو اواز (غږ) دی.

هغه زړه چې راز دې ساتي تر هغې دا بهتره ساتونکی دی.

د سنګا په نوم یو بل کتاب پرسته وایي:  د دې پر ځای چې څو کتابونه ولولئ،  ښه او بهتره دا ده چې یو ښه کتاب څو ځلې ولولئ!

د جیم په نوم یو عالم وایي: تر ټولو بد کار د کتاب نه لوستل دي او په ارزښت یې نه پوهیدل دي.

د کتاب ارزښت که نه وای نو سپیڅلی کتاب(قرآنکریم) به نه وای.

د دغه مبارک کتاب په لوستلو کې هم دنیاوي اجر او هم اُخروي اجر شته دی.

په بل ځای کې بیا د ملک لوهان په نوم یو پوه وایي:

د ژوند کیفیت مو دوه شیان ټاکي! لومړی: هغه کتابونه چې تاسو یې لولۍ ، دوهم : هغه خلک دي چې تاسې ورسره ناسته ولاړه کوۍ.

نامتو لیکوال مرزا فرحت الله بیک د کتاب سره دومره مینه لرله چې د ډوډۍ د خوړلو پر وخت به یې هم په چپ(کیڼ) لاس کتاب نیولی وو او مطالعه به یې کوله او په بل لاس به یې ډوډۍ خوړله.

که کتاب ارزښت نه لرلای نو اروښاد خالد اسحاق درې میلونه روپۍ د کتابونو په پېرلو به نه لګولای!

د اروښاد خپل شخصي کتابتون په لکونو کتابونه لرل.

د مشفق خواجه په نوم یو بل پوه د خپل کور نهه (۹) خونې په کتابونو نیولې وې او په یوه خونه کې یې خپل ژوند کاوه.

دا چې د کتاب ازرښت ډير زيات دی .

کتابونه د ډیرې ښکلا څخه ډک او پرمفهومه معلومات لري.

  ټولنیز،  علمي،  سیاسي او داسې نورې لیکنې په خپلو سپینو پاڼو  کې بلا عنوانونه لري او د هر عنوان لاندې بلا داسې جملې ځای پر ځای شوي دي چې په مطالعه یې د شخص په شخصیت او پوهه کې زیاتوالی راځي.

نو په همدې ترتیب نن ما هم د خپلو ګرانو او مشرانو ورونو  استاد محمدآغا ډاډمن او استاد پوهنيار  ولي امام الفت د کتابونو پښتۍ راپیدا کړې او ومې غوښتل چې تاسې خوږو سره یې شريکې کړم،  تر څو د هر با استعداده ځوان مینه زیاته او دېته لیواله شي چې د خپلې ټولنې د بهبود لپاره پرمفهومه لیکنې وکړي ، هم به د وګړو استعدادونه رابرسېره شي او هم به مو ټولنه پرمخ ولاړه شي، غربت،  حسد او کېنه چې تر خپلو منځونو یې لرو همدا مطالعه ده چې لمنځه یې وړي او د انسان ذهن قوي او پراخه کېږي.

(Visited 8 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.