The news is by your side.

زما شهیدې لورې / انجنیر محمد ربي اماج

0

زما لورې دغه دي پوره دوولس کاله له هغې غم لړلي ورځې او پېښې تیر شول چی ته (تانده څانګه) یې زموږد کور د ګلبڼ څخه وریژولې او زه لا تر اوسه په دې هیله شپې او ورځې تیروم او په لوڅو سترګو هغه خوبونه وینم چې یوه ورځ به په دې بې وفا نړۍ کې ستا له سپیڅلو وینو سره نیاو وکړم، مګر څه هیله او څه خوبونه ؟؟!! اوله چا څخه؟؟!! له هغوی نه چې د واک په ګدۍ ناست او نشه دي! نه نه ! د هغوی په شتون کې د داسی خوبونو لیدل لکه د لیوني د خوبونو غوندي دي چې مانا نه لري.

لورې! د نړۍ دود او دستور دی چې وایي : اوس دې یادونه ا فساني ښکاری««»» داسې دستور د زمانې ښکاري

مګر د زمانې دغه دستور زما لپاره نه دی! دلته دی وه پلار د زړه په ورانه جونګړه کې ستا د یادونو څانګې لا هماغسي تاندې ولاړې دي او هیڅ یې د افسانو بڼه نده غوره کړې:

لورې! ستا د یوویشت نیم کلن ژوند ټولې خاطرې مې یوه په یوه په زړه او دماغ کې همداسي تازه او پیچلي نغښتي دي لکه زموږ په کلیوالي دود کې چې کوم سپیڅلی توکی په پاکو ټوکرانو کې نغاړي او د درنښت په دود یې د کوټې په لوړه تاخچه کې ساتي. له هغې ورځې چې د سلواغې میاشتې په یخنۍ کې د کابل ښار کې سیلو ته څیرمه د پوهنتون سرک د سنګ کشانو جومات ته نیږدې په یوه کرایي کور کې د سهار په سپیدو کې تا خپليې سترګې د لومړي ځل لپاره دې نړۍ ته پرانیستلې او بیا تر هغه دمه چې د مامورینو کارتې د پنځم سرک په بل کرایي کور کې د ماښام په اووبجو او پنځلسو دقیقو باندې د هیواد او ستا مورنۍ پښتو ژبی قسم خوړلو غلیمانو د یوې (۲۵.۶) ګرامه سرپي مرمۍ په وسیله ستاد ژوند ډیوه مړه کړه یوه په یوه مې په یاد دي. اوله هغې وروسته بیا د نړۍ په کچه په فساد کې اتل دولت هغه ناکردې چې د قانون په نامه زموږ سره وکړې او لاهم روانې دي هم مې ټولې نوې نوزې د خاطرو په سندوخچه (صندوقچه) کې پرتي دي.

لورې! دا اوږدې کیسې په دې لنډو پاڼو او کرښو کې نه را لنډیږي، لکه د هر پلار په څیر ستا د ژوندون تاند نیالګۍ مې د خپل تندي په خولو اوبه کولو او مور به دې هم لکه يوه دنده پيژوندونکې چوکیداره ستا پالنه کوله، په دې هیله چې زموږد غریبۍ مګر د غرور او پښتنې هسکې شملې ځونډی به شي او موږ دواړو به تل په ویښو سترګو دغه خوبونه لیدل چې دغه د ۱۵کلنې کډوالۍ او مورنی هیواد ته د راستنیدو په ویاړ به موږ خپلي جنګ ځپلې ټولنې ته تا غوندی لوستې، دینداره په پښتنې، د علم او پوهې په سینګار پسوللی سوغات ډالۍ کړو او همداسې مو هم وکړل.

لورې! په لومړیو کې دې د خپل مورنی او پلرنی هیواد د ژبو (پښتو اودري) سره ستونزې درلودې، مګر تا هم لکه د خپل پلار په شان ډیر ژر بی له توپیره د هیواد په دواړو خوږو ژبو بر لاسی وموند. او موږ هم ډیر خوښ وو چې زموږ په لاس پالل شوې تانده څانګه ښه وده کوي او نورو ته مثال ګرځي (څانګه به نن سبا کې ګل شي ــ ما یې په سر کې سرې غوټۍ لیدلي دینه).

لورې! ستا په روح کې لکه ستاد کورنۍ په شان هیڅ رنګه ژبنی توپیر، کرکه او نفرت نه وو او لکه چې د ورځنیو یادونو په کتابچه کې دې لیکلی وو (لمن مې ډکه ده له کاڼو څوک پرې نه ولمه ــــ په عادتونو کې دا یو عادت د غره لرمه). او کله چې د لومړي ځل لپاره د کار وړاندیز درته وشو او زه د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې په دنده بوخت وم نو ما د تیلیفونی خبرو او ارزونې په پای کې درته وویل چې لورې! په پښتني ټولنه کې د مور او پلار عزت د لور د پوړني په پیڅکه پورې غوټه وي او تا راته وویل چې آغا! زه پوړنۍ په سر ایږدم. نو ستا د مانا داره ځواب څخه وروسته زه په کالیو کې نه ځاییدم.

لورې! کله چې د پولیتخنیک پوهنتون په تالار کې د ځوانانو کنفرانس کې د یوه ګروپ مشرتابه دنده تا ته درکړل شوه نو هر هغه چا چې زه یی پیژندلم ستا د ځیرکتیا، زړورتیا او پوهې ستاینه یې کوله.

لورې! هغه مې هم په یاد دي چي د بي بي سي رادیو د پښتو څانګې مشره خبریاله په تا او خور پسې دې هم زموږ کور ته د موټر سره راغله.او بیا هم لورې د بدمرغه ۲۰۰۷ د همدغې مۍ میاشتې په شروع کې ستا ژوندۍ مرکه د امریکا غږ آزادی رادیو په څپو کې خپره شوه نو زه په دې پوه شوم چې زما هڅو او هاند نتیجه ورکړې ده او ته اوس هغې پوړ ته رسیدونکې يې چې علم او مسلکی پوهه په سپیڅلي ،اسلامی اوافغانی دود وړاندې کړې او هغوي ته چي عصري علوم دفرهنګ او سپیڅلو دودونو په پریښودلو کې لټوي غاښ ماتوونکی ځواب شي،مګر !

لورې! زه نه وم خبر چې زموږ د هیواد او ژبې قسم خوړلي غلیمان ستا اوستا غوندې نورو په هیواد مینو شتون نشی زغملی! اوبهرنیو ګاونډیانو لا د وخته دلته ځالې کړیدي او خپل لاسپوڅي یۍ په حکومتي اډانه کې لګولي دي.

لورې! ته یي رانه په ډیره ناځوانۍ واخسیتې اود هغي‎ې زړه په سر یي برابره ویشتلي وې چې ستا هیواد اوخلکو ته له مینې ډک وو. د دی وطن په نصیب ندي رسیدلي خلک ــــ  چې یې موندلي دي په کاڼویی ویشتلي خلک.

لورې! په ما او مورخو د آسمان را ټوټی شو مګر هغه به د نه وی اوریدلی چې: لمدې غوښي اورنه اخلی.

لور په لور مو ودانګل ،هره دروازه مو وټکوله مګر زموږ اوستا بخت اوبرخلیک لکه د پښتو او پښتنو غوندي اسکیرلی او ویده وو. ژبني، سمتي، ګوندي کینو اود بډو ناولی فساد د دولت بدن ټول مًنتن (خوسا) کړۍ وو.

لورې! د نیاو پځای یې زه ستا د وژلو په تور بندی کړم ،هم مړهم پړ! قیامت نوبل څرنګه وی؟! (بیلتانه ښې چارې راوکړي!ـ ـــ ځان یې ملا کړو زه یې غل دکلی کړمه) ، زما په نه شتون کی یې ستا مینه ناکه کورنۍ تر فشار لاندې نیولي وه چې د نیاوغوښتلو نه تیر شی. دلته د قاتل آزاد ګرځی اونیاو غوښتونکی (متضرر) د بیا محکوم اوچارمارۍ کیږی. دا جهان قصاب خانه کړ خدای وماته ـــــ لاس تړلۍ پروت په غولی دقصاب یم.  د ګاونډی ملک استخباراتو او تالی څټیو د هر کار تابیا لا د مخه کړې وه . په بندیخانه کې یې زما د وژلو بشپړه تابیا د هماغه څارنوال پوسیله کړې وه کوم چې ستا دقتل د څیړلومسولیت یې درلود. پیسي څه کارونه نه کوی؟ هلته یې زما خوله وتړله او دباندی یې د دیموکراسۍ پنامه د پردیپال تلویزن سره دهیواد د ټولو وضعی قوانینو خلاف زموږ د سپکاوی اوکم راوستلو لړۍ د لوی څارنوال پوسیله په مخه بوتله. چې دهمدی تلویزیون اړوند دوه پروګرام چلوونکی بیا په همدې تور محکوم هم شول.

لورې! د وخت اولس مشرپه خلاصه خوله د رسینو له لاری اولس ته ستا د قاتل د غرغره کیدو ژمنه ورکړه، موږ ډاډه شولو چی د ۳۲میلیونی ملک د مشر ژمنه او قول دۍ!، مګر دا زه او ستا غم ځپلې مور وه چی نه پوهیدلو چې دلته د اولسمشر او دمحکمو د مخې د کرایی قسم خوړونکیو ژمني یو شی دی. وروسته را پته ولګیده چې د هیواد اولسمشر یې هم له هم هغوبهرنیو توروکڅوړو خوري کوم چې ته یې راڅخه وخوړلی! نودلته مې بیا هماغه پښتو متل سترګو ته کلک ودریدو کوم چی وایی: نیا یې چې په اوبو پرته وی نو اولادونه یې هم پکې پریوزي!

لورې ! یوې ښځينه څارنوالې ستا د دوسې په اقامه کې داسی لیکلی وو؟ ښه ورته ځیر شه!: (دلایل که ثابت میسازد که قتل څانګه آماج توسط پدرش بنا بر احساسات پشتونولی صورت ګرفته که نمی توان از آن چشم پوشی کرد).

لورې! یو ځلی داسی وخت هم راغی چې باید لاسپوڅې دستګاه ستا د کرغیړن قاتل نیولو ته اړه شوی وای،مګر پوهیږی له هماغه ګاونډی ملک نه بیا راته تهدیدونه وشول چې پخپل وخت مې په اصطلاح ملی امنیت ته په لیکلې بڼه خبر ورکړو چې تر اوسه پورې پسي ګرځي!!!. بل ځلې مې همدغې سترې محکمې ته په پښتو ژبه عریضه ولیکله راته رد یې کړله بیا مې تر هغې ترخه عریضه په دری ژبه ورته ولیکله چې زما غوښتنه یې سمدلاسه ورباندې ومنله. دیته وایی ژبنی برابری؟!!. اودغه زما او ستا ګناه ده؟!. په سبب د ظالمانو حاکمانوــــ کوراو ګور او پیښور دری واړه یو دی.

لورې! نور به څه درته ولیکم زما او ستا خواله نه تمامیږی.خو زړه مې ډیر ډک دی غواړم لږ ښې خبرې درته وکړم.

لورې! لکه ستا چې لوړغرور درلود اوزما شملې ته د ډیر پام وو همداسې زه هم ستا د پوړنی او پښتنی وقار خیال ساتم:

ستا د شهادت نه وروسته د ډیرودرنوخواخوږوترځنګ د امریکی استاز ولۍ (سفارت) هم ور وغوښتلم او ستا د بی وخته مړینې او شهادت غمرازی یې راسره وکړه او هغه یې هم په لیکلې بڼه، بیا یې څوځلې په تکرار زما څخه وغوښتل چې آیا زه په امریکه کې پناه غواړم او کنه ؟ چې ما ستا د لوړغرورپه درناوی رد کړه: وږی تږی پروت پخپله بوریا ښه یم ــــ نه په تخت د پاسه ناست د بل کره.

لورې! زه او ته دواړه د زده کړو ډیر مینه وال وو. نو ښه زیری درته لرم : ستا یوه خور په هماغه پښتنی او اسلامی غرور اوس ماسټري بشپړه کړیده اود تيرکال د جولای میاشتې په پای کې یې د بریا لاسوند(دیپلوم) تر لاسه کړیدی، هماغه کشره خور د اوس په همداسې بڼه او کورنی اصیلتوب د فارمسی ډاکتری زده کړې تیر کال اګست کې بشپړي کړي اوډک لاس خپل هیواد ته راستنه شوه او دخپلو خلکو په چوپړ کې ده. هغه مشر ورور د اوس پخپلو پښو ولاړ او د علم د رڼا د لارې لاروی دی، همداسې هغه منځوی ورور د اوس په پوهنتون کې دکمپیوټرساینس پوهنځي کې تل اول نومره وي او دی،  او تر ټول کشرورور د کوم چی ستا دشهادت په مهال یوازی پنځه کلن وو اوس د کانکورد آزموینې تابیا ،د سپورت ښه مینه وال او د قرآنشریف ډیر ښه تلاوت کوی او تل اول نومره وی.

خو لورې! ستا مور هغه ستا په سپیڅلو وینو رنګ پوړنی تل په خپل بالښت کی ساتی اوسرورباندی ږدی.

لورې! ټولې کیسې د نهیلی هم ندی ،ستا له شهادت وروسته ډیرو احساس لرونکو افغانانو له لر اوبره ستا په ویرکې زموږ سره غمرازي وکړي ستا مینی اوبیا د دمړینی ناورین ټولی ړندې پولې ماتې کړې او هغه د افغان اهل هنود غوره کړل شوی استازې (آغلی انار کلی هنر یار) تر ټولو زیات درباندی وژړل. ډیروزیاتو افغانانو درته خپلی ولولی د شعرونو په دود ډالۍ کړی.

مګر یوازی د دولتی پلورل شویو ضمیرونو خاوندان دی چې حق نه وینی. خوته نهیلی کیږه مه ! موږ هوډ لرو چی ستا غچ به له هغه سوچ نه اخلو کوم چی دا وطن یی په ژبنیو،سمتي اوداسې ورته پولوویشلۍ دی.لورې په موږ باور ولره چې انشاالله پدې هیواد کې به سوله او ورورولی راځی اونیاو به د ظلم ځای نیسی. اوبیا به ستا مزار ته د درناوی لپاره درځي.

نو زما د زړه ټوټي او پښتنی شملې ګله! شکیباڅانګي آماج ستا د شهادت دوولسم تلین د په جنت وی تل زما په زړه او دوعاګانوکې یی.

دفلک له لاسه چاته کړم کوکار ــــ ریژوی هر ګل چې خاندي په بهار.

ستا په زړه زخمی پلار

د خدای بښلې شکیبا څانګې آماج شهادت د ۲۰۰۷کال د مي میاشتې په یودیرشم چې د غبرګولی له یوولسمې سره سمون خوری پیښ شویدی.

(Visited 8 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.